د ودانۍ د هنر تاريخ (فن تعمير/مهندسۍ)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ودانۍ د هنر تاريخ د بېلا بېلو دودونو، سيمو، د هر اړخيزو سبکي بهيرونو او نېټو په مټ د ودانۍ په هنر کې منځ ته راغليو بدلونونو لټون کوي. د دې ټولو دودونو د پيل په اړه فکر کېږي چې د انسانانو له خوا سرپناه او خونديتابه د ډېرې بنسټيزې اړتيا د پوره کولو لپاره شوي دي. د ودانۍ هنر اصطلاح عموماً ودانيو ته اشاره کوي، خو په اصل جوهر کې زياته پراخه اصطلاح ده، په دې کې هغه برخې شاملې دي، کومې چې اوس موږ د تخصصي بڼو کارونه بولو، لکه ښاري کېدل، ملکي انجنيري، سمندري، پوځي او طبيعي منظرو ودانيزې چارې.[۱][۲]

پر نورو لاملونو سربېره، پر ودانيزو بهيرونو تخنیکي اختراعاتو هم اغېز پرېښی، په ځانګړي ډول په نولسمه، شلمه او يو وېشتمه پېړۍ کې. د بېلګې په ډول د فولادو، وسپنې، کاشي، پياوړي کانکريټ او شيشې پرمختګ او/يا  استعمال د نوي هنر په راڅرګندېدو کې مرسته کړې او ښکلي هنرونه يې لا پسې ښايسته کړي دي.[۳]

نوی ډبرين عصر[سمول]

ودانيز پرمختګ د نوي ډبرين عصر (۱۰۰۰۰-۲۰۰۰ مخزېږديز) يوه مهمه برخه ده، په کوم پړاو کې چې د انساني تاريخ يو لړ ستر اختراعات منځ ته راغلل. د بېلګې په ډول، د بوټو او ژويو اهلي کولو نوی اقتصاد او د خلکو او نړۍ تر منځ نوې اړيکې منځ ته راوړې، د ټولنو کچه لوړه شوه او دايمې شوې، مادي کلتور په زیاته کچه وده وکړه او د خلکو د پايښت د وړ ګرځولو لپاره په دې ټولنو کې ټولنيزې او مراسمي حل لارې پیدا شوې. د انفرادي جوړښتونو او په کلیو کې د دوی ادغام د ژوند نوي سبک او اقتصاد لپاره اړينې ودانۍ وړاندې کړې او همدا راز د بدلون يو مهم عنصر هم و.[۴]

که څه هم له تاریخ څخه مخکې پړاونو پورې اړه درلودونکي ډيری ځايونه او د دې ځايونو څخه ځينې خاورينې نمونې هم موندل شوي دي چې د باوري بيا رغونو پیدا کولو وړتيا يې پيدا کړې، په دوی کې ډېر کم وخت هغه عناصر شامل وي چې دوی له هنر سره تړي. ځينې استثنأت يې د ديوالونو د سينګار په مټ وړاندې کېږي او د هغو موندنو په مټ چې په يو ډول د نوي ډبرين او مسو د عصر په مذهبي مراسمو او هنر پلي کېږي.

په سويلي او سويل لوېديځه اسيا کې، نوي ډبرين کلتورونه له ۱۰۰۰۰ مخزېږديز څخه ډېر ژر وروسته راڅرګند شول، په لومړي سر کې په شام کې (له خاورين مخکې ډبرين عصر A او له خاورين مخکې ډبرين عصر B) او له هغه ځايه بیا د ختيځ او لوېديځ پر لور خپاره شول. په سويل ختيځه اناتوليه، سوريه او عراق کې تر ۸۰۰۰ مخزېږديز پورې لومړني د نوی ډبرين عصر کلتورونه شته او تر ۷۰۰۰مخزېږديز پورې د خوراکونو د توليد ټولنې په لومړي ځل په سويل ختيځه اروپا کې او تر ۵۵۰۰۰مخزېږديز پورې په مرکزي اروپا کې راڅرګندې شوې (چې د دوی ل منځه لومړيو کلتوري ټولګو کې Starčevo-Koros (Cris), Linearbandkeramic او Vinča شامل دي).[۵][۶][۷][۸]

د نوي ډبرين عصر په کلیو او ښارونو کې لاندې شامل دي:

  • په ترکيه کې « Göbekli Tepe» شا او خوا ۹۰۰۰ مخزېږديز
  • په شام کې اريحا، نوی ډبرين عصر له ۸۳۵۰ مخزېږديز څخه، کومه چې له «نتوفي اپيپاليوليتي» کلتور له لومړيو څخه سر راپورته کړ
  • په ترکيه کې «نیوالي کوري» شاو خوا ۸۰۰۰ مخزېږديز
  • په ترکيه کې Çatalhöyük ۷۵۰۰ مخزېږديز
  • په پاکستان کې مهرګړ، ۷۰۰۰ مخزېږديز
  • هاور او سکارا بری، ارکني ټاپوګان، سکاټلينډ، له ۳۵۰۰ مخزېږديز څخه
  • د « Cucuteni-Trypillian» کلتور له ۳۰۰۰ څخه زيات کلي، ځينو يې تر ۱۵۰۰۰ پورې وګړي درلودل، کوم چې د اوس وخت په رومانيه، مالډوا او اوکراين کې له ۵۴۰۰ څخه تر ۲۸۰۰ مخزېږديز پورې وغوړېدل.

