د پښتو ژبدود
گرامر (Grammar): د هغو قواعدو او اصولو مجموعه ده چې په ژبې کې د صحیح لیکلو او لوستلو له پاره باید مراعت شي. هره ژبه ځان ته خاص سیستم او قواعد لري. که چېرې د جملو په جوړولو کې د ژبې قواعد او سیستم په نظر کې ونه نیول شي نو کومې جملې چې د لیک له پاره جوړېږي هغه به بې معنا او بې مفهومه وي. تفصيل
هیڅ له ځانه له جهانه خبر نه دی ٭ چې چراغ په نظر کېوځي د پتنگ
گودر د پیغلو جوماعت دی امام ئې نه شته مخ په لمر ولاړې دینه
د څو برخو لرونکې جمله لکه: توره تخته، تباشیر، کتاب او قلم دټولگي دلوست و سایل دي. ساده بیاني جمله لکه: ښتانه شاعران د پښتو ژبی د ادب د برخې ښکارندویان او ساتندویان دي. ساده امري جمله لکه: ژرراشه، خطابي جمله لکه: ټول سره یو شئ !
(الف) خپلواکې کلمې (ب) نا خپلواکې کلمې
یاددونه: په پښتو ژبه کې چې خپلواکې کلمې (۷) دي له دغو کلمو څخه په انگلیسی او نورو ژبو کی عدد او مصدر په خپلواکو کلمو کې نه راځي مگر د پښتو د ناخپلواکو کلمو له جملې څخه عطف او ربط او غږونه په خپلواکو کلمو یا د کلام برخو (Parts of Speech) کې راځي خو زموږ بحث په پښتو گرامر دی د کلام برخې په پورتنیو ډولونو تر بحث لاندې نیسو: ۱ نوم (Noun): نوم هغه خپلواکه کلمه ده چې په یو شي باندې دلالت کوي او په ځانگړې توگه خپله مانا څرگند وي. لکه: سمسور، ټولگی، ښوونکی، کتاب، وخت، گل، آس، جومات، څپلۍ چې په شیانو باندې له زمان پرته دلالت کوي. دنوم ډولونه دادي:خاص نوم، عام نوم، دذات نوم، دمعنا(مجرد) نوم، معرفه نوم، نکره نوم، اشاري نوم، دجنس نوم، د عدد نوم، دآلې نوم، دفعل نوم، دغږ(صوت)نوم، نارينه نوم، ښځينه نوم، مفردنوم، جمع نوم، ساده نوم، مرکب نوم اونور. ۲ نومځری، ضمیر(Pronoun): ضمیر هغه خپلواکه کلمه ده چې د یو نوم ښکارندویي کوي د هغه پر ځای راځي او یا یې ملگرتیا کوي نومځری داډولونه لري:شخصي ضمير، اشاري ضمير، نامعلوم(مبهم)ضمير، گډيامشترک ضمير، چې هر يو د درې گونو اشخاصو(متکلم، مخاطب، غايب) او درې گونو زمانو (تېره، اوس، راتلونکې)له پاره کارول کېږي.يوه بېلگه یې داده: سمسورکابل ته لاړ (هغه کابل ته لاړ) همداشان د یو متن په جملو کې زه، هغه، می، دوی، زما، نه، ما، هغوی، څوک، چا، دي، هغو، ستاسو، ستا، موږ، دغه، دا اونورضميرونه دي.. ۳ صفت، ستاینوم (Adjective):صفت هغه خپلواکه کلمه ده چې د نوم حالت او څرنگوالی بیان کړي لکه: په یو لیک کې د « ښه، پوهه، خواږه، ترخه، ښکلی، ارزښتمن، نامتو، مشهور، گټور، پاکې، نوی، کار گرې او نور دصفت ډولونه دادي: توصيفي صفت، فاعلي صفت، مفعولي صفت، نِسبتي صفت، عددي صفت، ذاتي صفت، اشاره يې صفت پرسشي صفت، نامعلوم(مبهم)صفت، ترتيبي صفت، دمبالغې صفت، مرکب صفت، ، مجردصفت(ډېره باريکي لري لکه هوښيارتېا، سړيتوب، ورورگلوي اونور) ۴ عدد (Number): هغه