Jump to content

څو ودونه کول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

څو ودونه کول (Polygamy) په یو وخت کې د څو ښځو د لرلو حالت ته وايي. هغه مهال چې یو نارینه په یوه وخت کې له یوې څخه زیاتې ښځې ولري ټولنپوهان دغه حالت ته د څو ښځو لرل (polygyny) وايي. که چېرې یوه مېرمن بیا په یو مهال کې له یوه مېړه څخه زیات ولري هغو ته بیا د څو مېړنو لرل (polyandry) ویل کېږي. [۱][۲][۳][۴]

د زیاتو ښځو لرلو پر خلاف یوه ښځه لرل (monogamy) هغه حالت ته ویل کېږي چې یوازې له دوه اړخونو جوړېږي. د یوې ښځې لرلو (monogamy) په څېر د څو ښځو لرلو اصطلاح (polygamy) په عملي بڼه د واده ټولو هغو اړیکو ته کارول کېږي چې هغه رسمیت ولري او که نه. په ټولنیزه ژوند پوهنه او ځناور پوهنه کې څېړونکي د پولي ګمي له اصطلاح څخه د څو ګونې جفت ګیري په پراخه معنا کې کار اخلي.

له حقوقي اړخه په ډېری هېوادونو کې په داسې حال کې چې قانون یوازې د یوې ښځې لرل په رسمیت پېژني (یو سړی حق لري یوازې یوه ښځه ولري او دوه ښځې لرل ناقانونه دي) خو زنا په کې ناقانونه نه ده او د داسې حالت لامل ګرځي چې په عملي توګه څو ښځې لرل آزاد کېږي، خو د هغو غیر رسمي مېرمنې بیا قانون په رسمیت نه پېژني.[۵][۶][۷]

د څو ودونو کول په لویدیځه افریقا او مرکزي افریقا کې دود دی او دغه سیمې د «څو ودونو کوونکو سیمو د کمربند» په توګه یادېږي. هغه هېوادونه چې په نړۍ کې د څو ودونو کولو تر ټولو لوړه کچه لري بورکینا فاسو، مالي، ګامبیا، نایجر او نایجریا دي. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د څو ودونو کولو اړوند دیني لیدلوري

[سمول]

بودېزم

[سمول]

به بودايي آئین کې واده کول کوم سپېڅلي مراسم نه دي؛ او یوازې یوه سیکولار چاره ده. په معمول ډول بودایي راهبان ودونه نه کوي (په داسې حال کې چې یو شمېر ډلو ته اړوند کشیشان او راهبان یې ودونه کوي). همدا دی چې په بودایي آئین کې د واده هېڅ مذهبي جواز شتون نه لري او له امله یې له یو هېواد څخه تر بل پورې د واده مراسم فرق کوي. بودايي لارښود کتاب پاربهاوا وايي «هغه نارینه چې له یوې ښځې راضي نه وي او په نورو پسې ګرځي د زوال پر لور درومي». داسې ښکاري چې د بودايي آئین د کتاب نورې برخې د ښځو د شمېر اړوند نامطلوب چلن لري او یو شمېر لیکوالان یې اړوند دې پایلې ته رسېدلي چې بودېزم په ټولیزه توګه هغه نه تائید کوي او یا هم هغه د ګډ ژوند د تحمل وړ او یا هم فرعي اړیکې په توګه په پام کې نیسي. [۱۴][۱۵][۱۶]

تر ۱۹۳۵ زکال پورې په تایلنډ کې د څو ودونو کولو رسمیت درلود. په میانمار کې څو ښځې لرل په ۲۰۱۵ زکال کې غیرقانوني شول. هغه مهال چې بودايي متون چینايي ژبې ته وژباړل شول له یوې ښځې څخه له زیاتو سره اړیکې د ژوندانه د نامناسبو شریکانو په ډله کې اضافه شوې. په تبت کې په سنتي ډول د څو ښځو لرل او څو مېړونو لرل دود و چې له امله یې له څو ښځو یا مېړنو سره اړیکه لرل هېڅکله د نامناسبو شریکانو سره د جنسي اړیکې په توګه نه ګڼل کېدې. [۱۷][۱۸][۱۹]

عیسویت

[سمول]

