بېوزلي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بېوزلي د لږ مادي پانګې او عاید لرلو حالت دی. بېوزلي ټولنیز، اقتصادي او سیاسي لاملونه او اغېزې لري. په اقتصاد او احصایه کې د بېوزلۍ د کچې معلومولو لپاره دوه اصلي معیارونه شته: د رښتینې بېوزلۍ په معیارونو کې عاید د لومړنیو شخصي اړتیاوو، لکه: خوړو، جامو او سرپناه د اړتیاوو پوره کولو سره پرتله کېږي. نسبي بېوزلۍ بیا هغه مهال اندازه کېږي، کله چې یو کس په یوه ټولنه او یو مهال کې د نورو په پرتله د ژوند کولو لږ تر لږه معیارونه، نه شي پوره کولای. له همدې امله د نسبي بېوزلۍ پېژند له یوه هېواده تر بله او له یوې ټولنې تر بلې توپیر لري.[۱][۲]

د شمېرو له مخې، په ۲۰۱۹ ز کال کې، د نړۍ ډېری وګړو په بېوزلۍ کې ژوند کاوه: (د پېرلو د توان له مخې په ډالر) ۸۵٪ سلنه وګړو د ورځې له ۳۰ ډالرو څخه په کمو ژوند کاوه، دوه درېمه برخه له ۱۰ ډالرو څخه په کمو ژوند کاوه او ۱۰٪ د ورځې له ۱.۹۰ ډالرو څخه په کمو ژوند تېراوه (سخته بېوزلي). ان کله چې یو شمېر هېوادونه اقتصادي وده تجربه کوي، د منځني عاید لرونکو هېوادونو بېوزله وګړي د خپل هېواد له زیاتې شوې پانګي کافي ونډه نه شي ترلاسه کولۍ، څو له بېوزلي ووځي. دولتي او نا دولتي سازمانونو د بېوزلي د له منځه وړلو په موخه ګڼ شمېر سیاستونه او پروګرامونه، لکه: کلیوالي سیمو ته د برېښنا رسول او یا هم په ښاري سیمو کې د استوګن ځایونو برابرول تجربه کړي. د بېوزلۍ د له منځه وړلو په موخه نړیوال سیاستونه د تلپاتې ودې په لومړۍ موخه کې لنډیز شوي: "د بېوزلۍ نشتوالی".[۳][۴]

ټولنیز ځواکونه، لکه: جنسیت، ناتواني، نژاد او قومیت کولای شي، د بېوزلي مسایل پیاوړي کړي – ښځې، ماشومان او لږه کي د بې وزلۍ نابرابر بار پر اوږو وړي. په دې سربېره ، بېوزله کسان د ټولو ټولنیزو ستونزو، لکه د صنعت د چاپېریالي اغېزو، اقلیمي بدلونونو، طبیعي پېښو او یا د هوا د موسمي ستونزو پر وړاندې ډېر زیان منونکي دي. بې وزلي کولای شي، ټولنیزې ستونزې نورې هم پسې سختې کړي، په بېوزلو ټولنو اقتصادي فشارونه د ځنګلونو د له منځه تلو، ژویو د له منځه تلو او قومي شخړو لامل کېږي. له همدې امله، د تلپاتې ودې موخې او د نړیوالو سیاستونو پروګرامونه، لکه له کوېډ -۱۹ وبا څخه د نړیوال خلاصون پروګرام، له ټولو ټولنیزو موخو سره د بېوزلۍ د له منځه وړلو په اړیکه ټینګار کوي.[۵]

پېژند(تعریف) او رېښه موندنه[سمول]

د بېوزلۍ (poverty)کلیمه، له پخوانۍ (نورمان) فرانسوي کلمې poverté (اوسنۍ فرانسوي: pauvreté) او لاتین paupertās یا pauper (poor) اخیستل شوې ده.[۶]

د بېوزلۍ اړوند ډېر تعریفونه، د هغو شرایطو له مخې چې بېوزلي رامنځته کوي، شتون لري او په معمول ډول هغو حالتونو ته اشاره کوي، چې له مخې یې یو کس او یا هم یوه ټولنه د ژوند کولو لپاره د ټاکل شوو معیارونو لپاره کافي مالي او ضروري سرچینې نه لري.

