د نطفې یا جنین سقط

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ليکنو يوه برخه
د ښځو سلامتيا
Logo depicting women's health, symbol for female in red, with a blue staff entwined with a snake
د ښځو د روغتيا نښه
د جنین سقط کول د امېندوارۍ ختمول او یا هم د جنین یا نطفې ویستل دي. د نطفې سقط که له باندنۍ لاسوهنې پرته ترسره شي، هغه ته "خپل سری سقط" وایي، کوم چې له ټولو حاملګیو څخه له ۳۰٪ څخه تر ۴۰٪ پورې واقع کېږي. کله چې په قصدي ډول د هغو د لرې کولو لپاره ګام اخیستل کېږي، نو بیا ورته عمدي سقط ویل کېږي چې په ندرت سره ورته د عمدي سقط کلمه کارول کېږي. د "جنین د سقط" اصطلاح تر ډېره عمدي سقط ته کارول کېږي.[۱][۲][۳][۴]

په طبي ډول، د جنین سقط یوه تر ټولو خوندي لار ده کوم چې په سمه توګه ترسره شي، خو ناخوندي سقط بیا د میندو د مړینې یو تر ټولو مهم لامل دی، په ځانګړې توګه په مخ پر ودې هېوادونو کې، که چېرې د جنین سقط قانوني او مصئون وي، نو بیا د میندو د مړینې کچه راکمېږي. دا چاره د ماشوم له زېږولو خوندي ده، په ځانګړې توګه د امریکا په متحده ایالاتو کې کوم چې د میندو لپاره په کې د مړینې ۱۴ چنده لوړ ګواښ شتون لري.[۵][۶][۷][۸]

په مدرن میتودونو کې د جنین د سقط پر مهال له دوا او جراحي عملیاتو کار اخیستل کېږي. د میفریستون دوا ترکیب له پروستوګلندین سره د امېندوارۍ په لومړي او دویم پړاو کې له جراحي عملیاتو خوندي لار ده. د جراحي د عمل تر ټولو ډېره کارېدونکې طریقه د رحم د خولې پراخول او له ساکشن یا کشوونکې وسیلې ګټه اخیستل دي، چې بیا کېدلای شي له امېندوارۍ څخه د مخنیوي په موخه، له ګولیو او یا هم د رحم په داخل کې له وسیلو کار واخیستل شي. که چېرې د سقط کولوعمل په قانوني او خوندي ډول د مېرمنو په رضایت ترسره شي، نو د اوږد مهاله روحي او فزیکي ستونزو مخه هم نیسي، خو که چیرې دغه عمل، په غیر خوندي توګه( د غیرماهرو کسانو له خوا، په غیر صحي چاپېریال کې د خطرناکو وسایلو په واسطه) ترسره شي، هر کال د ۴۷۰۰۰ میندو د مړینې او په روغتونونو کې د ۵ میلیونه میندو د بستري کېدو لامل کېږي. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي: "قانوني،خوندي، جامع سقط او له سقط څخه وروسته مراقبت ته لاسرسی، په لوړه کچه غوره روغتیايي حالت ته د رسېدو په برخه کې ډېر اړین دي".[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په نړۍ کې هر کال د جنین د سقط ۵۶ میلیونه عملیات ترسره کېږي، کوم چې نږدې ۴۵٪ یې په ناخوندي بڼه ترسره کېږي. د سقط کولو کچه د ۲۰۰۳ ز کال څخه تر ۲۰۰۸ زکال پورې لږ تغییر موندلی، کوم چې مخکې د نږدې دوو لسیزو لپاره د زیږون کنترول او فامیلي پلان جوړونې ته د لاسرسي له امله یې کمښت موندلی وو. په ۲۰۱۸ زکال کې، د نړئ ۳۷ سلنه مېرمنو قانوني سقط کولو ته له محدودیت پرته لاسرسی درلود ان که د سقط لپاره به یې کوم لامل هم نه درلود. هغه هېوادونه چې په کې سقط کولو ته اجازه شتون لري. د امېندوارۍ په دوران کې د سقط کولو د وخت لپاره بېلابېل محدودیتونه لري. په هغو هېوادونو کې چې سقط کول ممنوع دي، له هغو هېوادونو سره په پرتله چې په کې سقط کولو ته اجازه ورکړل شوې، د سقط کچه په یو ډول ده.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

