پاپ یوولسم پیوس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


پاپ یوولسم پیوس (امبرګیو ډامیانو اکیلي راتي، په انګریزي: Ambrogio Damiano Achille Ratti؛ زوکړه: د ۱۸۵۷ زکال د مۍ ۳۱مه – مړینه: د ۱۹۳۹ زکال د فبروري ۱۰مه) د ۱۹۲۲ زکال د فبروري له شپږمې نېټې څخه د ۱۹۳۹ زکال په فبروري میاشت کې د مړینې تر مهاله د کاتولیکې کلیسا مشر او د واټیکان د ښاري دولت مشر و. نوموړی د ۱۹۲۹ زکال د فبروري په ۱۱مه د واټیکان د خپلواک دولت له جوړېدو وروسته د دغه دولت لومړنی واکمن و. هغه د خپل پاپ توب لپاره شعار «د عیسی په پاچاهۍ کې د عیسی سوله؛ په ایټالوي: Pax Christi in Regno Christi» وټاکه.

یوولسم پیوس رومي کلیساګانو ته ګڼ شمېر متحدالمال لیکونه ولیکل چې په دغو لیکونو کې د کاتولیکو ټولنیزو لارښوونو اړوند د Quadragesimo anno په نامه رومي کلیساګانو ته لیک شامل و چې د پاپ دیارلسم لئو د څلوېښتم تلین په مناسبت د هغه د ټولنیزو نوښتونو د لیک Rerum novarum پر بنسټ و او په نړیوال مالي سیسټم کې یې کپیټلېستي حرص بیان کاوه؛ همدارنګه یې د سوسیالېزم/کمونېزم ګواښونه او د ټولنیز عدالت موضوعات په کې تشرېح کړي وو. ورته مهال د کواس پریماس (Quas primas) په نامه بل لیک هم په کې شامل و چې د روحانیت ضد چارو په غبرګون کې یې د مسیح پاچا جشن (feast of Christ the King) د هغو پر مټ ترویج کړ. د سټوډیوروم دوسم (Studiorum ducem) په نامه یې بل لیک هم ولیکه چې د ۱۹۲۳ زکال د جون میاشتې په ۲۹مه نېټه د توماس اکویناس د سپېڅلتوب د شپږمې کلیزې په مناسبت خپور شو او د هغه افکار یې د کاتولیک فلسفې او الهیاتو د محور په توګه معرفي کړل. په دغه لیک کې همدارنګه د توماس آکویناس پاپټیکال پوهنتون، انګلیکوم (Angelicum) د اکویناس د لارښوونو د زده کړې په موخه پام وړ بنسټ وبلل شو: « ante omnia Pontificium Collegium Angelicum, ubi Thomam tamquam domi suae habitare dixeris» (د نورو ټولو پاپي روزنیزو ځایونو څخه وړاندې د انګلیکوم کالج موقعیت لري، چې ویلای شو خپله توماس هلته ظهور کړی). [۱][۲]