لرغونی پړاو[سمول]

بين النهرين[سمول]

بين النهرين د خټينو خښتو د ودانيو او د «زيګورات» (زيګورات مستیطيل ډوله د زینو لورنکي څلي دي) د جوړولو له امله زيات شهرت لري، په هر ښار کې يو نوميالی حيثيت لري او يوه مصنوعي غونډۍ (تپه) لري، عموماً په سترو زينو کې پورته شوی وي او پورته ورباندې يو معبد وي. شک نه شته چې دې غونډۍ عبادتځای يو امرانه لوړ مقام ته رسولی وي چې له دې پرته دا د هوار سمندر یوه دره وه. د «اوروک» ستر ښار ګڼ مذهبي انګړونه درلودل چې هغې بيا ګڼ عبادتځايونه درلودل او دا عبادتځايونه له مخکې څخه د معلومو ودانيو په پرتله ستر او زيات الهام بښونکي و.[۹]

زيګورات ټکی د «اکادي» ټکي «زيقراطم» انګريزي شوې بڼه ده، دا نوم د خټې د خښتو کلکو زينو لرونکو څلو (برجونو) ته ورکړل شوی دی. دا له فعل «زقرو» (یعنې لوړ) څخه اخستل شوی دی. دا ودانۍ داسې تعريف شوي چې ګوندې غرونه دي چې ځمکه او اسمان يو له بل سره تړي. د «ليومنارډ ولي» له خوا کيندل شوي د «يور» «زيګورات» په بنسټ (بېخ/تاداو) کې ۶۴ په ۴۶ مترو کې دي او په اصل کې شا اوخوا دولس متره لوړ دي چې درې پوړونه لري. دا د «اور-نامو» (شا اوخوا ۲۱۰۰ مخزېږديز) پر مهال جوړ شوی دی او د «نابونيډيوس» (۵۵۵-۵۳۹مخزېږديز) پر مهال بيا رغول شوی دی، هغه مهال کله چې يې لوړوالی احتمالاً اوه پوړونو ته زیات کړای شو.[۱۰]

په اشوري ماڼيو کې يو ستر عام دربار و، په کوم کې چې د ختيځ پر لور د کورونو یوه مجموعه او د سويل پر لور د ميلمستياوو د سترو دالانونو يوه لړۍ وه. ټاکل شوې وه چې دا د اشوري ماڼيو په دوديزه طرحه بدل شي چې د پاچا د عظمت لپاره جوړ او ښکلې کېدل. په ځینو ماڼيو کې د پيل له غاښ څخه جوړ شوي د ماڼۍ د وسايلو (فرنيچر) ټوټې موندل شوي دي. [۱۱]

لرغوني مصريان[سمول]

د لرغوني مصر نوي تصورات د تاریخي ودانيو د پاتې شويو اثارو تر سخت اغېز لاندې دي. د ۳۱۰۰ مخزېږديز په شا اوخوا کې د فرعوني دولت په پيل سره، ډير رسمي سبکونه او د ښکلا طريقې منځ ته راوړل شوې. د لرغوني مصر تر ټولو مشهورې ودانۍ اهرامونه دي، کومې چې د زړو او منځنيو پاچاييو پر مهال (۲۶۰۰-۱۸۰۰ مخزېديز)  د فرعون د قبرونو په توګه جوړ شوي دي. په هر حال، د «کرنک» عبادتځای د مجموعې په څېر د پام وړ عبادتځایونه هم شته.

