جنسي دوه‌بڼواله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی


جنسي دوه‌بڼواله (په انګلیسي: Sexual Dimorphism) هغه حالت ته ویل کېږي چې د ورته نوعې جنسونه بېلابېلې ځانګړنې له‌ځانه وښیي، په تېره بیا هغه ځانګړنې چې په مستقیمه توګه، په تکثر کې شاملې نه‌دي. دغه حالت ډېری په ژویو او ځینو نباتاتو کې پېښېږي. په دغو توپیرونو کې کېدای شي ثانویه جنسي ځانګړنې، اندازه، دروندوالی، رنګ، نښې نښانې یا چلندي او ادراکي ځانګړنې شاملې وي. دغه توپیرونه کېدای شي سطحي یا ژور وي او کېدای شي د جنسي انتخاب او طبیعي انتخاب تابع وي. د دي‌مورفیزم په مقابل کې مونومورفیزم شتون لري او هغه حالت ته ویل کېږي چې دوه بیولوجیکي جنسونه، له فینوټایپي پلوه، یو له بل سره د توپیر وړ نه‌دي.[۱][۲]

ټولیزه کتنه[سمول]

سینګار او رنګ[سمول]

د دیمورفیزم تر ټولو معمولې او په اسانې سره پېژندل شوې بڼې، سینګار او رنګ دی، که څه هم تل څرګند نه‌دي. په یوې ځانګړې نوعه کې د جنسونو رنګَونه د جنسي دوه‌رنګ‌والي په نامه یادېږي، چې په ټولیز ډول، د الوتونکو او څښېدونکو په ګڼ‌شمېر نوعو کې تر سترګو کېږي. جنسي انتخاب د ژورو دیمورفیکو صفتونو لامل ګرځي چې ډېري وخت د مل جنس د ټاکلو د سیالۍ له‌لارې کارول کېږي. د سینګار له‌امله د اندامونو د لوړ شوی تناسب، د تولید یا ساتنې لګښت چې پېچلي تکاملي پایلې وړاندې کوي، جبرانوي، خو د هرې نوعې لګښتونه او تکاملي پایلې سره توپیر لري. د سینګار په ماهیت پورې تړلي لګښتونه او پایلې سره توپیر لري (لکه، د موجود میکانیزم رنګ).[۳][۴][۵]

نباتات[سمول]

ډېري ګل‌لرونکي نباتات هېرمافرودایت (خنثی) دي، خو شاوخوا ۶ سلنه نوعې یې بېلابېل نارینه او ښځینه جنس (ديويسي) لري. جنسي دیمورفیزم په دیوسیوس نباتاتو او نوعو کې متداول دی.[۶][۷][۸]

د حشراتو په ګرده‌خپروونکو نوعو کې نارینه او ښځینه، په ټولیزه توګه، سره ورته معلومېږي؛ ځکه چې نباتات د ګلانو د شیرې په څېر خوندور څیزونه ورکوي ترڅو ګرده‌خپروونکي وهڅوي چې بل ورته ګل باندې کښېني او ګرده‌خپرونه بشپړه شي. کاتازېتوم ارکیدې د دغې قاعدې یوه په‌زړه‌پورې استثنا ده. نارینه کاتازېتوم ارکیدې، اوګلوسین ګرده‌خپروونکو مچیو سره پولینیا په کلکه سرېښوي. وروسته له هغې بیا مچې له نورو نارینه‌وو ګلانو څخه ډډه کوي خو کېدای شي د ګلانو پر هغه ښځينه جنس باندې کښېني چې له نارینه‌وو سره په توپیر کې څرګندېږي.[۹]

تي‌لرونکي[سمول]

