سټیو بنن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سټیو بنن
(انګلیسي: Stephen Kevin Bannon د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سټیو بنن
سټیو بنن

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۷ نومبر ۱۹۵۳[۱][۲][۳][۴]
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم هروارد پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک فلم پروډیوسر
سياستوال
سکرين ليکوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياست
سیاسي علوم [۶]
سوداگري [۶]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی د امریکا متحده آیالاتونو سمندري ځواک (۱۹۷۶–۱۹۸۳)  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر ژوليوس ايفولا [۷]
مارټین هایډېګر [۸]
رنه ګنون [۷]
شارل موراس
پاپ یوولسم پیوس [۷]
سون تزو [۹]
اډمنډ برک   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
برخه د امریکا متحده آیالاتونو سمندري ځواک (۱۹۷۶–۱۹۸۳)  د (P241) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

سټیفن کوین بنن ( زېږون ۲۷ نومبر ۱۹۵۳ زکال) امریکايي رسنیز اجرائیوي مدیر، سیاسي ستراتیژي جوړوونکی او پخوانی پانګوال بانکوال دی چې د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړیو اووه میاشتو کې یې د ډونالډ ټرمپ په اداره کې د سپینې ماڼۍ د جګ پوړي ستراتیژي جوړوونکي په توګه خدمت وکړ. هغه د برایټبارت نیوز د اجرائیوي مدیر او له هغو وړاندې یې د Cambridge Analytica په نوم د معلوماتو د تحلیل د شرکت په مدیره پلاوي کې خدمت کړی؛ هغه شرکت چې اوس لغو شوی دی. [۱۰][۱۱][۱۲]

بنن د ۱۹۷۰ یمې ز لسیزې په وروستیو او د ۱۹۸۰ مې لسیزې په لومړیو کې د اووه کلونو لپاره د متحده ایالاتو د سمندریز ځواک افسر و. هغه له نظامي خدمت وروسته په ګولډمن ساکس کې د پانګوال بانکوال په توګه په کار پیل وکړ. په ۱۹۹۳ زکال کې هغه د بایوسپیر ۲ (Biosphere 2) څېړنیزې پروژې عامل مدیر شو. وروسته په هالیوډ کې اجرائیوي تولید کوونکی شو او د ۱۹۹۱ زکال څخه تر ۲۰۱۶ زکال پورې یې ۱۸ فلمه تولید کړل. په ۲۰۰۷ زکال کې نوموړي ښي اړخی افراطی لیدلوری لرونکی برایټبارت نیوز تاسیس کړ چې په ۲۱۰۶ زکال کې یې هغه «ښي اړخی لوړ ځایګی لرونکی» توصیف کړ.

په ۲۰۱۶ زکال کې بنن د ټرامپ د ټاکنیز کمپاین اجرائیوي مدیر شو چې بیا د ټرامپ له بریا وروسته د هغه د ستر سلاکار او د اوسپینې ماڼۍ د مخکښ ستراتیژېست په توګه وټاکل شو. هغه اته میاشتې وروسته دغه ځایګی پرېښود او بېرته یې خپل برایټبارت ته مخه کړه. د ۲۰۱۸ زکال په جنوري میاشت کې په اور او غضب (Fire and Fury) نومي کتاب کې د انتقادي نظریاتو په خپرولو د ټرامپ له خوا رد شو او برایټبارت یې هم خوشی کړ.[۱۳][۱۴][۱۵]

له سپینې ماڼۍ څخه له وتلو وروسته، بنن د جمهوري غوښتونکي ګوند له تشکیلاتو سره مخالفت وکړ او د جمهوري غوښتونکو په ابتدایه ټاکنو کې یې د یاغیانو له نوماند ملاتړ وکړ. د سیاسي ستراتیژېست په توګه د بنن شهرت هغه وخت تر پوښتنې لاندې راغی چې د الاباما ایالت د سترې محکمې پخواني قاضي روی مور، د بنن د ملاتړ لرلو سربېره له الاباما ایالت څخه د متحده ایالاتو سنا ته د ۲۰۱۷ زکال په ټاکنو کې د دیموکرات ډوګ جونز پر وړاندې ماته وخوړه. بنن د «نړیوال پوپولیستي خوځښت د نړیوال بنسټ جوړولو» لپاره خپل هوډ اعلان کړی و. له همدې امله هغه د اروپا د سخت دریځې ښي اړخې شبکې د جوړولو په ګډون په ټوله نړۍ کې له ګڼ شمېر ملي محافظه کاره پوپولیستي سیاسي خوځښتونو ملاتړ وکړ.[۱۶][۱۷][۱۸]