ملګري ملتونه: په بنسټیز ډول، بېوزلي د انتخاب لرلو او فرصتونو په برخه کې ناتواني او د انساني کرامت له منځه تلل دي. دا په ټولنه کې د اغېزمن ګډون په موخه د لومړنیو وړتیاوو د نه لرلو په معنا دی. دا په دې معنا چې یوه کورنۍ د خوراک او څښاک لپاره پوره څه ونه لري، ښوونځی او روغتون نه وي چې ولاړ شي، ځمکه ونه لري، چې د خپلو خوړو د تیارولو په موخه په کې څه وکري، یا دنده ونه لري چې، د ژوند تېرولو په موخه معاش ترلاسه کړي او یا هم پور ته لاسرسی ونه لري. دا د نا امنۍ، کمزورتیا او د شخص، کورنۍ او یا هم ټولنې د ګوښه کولو په معنا دی. دا تاوتریخوالي ته د زمینې د برابرېدو، په ګوښه او نازک چاپېریال کې د ژوند کولو او د څښاک پاکو اوبو او حفظ الصحې ته د نه لاسرسي په معنا دی.[۷]

نړیوال بانک: بېوزلي په ژوندانه کې هوساینې ته نه لاسرسی دی او ګڼ شمېر اړخونه رانغاړي.چې په کې کم عاید او د عزتناک ژوند کولو لپاره لومړنیو توکو او بنسټیزو خدمتونو ته د لاسرسي په موخه ناتواني شاملېږي. په بېوزلۍ کې ټیټه روغتیايي او د زده کړو کچه، پاکو اوبو او حفظ الصحې ته لږ لاسرسی، فزیکي ناخوندیتوب، د غږ نشتوالی او د ښه ژوند په موخه د کافي وړتیاوو او فرصتونو نشتوالی شاملېږي.[۸]

ځانګړنې[سمول]

روغتیا[سمول]

په نړۍ کې نږدې یو په درې مړینې – په کال کې ۱۸ میلیونه او په ورځ کې ۵۰۰۰۰ – د بې وزلۍ اړوند لاملونو دي. د ښځو او ماشومانو په ګډون هغه وګړي، چې په مخ پر ودې هېوادونو کې ژوند کوي، د نړیوالې بېوزلۍ او د بېوزلۍ له سختو اغېزو سره مخامخ دي. هغه وګړي چې په بېوزلۍ کې ژوند کوي، په نامتناسب ډول له لوږې او له خوارځواکۍ او نورو ناروغیو رنځېږي، ژوندانه ته لږ هیلې لري. د نړیوال روغتیايي سازمان د راپور له مخې: د نړیوالې عامې روغتیا پر وړاندې لوږه او خوارځواکي یوازنی ګواښ دی او همدارنګه خوارځواکي د ماشومانو د مړینې تر ټولو لوی لامل دی، چې د ماشومانو د مړینې د نیمو پېښو لامل ګرځي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په اسیا او د افریقا د صحرا په سویلي هېوادونو کې د ماشومانو د زېږون پر مهال له ۹۰٪ زیاتې میندې مري، په داسې حال کې چې په پرمختللو هېوادونو کې دغه کچه له ۱٪ څخه ټیټه ده.  دا هم څرګنده شوې ده چې: هغه کسان چې په بېوزلۍ کې ژوند کوي، په خپل ژوند کې د معلولیت یا ناتوانۍ له لوړې کچې سره مخامخ دي. عفوني ناروغۍ، لکه:  ملاریا او توبرکلوز له پانګونې او تولید څخه د روغتیايي او اقتصادي سرچینو په انحراف کولای شي بېوزلي ته دوام ورکړي؛ په یو شمېر مخ پر وده هېوادونو کې ملاریا د ناخالصه کورنیو تولیداتو د ودې کچه تر ۱.۳٪  راکموي. ایډز هر کال د افریقا وده ،له ۰.۳ سلنه  څخه تر ۱.۵ سلنه راکموي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

