رومانتیزم / خیال پالنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د هنر تاريخ
Error: Page does not exist
رومانتيزم (چې د رومانتيک غورځنګ/خوځښت يا د رومانتیکې دورې په نامه هم يادېږي) يو هنري، ادبي، موسيقي او فکري خوځښت و چې د اتلسمې پېړۍ په پاى کې په اروپا کې رامنځته شو او په نږدې موده کې په ډېرو سيمو کې له ١٨٠٠ څخه تر ١٨۵٠ پورې خپل اوج ته ورسېد. د رومانتیزم/ خیال پالنې ځانګړتیاوې پر فرديت، احساساتو، پټ ادبیاتو، د طبیعت ایده آل کولو، د ساینس او ​​​​صنعت غلط ګومان، د کلاسیک په پرتله منځنۍ پیړۍ ته لومړیتوب ورکولو او د ماضي په ستاینه کې پر ټینګار لرلو سره موندلی شو، دا تر یوې اندازې پورې د روښانتیا د دورې د ټولنیزو او سیاسي نورمونو، صنعتي انقلاب او په ساینسي بڼه د طبیعت منطقي کولو ته غبرګون و. رومانتیزم د بصري هنرونو، موسیقۍ او ادبیاتو په برخه کې په خورا پیاوړې توګه مجسم شوی وو او په تاریخ، تعلیم او تربیه، شطرنج، ټولنیزو علومو، او طبیعي علومو باندې یې هم لویه اغېزه درلوده. په دې وخت کې محافظه کاران، خپلواکی پالان، افراطګر او ملتپالان د خیال پاله مفکرانو تر اغېزې لاندې راغلي وو او د دې لامل شو چې رومانتیزم په سیاست کې د پام وړ او پېچلې اغېزه ولري.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

دې غورځنګ د جمالیاتي تجربې د یوې مستندې سرچینې په توګه په نوو شدیدو احساساتو لکه ویره، وحشت، ډار او حیرانتیا باندې ټینګار وکړ په ځانګړې توګه هغه احساسات چې د طبیعت د ښکلا او د ښکلا پېژندنې متعالو برخو پر وړاندې څرګندیدې. روښانتیا، عقلیت او کلاسیزم ته په پرتله رومانتیزم د منځنیو پیړیو او د هنر او داستان هغه عناصر چې په مستند ډول د منځنیو پیړیو په توګه پیژندل شوي وو بیا را ژوندی کولو ته ارجیحت / لومړیتوب ورکړي وو او د نفوس له ودې، د ښاري پراخوالي، او صنعت پالنې څخه د خلاصون هڅه وکړه. [۸][۹][۱۰]

که څه هم د دې خوځښت رېښې د آلمان د سټورم اوند ډرینګ (طوفان او اضطراب) غورځنګ پورې تړلې وې،  چې د روښانتیا او عقلیت پر ځای یې وجدان او احساساتو ته ترجیح ورکوله خو د فرانسې د انقلاب پیښې او ایډیالوژګانې هم د نږدې لاملونو څخه وې، ولې چې ډېری لومړني خیال پالان کلتوري انقلابیان وو او د انقلاب سره خواخوږي وو. رومانتیزم د "زړورو" انفرادي شخصیتونو او هنرمندانو لاسته راوړنو ته لوړ ارزښت ورکوو، او باورمند وو چې که چېرې دا بېلګې سمې وساتل شي نو د ټولنې کیفیت به لوړ کړي. رومانتیزم د کلاسیکو نظریو څخه انفرادي تخیلاتواو هغو ته په صلاحیت ورکولو سره یې لا  وده ورکړه،  تر څو د خپلو افکارو په استازیتوب کې د زمانې د تاریخي او طبیعي ناخوالو او روحیې پر وړاندې یو قوي بدیل واوسي. د نولسمې پیړۍ په دویمه نیمایي کې، د رومانتیزم کمرنګتیا د ټولنیزو او سیاسي بدلونونو په ګډون د ډېرو نورو پروسو سره تړاو درلود او د دې لامل شو چې ریالیزم/ رېښتین پالنه د یو بدیل په توګه د رومانتیزم په مقابل کې وړاندې شي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د رومانتیزم / خیال پالنې تعریفونه[سمول]

بنسټیزې ځانګړتیاوې[سمول]

