Jump to content

تشبُث

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تشبث د اقتصادي ارزښت جوړول یا راویستل دي. د دې تعریف سره، تشبث ته د بدلون په توګه کتل کېږي، په عمومي توګه له داسې یو رېسک سره مستلزم دی چې معمولاً له هغه څه ډېر پورته دی له کوم سره چې وګړي د سوداګرۍ پیل کولو کې مخامخ کېږي، نوموړی ښایي د اقتصادي ارزښتونو په څنګ کې نور ارزښتونه هم له ځان سره ولري.[۱][۲][۳]

متشبِث هغه څوک دی چې یو یا څو کسبونه(سوداګرۍ) ایجادوي یا په کې پانګه اچونه کوي، زیات شمېر خطرونه)رېسکونه) په غاړه اخلي او له ډېرو ګټو څخه یې خوند اخلي. د سوداګرۍ رامنځته کولو پروسه د تشبُث په نوم پیژندل کېږي. متشبِث په عمومي ډول د نوښتګر، او د نویو نظرونو، توکو، خدمتونو، او سوداګرۍ یا طرزالعملونو د سرچینې په توګه پېژندل کېږي.

ډېر محدود تعریفونه تشبُث د یوې داسې نوې سوداګرۍ ډیزاین او طرحه کولو، پیل کولو او چلولو د پروسې په توګه تشرېح کړی، کوم چې ځینې وختونه د کوچینۍ سوداګرۍ سره ورته والی لري، یا د "د ګټې ترلاسه کولو لپاره د هر ډول خطرونو سره سره د سوداګرۍ پراختیا، تنظیم او اداره کولو لپاره وړتیا او لیوالتیا ته ویل کېږي"هغه خلک چې دا کاروبارونه ایجادوي زیاتره وختونه د متشبثینو په توګه پیژندل کېږي. په داسې حال کې چې د تشبُث تعریفونه عموماً د سوداګرۍ په پیل کولو او چلولو باندې تمرکز کوي، د کاروبار په لار اچولو کې د ښکېلو خطرونو له امله، د نویو پیل شوو سوداګریو څخه د پام وړ شمېر یې د تمویل د نشتوالي، ناسمو سوداګریزو پرېکړو، د حکومت پالیسیو، اقتصادي بحران، د بازار د تقاضا نشتوالي، یا د دې ټولو د ترکیب له کبله تړل کېدو ته اړ کېږي." [۴][۵][۶][۷]

د اقتصاد په برخه کې د متشبث اصطلاح د یوې داسې ادارې لپاره کارول کېږي چې په محصولاتو او خدمتونو باندې د اختراعاتو او ټیکنالوژیو د بدلولو وړتیا ولري. په دې توګه، تشبُث د دواړو تأسیس شویو شرکتونو او نویو سوداګریو په برخه کې د فعالیتونو څرګندویي کوي.[۸]

د تشبُث په اړه لیدونه

[سمول]

د یوې اکاډمیکې رشتې په توګه، تشبُث د فکر بېلابېل ښوونځي تر خپل سیوري لاندې راولي. تشبُث د مدیریت، اقتصاد، ټولنپوهنې او اقتصادي تاریخ په څانګو کې مطالعه شوی دی. ځینې بیا تشبُث، متشبثینو ته د ځانګړي شوي مسلک په سترګه ګوري. دا پوهان تمایل لري تر څو په هغه څه باندې چې متشبث یې تر سره کوي او کومې ځانګړتیاوې چې یو متشبث یې لري، تمرکز وکړي (د بېلګې په توګه: لاندې د عناصرو تر سرلیک لاندې متن وګورئ). ځینې وختونه ورته د کار ایجادولو لپاره د فعال چلند په توګه کتل کېږي. ځینې نور بیا له انفرادي لید څخه انحراف کوي ترڅو تشبثي پروسې ته پام ورواړوي او د سازمان او شرایطو تر منځ په تعامل کې ډوبېږي. دا کړنلاره کله ناکله د تشبُث لپاره د مرحله یي کړنلارې په توګه، یا د شرایطو د راڅرخېدو او کړنلارې په توګه پېژندل کېږي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

عناصر یې

[سمول]