له تاریخي اړخه، د جنین د سقط کولو هڅې له یوناني دواګانو، تیزوغوڅوونکو وسایلو، کلک ماساژ ورکولو او نورو سنتي لارو څخه په ګټنې شوې دي. د نړۍ په کچه د سقط کولو قوانین او د هغو اړوند کلتوري او دیني لیدلوري توپیر لري. په ځینو ځایونو کې سقط کول د یو څو شمېر ځانګړو مواردو په حالت کې لکه د جنسي تېري، په جنین کې د ستونزو له امله، فقر، د مېرمنو روغتیا ته د خطر له امله او له محارمو سره د مقاربت له وجې د امېندوارۍ په حالت  کې قانوني دي. د جنین د سقط اړوند مسائلو په اړه قانوني او اخلاقي بحث دوام لري. هغه چې د سقط مخالف دي، تل دا دلیل وړاندې کوي چې جنین د ژوند کولو حق لري، کېدای شي دوی دا له وژنې سره هم مقایسه کړي. هغوی چې بیا له قانوني سقط ملاتړ کوي، دا دلیل وړاندې کوي چې دا د مېرمنو حق دی، څو د خپل بدن اړوند پرېکړه وکړای شي. ځینې هم قانوني سقط ته لاسرسی د عامې روغتیا لپاره غوره بولي.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

خوندیتوب[سمول]

د جنین د سقط ګواښ دې ته اړوندېږي چې ایا دغه عمل په خوندي ډول ترسره شوی او یا هم نه. د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) غیرخوندي سقط هغه سقط بولي کوم چې د غیر متخصصو کسانو له خوا، په خطرناکو وسایلو او غیر صحي ځایونو کې ترسره کېږي. د جنین قانوني سقط چې په پرمختللو هېوادونو کې ترسره کېږي د سقط خوندي لار ګڼل کېږي. په ۲۰۱۲ زکال کې د امریکا په متحده ایالاتو کې سقط کول ۱۴ ځله د ماشوم له زېږولو خوندي ګڼل شوي. د CDC د شمېرو له مخې په کال ۲۰۱۹ زکې په امریکا کې د ماشومانو په هر ۱۰۰.۰۰۰ ژوندي زېږون کې ۱۷.۲ یې د میندو د مړینې پېښې دي، په داسې حال کې چې د سقط په ۱۰۰.۰۰۰ عملیاتو کې ۰.۷ یې د مړینې کچه ښودل شوې. په بریتانیا کې د رویال کالج د مېرمنو او د زیږون اړوند برخې لارښود کې راغلي"مېرمنو ته باید دا مشوره ورکړل شي چې د جنین سقط په عمومي ډول د امېندوارۍ له دوام خوندي دی. “،چې په اوسط ډول په ټوله نړۍ کې د جنین سقط له حامله داري خوندي دی. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

رواني روغتیا[سمول]

موجود شواهد ښیي چې د ډېری عمدي سقط کولو او رواني ناروغیو ترمنځ هېڅ اړیکې نشته، له دې پرته چې د ناغوښتې امېندوارۍ له امله رامنځته شي. د امریکايي ارواه پوهانو د اتحادیې د یوه راپور له مخې د امېندوارۍ په لومړیو درېو میاشتو کې د یوې مېرمنې لومړنی سقط، د هغې رواني روغتیا ته هېڅ ګواښ نه دی، په داسې حال کې چې د هغو مېرمنو په پرتله چې ناغوښتې امېندوارۍ پای ته رسوي، له ګواښ سره مخ نه دي؛ خو د هغو مېرمنو لپاره چې د دویم یا له هغو څخه د زیات سقط عمل ترسره کوي. د رواني روغتیا ستونزې لږ امکان لري. یو شمېر پخوانۍ څېړنې دې پایلې ته رسېدلي دي چې د جنین سقط د رواني ستونزو له زیاتوالي سره اړوند دی؛ په داسې حال کې چې دوی د کنترول له مناسب ګروپ څخه ګټه نه ده اخیستې.[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

له دې سره یو شمېر څېړنې ښيي، په هغو مېرمنو کې چې د امېندوارۍ له لومړیو درېو میاشتو وروسته په جنین کې د ستونزو له امله سقط غوره کوي، د هغو په رواني روغتیا منفي اغېزې پرېږدي، خو د دې موضوع د اثبات لپاره لا زیاتو څېړنو ته اړتیا ده. د جنین د سقط یو شمېر منفي رواني اغېزې د سقط کولو د مخالفو ډلو له خوا"د جنین د سقط نه وروسته سندروم" په نوم یادېږي، کوم چې د امریکا په متحده ایالاتو کې د هیڅ یو روغتیايي او یا هم رواني متخصص له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.[۴۳][۴۴][۴۵]

