د ايران هوايي ځواک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ايران هوایی ځواک
نيروی هوایی جمهوری اسلامی ايران

جوړښت ۱۹۷۹
هېواد ایران
بولندوی عطاالله صالحی
جگړې د ایران-عراق جگړه

د ایران هوایی ځواک (په پارسی کې: نیروی هوایی ارتش جمهوری اسلامی ایران) د ایران د هغو ځواکونو څخه دی چې د دې هېواد په ملي امنیت کې اړین رول لوبوي. دغه هوایی ځواک په ځانگری ډول امریکایی الوتکې لری. دغه الوتکې د اسلامی انقلاب مخکې د ایران لاس ته ورغلې. مگر څو روسی الوتکې هم د عراق، مولډاویا او روسیې څخه د ایران د هوایی ځواک لاس ته ورغلې. د ایران صنعت څو عصری الوتکې طرح کړې.

تاریخ

د ایران شاهی هوایی ځواک د اسلامی انقلاب مخکې ۴۵۰ الوتکې درلودلې. په دې وخت کې د ایران په جگړه يیزو درندو وسلو کې اېف ۴ ، اېف ۵ او اېف ۱۴ الوتکې او د ای اچ ۱ کبرا چورلکې شامل وې. دغه ځواک ۱۰،۰۰۰ عسکران درلودل او د هغو عسکرانو څخه ۵،۰۰۰ تنې پیلوټان ول. په ۱۹۷۹ کال کې د ایران اسلامی جمهورت امام خمینی لخوا اعلان شو او سیاسی اړیکې د امریکا سره پریک شوې. امریکا او څو هېوادونو پر ایران پوځي او اقتصادي بنديز علان وکړ. د ۲۰ سپتامبر په ۱۹۸۰ کال کې صدام حسین پر عراق برید وکړ. په دی وخت کې د عراق هوایی ځواک د ایران پر هوایی ډگرونو برید وکړ. یو ورځ وروسته ۱۴۰ ایرانی الوتکو پر عراقی پوځي هدفونو بمبونه وچاوه. د ۳۰ سپتمبر په ۱۹۸۰ کال کې د ایران هوایی ځواک د عراق پر اټمی بنۍ په اوسیراک کې برید وکړ او عراقی بتۍ او یو برېښناکوټ په بغداد کې یی نقصان وکړل. تر څو ورځونو وروسته عراقی اټومی بتۍ د اسراییلی الوتکې لخوا ویجار شو او عراقی اټومی پروگرام پای ته ورسېده.

د خلیج جگړه

د ۱۶ جنوري په ۱۹۹۱ کال کې د خلیج جگړه پېل شوه. د عراق د هوایی ځواک قوماندان غوښتل چې عراقی الوتکې د امریکی ځواکونو د بریدونو څخه دفاع وکړی او د دی لپاره یی خپل الوتکې ایران ته ولېږلې. مگر دغه الوتکې د ایران حکومت لخوا ضبط شوې.

ایرانی ښکاری الوتکې

د ۲۰۰۰ کال څخه په ایران کې دHESA په کارخانې کې د شاهین په ښار کې نوی عصری ښکاری الوتکې جوړېږي. دغه الوتکې د اذرخش، صاعقه او شفق په نومونو یادېږي.