تشبُث هغه کړنه ده چې یو متشبث یا "د یوې سوداګریزیزې تصدۍ مالک یا مدیر چې د خطر او نوښت له لارې د ګټې ترلاسه کولو لپاره ترسره کوي".  متشبثین د مدیرانو په توګه عمل کوي او د یوې تصدۍ د په لار اچولو او ودې څارنه کوي. تشبث هغه پروسه ده چې له مخې یې یو فرد یا ټیم د سوداګرۍ فرصت په نښه کوي او له هغې څخه د ګټې اخیستنې لپاره اړینې سرچینې په لاس راوړي او په کار یې اچوي. د نولسمې پیړۍ په پیل کې فرانسوي اقتصاد پوه ژان بپتېست سای د تشبُث یو پراخ تعریف وړاندې کړ او ویې ویل چې تشبُث "اقتصادي سرچینې د ټیټې ساحې څخه باسي او د لوړ تولید او ډېر حاصلاتو ساحې ته یې لېږدوي". متشبثین یو نوي څه، یو بېل څه رامنځته کوي - دوی ارزښتونه بدلوي یا یې له یو حالت څخه بل ته لېږدوي.  د شرکت د اندازې د کوچینوالي او لویوالي په پام کې نیولو پرته، دوی ښايي د تشبث په فرصتونو کې برخه واخلي. د متشبث کیدو فرصت څلورو معیارونو ته اړتیا لري. لومړی، باید داسې فرصتونه یا شرایط شتون ولري چې سرچینې سره یوځای کړي ترڅو ورنه ګټه تولید کړي. دوهم، تشبث د خلکو تر منځ توپیر ته اړتیا لري، لکه ځینې ځانګړو اشخاصو ته ترجېحي لاسرسی یا د فرصتونو په اړه د معلوماتو د تشخیص وړتیا. درېیم، د خطر یا رېسک اخیستل یوه اړتیا ده. څلورم، د تشبث پروسه د خلکو او منابعو تنظیم ته اړتیا لري. [۱۴][۱۵][۱۶]

یو متشبث خپل وخت، انرژي او سرچینې د نورو لپاره د ارزښت رامنځته کولو لپاره کاروي. د دوی د دغې هڅې لپاره دوی ته  مالي اُجرت ورکول کېږي او له همدې امله د رامنځته شوي ارزښت مصرف کونکی او متشبث دواړه ګټه تر لاسه کوي.

متشبث یو عامل دی او د تشبث مطالعه د ۱۷مې پیړۍ  په وروستیو او د ۱۸مې پیړۍ په لومړیو کې د ریچارډ کانټیلون او اډم سمېټ آثارو ته رسېږي. په هر حال، تشبث په لویه کچه د ۱۹مې پیړۍ تر وروستیو او د ۲۰مې پیړۍ تر پیل پورې په تیوریکي توګه او د ۱۹۷۰یمې ز لسیزې له وروستیو راهیسې په سوداګرۍ او اقتصاد کې تر بیا ژور ظهور پورې په تجربي توګه له پامه غورځول شوی ؤ. په شلمه پیړۍ کې، د تشبث پوهه په ۱۹۳۰مه لسیزه کې تر ډېره د اقتصاد پوه جوزف شومپېټر او نورو اتریشي اقتصاد پوهانو لکه کارل مینجر، لودویګ وان میسېس او فرېدریش وان هایک له کار او آثارو څخه مدیونه ده. د شومپېټر په وینا، یو متشبث هغه څوک دی چې لیواله وي او د دې وړتیا ولري چې یوه نوې مفکوره یا اختراع په بریالي نوښت باندې بدله کړي. تشبُث هغه څه په کار اچوي چې شمپېټر یې د "خلاقانه تخریب طوفان" بولي ترڅو په بازارونو او صنعتونو کې په بشپړ یا نسبي ډول د کوچینیو اختراعاتو ځای ناستي شي، او په ورته وخت کې د سوداګرۍ د نوو طرحو په شمول نوی تولید یا محصول رامنځته کړي. په دې توګه، خلاقانه تخریب په لویه کچه د صنعتونو د متحرک کولو او اوږدمهاله اقتصادي ودې مسؤل دی. هغه انګېرنه چې تشبث د اقتصادي ودې لامل کېږي، د پایښت لرونکې ودې(endogenous growt) په تیورۍ کې د پاتې شونو یو تفسیر دی او له همدې کبله په اکاډمیک اقتصاد کې تر ګرم بحث لاندې دی. یو بدیل توصیف چې د اسرائیل کرزنر(Israel Kirzner) له خوا وړاندې شوی، دا ښیي چې زیاتره نوښتونه ښایي د څښاک د نلکو په جوړولو کې د پلاستيک پرځای د کاغذ کارولو (بېلګې) په څېر تدریجي پرمختګونه وي.