د کاتولیک کلیسا د ځایګي ساتلو په موخه یوولسم پیوس په پام وړ کچه له بهرنیو هېوادونو سره هوکړې (concordats) لاسلیک کړې چې په دغو کې له نازي جرمني سره رایش کانکوردات (Reichskonkordat) شامله وه چې څلور کاله وروسته یې د سوزونکې اندېښنې («Mit brennender Sorge») تر عنوان لاندې لیک کې د هغو خیانتونه وغندل. د هغه د پاپ توب په دوره کې د پاپ او کلیسا د وضعیت اړوند د ایټالیا د دولت او کاتولیکې کلیسا تر منځ اوږد مهاله کړکېچ په ۱۹۲۹ زکال کې د لاتران هوکړې پر مټ په بریالۍ توګه له منځه ولاړ. په داسې حال کې چې هغه ونشو کولای په مکسیکو، هسپانیا او شوروي اتحاد کې د کاتولیکې کلیسا د غړو د ځورونې او روحانیونو د وژنې مخه ونیسي. هغه د توماس مور، پیټر کانیسیوس، برناډت لوردس او ډون بوسکو په ګډون یو شمېر مخکښ روحانیون سپېڅلي اعلان کړل. ورته مهال یې ترزا دو لیزیو وستایله چې ځانګړی احترام یې ورته درلود او هغه یې سپېڅلې وبلله؛ له دې سربېره یې البرتوس مګنوس د هغه د لیکنو د معنوي پیاوړتیا له امله د کلیسا ډاکټر معرفي کړ. هغه په ټوله کاتولیک کلیسا په ځانګړې توګه د کاتولیک اقدام په خوځښت کې د غیر روحاني کسانو د مشارکت د ترویج سره پریمانه لیوالتیا لره. هغه د خپلې پاپي دورې په پای کې د کاتولیک کلیسا په دفاع کې د هیټلر او موسولیني پر ضد او همدارنګه یې په کاتولیک ژوند او زده کړو کې د هغوی د نفوذ اړوند وینا وکړه.

یوولسم پیوس د ۱۹۳۹ زکال د فبروري په ۱۰ مه په حواریوني ماڼۍ (د واټیکان په ماڼۍ) کې ومړ او په سنټ پیټر کلیسا کې د پاپانو په مقبره کې خښ کړای شو. د هغه د قبر لپاره په کنستل کېدوني ځای کې دوه پوړیز قبر راووت چې هډوکي په کې پاتې و او دغه هډوکو ته د سنټ پیټر د هډوکو په توګه درناوی کېږي. [۳][۴][۵]

لومړنی ژوند او مسلک[سمول]

امبرګیو ډامیانو اکیلي راتي په ۱۸۵۷ زکال کې د میلان په ډزیو سیمه کې وزېږېد؛ نوموړی د وریښمو د یوې کارخونې د څښتن زوی و. د هغه والدین فرانسېسکو انتونیو راتي (۱۸۲۳- ۱۸۸۱ زکال) او انجیلا ترزا ګالي کوا (۱۸۳۲- ۱۹۱۸ زکال) نومېدل. همدارنګه یې د کارلو (۱۸۵۳- ۱۹۰۶ زکال)، فرمو(۱۸۵۴- ۱۹۲۹ زکال)، اډوارډو (۱۸۵۵- ۱۸۹۶ زکال)، کمیلا (۱۸۶۰- ۱۹۴۶ زکال) او سیپرانو په نومونو وروڼه او خویندې لرلې. نوموړی په ۱۸۷۹ زکال کې کشیش وټاکل شو او په دې سره یې په کلیسا کې حرفوي ژوند پیل کړ. هغه د روم له ګریګوري پوهنتون څخه د فلسفې، کلیسايي قانون او الهیاتو په برخه کې د دوکتورا درې سندونه ترلاسه کړل او له ۱۸۸۲ زکال څخه تر ۱۸۸۸ زکال پورې د پادوا مذهبي روزنځای ښوونکی و. د هغه علمي تخصص د لرغونو متنونو تشخیص و چې د لرغونو او منځنیو پېړیو د کلیسايي خطي نسخو په برخه کې یې زده کړې کړې وې. بالاخره نوموړي په یاد مذهبي روزنځای کې تدریس پرېښود او له ۱۸۸۸ زکال څخه تر ۱۹۱۱ زکال پورې یې د میلان په امبروسیان کتابتون کې د بشپړ مهالي کارکوونکي په توګه کار وکړ. [۶][۷][۸][۹][۱۰]