د تي‌لرونکو په ډېریو نوعو کې، نارینه جنس د ښځينه جنس په پرتله غټ دی. جېنونه او هورمونونه، مخکې تر زېږون (یا چرګوړي کولو) د ډېریو ژویو د ماغزو په بڼه نیونې او همدا راز د بالغ وګړو پر چلند باندې اغېزه پرېږدي. هورمونونه د انسان د ماغزو پر رامنځ‌ته کېدو او همدا راز په بلوغ کې د ماغزو پر وده باندې د پام‌وړ اغېزه لري. د «Nature Reviews Neuroscience» کره‌کتونکي ژورنال د مشاهدې له‌مخې، «له هغه ځای چې، په لاسي ډول د هورمون د کچو تنظیمول د جنسي کروموزوم جېنونو د بیان په پرتله لا اسانه دی، د هورمونونو اغېزې، په ماغزو کې د جنسي کروموزوم د جېنونو د مستقیم عمل په پرتله، په لا پراخه توګه مطالعه او لا ښې درک شوې دي». د ترلاسه شوې پایلې پر بنسټ، په داسې حال کې چې «د جنسي غدو توپیر رامنځ‌ته کوونکې اغېزې مسلطې ښکاري»، ترسره شوې څېړنې «هغه مفکوره تاییدوي چې جنسي توپیرونه، له عصبي اړخه، د X او Y جېنونو په بیان کې د ماغزو په کارکړونو او ناروغیو کې د جنسي توپیرونو لپاره ارزښتمنه ونډه لري». [۱۰][۱۱]

تکامل[سمول]

په ۱۸۷۱ز کې، چارلس داروین د جنسي انتخاب تیوري مطرح کړه، چې جنسي دیمورفیزم او جنسي انتخاب سره تړي.

د جنسي دیمورفیزم په لور لومړی ګام، د سپرم او تخمو د اندازو توپیرول (انیسوګمي) دي. انیسوګمي او معمولاً د کوچنیو نارینه ګمیټونو ډېرشمېر د ښځینه لویو ګمیټونو په نسبت، په ټولیز ډول د سپرم د غښتلې سیالۍ په وده کې پراته دي، ځکه کوچنی سپرم ژوندیو موجودات غښتلي کوي ترڅو ډېرشمېر سپرمونه تولید او نارینه (یا د هېرمافرودایتونو نارینه کړنه) لا پياوړی کړي.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

Volvocine الجي د جنسي دیمورفیزم د تکامل په هکله د پوهاوي ترلاسه کولو لپاره ګټور دي.[۱۶]

دغه، د جوړې لپاره د نارینه جنس سیالۍ ته شدت ورکوي او په ډېرو نوعو، په ځانګړې توګه، د تي‌لرونکو په شمول شمزۍلرونکو ژویو کې، د بل جنسي دیمورفیزم تکامل ته وده ورکوي. سره له‌دې، په ځینو نوعو کې، ښځینه جنس د نارینه‌وو په پرتله غټ دی، پرته له‌دې چې ګمیټونه یې په پام کې ونیول شي؛ او په ځینو نوعو کې ښځینه جنس (په ټولیز ډول د هغو نوعو ښځینه جنس چې نارینه د اولاد په روزنه کې ډېر وخت تېروي او له‌دې امله، هغومره اضافي نه‌ګڼل کېږي) د نارینه‌وو په څېر د جنسي جوړې د ټاکلو لپاره سیالي کوي.

د اندازې له پلوه جنسي دیمورفیزم د ویلوسی‌رپتور په څېر ځینو منقرض شویو نوعو کې لېدل کېږي. د ویلوسی‌رپتورانو په هکله، د اندازې جنسي دیمورفیزم کېدای شي د دوو فکټورونو له‌امله رامنځ‌ته شوی وي: د جنسي جوړې د جذبولو په موخه د ښکار په ډګر کې د نارینه جنس سیالۍ او یا د ځالې د ځای او جوړه جنس لپاره د ښځینه جنس سیالۍ، ځکه چې د د روزونکي نارینه جنس شمېر ډېر لږ دی.[۱۷]