د رومانتیزم ماهیت د هنرمند احساساتو او آزاد بیان ته اهمیت او لومړیتوب ورکول دي. هغه اهمیت چې خیال پالان یې احساساتو ته ورکوی کولای شو د الماني انځورګر کاسپر ډیویډ فریډریک په تبصره کې "د هنرمند احساس د هغه قانون دی" خلاصه کړو. د ویلیم ور‌ډسورت په باور شاعر باید «د ځواکمنو احساساتو ناڅاپي جریان» څخه شروع او وروسته یې یو شاعر په «‌ډېر سکون او آرامش سره راټول کړي» تر څو وکولی شي چې د نوي خو ورته احساساتو رامنځته کولو سره هنر ته وده ورکړي.[۱۵][۱۶]

د دې احساساتو د څرګندولو لپاره، دا په پام کې نیول شوې وه چې د هنر منځپانګه باید د هنرمند له تصور څخه راشي او له «مصنوعي» قواعدو  څخه چې دا حکم کوي چې یوه هنري لیکنه باید څنګه وي، لږ تر لږه پیروي وشي. سمویل ټیلر کولریج او نور په دې باور و چې په تخیل کې طبیعي قوانین شته (که چېرې یو ښه تخلیقي هنرمند ) یوازې پریښودل شي نو په ناخبره توګه به هنري الهام تعقیب کړي او د قواعدو په څیر د تخیل اصليت اړین دی، ځکه چې د نورو اثارو او ماډلونو اغیزه د خالق خپل تخیل ته خنډ ګڼل جوړیږي. د رومانتیزم اصل دا و چې یو نخبه یا هنرمند باید د هېڅ نه یا صفر نه خپل اصیل کار(هنر) کمال ته ورسوي ولې چې له نورو څخه تقلید تر ټولو لویه ګناه ګڼل کېده، دا باور اکثرا د "رومانټیک اصليت" په نوم یادیږي. ژباړن او نامتو رومانتيک اګسټ ویلهیم شلیګل د ډراماتيک هنرونو او لیکونو پر اړه په خپلو لیکچرونو کې استدلال وکړ چې د انسان طبیعت تر ټولو غیر معمولي ځواک دی چې یو کس ته د دې وړتیا ورکوي تر څو یو شی په دوو مخالفو برخو باندې جلا او سره ووېشي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

ویلهیم د طبیعت په اهمیت او معیاري کولو باندې خورا قوي باور او دلچسپي درلوده خو دا د رومانتیزم لپاره یو اړین امر نه و، په ځانګړې توګه د طبیعت اغېزه پر هغه هنرمند باندې چې په تنهایي د طبیعت له خوا محاصره شوي وي. د روښانتیا د معمول ټولنیز هنر برعکس، خیال پالونکی د انساني نړۍ په اړه بې باوره وو، او باورمند وو چې د طبیعت سره نږدې اړیکه له ذهني او اخلاقي پلوه غوره ده. رومانتيک هنر خپلو اوریدونکو ته هغه څه په ګوته کړل چې موخه یې د هنرمند د شخصي غږ په توګه احساس کیږي. نو، په ادبیاتو کې، «ډېر رومانتيک شعرونه لوستونکيو ته د شاعرانو او ځان پیژندنې بلنه ورکوي».[۲۲]

د ایسیا برلین په وینا، رومانتیزم د یوې نوې روحیې «یوه داسې نوې او مضطربه روحیه ده چې د پخوانیو او محدودو بڼو پر ضد د کلکې او زورورې مبارزې، په دوامداره توګه د شعور داخلي حالتونو بدلولو سره د یوه عصبي مشغولیت، د تل پاتې حرکت او بدلون لپاره د لېوالتیا، د بې حده او مبهمو مسایلو سره د لېوالتیا، د ژوند هېر شوو سرچینو ته د بیرته راستنیدو هڅه، په انفرادي او ډله ییزه توګه د ځان پېژندلو لپاره هڅه او د نه منلو وړ او نه ترلاسه کېدونکي اهدافو د څرګندولو د لارو لټون په لټه کې ده » په توګه مجسم شوی.[۲۳]

کلیمه پېژندنه[سمول]