د ۲۰۲۰ زکال په اګست میاشت کې بنن او درې تنه نور د موږ دېوال جوړوو (We Build the Wall) کمپاین (د مکسیکو او امریکا په پوله د دېوال جوړولو په موخه د عامه مرستې غونډولو کمپاین و) کې د جعلي برېښنالیکونو د جوړولو او پیسو وینځنې په تور ونیول شول. دغو تورنو کسانو له دې سره چې ژمنه یې کړې ټولې مرستې به د دېوال په جوړولو لګوي، خو هغوی په ښکاره توګه ځانونه بډایه کړل. بنن ادعا وکړه چې بې ګناه دی او د محکمې له تاریخ وړاندې د ټرامپ له خوا وبخښل شو.[۱۹][۲۰]

د ۲۰۲۰ زکال په نومبر میاشت کې د بنن ټویټر اکونټ وروسته له هغه د تل لپاره تعلیق شو ،کله چې هغه وړاندیز وکړ چې د عفوني ناروغیو د دولتي مخکښ متخصص آنتوني فائوچي او د FBI  د مدیر کریسټوفر رای سرونه دې پرې شي. بنن د ۲۰۲۱ زکال په اکټوبر میاشت کې د متحده ایالاتو په کانګرس باندې د برید اړوند څېړنو لپاره د استازو د جرګې له احضاریې څخه له سرغړونې وروسته کانګرس ته د سپکاوي په تور ونیول شو. هغه د ۲۰۲۱ زکال د نومبر په ۱۲ مه د فدارل قضايي پلاوي له خوا د جنایي تحقیر په دوو تورونو تورن شو او درې ورځې وروسته یې خپله ځان چارواکو ته وسپاره. د ۲۰۲۲ زکال د اپرېل په ۶ مه، هغه د کانګرس د شورش کمېټې ته د ۲۰۲۱ زکال د جنوري میاشتې د ۶ مې نېټې د نه شهادت ورکولو اړوند د بیاکتنې چانس له لاسه ورکړ. [۲۱][۲۲]

سیاسي مسلک[سمول]

په ۲۰۱۶ زکال کې د ډونالډ ټرامپ د ولسمشریزو ټاکنو کمپاین[سمول]

د ۲۰۱۶ زکال د اګست په ۱۷ مه نېټه چې د ۲۰۱۶ زکال ولسمشریزو ټاکنو ته ۸۸ ورځې پاتې وې، بنن د ډونالډ ټرامپ د ټاکنیز کمپاین اجرائیوي مشر وټاکل شو. بنن برایټبارت او همدارنګه یې د کمبرېج انلیتیکا په نامه د دولتي تجزیې او تحلیل انستیوت خوشي کړل، څو دغه دنده مخته یوسي. وروسته له هغه چې نوموړي د اجرائیوي مدیر رول په واک کې واخیست، د ټرامپ د کمپاین مشر، پل مانافورت له دندې ګوښه کړای شو.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

ولسمشرۍ ته د ډونالډ ټرامپ له رسېدو وروسته د نومبر په ۱۳ مه بنن د نوي منتخب ولسمشر د ستر سلاکار او مخکښ ستراتیژېست په توګه وټاکل شو. د هغه ټاکل کېدل د افترا ضد اتحادیې (ADL)، اسلامي – امریکايي اړیکو د شورا، په سوېل کې د بېوزلۍ د حقوقي دفتر، په سنا کې د لږه کیو دیموکراتانو د مشر هري رېډ او یو شمېر جمهوري غوښتونکو ستراتېژیستانو له مخالفت سره، هغه هم په برایټبارت نیوز کې د هغه د نژاد پرستانه او یهودیت ضد څرګندونو له امله مخ شول. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹]