خپلواکه کلمه ده چې اندازه درجه او رتبه ښیي لکه: اتم، پنځمه، څلور، اول، دعدد اندازه دریم، څلورم او اتم د عدد رتبه او درجه راښیي. ۵ فعل یا کړ(Verb): هغه خپلواکه کلمه ده چې د درې گونو زمانو (تېره، اوس، راتلونکي) څخه په یوه ټاکلې زمانه کې د کار کول راښیي لکه: کار کوي روزي ورکوي وهي ساتل ساتي جوړ وي رسوي تللي لاړ ځي رانېسي اغوستل او اخلو فعلونه دي. ۶ مصدر(Infinitive): مصدر د وتلو یا صادریدو ځای ته وایي او په اصطلاحي شکل مصدر هغې کلمې ته وایي چې د هغې څخه د یو کار د کیدلو څرگند ونه کېږي مثلا ً: دغیر صحي شیانو خوړل انسان ته ضرر رسوي. په دې جمله کې د خوړل کلمه مصدر ده ځکه چې بې له زمانې څخه د یو فعل اجرأ ښیي او یا مصدر هغه کلمه ده چې بې له درې گونو زمانو څخه یو کار ښیي او زمانه ترې نه، مالومېږي په پښتو ژبه کې مصدر د لفظ او اخر په لحاظ پنځه ډوله دی.
د ځای او مکان قید لکه: دلته، پاس، وړاندې، لرې، نږدې او نور. د شک قید لکه: گوندې، ښایي، انشأاله. د علت او سبب قید لکه: څله ځې، ولې نه کېنې. د وضعیت او حالت قید لکه: ژر، راځه، په منډه ځه، ولې ورو ځې او نور. صفات هم د قید په توگه استعمالېږي او کله یو صفت د بل صفت د پاره هم د قید وظیفه اجرأ کوي لکه: پېغله نجلۍ هلته غلې ناسته دی ښې خوږې خبرې کوي او نور. (ب) نا خپلواکه کلمې:
ساده پسینې: چې له یوې کلمې څخه جوړې وي لکه: کې، سره... مر کبې پسینې لکه: له پاره، په باره کې په هکله اونور.
٭ مینځ تاړي (In Fixes): مینځ تاړي هغه تاړي دي چې د یو مورفیم یا لغت په مینځ کې ځای نیسی او له نوې مانا سره نوی لغت یا کلمه مینځ ته راوړي. په پښتو ژبه کې زیاتره مینځتاړي د الف په مینځ ته راتگ جوړېږي لکه: بېلا بېل، مخامخ، زړه نا زړه، شور ما شور او نور. ۶۱ د (ياگانو) د ډولونولنډه شرحه:په پښتو ژبه كې د بل هر توري په شان (يې) گانې د كارونې ځانگړي ځايونه لري. كه چېرې په نثر او نظم كې هر يوه پر خپل ځاى وكارول شي. نو د متن په روانۍ، اسانۍ، مانيزې څرگندونې او خوږلنۍ كې به ډېره مرسته وكړي. خو كه چېرې دا(ی) گانې پر ځاى او خپله بڼه ونه كارول شي، نو لوستونكى د متن په لوستلو كې ټكنى كېږي او كله كله دې ته مجبوريږي چې د جملې پاى ته ځان ورسوي او بيا له سره د جملې روغه بڼه ولولي. دا د دې مانا وركوي چې د پښتو هر لوستونكى د پښتو د هر مضمون متن دوه ځله لولي. كله كله د (ى) گانو د ناسمې كاريدنې له كبله يوه كلمه، جمله يا تركيب هماغه د ليكوال غوښتنې مانا هم نه شي رسولى او لوستونكى له ذهني ستړيا سره مخامخوي د دې لپاره چې په راتلونكو چاپي كتابونو، مجلواو رسنیو كې د دې تورو (د بېلا بېلو ياگانو) مراعت وشي او يا هغو كسانو ته چې تر اوسه لا د دې تورو په دقيق استعمال او كاريدنه كې ستونزې لري او يا پرې نه پوهېږي، د هغوی د معلوماتو