د امریکايي مېرمنو ترمنځ یو اوږد مهاله څېړنه ښيي چې ۹۹ سلنه هغو مېرمنو له سقط کولو ۵ کاله وروسته دا احساس کړی چې دوی سمه پرېکړه کړې. آرامښت ته رسېدل د ډېرو مېرمنو لومړنی احساس وو، په داسې حال کې چې یو شمېر نورو مېرمنو د خواشینۍ او ګناه احساس کاوه. ټولنیزه بدنامي د منفي احساس لرلو او کلونه وروسته د پښېمانۍ اصلي لامل وو.[۴۶]

ناخوندي سقط[سمول]

هغه مېرمنې چې د سقط کولو په هڅه کې وي، کېدای شي له ناخوندي لارو ګټه واخلي، په ځانګړې توګه هغه مهال چې له قانوني پلوه منع وي. دوی کېدای شي هڅه وکړي چې په خپله سقط وکړي او یا هم له یو داسې چا مرسته واخلي چې هغه نه مناسبې طبي لارښوونې لیدلې وي او نه یې هم امکانات ولري. کېدای شي دا د نا بشپړ سقط، د وینې د میکروبي کېدو، خونریزي او یا هم د داخلي غړو د زیانمن کېدو لامل شي.[۴۷]

په نامناسبه توګه د جنین سقط د ټولې نړۍ په کچه د میندو د مړینې او صدمې رسېدو اصلي لامل دی. له دې سره چې ډېری شمېرې کره نه دي، خو اټکل کېږي چې هر کال نږدې ۲۰ میلیونه ناخوندي سقطونه په ټوله نړۍ کې ترسره کېږي، چې ۹۷٪ یې مخ پر ودې هېوادونو کې دي. باور پر دې دی چې ناخوندي سقط میلیونونو کسانو ته زیان اړوي. د مرګ ژوبلې سنجش د هغو د لارو چارو له مخې متغیر دی، چې په وروستۍ لسیزه کې یې له ۳۷۰۰۰ څخه ۷۰۰۰۰ ته بدلون موندلی؛ د میندو د مړینې له ټولې کچې نږدې ۱۳٪ یې د ناخوندي سقط له امله دي. د روغتیا نړیوال سازمان باور لري چې له ۱۹۹۰ مې لسیزې وروسته د میندو د مړینې کچه راټیټه شوې. د دې لپاره چې د ناخوندي سقط شمېر راکم شي، د عامې روغتیا سازمانونه په عمومي توګه د سقط په قانوني کولو، د طبي پرسونل پر روزلو او د امېندوارۍ اړوند روغتیایي خدمتونو ته په لاسرسي ټینګار کوي.[۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. The Johns Hopkins Manual of Gynecology and Obstetrics (الطبعة 4). Lippincott Williams & Wilkins. 2012. د کتاب پاڼي 438–439. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781451148015. مؤرشف من الأصل في سيپټمبر 10, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "How many people are affected by or at risk for pregnancy loss or miscarriage?". www.nichd.nih.gov. جولای 15, 2013. مؤرشف من الأصل في اپریل 2, 2015. د لاسرسي‌نېټه مارچ 14, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Home : Oxford English Dictionary". www.oed.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Abortion (noun)". Oxford Living Dictionaries. مؤرشف من الأصل في ۲۸ مې ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جون ۲۰۱۸. [mass noun] The deliberate termination of a human pregnancy, most often performed during the first 28 weeks of pregnancy الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Preventing unsafe abortion". www.who.int. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Faúndes, Anibal; Shah, Iqbal H. (1 October 2015). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Evidence supporting broader access to safe legal abortion"]. International Journal of Gynecology & Obstetrics. World Report on Women's Health 2015: The unfinished agenda of women's reproductive health 131: S56–S59. doi:10.1016/j.ijgo.2015.03.018. ISSN 0020-7292. PMID 26433508. "A strong body of accumulated evidence shows that the simple means to drastically reduce unsafe abortion-related maternal deaths and morbidity is to make abortion legal and institutional termination of pregnancy broadly accessible. ... criminalization of abortion only increases mortality and morbidity without decreasing the incidence of induced abortion, and that decriminalization rapidly reduces abortion-related mortality and does not increase abortion rates.". 
  7. Latt, Su Mon; Milner, Allison; Kavanagh, Anne (5 January 2019). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Abortion laws reform may reduce maternal mortality: an ecological study in 162 countries"]. BMC Women's Health 19 (1): 1. doi:10.1186/s12905-018-0705-y. ISSN 1472-6874. PMID 30611257. 
  8. Raymond, E.G.; Grimes, D.A. (2012). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Comparative Safety of Legal Induced Abortion and Childbirth in the United States"]. Obstetrics & Gynecology 119 (2, Part 1): 215–19. doi:10.1097/AOG.0b013e31823fe923. PMID 22270271. "Conclusion: Legal induced abortion is markedly safer than childbirth. The risk of death associated with childbirth is approximately 14 times higher than that with abortion. Similarly, the overall morbidity associated with childbirth exceeds that with abortion.". 