په دغه موده کې راتي د میزال په نامه د امبروسیان د مناجاتو کتاب تصحېح او خپور کړ؛ همدارنګه یې د چارلز بورومئو اړوند د څېړنې په کولو سره د هغه د ژوندانه او آثارو اړوند لیکنه وکړه. نوموړی په ۱۹۰۷ زکال کې د دغه کتابتون مشر شو او د امبروسیان د آثارو د ټولګې د بیاځلي ډل بندۍ او بېرته رغولو په موخه یې بشپړه طرحه جوړه کړه. نوموړي د فراغت پر مهال له غره ختنې سره لیوالتیا لرله او د مونټه روزا، ماترهورن، مونټ بلان او پرسولانا څوکو ته وخوت. د یو څېړونکي او ورزشکار پاپ بېلګه د پاپ دویم ژان پل تر مهاله وه نه لیدل شوه. نوموړي په ۱۹۱۱ زکال کې د پاپ لسم پیوس (۱۹۰۳- ۱۹۱۴) په بلنه واټیکان ته کډه وکړه څو د واټیکان د کتابتون د مرستیال په توګه دنده ترسره کړي چې بیا په ۱۹۱۴ زکال کې د دغه کتابتون مشرۍ ته ورسېد. [۱۱]

مړینه[سمول]

یوولسم پیوس له لنډ مهال راهیسې ناروغ و چې له همدې امله یې د ۱۹۳۸ زکال د نومبر په ۲۵مه د څو ساعتونو په ترڅ کې دوه ځلې د زړه سکته وکړه. هغه شدیدې تنفسي ستونزې لرلې او نه یې شو کولای له خپل اپارتمان څخه ووزي. [۱۲][۱۳]

نوموړی د ۱۹۳۹ زکال د فبروري په ۱۰مه د ۸۱ کلنو په عمر د روم پر وخت د سهار په ۵:۳۱ بجو د زړه د دریمې سکتې له امله ومړ. یو شمېر کسان په دې باور دي چې هغه وژل شوی دی؛ دوی په دې واقعیت اتکا کوي چې د هغه اصلي ډاکټر فرانچسکو پتاچې د موسولیني د معشوقې کلارا پتاچي پلار و. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. "Studiorum ducem". Vatican.va. مؤرشف من الأصل في ۰۲ مارچ ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "STUDIORUM DUCEM (On St. Thomas Aquinas)[English translation]". EWTN. مؤرشف من الأصل في ۰۴ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Rev. William P. Saunders (13 February 2014). "Does the church possess the actual bones of St. Peter?". Catholic Straight Answers. مؤرشف من الأصل في ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Vatican displays Saint Peter's bones for the first time". The Guardian. 24 November 2013. مؤرشف من الأصل في ۲۱ جنوري ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Jacob Neusner (9 July 2004). Christianity, Judaism and Other Greco-Roman Cults, Part 2: Early Christianity. Wipf and Stock Publishers. د کتاب پاڼې 149. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59244-740-4. مؤرشف من الأصل في ۰۹ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. D'Orazi, 15–19.
  7. "Ambrogio Damiano Achille Ratti, aka Pope Pius XI". www.familysearch.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جنوري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 1 January 1930 باندې). POPE'S BROTHER DIES.; Count Fermo Ratti, Ill Two Days, Succumbs Suddenly.. The New York Times.
  9. "Maria Camilla Ratti". www.familysearch.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جنوري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. D'Orazi, 14–24.
  11. D'Orazi, 27.
  12. Confalonieri, 356.
  13. Confalonieri, 358.
  14. Confalonieri, 373.
  15. Frank J. Coppa, Pope Pius XII: From the Diplomacy of Impartiality to the Silence of the Holocaust, Journal of Church and State, 23 December 2011.
  16. Saul Friedländer, Nazi Germany and the Jews: I. The Years of Persecution, 1933–1939, New York: Harper-Collins, 1997, p. 277.
  17. Harry J. Cargas, Holocaust scholars write to the Vatican, 1998, کينډۍ:ISBN.
  18. John Cornwell, Hitler's Pope: The Secret History of Pius XII. Viking, 1999. کينډۍ:ISBN, p.204
  19. Newsweek, Volume 79, 1972, p. 238.
  20. (په 15 April 2013 باندې). Pope Pius XI's Last Crusade. Huffington Post.