علي اکبر هاشمي رفسنجاني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
علي اکبر هاشمي رفسنجاني

علي اکبر هاشمي رفسنجاني یو ایراني سیاستوال، لیکوال، دیني عالم او د ايران پخوانی ولسمشر دی.

پخواني وختونه او زده کړې[سمول]

علي اکبر په ۱۹۴۵ ز د اگسټ پر ۲۵ نېټه د کرمان ولايت د رفسنجان ښار په بهرمان سيمه کې نړۍ ته سترگې پرانېستی. پلار يې ميرزا علي هاشمي او مور يې صفريان نوميږي. خپله رفسنجاني وايي زه سيد نه يم او هاشمي تخلص مې ځکه غوره کړې چې زما نيکه حاجي هاشم نوميده.

هاشمي به د پنځو کلو و، چې د خپل ورور قاسم په ملتيا يې د وخت دوديزې زده کړې پيل کړې. کله چې هاشمي د ۱۴ کلو شو د کاکا زوی، محمديې ورته مشوره ورکړه چې د نورو ديني زده کړو لپاره قم ته ولاړ شه. هماغه و چې نوموړی قم ته روان شو او هلته يې د وخت د مشهورو استادانو لکه بروجردي، امام خميني ،داماد ،گلپايگانی ،شريعتمداري ،جايري يزدي ،نجفي مرعشي ،علامة طباطبائي ،زاهدي او منتظري ته زنگون مات کړ. او دشلمې پېړۍ په پنځوسمو کلونو کې يې د حجة الاسلام رتبه تر لاسه کړه. دا له ايت الله له هغې څخه يوه رتبه ټېټه ده.

هاشمي خپله کاږي :په ۱۳۷۷ ل کال، چې د حجة الاسلام سيد محمد صادق مرعشي لور يې راته وغوښته مېرمن مې له روحاني کورنۍ سره تړاو لري. د دغه واده پايله پنځه اولاده ( فاطمة، محسن، فائزة، مهدي، ياسر) دي.

سیاسي ژوند[سمول]

د شلمې پېړۍ په پنځوسمو کلونو کې هاشمي د محمد رضا پهلوي پر ضد د خطبواو ليکنو له لارې مبارزه پيل کړه او د فدايان اسلام په نوم له ډلې سره چې د شاه مخالفه وه يو ځای شو. په ۱۹۶۳ ز کې ونيول شو او عسکري ته يې واستوه. په نظامي قرارگاه کې يې د څو مياشتو په ترڅ کې د وسلې کارونه زده کړ او بيا له همدې قرارگاه څخه په تېښته بريالې شو، خو بخت ورسره ياري ونه کړه. په ۱۹۶۴ ز کې دا ځل د ايران د لومړي وزير د ترور په پېښه کې د لاس درلودنې په تور ونيول شو او ۵ مياشتې يې په زندان کې تېرې کړه. په ۱۹۶۷ ز کې د درېيم ځل لپاره ونيول شو او ۳ مياشتې په زندان کې و. دا ځل يې ځکه ونيوه چې د شاه پر سر د تاج اېښودو له مراسمو سره يې مخالفت کړی و. په ۱۹۷۱ ز کې د څلورم ځل لپاره ونيول شو. دا ځل يې له مجاهدين خلق سره همکاري درلوده او ۷ مياشتې په زندان کې و. په ۱۹۷۲ ز کې د پنځم ځل لپاره ونيول شو. دا ځل يې پړه داوه چې د زندانيانو له کورنيو سره يې مرسته کړې وه يوه نيمه مياشت په زندان کې و. په ۱۹۷۵ ز کې ونيول شو او پوره درې کاله په زندان کې و. دا ځل يې هڅه کوله چې د مجاهدين خلق لپاره سمه او کره تگلار رامنځته کړي. د هاشمي له انده مجاهدين خلق له خپلې ار تگلارې بل لور ته روان شوي و. د ولسي فشار په ترڅ کې پاچا اړ شو چې په ۱۹۷۸ ز کې يې له زندانه ازاد کړي.

کله ، چې په ۱۹۷۹ ز کې په ايران کې د اوښتون بڅرکي پورته شول. خميني د انقلابي شورا غړی وټاکه چې ۱۹۸۰ ز پورې د ايران واکمنه شورا وه. رفسنجاني په ۱۹۷۹ ز کې د اسلامي جمهوريت گوند په جوړولو کې ونډه درلوده. په ۱۹۸۰ ز کې پارلمان ته وټاکل شو او د پارلمان رئيس شو چې له پراخه صلاحيتونو څخه برخمن و. پردې سربېره رفسنجاني تر ۱۹۸۹ ز پورې د حکومت د وياند په توگه هم دنده ترسره کړې ده.

رفسنجاني په ايران کې يو شمېر مهمې دندې ترسره کړې دي لکه په ۱۹۷۹ ز د کورنيو چارو وزير، په ۱۹۸۸ ز کې دوسله والو ځواکونو مرستيال. رفسنجاني له خپلو دغو دندو د ځان په اړه ډېره گټه پورته کړې ده او په ايران کې يې دواک له کړيو سره ځان نږدې کړی.

هاشمي د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۹ ز کې د ايران ولسمشر شو. وروسته بيا د دویم ځل لپاره د ۱۹۹۳ ز د جون پر ۱۱ مه بيا هم په ټاکنو کې گټونکې اعلان شو. هاشمي د خپلې واکمنۍ پر مهال د بدلون په موخه درې ټکي په پام کې ونيول.

  • لومړی: په ايران کې د اقتصاد پياوړي کول چې خصوصي سکتور په خپل بر کې ونيسي.
  • دويم: د ايران بيارغونه او ابادول. په دې برخه کې يې د لويديز او ختيځ له هېوادو او ځينو نړيوالو موسسو پورونه وغوښتل.
  • دريېم: له لويديځ او ختيځ سره د اړيکو د ښه کولو پروسه.

رفسنجاني د خپل واکمنۍ په لومړې په دوره کې اعلان کړه ايران چمتو دی چې له هر ملگري هېواد ټيکنالوژي تر لاسه کړي چې د هېواد اقتصاد يې ورسره رغيدلې او غوړيدلې شي اوس نو سړی ويلای شي چې هاشمي دومره ايډولوژيک نه دی لکه څومره چې پراگماتيک دی.

لیکلي او چاپي اثار[سمول]

له سياسي هلو ځلو سربېره هاشمي رفسنجاني د ليکوالۍ په ډگر کې هم خپل قلم کارولی دی او دغه کتابونه يې ليکلي دي .

  • انقلاب وپيروزي، خاطرات ۱۳۵۷ - ۱۳۵۸ ل
  • انقلاب در بحران، خاطرات ۱۳۵۹ ل
  • عبور از بحران، خاطرات ۱۳۶۰ ل
  • پس از بحران، خاطرات ۱۳۶۱ ل
  • ارامش و چالش، خاطرات ۱۳۶۲ ل
  • به سوی سرنوشت، خاطرات ۱۳۶۳ ل
  • اميد و دلواپسي، خاطرات ۱۳۶۴ ل

سرچينې[سمول]