  9. Kulier, R; Kapp, N; Gülmezoglu, AM; Hofmeyr, GJ; Cheng, L; Campana, A (9 November 2011). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Medical methods for first trimester abortion"]. The Cochrane Database of Systematic Reviews (11): CD002855. doi:10.1002/14651858.CD002855.pub4. PMID 22071804. 
  10. Kapp, N; Whyte, P; Tang, J; Jackson, E; Brahmi, D (September 2013). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A review of evidence for safe abortion care"]. Contraception 88 (3): 350–63. doi:10.1016/j.contraception.2012.10.027. PMID 23261233. 
  11. "Abortion – Women's Health Issues". Merck Manuals Consumer Version. مؤرشف من الأصل في ۱۳ جولای ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Lohr, PA; Fjerstad, M; Desilva, U; Lyus, R (2014). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Abortion"]. BMJ 348: f7553. doi:10.1136/bmj.f7553. 
  13. Shah, I; Ahman, E (December 2009). "Unsafe abortion: global and regional incidence, trends, consequences, and challenges". Journal of Obstetrics and Gynaecology Canada 31 (12): 1149–58. doi:10.1016/s1701-2163(16)34376-6. PMID 20085681. http://www.sogc.org/jogc/abstracts/full/200912_WomensHealth_1.pdf. 
  14. "Abortion". www.who.int (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Sedgh, Gilda; Bearak, Jonathan; Singh, Susheela; Bankole, Akinrinola; Popinchalk, Anna; Ganatra, Bela; Rossier, Clémentine; Gerdts, Caitlin et al. (May 2016). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Abortion incidence between 1990 and 2014: global, regional, and subregional levels and trends"]. The Lancet 388 (10041): 258–67. doi:10.1016/S0140-6736(16)30380-4. PMID 27179755. 
  16. "Worldwide, an estimated 25 million unsafe abortions occur each year". World Health Organization. 28 September 2017. مؤرشف من الأصل في ۲۹ سپټمبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Sedgh, G.; Singh, S.; Shah, I.H.; Åhman, E.; Henshaw, S.K.; Bankole, A. (2012). "Induced abortion: Incidence and trends worldwide from 1995 to 2008". The Lancet 379 (9816): 625–32. doi:10.1016/S0140-6736(11)61786-8. PMID 22264435. http://www.guttmacher.org/pubs/journals/Sedgh-Lancet-2012-01.pdf. "Because few of the abortion estimates were based on studies of random samples of women, and because we did not use a model-based approach to estimate abortion incidence, it was not possible to compute confidence intervals based on standard errors around the estimates. Drawing on the information available on the accuracy and precision of abortion estimates that were used to develop the subregional, regional, and worldwide rates, we computed intervals of certainty around these rates (webappendix). We computed wider intervals for unsafe abortion rates than for safe abortion rates. The basis for these intervals included published and unpublished assessments of abortion reporting in countries with liberal laws, recently published studies of national unsafe abortion, and high and low estimates of the numbers of unsafe abortion developed by WHO.". 
  18. "Legal abortion worldwide: incidence and recent trends". International Family Planning Perspectives 33 (3): 106–16. September 2007. doi:10.1363/3310607. PMID 17938093. http://www.guttmacher.org/pubs/journals/3310607.html. 
  19. "Induced Abortion Worldwide". Guttmacher Institute. 2018-03-01. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ فبروري ۲۰۲۰. Of the world's 1.64 billion women of reproductive age, 6% live where abortion is banned outright, and 37% live where it is allowed without restriction as to reason. Most women live in countries with laws that fall between these two extremes. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Critical gaps in universal access to reproductive health: Contraception and prevention of unsafe abortion"]. International Journal of Gynecology & Obstetrics 110: S13–16. July 2010. doi:10.1016/j.ijgo.2010.04.003. PMID 20451196. 
  21. "Unintended Pregnancy and Abortion Worldwide". Guttmacher Institute (په انګلیسي ژبه کي). 2020-05-28. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Paul, M; Lichtenberg, ES; Borgatta, L; Grimes, DA; Stubblefield, PG; Creinin, MD; Joffe, Carole (2009). "1. Abortion and medicine: A sociopolitical history" (PDF). Management of Unintended and Abnormal Pregnancy (الطبعة 1st). Oxford: John Wiley & Sons. OL 15895486W. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4443-1293-5. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۹ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Boland, R.; Katzive, L. (2008). "Developments in Laws on Induced Abortion: 1998–2007". International Family Planning Perspectives 34 (3): 110–20. doi:10.1363/3411008. PMID 18957353. http://www.guttmacher.org/pubs/journals/3411008.html. 