له تشبثي فرصتونو څخه ګټه اخیستنه ښایي لاندې موارد شامل کړي:[۱۷]

  • د سوداګرۍ پلان جوړول.
  • د بشري سرچینو ګمارل.
  • د مالي او مادي سرچینو لاسته راوړل.
  • د مشرتابه/رهبرۍ وړاندې کول.
  • د پروژې د بریالیتوب یا ناکامۍ دواړو مسؤلیت.
  • له رېسک څخه ډډه کول یا Risk aversion

اقتصاد پوه جوزف شومپېټر (۱۸۸۳-۱۹۵۰ ز) په اقتصاد کې د متشبث رول د "خلاقانه تخریب" په توګه پېژانده - د هغو نوښتونو په کار اچول چې د زړو صنعتونو د له منځه وړلو په څنګ کې، په ورته وخت کې نوي صنعتونه او لارې چارې پیلوي. د شومپېټر لپاره، بدلونونه او "متحرک عدم توازن چې د نوښتګر متشبث له خوا رامنځته شوی د سالم اقتصاد معیارونه [وو] ". په داسې حال کې چې تشبُث تر ډېره د نويو، کوچینيو، تازه په پښو درېدلو انتفاعي سوداګریو سره تړاو لري، تشبثي چلند په کوچینیو، منځنیو او لویو شرکتونو کې، په نویو تأسیس شووو شرکتونو او د داوطلبانه سکتور ګروپونو، خیریه مؤسسو او د حکومت په ګډون په انتفاعي او غیر انتفاعي سازمانونو کې لیدل کېدی شي. [۱۸][۱۹]

تشبث ښایي د تشبث په اِکوسیستم کې کار وکړي چې زیاتره وخت لاندیني موارد پکې شاملېږي:

  • دولتي پروګرامونه او خدمتونه چې تشبث ته وده ورکوي او د متشبثینو او نویو پیل شوو سوداګریو ملاتړ کوي
  • غیر دولتي سازمانونه لکه کوچینۍ سوداګریزې اتحادیې او سازمانونه چې متشبثینو ته مشوره او لارښوونې وړاندې کوي (د بیلګې په توګه د متشبثینو د مرکزونو یا وېب پاڼو له لارې)
  • د کوچینیو سوداګریو مدافع سازمانونه چې د کوچینیو سوداګریو سره د همغږو او مناسبو قوانینو او مقرراتو لپاره او د متشبثینو د پروګرامونو د زیات ملاتړ لپاره حکومتونو ته لابي ګري کوي
  • د تشبث سرچینې او اسانتیاوې (د بیلګې په توګه: د سوداګرۍ انکیوبېټرونه او د تخم یا بذر سریع کوونکي)
  • د متشبثینو د ښوونې او ټرېننګ پروګرامونه چې د ښوونځیو، کالجونو او پوهنتونونو له خوا وړاندې کېږي
  • تمویل (د بیلګې په توګه د بانک پورونه، د پانګونې شرکتونو له خوا پانګه اچونه(venture capital financing)، د فرښتې پانګه اچونه(angel investing) او د حکومت او خصوصي بنسټونو له خوا تمویل).[۲۰]

