د ایران اسلامي جمهوري حکومت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ایران د اسلامي جمهوریت حکومت په پارسی ژبه (حکومت جمهوری اسلامی ایران) چي په ساده ډول د نظام په نوم پیژندل کیږي [۱] په ایران کي اوسنی حاکم دولت او سیاسي نظام دی، چې په 1979 زیږدیزکال کي د ایران له انقلاب او د پهلوي کورنۍ له سقوط راوروسته په واک کي دی.

ددې حکومت اساسي قانون ، چې د یوې پخوانۍ ریفرنډم لخوا تصویب شوی دی، د اجرایوي ، مقننه او قضایي سیسټمونو سره د واکونو جلا کولو بڼه کاروي، اوپربنست یې ستر مشر د هیواد مشر او د وسله والو ځواکونو مشر ګڼل کیږي.

یاد دولت دنړۍ له هغو دریو دولتونو څخه یودی چي داسلامي جمهوریت لقب ځان ته کاروي.

منځ ته راتګ[سمول]

د ایران د حکومت ګډه درې اړخیزه غونډه، ۲ جون ۱۹۸۷. د پارلمان مشر هاشمي رفسنجاني (کیڼ اړخ ته)، ولسمشر علي خامنه اي (منځني) او د ستري محکمې مشر موسوي اردبیلي (ښې اړخ ته).

د ایران اسلامي جمهوریت د اسلامي انقلاب په پایله کي رامنځته سو. ددغه حکومت دراتګ په پار اود شاه محمد رضا پهلوي دراپرځولو په نیت لومړنۍ ستري مظاهرې د ۱۹۷۸ کال په جنورۍ کي پیل سوې، [۲] چي دراتلونکي ۱۹۷۹ کال د دسمبر په میاشت کي د یو نوي اسلامي جمهوریت په راتګ سره یې پایله راووتل. رضا شاه د ۱۹۷۹ کال د جنورۍ په میاشت کي هغه وخت دجلاوطنۍ لپاره ایران پریښود [۳]کله چي دهغه او دهغه درژیم په وړاندي لویو لاریونونو او بلواوو هیواد فلج ته ورساوه. ایت الله خمیني د همدې کال د فبرورۍ په میاشت کي له اوږدې جلاوطنۍ وروسته بیرته ایران راستون اوپه پلازمینه تهران کي یې دڅو ملیونو ایرانیانو لخوا تود هرکلی وسو. [۴] د پهلوي سلطنت وروستی سقوط د فبرورۍ په 11 نېټه هله رامنځ ته سو کله چي د ایران پوځ په رسمي ډول ځان "بې طرفه" اعلان کړ اوچریکي بریدګرو او یاغیانو په ټول هیواد کې دلاس په لاس جګړو په پایله کي دشاه وفاداره ځواکونه له ماتي سره مخ کړل.

د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته د ایران د موقت حکومت له خوا د ۱۹۷۹ کال د مارچ په ۳۰ او ۳۱ نېټه یوه ټولپوښتنه ترسره سوه اوله خلکو یې وغوښتل چي اسلامی جمهوریت ته هو یا نه رایه ورکړی. د ټولپوښتني پایلي د ۱۹۷۹ کال د اپریل په دوهمه نېټه دایت الله خمیني له لوري اعلان سوې، چي په سلو کي ۹۸،۲ فیصده ایرانیانو د اسلامي جمهوریت په ګټه رایه ورکړه. [۵]

اساسي قانون[سمول]

د ایران د اسلامي جمهوریت اساسي قانون د ۱۹۷۹ کال د ډسمبر په ۲ – ۳ نیټه د یوې ټولپوښتنې له لاري تصویب سو. په دغه ټولپوښتنه کي ۹۹.۵ فیصده ایرانیانو اساسي قانون تصویب کړ. [۶] [۷] لس کاله وروسته، د 1989 په دوبي کي، ایراني رایه ورکوونکو په یوه بله ټولپوښتنه کي د 1979 په اساسي قانون کې د تعدیلاتو یوه ټولګه تصویب کړه. [۸] اساسي قانون د "تیوکراتیکو او دیموکراتیکو عناصرو" "هایبرډ" وبلل سو. په داسې حال کي چي شپږمه ماده "د ولسمشرۍ او مجلس، یا پارلمان لپاره ټولټاکني مکلفوي." په [۹] ، ټوله کي دیموکراتیک طرزالعملونه او حقونه د ساتونکي شورا او ستر مشر تابع دي، چې واکونه یې په اتم څپرکي (107-112 مادو) کې بیان شوي. [۹]

سیاسي جوړښت[سمول]

د ایران د اسلامي جمهوریت دسیاسي نظام بڼه

رهبري[سمول]

