د نقاشۍ تاریخچه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

 

د هنر تاريخ
Error: Page does not exist
د نقاشۍ تاریخچه له تاریخ څخه وړاندې زمانو کې د هنرمندانو په لاس رامنځ ته شوو هنري اثارو او هنرونو ته رسېږي، او په ټولو تمدنونو کلتورونو کې لیدل کېږي. دا هنر له لرغونې زمانې څخه د یو دوامداره دود استازیتوب کوي، که څه هم کله ناکله له ستونزو سره مخ شوی دی. د کلتورونو، براعظمونو او زریزو په اوږدو کې، د نقاشۍ تاریخ د نوښت یو روان سیند دی چې تر ۲۱ پېړۍ پورې دوام لري. د شلمې پېړۍ تر پیل پورې، دې هنر اساساً په نمایشي، دیني او کلاسیکو اصولو تکیه کوله، چې له هغه وروسته یې نور یو خالص معنوي او فکري لیدلوری ترلاسه کړې. [۱]

له تاریخي اړخه، په عمومي توګه څو پېړۍ مخکې، په شرقي نقاشۍ کې پرمختګونه د لوېدیځې نقاشۍ سره موازي دي. افریقايي هنر، یهودي هنر، اسلامي هنر، اندونیزیايي هنر، هندي هنر، چینایي هنر، او جاپاني هنر هر یو په لوېدیځ هنر کې، او برعکس، د پام وړ نفوذ درلود. [۲][۳][۴][۵]

دې هنر چې په پیل کې یې د ګټورتوب موخه درلوده، او وروسته یې شاهي، خصوصي، مدني او مذهبي ملاتړ ترلاسه کړ، ختیځې او لوېدیځې نقاشۍ وروسته په اشرافي او منځنۍ طبقه کې لیدونکي وموندل. له عصري دورې څخه را په دې خوا، له منځنیو پېړیو تر رنیسانس پورې نقاشانو د کلیسا او شتمنو اشرافو لپاره کار کاوه. د باروک دورې (د ۱۶ او ۱۷ پېړیو هنري بڼه) په پیل کې هنرمندانو د یوې ډیرې لوستې او هوسا منځنۍ طبقې څخه شخصي لارښوونې ترلاسه کړې. په پای کې په لوېدیځ کې د "هنر د هنر لپاره" لیدلوري د رومانتيکو انځورګرانو لکه فرانسسکو ډی ګویا، جان کانسټبل، او جې ایم ډبلیو تورنر په کارونو کې را څرګندېدل پیل کړ. په ۱۹ پېړۍ کې د سوداګریز هنري ګالرۍ وده وکړه، چې په ۲۰ پېړۍ کې یې ملاتړ ترلاسه کړ.  [۶][۷][۸][۹][۱۰]

له تاریخ نه مخکې[سمول]