په داسې حال کې چې د عیسویت لرغوني تړون د خدای د فدایانو ترمنخ د څو ښځو لرلو څرګندونه کړې، خو ډیری عیسوي ډلې د څو ښځو لرل رد کوي او یوه ښځه لرل په یوازې توګه معیاري بولي. له دې سره یو شمېر عیسوي ډلو په مختلفو دورو کې د څو ښځو لرل تجربه کړي او یا یې هم اوس مهال ترسره کوي. یو شمېر عیسویان په فعاله توګه دا بحث کوي چې آیا د عیسویت نوی تړون یا عیسوي اخلاق څو ودونو کولو ته اجازه ورکوي یا هغه منع کوي. [۲۰][۲۱]

ورته مهال نوی تړون تر ډېره پورې د ودونو د تعدد اړوند چپ پاتې دی، یو شمېر یې د عیسی د تکرار اړوند پخوانیو متونو ته په اشارې څرګندوي چې نارینه او ښځینه «یو جسم» کېږي. له دې سره یو شمېر نور بیا قرنتیان ته د پولس دغه خطاب ته اشاره کوي: «آیا تاسو په دې نه پوهېږۍ یو څوک چې له فاحشې سره یوځای کېږي له هغو سره یو جسم کېږي؟ ځکه هماغه ډول چې لیکل شوي: «هغوی دواړه یو جسم کېږي». د څو ودونو کوونکي ادعا کوي چې دا جسمي اړیکې ته اشاره کوي نه روحي اړیکې ته. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

هندوئیزم

[سمول]

ریګ ودا دې ته اشاره کړي چې ودايي دوره کې یو نارینه کولای شول له یوې ښځې څخه زیاتې ولري. دغه چاره د رامایانا او مهابهاراتا په حماسو کې په اثبات رسېدلې. دارماشاسترانو نارینه و ته اجازه ورکوله چې له زیاتو ښځو سره واده وکړي خو په دې شرط چې لومړۍ ښځه یې ورسره هوکړه ولري. د دغې چارې د موجودیت سربېره څو ودونه کول په معمول ډول د لوړې طبقې خلکو کار و. عادي وګړو یوازې په هغه حالت کې د دویم واده اجازه لرله چې له لومړۍ څخه به یې زوی نه کېده او یا به یې له خپلې ښځې سره اختلاف درلود ځکه چې په هندوئیزم کې د طلاق قانون شتون نه درلود. [۲۶][۲۷]

اسلام

[سمول]

ګډ ژوند ته په اړونده اسلامي فقه کې مسلمان نارینه د معقولو او موجه شرایطو لرلو په صورت کې کولای شي په یوه وخت کې له یوې زیاتې ښځې ولري، خو شمېر یې باید له څلورو زیات نه شي. مسلمانې ښځې بیا په هېڅ ډول شرایطو کې اجازه نه لري په یوه وخت کې له یوه مېړه زیات ولري.

د قران مجید د ۳۰م سورت د ۲۱م آیت پر بنسټ آیډیال اړیکه هغه ارامښت دی چې ښځه او مېړه یې د یو بل په غېږ کې ترلاسه کولای شي:

ژباړه: او د هغه له نښو ځنې دا دي چې تاسو لپاره يې ستاسو له نفسونو څخه جوړې پيدا كړې، د دې لپاره چې تاسو هغو ته (په مايله كېدو سره) سكون حاصل كړئ او هغه ستاسو په مینځ كې مینه او مهرباني پیدا كړه، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دې د هغه قوم لپاره چې ښه فكر كوي. -       قران مجید، ۳۰م سورت (الروم)، ۲۱م آیت [۲۸]

د قران مجید له مخې په خاصو شرایطو کې د څو ښځو لرل جواز لري. له یوې ښځې څخه له زیاتو سره واده کول سخت شرایط لري، ځکه د اسلام د مبارک دین د قوانینو له مخې نارینه باید د خپلو ښځو د مالي ملاتړ توان ولري او د دوی ترمنځ منصفانه چلن وکړي. ورته مهال اسلام د هغو نارینه و لپاره چې وېرېږي د خپلو ښځو ترمنځ به عدالت ونشي کړای د یوې ښځې کولو لارښوونه کوي؛ هماغه ډول چې د قران مجید د څلورم سورت په ۳م آیت کې راغلي: 