د ۲۰۱۶ زکال د نومبر په ۱۵ مه د متحده ایالاتو د استازو په جرګه کې د روډ آیسلنډ استازي ټرامپ ته د استازو د جرګې د ۱۶۹ دیموکراتانو په لاسلیک لیک ولېږه او له ولسمشر یې وغوښتل، چې د هغه انتصاب لغو کړي. په دغه لیک کې راغلي و چې د بنن انتصاب «د دې په اړه چې ډونالډ ټرامپ به په راتلونکي کې څه ډول ولسمشر وي ، اندېښمنونکی پیغام وړاندې کوي»، ځکه د هغه «اړیکې له ملت پاله سپین خوځښت سره مستندې شوې وې»؛ همدارنګه یې په برایټبارت نیوز کې د پردیو پر وړاندې د هغه د سخت دریځۍ ګڼ شمېر بېلګې وړاندې کړې. بنن رد کړه چې: دی دې سپین پوستی ملت پال وي او څرګنده یې کړه چې: یو «اقتصادي ملت پال» دی. [۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴]

د ټرامپ اداره[سمول]

د ډونالډ ټرامپ ولسمشري[سمول]

ټرامپ له لوړې کولو وروسته په نوي جوړ کړي پوست کې بنن د خپل مخکښ ستراتیژېست په توګه وټاکه. دغه ځایګي هغه د ولسمشر په سلاکار واړاوه چې د واکونو له مخې هغه د دفتر د رئیس سره نږدې ورته واکونه لرل. د ولسمشر په اجرائیوي دفتر کې د غړي په توګه د هغه ځایګي د سنا تايید ته اړتیا نه لرله. د برایټبارت نیوز مدیر مسئوله جولیا هان هم له بنن وروسته سپینې ماڼۍ ته لار ومونده چېرې چې هغه د بنن د یاورې او همدارنګه د ولسمشر ټرامپ د ځانګړې یاورې په توګه وټاکل شوه.[۵۵][۵۶][۵۷]

د ټرامپ له لوړې څو ورځې وروسته بنن نیویارک ټایمز ته وویل:«رسنۍ باید خجالت او تحقیر شي، خپله خوله وتړي او د یوه څه مودې لپاره یوازې غوږ ونیسي. غواړم دا نقل کړئ: رسنۍ دلته مخالف ګوند دی. هغوی نه کوي، دوی دا هېواد نه درک کوي. هغوی لا نه پوهېږي چې ولې ډونالډ ټرامپ د متحده ایالاتو ولسمشر دی».[۵۸][۵۹][۶۰]

بنن او سټیفن میلر د ۱۳۷۶۹ اجرائیوي فرمان په جوړولو کې ونډه لرله چې له مخې یې متحده ایالاتو ته د اووه هېوادونو د وګړو په سفر او کډوالۍ محدودیتونه ولګول شول، د ۱۲۰ ورځو لپاره د متحده ایالاتو د کډوالو منلو پروګرام وځنډول شو او په بشپړه توګه یې متحده ایالاتو ته د سوریايي وګړو په ورتلو بندیز ولګاوه. د بریتانوي خبري مجلې اکونومیست د راپور له مخې بنن او میلر « [ولادمیر] پوتین ته د یوه ملت پال همکار او د وطني نړۍ (cosmopolitanism) د مفهوم پر وړاندې د مبارز په توګه کتل».[۶۱]

د ۲۰۱۷ زکال په فبروري میاشت کې بنن د ټایم مجلې پر مخ پاڼه راڅرګند شو، چې هغه یې په «لویې لاسوهنې» کې ښکېل بللی و. د دغې مقالې لپاره کارول شوی عنوان دا و: «آیا سټیو بنن د نړۍ دویم ځواکمن کس دی؟»، چې په سپینه ماڼۍ کې یې د هغه نفوذ ته اشاره لرله.[۶۲][۶۳][۶۴][۶۵][۶۶]

په ټولنیزو رسنیو کې بندیزونه[سمول]

د ۲۰۲۰ زکال د نومبر په ۵ نېټه هغه په خپله انټرنټي وینا کې د عفوني ناروغیو د دولتي مخکښ متخصص انتوني فوکي او د FBI د مشر کریستوفر ورای د سرغوڅولو غوښتنه وکړه. بنن وویل: که چېرې دغه کار ماته اړوند وای، له فوکي او ورای څخه په سرغوڅولو،«د هغوی سرونه مې په نیزو اېښودل» او د سپینې ماڼۍ بهر مې «هغو بیروکراتانو ته د ګواښ په توګه ښوول» چې له ټرمپ سره مخالفت کوي. د دغې ورځې په پای کې فیس بوک او یوټیوب د هغه دغه ویډیو د هغه له پروفایل ډیلیټ کړه او ټویټر هم د هغه اکونټ له تاوتریخوالي څخه د ستاینې په موخه د تل لپاره بند کړ.[۶۷][۶۸]

سرچينې[سمول]

