منډیگک (ویبپاڼه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

منډيګک په انگرېزي: Mundigak د افغانستان او پښتونخوا په اړه يوه تاريخي وېبپاڼه ده چي په ۲۰۱۸ع کال کي يې په خپرونو پيل وکړ، دغه وېبپاڼه په پښتو، دري، اردو، عربي، فرانسوي، روسي او انگريزي ژبو هم څانګي لري.

پېښليک:[سمول]

منډيګک د سردارولي پښتون زوی د ژوند د شل کلنو تاريخي يادښتونو، څېړنو او نورو اړوندو موادو ټولولو پايله ده چي اوس ئې د [منډيګک] په تاريخي نامه د يوې مالوماتي پروژې په بڼه بشپړه کړه. دې پاڼي په لومړي ځل په پښتو په ژبه [۵۵۰] د تاريخ کتابونه، تاريخي کليکسونونه، درې زره [۳۰۰۰] بېلابېل آرشيفي عکسونه او انځورونه، [۲۹۸۰] تاريخي ليکونه، سندونه، نقشې، سيکې، تاريخي اثار-ويډيو- ږغونه او نور ګڼ نور اثار وړاندي کړل.

تګلاره:[سمول]

منډيګک د هيواد او نړۍ په ګوټ-ګوټ کي د تاريخ پوهانو د يوې پراخي شبکې په درلودلو سره د افغانستان د تاريخ په اړه کتابونه، سندونه، کليکسونونه، آرشيفي انځورونه، فيچرونه، څېړني، ليکونه، نقشې، سيکې، ويډيو، ږغونه او ګڼ نور مواد د هيواد د رسمي ژبو تر څنګ په عربي، انګليسي، اردو، فرانسوي، روسي او نورو نړيوالو ژبو خپروي.

ناپيلتيا:[سمول]

منډيګک په بشپړه توګه يوه خپلواکه اداره ده، د نړۍ په بېلابيلو برخو کي همفکره کارکونکي لري او په هيڅ سياسي يا سوداګريزه اداره پوري اړه نه لري. منډيګک د عايد ځانګړې سرچينه نه لري، په مادي او معنوي برخه کي ستاسو لاسنیوی ورته ارزښت لري. http://www.Mundigak.com

پښتو فېسبوک پاڼه: منډيګک
دري فېسبوک پاڼه: منډيګک
اردو فېسبوک پاڼه: منډيګک
انګليسي فېسبوک پاڼه:منډيګک
عربي فېسبوک پاڼه: منډيګک



تړلې لیکنې[سمول]

سردارولي پښتون زوی

سرچينې[سمول]

mandigak.com د منډيګک درک • mandigak.com • facebook.com/mundigakaf https://ps.wikipedia.org/w/index.php?title=%D9%84%D8%B1_%D8%A7%D9%88_%D8%A8%D8%B1_(%D9%88%DB%90%D8%A8%D9%BE%D8%A7%DA%BC%D9%87)&oldid=192178

افغاني وېبپاڼې