په ډېریو نوعو کې، چې له یوه څخه زیاته جنسي جوړه لري، د هغه نارینه جنس د تناسلي تناسب ګټورتیا زیاته ده چې څو ښځینه جنسي جوړې لري، په داسې حال کې چې د هغه ښځینه جنس د تناسلي تناسب ګټورتیا، چې څو نارینه جنسي جوړې ولري، ډېره لږه ده یا هېڅ شتون نه‌لري. په دغو نوعو کې، د هر هغه صفت لپاره د انتخاب فشار زیات دی، چې پر مټ یې نارینه کولای شي لا زیاتې جنسي جوړې ولري. نو له‌دې امله، کېدای شي نارینه له ښځینه جنس څخه جلا او ځانګړي صفتونه ولري.[۱۸]

دغه صفتونه کېدای شي داسې ځانګړنې وي چې نارینه جنس دې ته وهڅوي ترڅو د خپل حریم یا «حرمسرای» لپاره مبارزه وکړي، یا داسې ځانګړنې وي چې ښځینه جنس ورته، په هر دلیل، په جنسي جوړه کې ارزښت ورکوي. د نارینه–نارینه سیالي هېڅ کومه ژوره تیوریکي پوښتنه نه‌مطرح کوي، خو د جنسي جوړې ټاکنه دغسې یوه پوښتنه مطرح کوي.[۱۹][۲۰][۲۱]

ښځينه جنس کېدای شي داسې نارینه انتخاب کړي چې غښتلي او روغ وي ترڅو په ډېر احتمال سره «ښه الیلونه» ولري او د روغو ماشومانو د زېږېدلو لپاره غوره وي. سره له‌دې، په ځینو نوعو کې، داسې برېښي چې ښځینه جنس داسې نارینه انتخابوي چې نه‌یوازې د اولاد د بقا کچه زیاتوي، بلکې داسې صفتونه لري چې د نسل د کمېدو لامل ګرځي (په بالقوه توګه، د طاووس د لکۍ په څېر صفتونه رامنځ‌ته کوي). د دغه واقعیت د بیانولو لپاره دوه فرضیې، «د شهوتي زوی فرضیه» او «د معلولیت اصل» دي.[۲۲]

د شهوتي زوی فرضیه بیانوي چې ښځینه په لومړیو کې کېدای شي یوه ځانګړنه وټاکي، ځکه چې دغه ځانګړنه کولای شي د اولاد بقا خوندي کړي، خو کله چې دغه لومړیتوب لا پراخ شي، ښځینه جنس اړ دی ترڅو د صفتونو انتخابولو ته دوام ورکړي، ان که ناوړه وي. هغوی چې د صفتونو انتخاب ته دوام نه‌ورکوي، داسې زامن به ولري چې د ډېریو ښخینه‌وو لپاره به جذابیت ونه‌لري (ځکه چې لومړیتوب لا پراخ شوی دی) او له‌دې امله لږشمېر جنسي جوړې پیدا کولای شي.[۲۳]

د معلولیت اصل بیانوي چې، که څه هم یو نارینه د یوه معلولیت په لرلو سره ژغورل کېږي، ثابتوي چې د هغه پاتې جېنونه «ښه الیلونه» دي. که چېرې هغه نارینه جنس، چې «بد الیلونه» لري، ځان له معلولیت څخه ونه‌ژغورلای شي، کېدای شي ښځينه جنس داسې تکامل ومومي چې د دغه معلولیت لرونکي نارینه انتخاب کړي؛ دغه ځانګړنه د اندامونو د تناسب داسې نښې په توګه عمل کوي چې په سختۍ سره پټېدلای شي.[۲۴]

سرچينې[سمول]