  24. Paola, Adolf; Walker, Robert; LaCivita, Lois (2010). Nixon, Frederick (المحرر). Medical ethics and humanities. Sudbury, MA: Jones and Bartlett Publishers. د کتاب پاڼې 249. OL 13764930W. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7637-6063-2. مؤرشف من الأصل في ۰۶ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Johnstone, Megan-Jane (2009). Bioethics a nursing perspective. Confederation of Australian Critical Care Nurses Journal. 3 (الطبعة 5th). Sydney, NSW: Churchill Livingstone/Elsevier. د کتاب پاڼي 24–30. PMID 2129925. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7295-7873-8. مؤرشف من الأصل في ۰۶ سپټمبر ۲۰۱۷. Although abortion has been legal in many countries for several decades now, its moral permissibilities continues to be the subject of heated public debate. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Mark Driscoll (په 18 October 2013 باندې). What do 55 million people have in common?. Fox News
  27. (په 18 March 2014 باندې). Abortion: Murder, or Medical Procedure?. The Huffington Post.
  28. Sifris, Ronli Noa (2013). Reproductive freedom, torture and international human rights: challenging the masculinisation of torture. Hoboken, NJ: Taylor & Francis. د کتاب پاڼې 3. OCLC 869373168. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-135-11522-7. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Swett, C. (2007). Unsafe abortion : global and regional estimates of the incidence of unsafe abortion and associated mortality in 2003 (الطبعة 5th). World Health Organization. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-4-159612-1. مؤرشف من الأصل في ۰۷ اپرېل ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "The Prevention and Management of Unsafe Abortion" (PDF). World Health Organization. April 1992. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۳۰ مې ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Grimes, DA; Benson, J; Singh, S; Romero, M; Ganatra, B; Okonofua, FE; Shah, IH (2006). "Unsafe abortion: The preventable pandemic". The Lancet 368 (9550): 1908–19. doi:10.1016/S0140-6736(06)69481-6. PMID 17126724. https://www.who.int/reproductivehealth/publications/general/lancet_4.pdf. 
  32. Grimes, DA; Creinin, MD (2004). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Induced abortion: an overview for internists"]. Annals of Internal Medicine 140 (8): 620–26. doi:10.7326/0003-4819-140-8-200404200-00009. PMID 15096333. 
  33. Petersen, Emily E. (2019). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Vital Signs: Pregnancy-Related Deaths, United States, 2011–2015, and Strategies for Prevention, 13 States, 2013–2017"]. MMWR. Morbidity and Mortality Weekly Report 68 (18): 423–429. doi:10.15585/mmwr.mm6818e1. ISSN 0149-2195. PMID 31071074. 
  34. Raymond, EG; Grossman, D; Weaver, MA; Toti, S; Winikoff, B (November 2014). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Mortality of induced abortion, other outpatient surgical procedures and common activities in the United States"]. Contraception 90 (5): 476–79. doi:10.1016/j.contraception.2014.07.012. PMID 25152259. 
  35. National Academies of Sciences, Engineering; Division, Health Medicine; Board on Health Care Services; Board on Population Health Public Health Practice; Committee on Reproductive Health Services: Assessing the Safety Quality of Abortion Care in the U.S (2018). Read "The Safety and Quality of Abortion Care in the United States" at NAP.edu. doi:10.17226/24950. PMID 29897702. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-309-46818-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Donnelly L (26 February 2011). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Abortion is Safer than Having a Baby, Doctors Say"]. The Telegraph. 
  37. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Fertility regulation and reproductive health in the Millennium Development Goals: the search for a perfect indicator"]. American Journal of Public Health 97 (1): 45–51. January 2007. doi:10.2105/AJPH.2005.068056. PMID 16571693. 