ترټولو پخواني پېژندل شوې نقاشي نږدې ۴۰۰۰۰ کاله لرغونې ده چې په لوېدیځه اروپا کې د فرانکو - کانټابرین په سیمه کې او د ماروس (د اندونیزیا د سولاویسي په برخه کې) په غارونو کې موندل شوي. د غار د نقاشۍ تر ټولو پخوانۍ بڼه د لاسي شکل او ساده هندسي سمبولونه دي. د غارونو سمبولي نقاشي تر ټولو پخوانۍ بې شخړې بېلګې یو څه نوې دي، چې نږدې ۳۵۰۰۰ کاله کاله عمر لري. ساینس پوهانو د ۲۰۱۸ کال په نومبر کې د اندونیزیا د بورنیو (کلیمانتان) په ټاپو کې د لوبنګ جیریجي سالح په غار کې د ناآشنا څاروي سمبولي نقاشي کشف کړه چې له ۴۰۰۰۰ کاله څخه ډېر (ښایي تر ۵۲۰۰۰ کاله) لرغونتوب یې درلود. خو د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې، د سولاویسي په د ماروس پینګکیپ کارست کې د خنزیر د ښکار سمبولی د غار نقاشي تر دې هم لرغونې اټکل شوه، چې ښایي لږ تر لږه ۴۳۹۰۰ کاله عمر ولري. دا موندنه د "کیسې ویلو ترټولو زوړ انځوریز ریکارډ او په نړۍ کې ترټولو پخوانی انځوریز سبمولي هنري کار" په توګه ګڼل کېږي. همدارنګه اوس تازه په ۲۰۲۱ کال کې، د اندونیزیا په یوه ټاپو کې یوه سمبولي د غار نقاشي موندل شوې او د خنزیر ښکار ښیي چې له ۴۵۵۰۰ کلونو څخه زیات لرغونتوب لري. په ټوله نړۍ کې – لکه په اندونیزیا، فرانسه، هند، هسپانیه، سوېلي افریقا، چین، آسټرالیا او نورو کې، د غار د نقاشیو بېلګې شتون لري. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د دې نقاشیو د معنی په اړه او هغو خلکو چې دا را منځ ته کړې دي، بېلابېل اټکلونه وړاندې شوي دي. له تاریخ نه مخکې هنرمندانو ښایي حیوانات د دوی د روح یا ارواح د "نیولو" لپاره رسم کړي وي ترڅو دوی په اسانۍ سره ښکار کړي یا انځورونه ښایي د چاپېریال او شاوخوا طبیعت ته لید او درناوی وړاندې کړي. دوی ښایي د بیان د لومړنیو اړتیاوو پایله وي چې د انسانانو لپاره طبیعي دي، یا دوی ممکن د عملي معلوماتو لېږد لپاره وي.

د ډبرې په زړه زمانه کې، د غارونو په نقاشیو کې د انسانانو انځورونه لږ وو. زیاتره څاروي رسم شوي، نه یوازې هغه څاروي چې د خواړو په توګه کارول کېږي، بلکه هغه څاروي لکه ګرګدن یا د لویو پيشوګانو د کورنۍ د څارویو په څېر چې د ځواک استازیتوب کوي، رسم وشي دي. غوره بېلګه یې د چاویټ په غار کې لیدل کېږي. ځینې وختونه د ټکیو په شان نښې رسم شوې دي. په لږو انساني انځورونو کې د لاسونو نښانونه او ستینسلونه او هغه شکلونه چې د انسان / څارویو ګډ انځوروي، لیدل کېږی. د فرانسې په ارډچ سیمو کې د چاویت غار د زرړې ډبریزې دورې ترټولو ارزښتمند پاتې شوي د غار نقاشۍ لري چې شاوخوا ۳۱۰۰۰ کاله مخکې له میلاد نه رسم شوي. په هسپانیه کې د التامیرا غار نقاشي له ۱۴۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰۰ کاله مخکې له میلاد نه را منځ ته شوې دي او دا بایسنز ډوله غواګانو ښودل شوي دي. د فرانسې د دوردوګن په لاسکاکس کې د غویانو دالان یو له غوره پېژندل شوي غارونو څخه دی چې شاوخوا ۱۵۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰ کاله مخکې له میلاد نه تاریخ لري.

د انځورونو معنی نامعلومه پاتې ده. دا غارونه په مېشته سیمه کې نه وو، نو کېدای شي دوی د موسمي رواجونو لپاره کارول شوي وي. څاروي له داسې نښو سره مل دي چې د جادو د احتمالي کارونې وړاندیز کوي. په لاسکارو کې د غشي په څېر سمبولونه ځینې وختونه د تقویم یا کلیزې په توګه تفسیر شوي دي، خو شواهد غیر جامع پاتې دي. د منځنۍ ډبریزې دورې ترټولو مهم اثار د مارش په حال کې جنګیالي دي، چې هسپانیې د کاسټیلون ولایت په سینګل دی لا مولا کې موندل شوي او ۷۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ کلونو مخکې له میلاد نه لرغونتوب لري. په دې کې کارول شوی تخنیک په ډبره باندې د رنګ د شېندلو یا پو کولو په بڼه و. نقاشۍ خورا طبیعي دي، که څه هم سټایل ورکړل شوی. دا شکلونه درې بعدي نه دي، که څه هم دوی د یو بل پر سر راغلي.  [۱۷]