ژباړه: او كه چېرې تاسو وېرېدلئ له دې چې د یتیمانو په حق كې به انصاف ونه كړى شئ، بیا نو له (نورو) هغو ښځو سره نكاح وكړئ چې ستاسو خوښې وي، دوه دوه، یا درې درې، یا څلور څلور، نو كه تاسو وېرېدلئ چې انصاف به ونه كړى شئ، بیا نو له یوې (اصیلې ښځې) سره (نكاح وكړئ)، یا وینځه (واخلئ)، دا (طریقه) ډېره نژدې ده دې ته چې تاسو به ظلم ونه كړئ. -       قران مجید، څلورم سورت (النسا)، دریم آیت[۲۹]

ورته مهال مسلمانې ښځې په یو وخت کې د څو مېړونو د کولو اجازه نه لري، خو د طلاق یا د مېړه د مړینې په حالت کې د عدت د وخت له پوره کولو وروسته کولای شي بیاځلي واده وکړي ځکه چې طلاق په اسلامي شریعت کې جواز لري. هغه نامسلمانه ښځه چې له کافر مېړه وتښتي او اسلام ومني دا واک لري چې له خپل پخواني مېړه څخه له طلاق اخیستو پرته واده وکړي ځکه چې په تېښته سره یې واده د اسلام له نظره منحل کېږي. هغه نا مسلمانه ښځه چې د جګړې پر مهال د مسلمانانو له خوا اسیره ونیول شي، کولای شي بیاځلي واده وکړي، ځکه چې له نامسلمان مېړه سره یې واده د مسلمانانو له خوا د اسیر کېدو په صورت کې د اسلام له مخې منحل کېږي. د دغه ډول واده اجازه د قران کریم د څلورم سورت په ۲۴م آیت کې ورکړل شوې. په دغه ایت کې د اړیکې په شفافیت، متقابلې هوکړې او له فحشا څخه د مخنیوي په موخه د مهر په ورکړې هم ټینګار شوی چې داسې په کې راغلي دي: [۳۰][۳۱][۳۲]

ژباړه: او (پر تاسو باندې حرامې كړى شوې دي) مړوښې ښځې مګر (حرامې نه دي) هغه چې تاسو يې مالكان شئ (ستاسو وینځې شي) دا پر تاسو باندې (د) الله لازم كړى (قانون) دى او چې له دغو (ښځو) نه ماسِوا دي هغه تاسو لپاره حلالې دي، (په دې شرط) چې د خپلو مالونو په ذریعه يې غواړئ، چې عفت غوښتونكي یئ، بدكاري كوونكي نه یئ، بیا چې تاسو له هغوى نه د ښځه والي فايده واخيستله، نو هغوى ته خپل مهرونه وركړئ، چې مقرر شوي دي او (اى خاوندانو او ښځو!) پر تاسو باندې هېڅ حرج نشته په هغه څه كې چې (د مهر) له مقررولو نه پس تاسو په خپلو كې په هغه (كې په كمي، یا زیاتي) باندې راضي شئ، بېشكه الله له ازله پر هر څه پوه، ښه حكمت والا دى. -       قران مجید، څلورم سورت (النسا)، ۲۴م آیت [۳۳]

