سردارولي پښتونزوی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سردارولي پښتون زوی
سردارولي پښتونزوی
سردارولي پښتونزوی
سردارولي پښتونزوی

د شخص معلومات
زېږېدنه ۱۹۸۶ (۳۷–۳۸ کلن)
ارغسان ولسوالۍ، کندهار ولايت
هيواد غړيتوب  افغانستان
عملي ژوند
دنده تاريخي څېړونکی
کاروونکي ژبه(ي) پښتو ، انګلیسي ، اردو، فارسي
د فعالیت وخت شاوخوا ٢٠١۶-تراوسه
پوځي خدمت
برخه تاريخ
ويبپاڼه
ويبپاڼه پښتون زوی فیسبوک پاڼه] ټويټر پاڼه]

ټيک ټاک پاڼه] وېبپاڼه][www.mundigak.com]]

سردارولي پښتون زوی (په انگرېزي :Sardarwali Pashtonzoy ) افغان ليکوال او د افغانستان د معاصر تاريخ اماتور څېړونکی دی. همدا راز د منډيګک تاريخي بنسټ، بنسټګر هم دی.

مخينه[سمول]

نوموړی په ۱۹۸۶ع کال د کندهار ولايت د ارغسان اولسوالۍ د تحسيلدار په کلا کي زېږېدلی او د همدې ځای اوسېدونکی دی. پښتون زوی د ملک موسي جان زوی، د صاحب خان لمسی، د اکبر خان کړوسی او د فقار خان کوسی په خټه سدوزی، پوپلزی پښتون دی، د دوی کورنۍ د اعليحضرت تېمورشاه بابا په عصر کي کابل ته تللې وه، خو څرنگه چي په۱۸۴۲ع کال کي د سدوزو واکمني له منځه ولاړه، فقار خان ارغسان ته راغلی او دلته يې پراخ کارېزونه او مځکي رانيولې، چي تر اوسه يې کارېزونه د کار وړ او په افغانستان کي يو لرغونی کلی دی چي ټول استوگن يې سدوزی دي، په کندهار کي د سدوزو مشهوره هديره د همدغه سدوزو د کورنۍ ده.

زده کړي[سمول]

پښتون زوی لومړنۍ زده کړي د کډوالۍ پر مهال د بلوڅستان د پښين په اولسوالۍ کي تر سره کړې، منځنۍ زده کړه يې د کندهار ولايت په افغان-ترک عالي ليسه کي بشپړي کړي، په ۲۰۰۳ع کال کي له کمپيوټري زده کړو څخه په برياليتوب وتلی، خو لوړي زده کړي يې تر اوسه نيمگړي پاته دي.

دندي[سمول]

له ۲۰۰۳-۲۰۰۷ع کال پوري يې په بېلابېلو ښوونځيو کي د کمپيوټر ښوونه کړې، تر ۲۰۱۰ع کال پوري يې خپله علمي پاڼه ناهيد چلول چي د اقتصادي اړتياوو له امله وځنډېده، په ځيني علمي موسساتو کي يې وخت ناوخته دنده تر سره کړې، دا وخت د ليکوالۍ او څېړونو تر څنگ له ځينو کورنيو او نړيوالو رسنيو سره د همکاري تر څنګ د منډيګک تاريخي بنسټ وېبپاڼي ايډيټر او سبمالګر دی.

ليکوالي[سمول]

پښتون زوي په لسگونه تاريخي مقالې ليكلي، چي ځانگړي ا ثار يې په لاندې ډول دي.

  • ۱- شل ورک کندهاريان
  • ۲- ایا پوهېږې؟
  • ۳- د ارغسان لنډه تاريخچه
  • ۴- د افغان چارواکو خاطرې
  • ۵-په لوی کندهار کي درنې کورنۍ
  • ۶-تاريخي يادښتونه
  • ۷-کندهار د انځور په ژبه

دا هم ولولئ[سمول]

منډیگک (ویبپاڼه)

تړلې لیکنې[سمول]

کندهار ولایت منډیګک تاریخي ټولنه

سرچینې[سمول]