د هند تر ټولو پخوانۍ پېژندل شوي نقاشۍ له تاریخ نه وړاندې ډبریزې نقاشي دي، لکه په ډبره کاږل شوي انځورونه چې د بمبیټکا د ډبرو په استوګنځایونو په څېر ځایونو کې موندل شوي او ځینې یې له ۵۵۰۰ کاله مخکې له میلاد نه ډېر لرغونتوب لري. دې ډول کارونو وروسته د زریزو په اوږدو کې دوام موندلی. په اوومه پېړۍ کې، د مهاراشترا ایالت د اجنتا د ستونونو نقاشۍ د هندي نقاشیو ښه بیلګه وړاندې کوي. رنګونه،  چې ډېری یې د سور او نارنجي ډوله دي، د معدني موادو څخه اخیستل شوي.

سرچينې[سمول]

 

  1. Bruce Cole; Adelheid M. Gealt (15 December 1991). Art of the Western World: From Ancient Greece to Post Modernism. Simon and Schuster. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-671-74728-2. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. The Meeting of Eastern and Western Art, Revised and Expanded edition (Hardcover) by Michael Sullivan.
  3. (په 10 July 1994 باندې). Art View; Eastern Art Through Western Eyes.
  4. Wichmann, Siegfried (1999). Japonisme: The Japanese Influence on Western Art Since 1858. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-500-28163-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Sullivan, Michael (1989). The Meeting of Eastern and Western Art. University of California Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-05902-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Discussion of the role of patrons in the Renaissance. Retrieved 11 November 2008.
  7. History 1450–1789: Artistic Patronage. Retrieved 11 November 2008.
  8. Britannica.com. Retrieved 11 November 2008.
  9. Victorianweb.org, Aesthetes, Decadents, and the Idea of Art for Art's Sake George P. Landow, Professor of English and the History of Art, Brown University. Retrieved 11 November 2008.
  10. Cézanne to Picasso: Ambroise Vollard, Patron of the Avant-Garde, Chicago Art Institute. Retrieved 11 November 2008 Archived 12 October 2008 at the Wayback Machine..
  11. M. Aubert et al., "Pleistocene cave art from Sulawesi, Indonesia", Nature volume 514, pages 223–227 (9 October 2014). "using uranium-series dating of coralloid speleothems directly associated with 12 human hand stencils and two figurative animal depictions from seven cave sites in the Maros karsts of Sulawesi, we show that rock art traditions on this Indonesian island are at least compatible in age with the oldest European art. The earliest dated image from Maros, with a minimum age of 39.9 kyr, is now the oldest known hand stencil in the world. In addition, a painting of a babirusa ('pig-deer') made at least 35.4 kyr ago is among the earliest dated figurative depictions worldwide, if not the earliest one. Among the implications, it can now be demonstrated that humans were producing rock art by ~40 kyr ago at opposite ends of the Pleistocene Eurasian world."
  12. (په 7 November 2018 باندې). In Cave in Borneo Jungle, Scientists Find Oldest Figurative Painting in the World - A cave drawing in Borneo is at least 40,000 years old, raising intriguing questions about creativity in ancient societies.. The New York Times.کينډۍ:Cbignore
  13. Aubert, M.; et al. (7 November 2018). "Palaeolithic cave art in Borneo". Nature. 564 (7735): 254–257. Bibcode:2018Natur.564..254A. doi:10.1038/s41586-018-0679-9. PMID 30405242. S2CID 53208538. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Aubert, M.; et al. (11 December 2019). "Earliest hunting scene in prehistoric art". Nature. 576 (7787): 442–445. Bibcode:2019Natur.576..442A. doi:10.1038/s41586-019-1806-y. PMID 31827284. S2CID 209311825. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په 11 December 2019 باندې). Mythical Beings May Be Earliest Imaginative Cave Art by Humans - The paintings on an Indonesian island are at least 43,900 years old and depict humanoid figures with animal-like features in a hunting scene.. The New York Times.کينډۍ:Cbignore
  16. (په 13 January 2021 باندې). Pig Painting May Be World's Oldest Cave Art Yet, Archaeologists Say - The depiction of the animal on an Indonesian island is at least 45,500 years old, the researchers say.. The New York Times.
  17. M. Hoover, "Art of the Paleolithic and Neolithic Eras", from Art History Survey 1, San Antonio College (July 2001; accessed 11 June 2005).