ويبځاى

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
دا د یوه ویبځاى انځور دی. دا د ویکيپیډیا ويبځاى دى.

په ويبځاى ډېرې ويبپاڼې وي. خلک ویبځاى ته د کمپیوټر په وسيله ورځي، دا کمپيټر کېداى شي چې په ګرځنده ټليفون کې وي او يا هم په ځيرک تلويزيون کې. يو ویبځاى په بل کمپیوټر کې ساتل شوى وي چې ویبسرور ورته وايي.

عمومي کتنه[سمول]

زياتره وخت په يو ويبځاى کې، يوه د کورپاڼه په نوم يوه ويبپاڼه وي چې هغه ويبپاڼه د همدې ويبځاى نورو ويبپاڼو ته تړاونه لري. کله کله نورو ويبځايونه ته هم تړاونه لري. کورپاڼه د ويبځاى هرکلى او سريزه بلل کيږي.

ويبځايونه د کاروبار لپاره کارول کيږي چې خرڅلاو او خبرتياوې پکې کېداى شي. د نورو خلکو سره خبرې کولو لپاره هم کاريږي.

ډولونه[سمول]

  • ویب لاګ (د بلاګ په نوم هم پیژندل کيږي) . [۱]
  • ویکي (داسې يو ويبځاى چې هر څوک پکې ويبپاڼې سمولى شي) . [۲]
  • د مینځپانګې مدیریت سیسټم (داسې يو سافټویر چرته چې تاسو وکړاى شئ ويبځاى په اسانه توګه جوړ کړئ) .
  • د لټون انجن (د ګوګل په څېر ویبځاى، چرته چې تاسو کولاى شئ نور ويبځايونه ولټوئ او پيدا يې کړئ) .[۳]
  • د ټولنیزو شبکو سایټونه (لکه فیسبوک، په کوم کې چې تاسو له ملګرو سره اړیکه ونيسئ) .[۴]

لاسرسی[سمول]

کاروونکي يو ويبځاى ته په يو ځانګړى تړاو چې ويبپته ورته وايي (انګرېزي: URL) ورتلاى شي. دا د ويبځاى پته ده چې د ويب براوسر په سر کې ښودل کيږي. د يوه ويبځاى د کورپانې او نورو پاڼو د ويبپتو سر يو ډول وي. لکه د پښتو ويکيپېډيا د ټولو ويپاڼو ويبپتو سر داسې پيليږي "https://ps.wikipedia.org" او بيا نور د هرې پاڼې لپاره مختلف وي. که يو کس د خپل ويبځاى لپاره ډومېن نوم وانخلي، د هغه ويبځاى ته به د اي پي (انګرېزي: IP) په توګه ورځي.

بڼه[سمول]

زياتره وخت ويبځاى HTML کاروي چې خپل کانتنت وښيي.

ويبځاىګر پوستغال داسې پروګرامونه دي چې هغه پوره ويبځاى جوړوي بغير له کوډ څخه.

سرچینې[سمول]

 

  1. "Weblog". Computer Hope. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "7 things you should know about... Wikis" (PDF). EDUCAUSE. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۹ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "What is a search engine?". BBC. 6 June 2013. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "social networking". The Free Dictionary. Farlex. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)