لپاره دلته د دې تورو (ياگانو)لنډه تشریح راوړو: په پښتو کې د (یي) توري څلور ډوله او په لاندې پنځو شکلونو لیکل کېږي. ۱ نرمه (ی ay): =هغه ی ده چې له (ی) څخه د مخه توری زور لري او پسته ویله کېږي دا ډول (ی) ساده لیکله کېږي ټکی او کومه بله نښه نه لري دا ی په حقیقت کې له دووغږونو څخه جوړه شوېده یانې یو غبرگ غږ ده چې یوغږیې خپلواک(واولِ) اوبل يې نيم واک(سیمي واولِ) دی زیاتره د مفردو نارینه نومونواوفعلونوله پاره راځي لکه: سړی لرگی، اغزی، تللی، لیکلی، وهلی. (ټول مفرد). ۲ څرگنده (معروفه) « ي I »: هغه ده چې له دې څخه دمخه توری اوږد زیرلري او د(ي) تلفظ په لنډ ډول کېږي دا ډول (ي) څنگ په څنگ دوه ټکي لري دا یو خپلواک غږ دی زیاتره نارینه نومونه چې په (یay)پای ته رسیدلي وي د جمع حالت له پاره یې راځي اوپه ځینونسبتي ستایننومونواوکِسبي نومو کې هم استعمالېږي لکه: سړي، لرگي، اغزي، کالي، راځي، نه خوري، دوبي، توپچي. ۳ اوږده (ې e): هغه ده چې له (ې) څخه دمخه توری اوږد زیرلري او د (ې) تلفظ په اوږده توگه کېږي دا ډول (ې) لاندې باندې دوه ټکي لري دایو خپلواک غږدی په زیاتومفردوښځینه نومونوکې چې په زور((a,y پای ته رسېدلي وي دهغوی دجمع له پاره راځي لکه: شیدې، کتابچې، پاڼې، پلوشې، سپېدې اونور. =۴ زورکۍ واله (ۍ ay):دغه ۍ په دوه شکله لیکل کېږي: (الف): هغه ده چې له (ۍ) څخه د مخه توری زورکی لري دا ډول (ۍ) تل د کلمې په پای کې راځي خو که دنوم په پای کې راشي یو کوچنۍ کرښه ورسره نښلي دا، له دووغږونوجوړه شوې چې یو یې خپلواک a اوبل یې نیم واک y دی چې دواړه په گډه یوغبرگ غږجوړوي زیاته مفردو ښځینه نومونوکې راځي لکه: کړکۍ، ملالۍ، خولۍ، ډوډۍ. (ب): اوکه دفعل په پای کې راشي همزه(ء) ورباندې لیکل کېږي (ئ) دې ته همزه لرونکې يا وایي دا له زورکۍ والې ۍ سره په تلفظ کې توپیر نه لري غږونه یې یوشان دي دا دې امر او نهې (کول اومنع کول) په فعلونواونومونوکې لکه: خورﺉ، څښئ، راشئ، مه ځئ، وهئ او نوروکې استعمالېږي. دغه (ئ) که دکلیمې په منځ کی راشي د څرگندې(ي) په شکل بد لېږي لکه: دکړکیوهندارې، دخولیوبیه، د څوکیوایښودل او داسې نور. ۵ موقوفه (یay):دا(يا) دشکل او آوازله مخې دنرمې ی په شان ده دموقعیت له حیثه توپيرکوي چې دمخه توری ئې(الف یا واو) وي موقوفه (ی) بلله کېږي لکه: ځای، سرای، لوی خدای، زوی، دا ډول (ی) د نرمې (ی) په څیر ساده لیکله کېږي. اوس به دبيلابېلو(ياگانو) دکارېدنې څوبېلگې په یوه کلمه کې دمانا له توپیرسره وگورو: ۱ گېّډۍ (گلدسته) ۲ گېډی (پشتاره) ۳ گيډی (قوچ نر) ۴ گېډۍ (مېش یامادۀ قوچ) ۵ گېډې (شکم ها) ۶ گېډي (پشتاره ها) ۷ گيډي (قوچ های نر) اوداسې نورې ډيرې بېلگې شته دي. د واو « و » او هې « ه » د غږونود کاریدني بېلگې:
