د حماس اسلامي غورځنگ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
حماس

حرکة المقاومة الاسلامیة

د حماس غورځنگ نښان
مشر خالد مشعل
اسماعیل هانیه
بنسټ اېښودنه ۱۹۸۷
بنسټ اېښودونکې شېخ احمد یاسین
دین اسلام
سیاسي اېډیالوجی اسلامپاله- ناسیونالیست عرب
اصلي څای غزه

د حماس اسلامي غورځنگ د (حرکة المقاومة الاسلامية) لنډيز دی، ددې ويي مانا ده، غښتلې او زړور. دا غورځنگ د فلسطين يو له خپلواکۍ غوښتونکيو غورځنگونو څخه دی، چې هم سياسي، ټولنيز او پوځي اړخونه لري. د حماس ډله د اسراييلو د زور زياتي په مقابل کې د فلسطينيانو د حقوقو مدافع ډله ده، چې د شېخ احمد ياسين په لاس کال ۱۹۸۷ز د غزې په تړانگه کې جوړ شو.