  1. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Steve-Bannon — subject named as: Steve Bannon — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/bannon-stephen-kevin-steve — subject named as: Stephen Kevin (»Steve«) Bannon — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=bannons — subject named as: Steve Bannon
  4. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000030895 — subject named as: Stephen Bannon — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0222688 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  6. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0222688 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  7. https://www.vanityfair.com/news/2017/07/the-strange-origins-of-steve-bannons-nationalist-fantasia
  8. https://www.spiegel.de/international/world/stephen-bannon-tries-rightwing-revolution-in-europe-a-1235297.html
  9. https://www.politico.com/magazine/story/2017/02/steve-bannon-books-reading-list-214745/ او https://www.thedailybeast.com/steve-bannons-long-love-affair-with-war
  10. (په February 25, 2017 باندې). What Does Steve Bannon Want?. The New York Times.
  11. (په August 18, 2017 باندې). Bannon out as White House chief strategist. Politico.
  12. . Megadonor urged Bannon not to resign Bannon had only attended one NSC meeting. Politico.
  13. (په November 14, 2016 باندې). Trump picks Priebus as White House chief of staff, Bannon as top adviser. CNN.
  14. (په August 19, 2016 باندې). Steve Bannon and the alt-right: a primer. CBS News.
  15. (په January 4, 2018 باندې). Steve Bannon says Ivanka Trump is 'dumb as a brick'. Business Insider.
  16. (په December 12, 2017 باندې). Steve Bannon's Republican critics are gleefully dunking on him for Roy Moore's shocking loss. Vox.
  17. . 'He Reaped What He Sowed': Trump Excommunicates Bannon and the Base Follows Suit. The Hive.
  18. (په March 9, 2018 باندې). Steve Bannon Is Done Wrecking the American Establishment. Now He Wants to Destroy Europe's.. The New York Times.
  19. . Steve Bannon's trial set for May in border wall conspiracy case.
  20. (په January 20, 2021 باندې). Trump Pardons Former Chief Strategist Steve Bannon.
  21. Curt Devine and Donie O'Sullivan (November 6, 2020). Twitter permanently suspends Steve Bannon account after talk of beheading. CNN. Retrieved: November 6, 2020.
  22. Bannon Loses Bid to Claim Lawyer Said He Could Ignore Jan. 6 Subpoena, Bloomberg.com, Christian Berthelsen, April 6, 2022. Retrieved April 6, 2022.
  23. (په November 23, 2016 باندې). Trump adviser received salary from charity while steering Breitbart News.
  24. Martin, Jonathan; Rutenberg, Jim; Haberman, Maggie (August 17, 2016). "Donald Trump Appoints Media Firebrand to Run Campaign". The New York Times.
  25. (په March 6, 2017 باندې). Data Firm Says 'Secret Sauce' Aided Trump; Many Scoff. The New York Times.
  26. (په August 17, 2016 باندې). Trump shakes up campaign, demotes top adviser.
  27. (په March 19, 2012 باندې). Breitbart to announce new management. Politico.
  28. (په June 26, 2005 باندې). On the Right Side of the Theater Aisle. The New York Times.
  29. (په August 17, 2016 باندې). Donald Trump Appoints Media Firebrand to Run Campaign. The New York Times.
  30. (په February 16, 2014 باندې). Breitbart News Network Plans Global Expansion. The New York Times.
  31. (په November 13, 2016 باندې). Donald Trump Picks Reince Priebus as Chief of Staff and Stephen Bannon as Strategist. The New York Times.
  32. (په November 14, 2016 باندې). Trump picks Priebus as White House chief of staff, Bannon as top adviser. CNN.
  33. (په August 19, 2016 باندې). Steve Bannon and the alt-right: a primer. CBS News.
  34. Ferrechio, Susan (November 14, 2016). "Reid spokesman: 'White supremacist' Bannon snags White House post". The Washington Examiner. د لاسرسي‌نېټه November 14, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Real, Jose A. Del. "Trump draws sharp rebuke, concerns over newly appointed chief White House strategist Stephen Bannon" – عبر www.washingtonpost.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. (په November 14, 2016 باندې). Critics See Stephen Bannon, Trump's Pick for Strategist, as Voice of Racism. The New York Times.
  37. (په November 14, 2016 باندې). Critics See Stephen Bannon, Trump's Pick for Strategist, as Voice of Racism. The New York Times.
  38. . Analysis: Breitbart's Steve Bannon leads the 'alt right' to the White House. NBC News.