۶۸ نرم واو (و Aw): د کومونومونو په پای کې چې نرم واو راشي هغه نارینه نوم گڼل کېږي لکه: لو، کنډو، پلو، علو او داسې نور. ۶۹ کوچنۍ هې (ه A): د کومو نومونو په پای کې چې کوچنۍ هې راغلې وي هغه نارینه نومونه بلل کېږي لکه: تره، وراره، پسه، زړه او داسي نور ؛ مگر کوچنۍ هې کله کله په بې سا ښځېنه نومونو کې هم راځي لکه: خوله، ویاله، کاله، رانجه، سابه، ساړه او داسې نور. ۷۰ اوږد واو (و O): دا واو د ښځینه نومونو په پای کې راځي او د کومو نومونو په پای کې چې را شي ښځینه نومونه بلل کېږي لکه: مستو، زانگو، ښارو، پيشو او داسی نور. ۷۱ څرگنده هې (ه A): دکومو نومونو په پای کې چې څرگنده هې راشي هغه ښځینه نوم بلل کېږي لکه:آسپه، لخته، وینه، مڼه، پزه، تره، ښځه، ماندینه، ارتینه او داسي نور، دتانیث(ښځينه نومونو) اقسام په پښتو کې څلور دي: حقیقي لفظي، لکه ښځه حقيقي غير لفظي لکه مور لفظي غیرحقيقي لکه تخته غیر لفظي غير حقيقي سماعي لکه لوېشت اونور. ۷۲ د ليک نښې نښانې: په هره ژبه کې دخبروپه مهال انسان کله بشپړدرېږي کله لږدرېږي بیا وړاندې درومي کله خبره بشپړه بیانوي اوکله يې نيمه پرېږدي کوم ځای تعجب څرگندوي، کله پوښتنه کوي، کومه خبره به ټینگارسره کوي او له گومې خبرې هسې تېرېږي دا ټول تأثرات اوکيفیات چې دخبرې کوونکي دحرکاتواوسکناتواود هجأ دلوړيدو اوټيټېدوپه پايله کې څرکندېږي که دليکوال له قلمه را منځته شي ليک نښې بلل کېږي د ليک دود د ښه والي لپاره د دغوعلامو او نښانو خيال ساتل لازمي او ضروري دي. بې له نښو نښانو ليکنه د لوستونکو لپاره ډېرې گرانۍ پېښوي او ځينو ځايونو کښې ترې سمه مانا هم نه اخيستل کېږي، له دې کبله غواړو چي دغه نښانې اوعلامې په لنډ ډول بيان کړو: ۱ ټکی یا تمکۍ (.):چې وقف کامل او فل سټاپ.اوپه انټرنېټي اصطلاحاتو کې یې ډاټ هم بولي ټکی د پوره جملې په پای کې ایښودل کېږي لکه: نېک عمل د لارې مل. ۲ چپه پېښ، تړونی، ویرگل ياکامه (،):دا نښه په یوې مکملې جملې کی د یوې لنډې وقفې له پاره کار ول کېږي. نیمگړو خبرواو د کوچنیو مرکباتو تر منځ د عطف د پاره راځي لکه: رحمان بابا لوی شاعر، ستر ادیب، او پوخ متفکر دی. د کوچنیو جملو په منځ کې د توپیر له پاره چې خبره بشپړه شوې وي. د یو شي د بېلو بېلو ډولونو تر منځ د توپیر له پاره لکه: د کلمې درې ډوله دي اسم، فعل، حرف. په جمله کې دراتلونکو بېلو بېلو شیانو تر منځ لکه: کاغذ، قلم، مشوڼۍ راواخله راځه. د پخوانۍ پوښتنې په ځواب کې تر « هو » یا « نه » وروسته. ۳ ټکی او کامه یا ځنډکی (؛):دغې نښې ته مفرزه، ممیزه او سیمي کولن هم وایي دا نښه د زیاتې وقفې له پاره په کارېږي مگر د کلمو تر منځ نه راځي بلکې د هغو مرکبو جملو په منځ کې راوړل کېږي چې په مانا کې یو له بله سره ټړلې وي لکه: د هغه علم څخه چې اخلاق ور سره نه وي ؛ ناپوهي غوره ده. همدارنگه د دلیل او علت د بیانولو لومړنیو کلیمو نه