د ایران ستر رهبر علي خامنه يي

د ایران د اسلامي جمهوریت ستر رهبر په رسمي ډول په ایران کي د رهبرۍ د سترمقام په نامه یادیږي اوداد ایران داسلامي جمهوریت د اساسي قانون د پنځمي مادې له مخي د اسلامي فقهې د سرپرستۍ له مفکورې سره سم جوړ سوی دی. یاد مقام دټول ژوند لپاره ځانګړی سوی دی. [۱۰] د اساسي قانون د ۱۱۰ مادې له مخي ستر رهبر د اسلامي جمهوریت عمومي تګلاري تشريح کوي. په ۱۰۹ ماده کي درهبرۍ وړتیاوي ذکرسوي دي اوپه ۱۱۰ ماده کي د ستر رهبر د دندو او وظایفو یادونه سوې ده. د دې مادې له مخې نوموړی د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان دی. همدارنګه د ۵۷ مادې له مخي مقننه، اجراییه او قضایه قوه د ستر مشر تر څارني لاندي فعالیت مخته وړي. اسلامي جمهوریت دوه ستر رهبران لري: لمړی هغه یې ایت الله روح الله خمیني دی چي له ۱۹۷۹ زیږدیزکال اود ایران له لمړي انقلاب څخه تر ۱۹۸۹ کال یعني دهغه تر مړینې پورې په دې مقام کې و، اودویم ایت الله علي خامنه يي چې د خمیني له مړیني وروسته په دې مقام کي پاته سوی دی.

وسله وال فوځ[سمول]

د ایران داسلامي جمهوریت دوسله والو ځواکونو لوی درستیز[سمول]

ستر رهبر دایران د اسلامي جمهوریت دوسله والو ځواکونو عمومی کارکونکی ټاکي چي دایران ترټولو ستر پوځی ارګان دی اوموخه یې د ایران د اسلامی جمهوریت په وسله والو ځواکونو کي دتګلارو دترسره کولو، څارنې او همغږی کولو لپاره ده. [۱۱] تورن جنرال محمدحسین باغي ددې ارګان اوسنی مشر دی.

د ایران داسلامی جمهوریت پوځ[سمول]

د ایران داسلامي جمهوریت پوځ " د ایران دودیز پوځ" دی [۱۲] او د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو برخه ګڼل کیږي. یاد فوځ دنده لري چي دبهرنیو او کورنیو ګواښونو څخه دایراني دولت د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه وکړي او د قدرت ځواک وساتي . [۱۲] د اساسي قانون د ۱۴۳مي مادې له مخي د ایران داسلامي جمهوریت فوځ دهېواد د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا او همدارنګه د اسلامي جمهوریت د حکمونو د ساتني مسوولیت لري. فوځ خپل ګډ کارمندان لري چي دخپلو څلورو جلا چوپړتیاوو څانګو همغږي کوي اوعبارت دي لهځمکني ځواکونه ، هوایی ځواک ، بحري او هوایی دفاع اډه . ددغه فوځ اوسنی مشر ایم جی عبدالرحیم موسوی دی.

د اسلامي انقلاب ساتونکې قول اردو[سمول]

دسپاه پاسداران په نوم انقلاب اسلامي د ایران د وسله والو ځواکونو یوه څانګه ده چې د ۱۹۷۹ کال د مۍ پر۵ نېټه داسلامي انقلاب راوروسته جوړه سوه [۱۳] داساسي قانون ۱۵۰مه ماده د سپاه په اړه وايي چې داسلامي انقلاب د سپاه پاسداران قول اردو چې د انقلاب دبري په لومړیو ورځو کې جوړه سوې ده، باید وساتل سي ترڅو دانقلاب او د هغه دلاسته راوړنو په ساتنه کي خپل کار ته دوام ورکړي. ایم جی حسین سلامی داسلامی انقلاب د سپاه پاسداران دقول اردو اوسنی قوماندان دی. [۱۴]

د ایران د اسلامي جمهوریت د قانون پلي کولو ځواک[سمول]

د ایران داسلامي جمهوریت دقانون پلي کولو ځواک په ایران کې یونیفورم لرونکي پولیس ځواک دی. داپه 1992 کي د ایران د شهرباني ، جندرمیري او کمیټې په یوه واحد ځواک کي د یوځای کولو سره رامنځ ته سو، یاد ځواک د60,000 څخه ډیر پولیس پرسونل لري چې د کورنیو چارو وزارت په شمول د سرحدي ګزمې پرسونل هم پکښي شامل دي.

  1. Glossary of Iranian Political Terms الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. The Iranian Revolution.
  3. . 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  4. Ruhollah Khomeini Archived 2014-02-03 at the Wayback Machine., Encyclopædia Britannica.
  5. . 16 January 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  6. . 1 October 2004. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  7. . 5 September 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  8. . June 2004. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ . 28 July 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة); مفقود أو فارغ |url= (مساعدة)
  10. (په 13 December 2015 باندې). [{{{url}}} {{{title}}}].
  11. The Military in Post-Revolutionary Iran: The Evolution and Roles of the Revolutionary Guards, 2015 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱
  13. IISS Military Balance 2006, Routledge for the IISS, London, 2006, p. 187
  14. . 1 September 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة); مفقود أو فارغ |url= (مساعدة)