لوږه[سمول]

د ژوندانه په لګښتونو کې زیاتوالی د دې لامل کېږي چې بېوزلي کسان د توکو د پېرلو لږ وړتیا ولري. بېوزلي کسان د بډایه کسانو په پرتله د خپلې سرمایې ډېره برخه په خوړو لګوي. له همدې امله بېوزله کورنۍ او هغه چې بېوزلۍ ته نږدې دي، د خوراکي توکو په بیوکې له زیاتوالي ډېر زیان منونکي دي. د بېلګې په توګه: د ۲۰۰۷ ز کال په وروستیو کې د حبوباتو په بیه کې زیاتوالی په یو شمېر هېوادونو کې د خوړو اړوند لاریونونو شاهد و. نړیوال بانک خبرداری ورکړی دی چې ۱۰۰ میلیونه وګړي، په سختې بېوزلۍ کې له ډوبېدو سره مخامخ دي. هر کال نږدې ۱۱ میلیونه ماشومان، چې په بېوزلي کې ژوند کوي ،له پنځه کلنۍ وړاندې مري. هره شپه ۱.۰۲ میلیارده وګړي، په وږې ګېده ویده کېږي. د نړیوالې لوږې د شاخص له مخې په ټوله نړۍ کې د افریقا د سویلي صحرا هېوادونه له ۲۰۰۱ – ۲۰۰۶ ز کال پورې د خوارځواکۍ لوړه کچه لري.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

ذهني روغتیا[سمول]

یوه اروايي څېړنه چې د څلورو اروا پوهانو له خوا د اروا پوهنې د علم د کنوانسیون د پرانیستې (افتتاحیې) پر مهال ترسره شوې. د دغې څېړنې پایلې ښيي چې هغه وګړي چې په مالي ثبات کې ژوند کوي او یا هم د ټیټ ټولنیز اقتصادي حالت ((SES لاندې راځي، د هغه داخلي فشار له امله چې پر دوی ور تپل کېږي، له ادراکي پلوه ناسم چلند کوي. دغه څېړنه ښيي چې، اندېښنه رامنځته کوونکي عوامل، لکه: لږ عاید، نا کافي روغتیايي خدمتونه، تبعیض او په جرمي پېښو کې ګډېدل ټول له رواني ستونزو سره مرسته کوي.[۲۴][۲۵]

زده کړې[سمول]

څېړنې ښيي چې، هغه ماشومان چې په لږعاید لرونکو کورنیو کې ژوند کوي، د زده کړو په ډګر کې د لږ لاسته راوړنو له ستر ګواښ سره مخامخ دي. په پایله کې، هغه ماشومان چې په بېوزلۍ کې ژوند کوي، د هغو په پرتله چې ښه ژوند لري، په ټولګي کې د خپلې درجې د له لاسه ورکولو له ګواښ سره مخامخ دي، د ښوونځي په درسي ساعتونو کې مضر ځایګی نیسي او ان کله هم خپلې لوړې زده کړې پای ته نه رسوي.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

سرچينې[سمول]