دمخه هم دغه علامه لیکل کېږي لکه: موږ د خپلو ښوونکو احترام کوو ؛ ځکه چې هغوی موږ ته پوهنه رازده کوي. په دې نښې جمله په دوو یا زیاتو برخو وېشل کېږي. کله چې د ځینو لفظونو تر منځ ویر گل وي، تر وروستي لفظ وروسته د اوږدې وقفې له پاره ځنډنښه راځي لکه: ننگرهار، لغمان، کنړ، نورستان ؛ په ختیځ زون پورې اړه لري کله چې یوه جمله په خپل تر کیب کې د خپلې مانا په ویلو بشپړه وي خو وروستۍ جمله یې بیانیه وي په دغسې ځای کې ځنډنښه ایښودل کېږي لکه: د غور کولو عادت خپل کړه ؛ چې تر دې بل ښه عمل نه شته. کله چې ځینې داسې جملې وي چې یو له بله سره اړیکې ولري پرله پسې راشي، خو د ټکي ایښودلو ایجاب ونه کړيٍ دهغو د بیلولو له پاره ځنډکی کارول کېږي لکه: د درسي کتابونو په جمله کې ریاضي او فزیک ؛ کیمیا او بیولوژي ؛ تاریخ او ټولنپوهنه شته دي. په علمي او څیړنیزو لیکنو کې چې کله د یو مطلب په هکله څوماخذونه ذکر کیږي د هر یو د بیلولو له پاره هم ځنډنښه کارول کېږي لکه: کابل مجله پرله پسې ۳۱ مه گڼه ؛ هیله مجله ۸ مه گڼه ؛ الینگار مجله ۴ مه گڼه ؛ زما دخوښې مطلبونه لري. د ژوندانه او کامیابۍ ستنې دا دي: پوهه، روغتیا او زحمت ایستل. ۴ څرگندنۍ، شارحه یا د بیان علامه (:)دا نښه دیوې کلمې د سپړنې او د بیان علامه ده، یعنې د هغې کلمې یا جملې په پای کې لیکل کېږي چې وروسته ورپسې شرح او تفصیل راځي لکه: د ژوندانه او کامیابۍ ستنې دا دي: پوهه، روغتیا او زحمت وېستل. د متکلم د خبرو په منځ کې راځي. دیو شي د اجزاوو د ښودلو له پاره راځي لکه: لیک نښې دا دي: ټکی، سکته، لیندۍ او نور. دیو شي د څرگند ولو او تفصیل ورکولو پر مهال: روژه یو شمېر گټی لري: د الله ج د رضا د حاصلولو ذریعه ده، د گناهونو د بخښلو لامل ده او د جسماني روغتیاله پاره گټوره ده. دکومې قاعدې څرگندولو لپار ه د بېلگې وړاندې کولو پر مهال: مهترلام په حقه پېغمبر تېر شوی دی: دکجورې ملا صا حب. ۵ پوښتن نښه، د استفهام علامه، تپوسنۍ یا سوالیه (؟): دا نښه د پوښتنې په وخت کې راوړل کیږي او د هر ډول سوالیه جملو په پای کې راوړل کیږي لکه: ستاسو د پښتو ښوونکی څه نومیږي ؟ ۶ بلن نښه، ږ غ نخښه یا ندایه (!): دا نښه د غږ او ندا په وخت کې په کار اچول کېږي لکه: اې هلکه ! دلته راشه. مگر په اصل کې د خبر دارۍ او تنبیه نښه ده او په دې وجه دمخاطب امرپه برخو کې هم راځي لکه: وروڼو! د وطن ناموس وساتئ. دغه نښه د تعجب، شاباس او افسوس په ځای کې هم راوړل کېږي ؛ مگر د زیات تعجب، پسخند، استهزأ او زیاتې خبردارۍ په وخت کې دوه ځله بلکې درې ځله هم لیکل کېږي لکه: غلبېل کوزې ته وایي چې سورۍ !!