  39. . Steve Bannon Is Not a Nazi—But Let's Be Honest about What He Represents.
  40. Jewish Writer Says Trump's Appointee, Bannon 'Doesn't Have An Anti-Semitic Bone in His Body' By Hana Levi Julian, Jewish Press, November 15, 2016
  41. Breen-Portnoy, Barney (November 15, 2016). "Amid Antisemitism Controversy, Senior Trump Adviser Stephen Bannon to Attend Major Pro-Israel Group's Gala Dinner". The Algemeiner. د لاسرسي‌نېټه August 20, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Kirkland, Allegra (November 15, 2016). "Republican Jewish Coalition Defends Trump's Appointment Of Bannon". Talking Points Memo. د لاسرسي‌نېټه August 20, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Klein, Morton A. (November 16, 2016). "Bannon and Breitbart: Friends of Israel, not anti-Semites". The Times of Israel. د لاسرسي‌نېټه August 20, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Boteach, Shmuley (November 15, 2016). "'America's rabbi' rises to defend Steve ′Bannon". The Hill. د لاسرسي‌نېټه August 20, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. "Alan Dershowitz: 'No evidence' Bannon is anti-Semitic". MSNBC.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. Dershowitz defends Steve Bannon against anti-Semitism claims Yoni Hersch, Yisrael Hayom, Thursday November 17, 2016
  47. Alan M. Dershowitz (November 17, 2016). "Opinion: Bannon's not an Anti-Semite. But he is an anti-Muslim, anti-women bigot". Haaretz. د لاسرسي‌نېټه November 17, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. ADL states Trump appt. Bannon not known anti-Semite, while ADL CEO pledges to register as Muslim Ynet, Gahl Becker and Reuters, 19.11.16
  49. (په November 13, 2016 باندې). Steve Bannon's Dream: A Worldwide Ultra-Right.
  50. (په November 16, 2016 باندې). More than 150 House members urge Trump to rescind Bannon appointment.
  51. (په November 15, 2016 باندې). Democrats demand that Trump rescind Bannon appointment. Politico
  52. (په November 15, 2016 باندې). R.I. delegation taking lead in holding Trump accountable.
  53. "Cicilline's letter to Donald Trump" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۸ ډيسمبر ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  54. (په November 21, 2016 باندې). Bannon rejects white nationalism: 'I'm an economic nationalist'. CNN.
  55. (په November 13, 2016 باندې). Donald Trump Picks Reince Priebus as Chief of Staff and Stephen Bannon as Strategist. The New York Times.
  56. Kamarck, Elaine (December 12, 2016). "Everything you need to know about a presidential transition in three easy charts". The Brookings Institution. د لاسرسي‌نېټه September 25, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  57. (په January 23, 2017 باندې). Trump's latest hire alarms allies of Ryan – and bolsters Bannon.
  58. (په November 18, 2016 باندې). Steve Bannon claims to be the 'Thomas Cromwell in the court of Donald Trump'.کينډۍ:Cbignore
  59. Heer, Jeet (February 2, 2017). "Steve Bannon Is Turning Trump Into an Ethno-Nationalist Ideologue". The New Republic. د لاسرسي‌نېټه March 5, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  60. Kilgore, Ed (February 1, 2017). "Steve Bannon Sees Himself As Thomas Cromwell. Will His Head End Up on a Spike?". New York. د لاسرسي‌نېټه March 5, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  61. (په January 26, 2017 باندې). Trump Strategist Stephen Bannon Says Media Should 'Keep Its Mouth Shut'.
  62. Bennett, Brian (January 29, 2017). "Travel ban is the clearest sign yet of Trump advisors' intent to reshape the country". Los Angeles Times. د لاسرسي‌نېټه January 30, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  63. (په January 30, 2017 باندې). Inside the confusion of the Trump executive order and travel ban. CNN.
  64. (په July 13, 2017 باندې). Donald Trump's G20 speech owed a lot to Putin.
  65. Von Drehle, David (February 13, 2017). "The second most powerful man in the world?". Time. د کتاب پاڼي 24–31. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  66. Concha, Joe (February 2, 2017). "Time cover labels Bannon 'The Great Manipulator'". The Hill. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  67. (په 2020-11-06 باندې). Steve Bannon Loses Lawyer After Suggesting Beheading of Fauci. The New York Times.
  68. . Twitter permanently suspends Steve Bannon account after talk of beheading. CNN