د هغو کلیمو ډله چې په «رومان- Roman» شروع کیږي په بېلو اروپایی ژبو کې لکه « رومانس-romance» او « Romanesque- رومانسک» یو پیچلي تاریخ لري. په اتلسمه پیړۍ کې، اروپایي ژبو - په ځانګړې توګه آلماني، فرانسوي او روسي - د انګلیسي کلیمې «ناول (یوه مشهوره افسانه) » په معنی کې د "رومان" اصطلاح کاروله. او دا صطلاح له مشهوره "روماني ژبو" څخه اخیستل شوي، کوم چې د پخوانۍ اصلي ژبې (لاتین) پرځای کارېده. ډېری د جرات، عزت او سرښندنې ناولونو د "شیوالریک رومانس (د نثر او آیت داستان یو ډول دی چې د منځنۍ پېړۍ په وروستیو او د عصري پېړۍ په لومړیو کې د اروپا په شاهي کورنيو کې مشهور و)" بڼه درلوده. [۲۴][۲۵]

د رومانتیزم د منتقدینو بنسټ ایښودونکو اګسټ ویلیم شلیګل او فریدریک شلیګل په ۱۷۹۰ لسیزه کې د «رومانټیک شعر» په اړه خبرې پیل کړې، او له روحي اړخه ېې د "کلاسیکې دورې" سره مقایسه کړو نه د نېټې له اړخه. فریدریک شلیګل په خپله مقاله کې «په شعر خبرې اترې-۱۸۰۰ Dialogue on Poetry))» لیکي چې: « زه د پخوانیو عصريانو په منځ کې رومانتيزم لټوم، په شکسپیر کې، په سروینټس کې، په ایټالوي شعرونو کې، د ځوانمردي په دوره کې، د مینې او افسانې په هغه وخت کې چې پیښې او کلیمې ترې خپله سرچینه واخیسته»، د دې اصطلاح عصري مفهوم په فرانسه کې په پراخه کچه د ګرمین ډي سټیل له خوا د هغې په کتاب «دی ایل ایلیمګن -۱۸۱۳ (له آلمانه څخه - چې په جرمني کې د هغې سفرونه بیانوي)» کې د دوامداره کارولو له امله څخه خپور او مشهور شو.[۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې  [سمول]

 