، آفرین ستا په دې غیرت او میړانه !!!. ۷ پوښتن نښې سره غږ نښه یا خوځکی (؟!): کله چې تپوس او تنبیه دواړه مطلب وي نو سوالیه او تنبیه دواړه یو ځای راوړل کېږي لکه: د خدای ج دپاره دا څه حال دی ؟!. که یوه جمله استفهامي وي او د طنز او ټوکې سره بیان شوې وې نوموړې نښې یو ځای سره لیکل کېږي لکه: په لاس کې به یې درکړم چې منگول د شي پرې ډکه ؟! یوه دسته د گلو چې شاهان یې بویوي ؟! ۸ دش، بیان نښه، کرښۍ یا بېلنۍ (): دا نښه د یوې جملې د بېلونې له پاره لیکل کېږي په تیره په سوال او ځواب کې د هرې جملې په سر کې راځي، سوال او ځواب سره بېلوي لکه: اوبه وړم. چاته ؟ د وطن شهیدانوته. دا نښه د دوو کلیمو د بېلونې له پاره هم په داسې وخت کې راځي چې د هرې کلمې خپلواکي او ځانله والی مقصد وي لکه: صرف نحو بدیع بیان معنی عروض وزن قافیه دا ټول ژبنې علمونه دي. ۹ وړه کرښۍ، خط فاصله یا کوچنی دش (): دې دش ته په Hyphen)) وایي چې دلوی دش د اوږ دوالي په نیمایي ده دا نښه هغه وخت استعمالېږي چې کله یوه لویه یا مرکبه کلمه دې لیکنې د صفحې په وروستۍ برخه کې راشي چې نیمه کلمه ځای شي او د نیمې نورې مناسب ځای نه وي نو د نیمې کلمې نه وروسته دغه علامه لیکي او پاتې نیمه کلمه د کرښې په سر کې لیکي. او تر عددونو وروسته هم لیکل کېږي لکه: ۱، ۲ ۳ ۱۰ دوه غبرگ دشونه یا سم سمۍ « = »: دبرابرۍ او مساوات ښودلو له پاره راځي لکه: ۲+۲= ۴ چې یو بل ډول ته یې مساوي او هم ردیفه نښه ویل کېږي لکه دا علامه (. (≠ ۱۱ لوری ښود یا فلش (→): دغه نښه د یو لغات یا نوم د تدریجي په لاس راتلو له پاره کارول کېږي لکه: لمپاکا ← لمگان ← لمغان ← لغمان. په ریاضي او کیمیا کې هم کار ترې اخیستل کېږي لکه:B →A →H2SO → H2O ۱۲ اورېب ولاړه کرښه، سلش يا بار (/): دغې نښې ته بیلونکې یا ممیزه هم وایی په انگریزي کې (Oblique) هم ورته وایي دا نښه پر دفتري لیکنو سربېره د هجري لمري، هجري قمري او میلادي کلونو د بیلولو له پاره کارول کېږي. د کتاب د ټوکو او مخونو د شمیرو ترمنځ ایښودل کیږي لکه: ۲۲۵س / ۷۳۰ ع وزیږیده. د علمي ډگرۍ او نامه تر منځ ایښودل کېږي لکه: ډوکټور/ زیار. د (یا) پر ځای ایښودل کېږي لکه: استنباط / استخراج ؛ هلک / نجلۍ. دورځې میاشتې او کال د نېټو د آسانه ښودلو له پاره هم استعمالېږي لکه:داگرامرپه دې نېټه 26/01/1387 د سمسور خان \" ظفر زي اهتمام \" له خوا ولیکل شو. ۱۳ دوه کونټي ختونه یا لیندۍ (): لیندۍ یا قوسین دهغو اضافي کلمو له پاره کارول کېږي چې په عبارت او کلام کې مقصد نه وي لکه: شاه شجاع (دتیمورشاه زوی ؤ) لکه د پلار په څېرعلم پالونکی نه ؤ. د ځانگړو نومونو، د پاملرنې وړ شيانو او په منځ کې د را ولېدلو جملو د ښودلو له پاره لیکل کېږی لکه: (سمسور) په اتم ټولگي کې دی مگر (میرویس) او (روښان) په لومړی ټولگي کې دي خو(نسیم) لا تر اوسه کوچنی دی.. ۱۴ غبرگې لېندۍ، د اقتباس یا ټاکنې علامه (” “): په دې نښه کې د بل چاد خبرې اقتباس چې تر شپږو کرښو لږ وي په پیل او پای کې ایښودل کېږي لکه: حدیث شریف ده:”عمل په نیت اړه لري “ دبل چا نظریه یا دیوه کتاب عبارت او د زیاتې توجه وړ اشنا کلمه راوړل کېږي لکه: پدې ورځو کې د « دآزاد بازار » خبرې ډېرې کېږي کله کله ځینې اصطلاحگانې هم د غبرگو لېندیو په منځ کې لیکي تر څو له عام عبارت څخه بېلې شي. ۱۵ دنېخکونه، ولاړقوسونه یامربع قوسین [ ]: دغه نښه داقتباسونوپه دننه کې دهغو وضاحتي جملو او تعلیقاتو د اضافه کولو پر مهال کارول کېږي کوم چې لېږ دوونکي یې له خپل لوري لیکي، څو د اقتباس شوي کلام او دلېږ دوونکي د وضاحتي الفاظو تر منځ تو پیر وشي، لکه: « په دې یادښت کې، د جنرال جیکسن له زحمته [ د جگړې په لومړۍ ورځ د چانسلرس ویل په جبهه کې ] یادونه و نه سوه ؛ خوله جنرال لي څخه د سترې فتحې په مناسبت ستاینه سوې ده ». دغه نخښه د کمپیو ټرپه کمپوز کې د قرآن کریم د آیتو نو دحوالې ورکولو لپاره هم استعمالېږي. ۱۶ درې ټکي یا د حذف نښه (...): کله چې یو لیکوال د یوه نوم یا یوې خبرې څرگندول نه غواړي نو په ځای یې درې ټکي ږدي او ورځنې تېرېږي لکه: « د... وزیر ډیر ظا لم سړی دی له هر چانه رشوت اخلي ». ۱۷ درې ستوري (٭٭٭): دا نښې دیوې رسالې یا یوې مقالې دیوې برخې د تمامیدو او د بلې برخې د پيل کیدو په منځ کې راوړل کېږي همدارنگه دیوې کیسې د یوې برخې یا صحنې نه بلې ته د تلو په منځ کې د بیلوالي له پاره هم کارول کېږي. ۱۸ دجملې لاندې کرښه یا انډر لاین (Line Under):که چیرې یونوم یا جمله په ځانگړي ډول د پاملرنې وړ وي نو لاندې ترې یوه اوږده کرښه را کښل کېږي لکه: ښاغلو! دلته دريدل منع دي. ۱۹ د مسرۍیا مصرع نښه (ع): دغه نښه په عبارت کې دمسرې تر لیکلودمخه لیکل کېږي لکه: ع د بزم بازار تود کړه لکه رزم دلته تل ٭ سېل جوړ کړه دبلبلو له نغموسره راځه. ۲۰ ات علامه (@): دا نښه په انگلیسي لیکنوکې کاریدله خوکله چې انټرنېټ عام شواونړۍ دیوکلي Global) village)حیثیت غوره کړ اوس یې دانټرنېټي گورټپاڼو(سایټونو) ويب سایټونو، ویب پاڼو، موسیسواواشخاصودادرسونو دښودلواولیکلوله پاره پښتوکې ځانگړی ځای نیولی، اوپښتولیک کې راځي لکه: BashirAhmadAminAmanzayWardak@hotmail.com اونور. ۹۳ بديع:عربي لغت دی د نوی په مانا او دادبياتو په اصطلاح کې هغه علم ته وايي چې دهغه په وسيله د يوکلام ښېگڼې اوښکلاوې ښکاره کېږي څه چې په دې علم کې دکلام دښکلا سبب کېږي د بديعو صنايعو، ادبي فنونو يا د بديعي ښکلاوو په نوم يادېږي ۹۴ تجنيس:داهغه ادبي فن دی چې شاعر په خپل کلام کې داسې کلمات راوړي چې هم شکله، خودبېلو ماناوو لرونکي وي لکه: ميل رفتن مکن ای دوست دمې باما باش برلب جوی طرب جوی وبکف ساغربگیر ۹۵ ملمع: په لغت کې په نجيبه فلزاتو، نورو فلراتو ته استر ورکولو ته وايي اوپه ادبي اصطلاح کې هغه فن ته وایي چې د یو بیت یوه مسره په یوه ژبه او بله یې په یوه بله ژبه وي