سرچينې

[سمول]
  1. Diochon, Monica; Anderson, Alistair R. (1 March 2011). "Ambivalence and ambiguity in social enterprise; narratives about values in reconciling purpose and practices". International Entrepreneurship and Management Journal (په انګليسي). 7 (1): 93–109. doi:10.1007/s11365-010-0161-0. hdl:10059/613. ISSN 1555-1938. S2CID 144081539.
  2. Gaddefors, Johan; Anderson, Alistair R. (1 January 2017). "Entrepreneursheep and context: when entrepreneurhip is greater than entrepreneurs". International Journal of Entrepreneurial Behavior & Research. 23 (2): 267–278. doi:10.1108/IJEBR-01-2016-0040. hdl:10059/2299. ISSN 1355-2554.
  3. Alvarez, Sharon A.; Busenitz, Lowell W. (1 December 2001). "The entrepreneurship of resource-based theory". Journal of Management (په انګليسي). 27 (6): 755–775. doi:10.1177/014920630102700609. ISSN 0149-2063. S2CID 220587830.
  4. "Business Dictionary definitionyuuggtygn". Business Dictionary. Archived from the original on 16 November 2018. نه اخيستل شوی 21 January 2016.
  5. Belicove, Mikal E. (2 August 2012). "How to Properly Close Your Business".
  6. AK Yetisen; LR Bob Volpatti; AF Coskun; S Cho; E Kamrani; H Butt; A Khademhos\\seini; SH Yun (2015). "Entrepreneurship". Lab Chip. 15 (18): 3638–3660. doi:10.1039/c5lc00577a. PMID 26245815.
  7. Katila, Riitta; Chen, Eric L.; Piezunka, Henning (7 June 2012). "All the right moves: How entrepreneurial firms compete effectively" (PDF). Strategic Entrepreneurship JNL. 6 (2): 116–132. doi:10.1002/sej.1130. نه اخيستل شوی 18 May 2017.
  8. Audretsch, David B.; Bozeman, Barry; Combs, Kathryn L.; Feldman, Maryann; Link, Albert N.; Siegel, Donald S.; Stephan, Paula; Tassey, Gregory; Wessner, Charles (2002). "The Economics of Science and Technology". The Journal of Technology Transfer. 27 (2): 157. doi:10.1023/A:1014382532639. S2CID 143820412.
  9. Lindgren, Monica; Packendorff, Johann (1 January 2009). "Social constructionism and entrepreneurship: Basic assumptions and consequences for theory and research". International Journal of Entrepreneurial Behavior & Research. 15 (1): 25–47. doi:10.1108/13552550910934440. ISSN 1355-2554.
  10. Neergaard, Helle; Ulhøi, John P. (2007). Handbook of Qualitative R Methods in Entrepreneurship (په انګليسي). Edward Elgar Publishing. ISBN 978-1-84720-438-7.
  11. Olaison, Lena (2014). Entrepreneurship at the limits. Frederiksberg: Copenhagen Business School (CBS). ISBN 978-87-93155-25-1.
  12. Welter, Friederike (1 January 2011). "Contextualizing Entrepreneurship – Conceptual Challenges and Ways Forward". Entrepreneurship Theory and Practice (په انګليسي). 35 (1): 165–184. doi:10.1111/j.1540-6520.2010.00427.x. ISSN 1042-2587. S2CID 153467294.
  13. Gaddefors, Johan; Anderson, Alistair R. (1 January 2017). "Entrepreneursheep and context: when entrepreneurship is greater than entrepreneurs". International Journal of Entrepreneurial Behavior & Research. 23 (2): 267–278. doi:10.1108/IJEBR-01-2016-0040. hdl:10059/2299. ISSN 1355-2554.
  14. کينډۍ:Dictionary.com
  15. Drucker, P. F. (1993). Innovation and entrepreneurship: practice and principles. New York: HarperBusiness.
  16. Shane, S. A. (2003). A general theory of entrepreneurship: the individual-opportunity nexus. Northampton, Massachusetts: E. Elgar.
  17. Hisrich, Robert D. (2011). [[[:کينډۍ:Google books]] Entrepreneurship]. McGraw-Hill Education. ISBN 978-0-07062-017-9. {{cite book}}: Check |url= value (help)
  18. "Entrepreneurial Ambition - Innovation Provincial Rankings - How Canada Performs". www.conferenceboard.ca. Archived from the original on 2021-04-19. نه اخيستل شوی 2022-05-17. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  19. Clifford, Catherine (3 September 2013). "Why everyone will have to become an entrepreneur". entrepreneur.com. نه اخيستل شوی 8 May 2016.
  20. "Venture Investment - Regional Aggregate Data". National Venture Capital Association and PricewaterhouseCoopers. Archived from the original on 8 April 2016. نه اخيستل شوی 23 April 2016.