  38. "Abortion in Indonesia" (PDF). Guttmacher Institute. 2008. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Horvath, S; Schreiber, CA (14 September 2017). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Unintended Pregnancy, Induced Abortion, and Mental Health"]. Current Psychiatry Reports 19 (11): 77. doi:10.1007/s11920-017-0832-4. PMID 28905259. 
  40. "APA Task Force Finds Single Abortion Not a Threat to Women's Mental Health" (Press release). American Psychological Association. 12 August 2008. مؤرشف من الأصل في ۰۶ سپټمبر ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "Report of the APA Task Force on Mental Health and Abortion" (PDF). Washington, DC: American Psychological Association. 13 August 2008. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۵ جون ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Coleman, PK (September 2011). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Abortion and mental health: quantitative synthesis and analysis of research published 1995–2009"]. The British Journal of Psychiatry 199 (3): 180–86. doi:10.1192/bjp.bp.110.077230. PMID 21881096. 
  43. "Mental Health and Abortion". American Psychological Association. 2008. مؤرشف من الأصل في 19 اپریل 2012. د لاسرسي‌نېټه 18 اپریل 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Steinberg, J.R. (2011). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Later Abortions and Mental Health: Psychological Experiences of Women Having Later Abortions – A Critical Review of Research"]. Women's Health Issues 21 (3): S44–S48. doi:10.1016/j.whi.2011.02.002. PMID 21530839. 
  45. Kelly, Kimberly (February 2014). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The spread of 'Post Abortion Syndrome' as social diagnosis"]. Social Science & Medicine 102: 18–25. doi:10.1016/j.socscimed.2013.11.030. PMID 24565137. 
  46. Rocca, Corinne H.; Samari, Goleen; Foster, Diana G.; Gould, Heather; Kimport, Katrina (2020-01-13). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Emotions and decision rightness over five years following an abortion: An examination of decision difficulty and abortion stigma"] (in en). Social Science & Medicine 248: 112704. doi:10.1016/j.socscimed.2019.112704. ISSN 0277-9536. PMID 31941577. 
  47. Okonofua, F. (2006). "Abortion and maternal mortality in the developing world". Journal of Obstetrics and Gynaecology Canada 28 (11): 974–79. doi:10.1016/S1701-2163(16)32307-6. PMID 17169222. Archived from the original on 11 January 2012. https://web.archive.org/web/20120111121431/http://www.jogc.org/abstracts/full/200611_WomensHealth_1.pdf. Retrieved 26 October 2021. 
  48. Haddad, LB; Nour, NM (2009). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Unsafe abortion: unnecessary maternal mortality"]. Reviews in Obstetrics & Gynecology 2 (2): 122–26. PMID 19609407. 
  49. Lozano, R (15 December 2012). "Global and regional mortality from 235 causes of death for 20 age groups in 1990 and 2010: a systematic analysis for the Global Burden of Disease Study 2010". Lancet 380 (9859): 2095–128. doi:10.1016/S0140-6736(12)61728-0. PMID 23245604. https://zenodo.org/record/2557786. 
  50. Darney, Leon Speroff, Philip D. (2010). A clinical guide for contraception (الطبعة 5th). Philadelphia: Lippincott Williams & Wilkins. د کتاب پاڼې 406. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-60831-610-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. World Health Organisation (2011). Unsafe abortion: global and regional estimates of the incidence of unsafe abortion and associated mortality in 2008 (PDF) (الطبعة 6th). World Health Organisation. د کتاب پاڼې 27. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-4-150111-8. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۸ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  52. Berer M (2000). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Making abortions safe: a matter of good public health policy and practice"]. Bulletin of the World Health Organization 78 (5): 580–92. PMID 10859852. 
  53. "Translations". Dublin Declaration. مؤرشف من الأصل في 28 اکتوبر 2015. د لاسرسي‌نېټه 28 اکتوبر 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)