سرچينې

[سمول]
  1. کينډۍ:OEtymD "Polygamy | Etymology, origin and meaning of polygamy by etymonline". Archived from the original on 1 February 2016. نه اخيستل شوی 1 February 2016.{{cite web}}: نگهداری یادکرد:ربات:وضعیت نامعلوم پیوند اصلی (link)
  2. کينډۍ:LSJ.
  3. "πολυγαμία". Dictionary of Standard Modern Greek (په يوناني). Center for the Greek Language. Archived from the original on 1 February 2016.
  4. Babiniotis, Georgios (2002). "s.v. πολυγαμία". Dictionary of Modern Greek (په يوناني). Lexicology Centre.
  5. Ethnographic Atlas Codebook Archived 18 November 2012 at the Wayback Machine. derived from George P. Murdock's Ethnographic Atlas recording the marital composition of 1231 societies from 1960 to 1980
  6. Starkweather, Katherine E; Hames, Raymond (2012). "A Survey of Non-Classical Polyandry". Human Nature. 23 (2): 149–172. CiteSeerX 10.1.1.697.138. doi:10.1007/s12110-012-9144-x. PMID 22688804. S2CID 2008559.
  7. Golomski, Casey (6 January 2016). Wiley Blackwell Encyclopedia of Gender and Sexuality Studies – via ResearchGate.
  8. Low, B. (1988). "Measures of polygyny in humans". Curr Anthropol. 29: 189–194. doi:10.1086/203627. S2CID 143665535.
  9. Murdock GP (1981) Atlas of World Cultures. Pittsburgh, PA: University of Pittsburgh Press
  10. Anderson, M. J.; Dixson, A. F. (2002). "Sperm competition: motility and the midpiece in primates". Nature. 416 (6880): 496. Bibcode:2002Natur.416..496A. doi:10.1038/416496a. PMID 11932733. S2CID 4388134.
  11. Dixson, A. L.; Anderson, M. J. (2002). "Sexual selection, seminal coagulation and copulatory plug formation in primates". Folia Primatol. 73 (2–3): 63–69. doi:10.1159/000064784. PMID 12207054. S2CID 46804812.
  12. Harcourt, A. H.; Harvey, P. H.; Larson, S. G.; Short, RV (1981). "Testis weight, body weight and breeding system in primates". Nature. 293 (5827): 55–57. Bibcode:1981Natur.293...55H. doi:10.1038/293055a0. PMID 7266658. S2CID 22902112.
  13. Kramer, Stephanie (2020-12-07). "Polygamy is rare around the world". Pew Research Center. نه اخيستل شوی 2022-02-14.
  14. "Accesstoinsight.org". Accesstoinsight.org. نه اخيستل شوی 13 September 2011.
  15. An introduction to Buddhist ethics: foundations, values, and issues, Brian Peter Harvey, Cambridge University Press, 2000, ISBN 978-0-521-55640-8
  16. The Ethics of Buddhism, Shundō Tachibana, Routledge, 1992, ISBN 978-0-7007-0230-5
  17. "Accesstoinsight.org". Accesstoinsight.org. نه اخيستل شوی 13 September 2011.
  18. Berzin, Alexander (7 October 2010). "Buddhist Sexual Ethics: Main Issues". Study Buddhism. Archived from the original on 30 January 2016. نه اخيستل شوی 20 June 2016.
  19. Zeitzen, Miriam Koktvedgaard (2008). Polygamy: A Cross-Cultural Analysis. Oxford: Berg. ISBN 978-1-84520-220-0.
  20. Nyami, Faith (11 February 2018). "Cleric: Christian men can marry more than one wife" (په انګليسي). Daily Nation. نه اخيستل شوی 9 October 2019.
  21. Mamdani, Zehra (28 February 2008). "Idaho Evangelical Christian polygamists use Internet to meet potential spouses" (په انګليسي). Deseret News. نه اخيستل شوی 9 October 2019.
  22. Genesis 2:24, Matthew 19:3–6
  23. 1 Corinthians 6:16
  24. کينډۍ:Bibleref2
  25. Wilber, David (26 August 2021). "Monogamy: God's Creational Marriage Ideal".
  26. MacDonell, Arthur Anthony; Keith, Arthur Berriedale (1995). Vedic Index of Names and Subjects, Volume 1; Volume 5. p. 478. ISBN 9788120813328.
  27. James g. Lochtefeld, PhD (2001-12-15). The Illustrated Encyclopedia of Hinduism: N–Z. The Rosen Publishing Group, Inc. p. 514. ISBN 9780823931804.
  28. کينډۍ:Cite Quran
  29. کينډۍ:Cite Quran
  30. Çiğdem, Recep (March 2015). "Interfaith marriage in comparative perspective" (PDF). Acta Orientalia Academiae Scientiarum Hungaricae (په انګليسي). 68 (1): 59–86. doi:10.1556/AOrient.68.2015.1.4. ISSN 0001-6446.
  31. Thomas Hughes (1855), Dictionary of Islam, p.59.
  32. David Samuel Margoliouth (1905), Mohammed and the Rise of Islam, p.407, p.461.
  33. کينډۍ:Cite Quran