لرغونو مصريانو له مرګ وروسته پر ژوند باور درلود. دوی همدا راز باور درلو چې د دوی د روح (کوم چې د «کا» په نوم پېژندل کېدو) لپاره له مرګ وروسته ژوند کې د تل لپاره د ژوندي پاتې کېدو په موخه، د دوی بدنونه بايد د تل لپاره ثابت پاتې شي. په همدې بنسټ دوی بايد داسې يوه لاره موندلې وای چې د دوی مړي له خرابېدو او د قبر له لوټمارو (کفن کشانو) وساتي. په همدې ترتيب، «مستبا» وپنځېده. دا د خټو ودانۍ او د هوارو بامونو لرونکې وې، کومو چې د تابوت لپاره تر ځمکې لاندې نږدې دېرش متره ژورې خونې درلودې. يو لرغوني مصري راهب او مهندس «ايموهتيپ» بايد د «زوسر» فرعون لپاره د يو زيارت طرحه جوړه کړې وای. د دې لپاره، هغه پنځه مستباګانې يو د بل د پاسه کېښودې، په دې ډول لومړی مصري اهرام جوړ شو، دا د «زوسر» اهرام دی چې په «سقاره» کې موقعيت لري (۲۶۶۷-۲۶۴۸ مخزېږديز)، کوم چې د زينو لرونکی اهرام دی. لومړی يو اړخ ته هموار د »سنفرو» فرعون له خوا جوړ شو، چا چې د ۲۶۱۳ او ۲۵۸۹مخزېږديز تر منځ واکمني کړې ده. تر ټولو زیات واکمن يې د «ګيزا» تر ټولو ستر اهرام دی، کوم چې د «سنفرو» د زوی: خوفو (۲۵۸۹-۲۵۶۶مخزېږديز) لپاره جوړ شوی و، همدا د لرغوې نړۍ تر ټولو وروستۍ پاتې اعجوبه او د مصر تر ټولو ستر اهرام دی. د اهرام لپاره کارېدونکې ډبرې يو له بل سره د مسالې (د ډبرو او خښتو د يو بل نښلولو لپاره مايعه ماده چې د سيمنټو په څېر موادو څخه جوړه وي/تعميراتي مساله) په مټ نښلول شوې وې او ټوله ودانۍ په زياتې ښويې کړای شوي سپينې چونې سره پوښل شوی دی چې تر ټولو لوړه څوکه يې له سرو زرو جوړه شوې وه. هغه چې موږ اوسمهال وينو د اهرام اصلي جوړښت دی. په داخل کې، نرۍ لارې د شاهي مدفن د خونو پر لور غزېدلې وې. له لرغوني مصر سره د زيات تړاو سره سره، نورو مدنيتونو اهرامونه د «مايا» په ډول جوړ کړي دي.

د سرچينو د کمښت او د کاهنانو پر لور د واکمنۍ د بدلون له امله، لرغوني مصريان له اهرامونو څخه لرې شول او عبادتځايونه د فرقو د ودانۍ مرکزي نقطې وګرځېدې. د اهرام په څېر لرغوني مصري عبادتځايونه هم په زړه پورې او يادګاري وو. دوی له کوچنیو قبرونو څخه چې له منځه تلونکو موادو څخه جوړ شوي وو، په سترو مجموعو بدل شول او د نوې پاچايۍ له خوا (شا او خوا ۱۵۵۰-۱۰۷۰ مخزېږديز) دوی د سترو ډبرينو جوړښتونه وګرځېدل چې له تالارونو او انګړونو څخه جوړ وو. دې عبادتځای په ډبره کې د يو کاينات استازولي کوله، د تخليق د يوې اصلي غونډۍ یو نقل، په کومه چې خدای خپل ځان او نړۍ ته بیا ځواک ورکولای شو. د ننوتلو لاره يې له غبرګو دروازو (برج) څخه جوړه وه چې د افق د غونډيو بېلګه يې وړاندې کوله. په داخل کې يې ستنه لرونکي تالارونه وو چې د لومړي پاپيروس پر يو ځنګل يې دلالت کاوه. له دې وروسته د کمې اندازې د دالانونو يوه لړۍ پېلېده، تر څو سپېڅلي ځای ته ورسېږي، چېرته چې د يو خدای مجسمه اېښودل شوې وه. په لرغونو زمانو کې، عبادتځايونه په روښانه رنګونو رنګېدل چې عمدتاً سره، اسماني، ژيړ، شنه او سپین وو. د مصر د سارايي اقليم له امله، د دې رنګ شويو سطحو ځينې برخې په ځانګړي ډول په داخلي برخو کې په ښه ډول خوندي کړای شوي وې.[۱۲][۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. Ching, Francis, D.K. and Eckler, James F. Introduction to Architecture. 2013. John Wiley & Sons. p13
  2. Architecture. Def. 1. Oxford English Dictionary Second Edition on CD-ROM (v. 4.0) Oxford University Press 2009
  3. Virginia McLeod, Belle Place, Sarah Kramer, Milena Harrison-Gray, and Cristopher Lacy (2019). HOUSES - Extraordinary Living. Phaidon. د کتاب پاڼې 9. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7148-7809-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  4. Jones 2014، صص. 148, 149.
  5. "The Old Copper Complex: North America's First Miners & Metal Artisans". د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Song, Jeeun. "The History of Metallurgy and Mining in the Andean Region". World History at Korean Minjok Leadership Academy. Korean Minjok Leadership Academy. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Choi, Charles Q. (18 April 2007). "Pre-Incan Metallurgy Discovered". Live Science. Live Science. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Maldonado, Blanco D. (2003). "Tarascan Copper Metallurgy at the Site of Itziparátzico, Michoacán, México". Foundation for the Advancement of Mesoamerican Studies. http://www.famsi.org/reports/02063/02063Maldonado01.pdf. Retrieved 22 January 2016. 
  9. Risebero, Bill (2018). The Story of Western Architecture (په انګلیسي ژبه کي). Bloomsbury. د کتاب پاڼې 13. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-3500-9212-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Gods and Goddesses". Mesopotamia.co.uk. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Cole 2002، ص. 32.
  12. Hodge 2019، ص. 12.
  13. Jones 2014، ص. 24, 25, 26.