لکه: الهی من نمیدانم به علم خود تو میداني څوک د گدا کړ په دنیا چاته د ورکړه سلطاني ۹۶ نثر مسجع:دا هغه نثر دی چې د جملو په آخره برخه کې یې موزونه کلمې راوړل شي په دوه ډوله دی ۱ متوازی سجع ۲ موازنه سجع ۹۷ دسوال اوځواب ياښه اوبد صنعت: داهغه شعري صنعت دی چې شاعر په خپل کلام کې لومړی سوال او بیایې ځواب راوړی وي کله کله داولې مسرې سوال دښکنځلې تر بریده ښکاري، خوکله چې دویمه مسره وویله شي دبيت هدف روښانه کېږي چې مقصد کنځل نه بلکې ځواب ادبي خبره دی بېلگې يې دادي: به ورو ورو به يې درنه کاږم چې خوږ نه شي دبڼوپه څوکو ستا د پښوخار بند دې خلاص کړه پورته یې ونيسه پخپله مخ پټی په نقاب نه ښايي ديار ٭ ٭ ٭ ترا کرده ام مادرت رانیزميکُنم دُعا وثنا به وقتِ سحر مادرت کان سخا بودکه ميداداز پس وپيش به غريبان لب نان به ديگران کم وبېش ۹۸ د لف او نشرصنعت:کله چې شاعر په کلام کې يوه يا څو کليمې راوړي وروسته يې بیا تشريح کړي دغه صنعت ته لف او نشر وايي لکه: چهارچيزغم از دل مېبرد کدام چهار نماز و روزه و تسبيح و استغفار سگ ودربان چويافتندغريب آن گريبانش گيرداين دامن ٭ ٭ ٭ که چل ول یې دا ځل نه وي مل په عمل چې تاريخ دلته تريخ نه شي بيا په بل ځل حرف کلام يې مدام ناتمام « اهتمام » نيمگړتېابې لوړتېا دکلام کړي سلام ۹۹ کومکي غږونه په پښتو کې پر دوه ډوله دي:يو ډول يې خوځندې (حرکتونه) او بل ډول يې توري دي. موږ ټول اصلي توري د دغو غږونو په کومک او مرسته وايو، ولې چې اصلي يا چوپ توري بې د کومکي غږونو له مرستې نه ويل کيږي. په پښتو کې دغه وروسته خوځندې موجودې دي: (الف). زور لکه: ور، غر، غږ. (ب). زور لکه: شل، وچ، مچ. (ج). زير: دا خوځندې اوس د پښتو کلمو په سر کې نه راځي او په دخيلو کلمو کې استعماليږي. لکه: گل، بل، عالم. (د). پيښ (ُ): دا خوځندې هم د پاړسي او عربي په دخيلو کلمو کې راځي. لکه: مل، تجل. غړوندی (سکون): په پښتو کې دغه وروسته قاعدې لري: ) الف). په پښتو کې په ساکن توري باندې پيل کول، روا دی او د نيم حرکت په ډول ويل کيږي. لکه: سپوږمۍ، لمر، پسرلۍ، نښه. (ب). په پښتو کې تر درې ساکنو پورې هم يو ځای راتلای شي، مگر په دې شرط چې لومړی ساکن يې يو کومکي توری وي. لکه: مياشت، څلويښت، پنځوس. ۱۰۰ غزل: غزل په لغت کې له خوبانو سره خبرو کولو او شوخي ته وایې په ادبي اصطلاح کې هغه نظم ته ویل کېږي چې دوه بیته هم قافیه مطلع ولري او په نورو ټولو بیتونو کې واحده قافیه او ردیف (که یې ولري) تکرار راشي د غزل موضوع زیاتره عشق او عرفان وي د غزل کم بیتونه پینځه او زیات یې دوولسو پورې وي د پښتو غزل حمزه بابا ځوانی ته رسولی دی لکه چې وایي: ته شوې د پښتو غزله ځوان زه د بابا کړمه. نور ولولئسرچینېهغه اخځونه چې يوڅه استفاده ترې شوې ده:
دویکیپدیا دبیاوړي سایت د15 مي کالیزې به افتخار
|