  1. Damrosch, Leopold (1985). Adventures in English Literature (په انګرېزي ژبه کي). Orlando, Florida: Holt McDougal. د کتاب پاڼي 405–424. د کتاب نړيواله کره شمېره 0153350458. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  2. Encyclopædia Britannica "Romanticism. Retrieved 30 January 2008, from Encyclopædia Britannica Online". Britannica.com.  
  3. Casey, Christopher (October 30, 2008). ""Grecian Grandeurs and the Rude Wasting of Old Time": Britain, the Elgin Marbles, and Post-Revolutionary Hellenism". Foundations. Volume III, Number 1. د اصلي آرشيف څخه پر May 13, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. David Levin, History as Romantic Art: Bancroft, Prescott, and Parkman (1967)
  5. Gerald Lee Gutek, A history of the Western educational experience (1987) ch. 12 on Johann Heinrich Pestalozzi
  6. Ashton Nichols, "Roaring Alligators and Burning Tygers: Poetry and Science from William Bartram to Charles Darwin," Proceedings of the American Philosophical Society 2005 149(3): 304–15
  7. Morrow, John (2011). "Romanticism and political thought in the early 19th century". The Cambridge History of Nineteenth-Century Political Thought. Cambridge, United Kingdom: Cambridge University Press. 39–76. DOI:10.1017/CHOL9780521430562. ISBN 978-0-511-97358-1. 
  8. Coleman, Jon T. (2020). Nature Shock: Getting Lost in America. Yale University Press. د کتاب پاڼې 214. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-22714-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Barnes, Barbara A. (2006). Global Extremes: Spectacles of Wilderness Adventure, Endless Frontiers, and American Dreams (په انګلیسي ژبه کي). Santa Cruz: University of California Press. د کتاب پاڼې 51. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Perpinya, Núria. Ruins, Nostalgia and Ugliness. Five Romantic perceptions of Middle Ages and a spoon of Game of Thrones and Avant-garde oddity. Berlin: Logos Verlag. 2014
  11. Hamilton, Paul (2016). The Oxford Handbook of European Romanticism (په انګلیسي ژبه کي). Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 170. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-969638-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Blechman, Max (1999). Revolutionary Romanticism: A Drunken Boat Anthology (په انګلیسي ژبه کي). San Francisco, CA: City Lights Books. د کتاب پاڼي 84–85. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-87286-351-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "'A remarkable thing,' continued Bazarov, 'these funny old Romantics! They work up their nervous system into a state of agitation, then, of course, their equilibrium is upset.'" (Ivan Turgenev, Fathers and Sons, chap. 4 [1862])
  14. Szabolcsi, B. (1970). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Decline of Romanticism: End of the Century, Turn of the Century-- Introductory Sketch of an Essay"]. Studia Musicologica Academiae Scientiarum Hungaricae 12 (1/4): 263–289. doi:10.2307/901360. 
  15. Novotny, 96
  16. From the Preface to the 2nd edition of Lyrical Ballads, quoted Day, 2
  17. Ruthven (2001) p. 40 quote: "Romantic ideology of literary authorship, which conceives of the text as an autonomous object produced by an individual genius."
  18. Spearing (1987) quote: "Surprising as it may seem to us, living after the Romantic movement has transformed older ideas about literature, in the Middle Ages authority was prized more highly than originality."
  19. Eco (1994) p. 95 quote: Much art has been and is repetitive. The concept of absolute originality is a contemporary one, born with Romanticism; classical art was in vast measure serial, and the "modern" avant-garde (at the beginning of this century) challenged the Romantic idea of "creation from nothingness", with its techniques of collage, mustachios on the Mona Lisa, art about art, and so on.
  20. Waterhouse (1926), throughout; Smith (1924); Millen, Jessica Romantic Creativity and the Ideal of Originality: A Contextual Analysis, in Cross-sections, The Bruce Hall Academic Journal – Volume VI, 2010 PDF; Forest Pyle, The Ideology of Imagination: Subject and Society in the Discourse of Romanticism (Stanford University Press, 1995) p. 28.
  21. 1963–, Breckman, Warren (2008). European Romanticism: A Brief History with Documents. Rogers D. Spotswood Collection. (الطبعة 1st). Boston: Bedford/St. Martins. OCLC 148859077. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-312-45023-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)CS1 maint: numeric names: قائمة المؤلفون (link)
  22. Day 3–4; quotation from M.H. Abrams, quoted in Day, 4
  23. Berlin, 92
  24. Saul, Nicholas (9 July 2009). The Cambridge Companion to German Romanticism. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 1–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-84891-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Schellinger, Paul (8 April 2014). "Novel and Romance: Etymologies". Encyclopedia of the Novel. Routledge. د کتاب پاڼې 942. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-135-91826-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Ferber, 6–7
  27. Athenaeum. Bey F. Vieweg dem Älteren. 1800. د کتاب پاڼې 122. Ich habe ein bestimmtes Merkmahl des Gegensatzes zwischen dem Antiken und dem Romantischen aufgestellt. Indessen bitte ich Sie doch, nun nicht sogleich anzunehmen, daß mir das Romantische und das Moderne völlig gleich gelte. Ich denke es ist etwa ebenso verschieden, wie die Gemählde des Raphael und Correggio von den Kupferstichen die jetzt Mode sind. Wollen Sie sich den Unterschied völlig klar machen, so lesen Sie gefälligst etwa die Emilia Galotti die so unaussprechlich modern und doch im geringsten nicht romantisch ist, und erinnern sich dann an Shakspeare, in den ich das eigentliche Zentrum, den Kern der romantischen Fantasie setzen möchte. Da suche und finde ich das Romantische, bey den ältern Modernen, bey Shakspeare, Cervantes, in der italiänischen Poesie, in jenem Zeitalter der Ritter, der Liebe und der Mährchen, aus welchem die Sache und das Wort selbst herstammt. Dieses ist bis jetzt das einzige, was einen Gegensatz zu den classischen Dichtungen des Alterthums abgeben kann; nur diese ewig frischen Blüthen der Fantasie sind würdig die alten Götterbilder zu umkränzen. Und gewiß ist es, daß alles Vorzüglichste der modernen Poesie dem Geist und selbst der Art nach dahinneigt; es müßte denn eine Rückkehr zum Antiken seyn sollen. Wie unsre Dichtkunst mit dem Roman, so fing die der Griechen mit dem Epos an und löste sich wieder darin auf. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Ferber, 7