  1. "ending poverty". United Nations. مؤرشف من الأصل في ۰۹ سپټمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Poverty | United Nations Educational, Scientific and Cultural Organization". www.unesco.org. مؤرشف من الأصل في ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Roser, Max; Ortiz-Ospina, Esteban (1 January 2019). "Global Extreme Poverty". Our World in Data. مؤرشف من الأصل في ۳۰ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. B. Milanovic, Global Inequality: A New Approach for the Age of Globalization (Harvard Univ. Press, 2016).
  5. dpicampaigns. "Goal 1: End poverty in all its forms everywhere". United Nations Sustainable Development (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Skeat, Walter (2005). An Etymological Dictionary of the English Language. Dover Publications. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-486-44052-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Indicators of Poverty & Hunger" (PDF). United Nations. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۸ جون ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Poverty and Inequality Analysis". worldbank.org. مؤرشف من الأصل في ۰۳ جون ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Human Development Report" (PDF). United Nations Development Programme. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۵ اپرېل ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Pogge, Thomas (2010). Politics as Usual: What Lies Behind the Pro-Poor Rhetoric (الطبعة 1st). Polity Press. د کتاب پاڼې 12. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7456-3892-8. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ جنوري ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جنوري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "The World Health Report, World Health Organization (See annex table 2)". Who.int. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ جنوري ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Cano P.E., Librado (2010). Transformation of an individual family community nation and the world. Trafford. د کتاب پاڼې 100. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4269-4766-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Rising food prices curb aid to global poor". Christian Science Monitor. 24 July 2007. مؤرشف من الأصل في ۲۳ اکتوبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 24 January 2008 باندې). The Starvelings.
  15. "Economic costs of AIDS". Globalpolicy.org. 23 July 2003. مؤرشف من الأصل في ۲۳ مارچ ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Sachs, Jeffrey; Malaney, Pia (3 September 2010). "The economic and social burden of malaria". Nature. 415 (6872): 680–85. doi:10.1038/415680a. PMID 11832956. S2CID 618837. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Poverty Issues Dominate WHO Regional Meeting". Wpro.who.int. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ اپرېل ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Disability – Disability: Overview". Go.worldbank.org. 28 March 2013. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ مې ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 23 November 1998 باندې). The causes of maternal death. BBC News.
  20. Mani, Anandi; Mullainathan, Sendhil; Shafir, Eldar; Zhao, Jiaying (2013). "Poverty Impedes Cognitive Function" (PDF). Science. 341 (6149): 976–80. Bibcode:2013Sci...341..976M. CiteSeerX = 10.1.1.398.6303 10.1.1.398.6303. doi:10.1126/science.1238041. PMID 23990553. S2CID 1684186. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Black, Maureen M; Walker, Susan P; Fernald, Lia C; Andersen, Christopher T; DiGirolamo, Ann M; Lu, Chunling; Grantham-McGregor, Sally (7 January 2017). "Early childhood development coming of age: science through the life course". The Lancet. 389 (10064): 77–90. doi:10.1016/S0140-6736(16)31389-7. PMC 5884058. PMID 27717614. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Britto, Pia R; Lye, Stephen J; Proulx, Kerrie; Yousafzai, Aisha K; Matthews, Stephen G; Vaivada, Tyler; Bhutta, Zulfiqar A (7 January 2017). "Nurturing care: promoting early child development". The Lancet. 389 (10064): 91–102. doi:10.1016/S0140-6736(16)31390-3. PMID 27717615. S2CID 39094476. مؤرشف من الأصل في ۲۴ جولای ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Farah, Martha J. (27 September 2017). "The neuroscience of socioeconomic status: Correlates, causes and consequences". Neuron. 96 (1): 56–71. doi:10.1016/j.neuron.2017.08.034. PMID 28957676. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Sleek, Scott (31 August 2015). "How Poverty Affects the Brain and Behavior". APS Observer (په انګلیسي ژبه کي). 28 (7). مؤرشف من الأصل في ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Farah, Martha J.; Betancourt, Laura; Shera, David M.; Savage, Jessica H.; Giannetta, Joan M.; Brodsky, Nancy L.; Malmud, Elsa K.; Hurt, Hallam (September 2008). "Environmental stimulation, parental nurturance and cognitive development in humans". Developmental Science (په انګلیسي ژبه کي). 11 (5): 793–801. doi:10.1111/j.1467-7687.2008.00688.x. PMID 18810850. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Cause and Effect: The High Cost of High School Dropouts". The Huffington Post. 30 November 2014. مؤرشف من الأصل في ۳۰ مې ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Garbarino, J., Dubrow, N., Kostelny, K., & Pardo, C. (1992). Children in Danger: Coping with the Consequences. San Francisco: Jossey-Bass. Print.
  28. Raghuram G. Rajan (2012). Fault Lines: How Hidden Fractures Still Threaten the World Economy. Archived 20 September 2016 at the Wayback Machine. Published by: Collins Business
  29. Huston, A. C. (1991). Children in Poverty: Child Development and Public Policy. Cambridge: Cambridge University Press.