  1. Encyclopedia of Animal Behaviour (په انګلیسي ژبه کي). 2. Academic Press. 2019-01-21. د کتاب پاڼې 7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-12-813252-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Dictionary of Human Evolution and Biology". Human-biology.key-spot.ru. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  3. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Quantifying avian sexual dichromatism: a comparison of methods"]. The Journal of Experimental Biology 211 (Pt 15): 2423–30. August 2008. doi:10.1242/jeb.013094. PMID 18626076. 
  4. "Mate selection-a selection for a handicap". Journal of Theoretical Biology 53 (1): 205–14. September 1975. doi:10.1016/0022-5193(75)90111-3. PMID 1195756. Bibcode1975JThBi..53..205Z. http://eebweb.arizona.edu/faculty/dornhaus/courses/materials/papers/other/Zahavi%20sexual%20selection%20handicap%20model%20signal.pdf. 
  5. Andersson 1994
  6. "Dioecy and its correlates in the flowering plants". American Journal of Botany 82 (5): 596–606. 1995. doi:10.2307/2445418. http://nbn-resolving.de/urn:nbn:de:bvb:19-epub-14619-6. 
  7. Behnke, H.-Dietmar; Lüttge, Ulrich; Esser, Karl; Kadereit, Joachim W.; Runge, Michael (2012-12-06). Progress in Botany / Fortschritte der Botanik: Structural Botany Physiology Genetics Taxonomy Geobotany / Struktur Physiologie Genetik Systematik Geobotanik (په انګلیسي ژبه کي). Springer Science & Business Media. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-642-79844-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Ramawat KG, Merillon JM, Shivanna KR (2016-04-19). Reproductive Biology of Plants (په انګلیسي ژبه کي). CRC Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4822-0133-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Sexual dimorphism in catasetum orchids: forcible pollen emplacement and male flower competition"]. Science 232 (4757): 1538–40. June 1986. doi:10.1126/science.232.4757.1538. PMID 17773505. Bibcode1986Sci...232.1538R. 
  10. Lindenfors P, Gittleman JL, Jones KE (5 July 2007). Sex, Size and Gender Roles (په انګلیسي ژبه کي). Oxford University Press. د کتاب پاڼي 16–26. doi:10.1093/acprof:oso/9780199208784.003.0003. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199208784. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Sex chromosomes and brain gender"]. Nature Reviews. Neuroscience 5 (9): 701–8. September 2004. doi:10.1038/nrn1494. PMID 15322528. 
  12. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Evolutionary trajectories explain the diversified evolution of isogamy and anisogamy in marine green algae"]. Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America 109 (34): 13692–7. August 2012. doi:10.1073/pnas.1203495109. PMID 22869736. Bibcode2012PNAS..10913692T. 
  13. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Why are there so many tiny sperm? Sperm competition and the maintenance of two sexes"]. Journal of Theoretical Biology 96 (2): 281–94. May 1982. doi:10.1016/0022-5193(82)90225-9. PMID 7121030. Bibcode1982JThBi..96..281P. 
  14. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Cooperation and the evolution of anisogamy"]. Journal of Theoretical Biology 264 (1): 24–36. May 2010. doi:10.1016/j.jtbi.2010.01.019. PMID 20097207. Bibcode2010JThBi.264...24Y. 
  15. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "On the function of flowers"]. Proceedings of the Royal Society B: Biological Sciences 224 (1235): 223–266. 1985. doi:10.1098/rspb.1985.0031. Bibcode1985RSPSB.224..223B. 
  16. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Evolution of sexes from an ancestral mating-type specification pathway"]. PLOS Biology 12 (7): e1001904. July 2014. doi:10.1371/journal.pbio.1001904. PMID 25003332. 
  17. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Sexual Size Dimorphism in Raptors: Intrasexual Competition in the Larger Sex for a Scarce Breeding Resource, the Smaller Se"]. Emu 87: 59–62. 5 August 1986. doi:10.1071/MU9870059. 
  18. Futuyma 2005, p. 330
  19. Futuyma 2005, p. 331
  20. Futuyma 2005, p. 332
  21. Ridley 2004, p. 328
  22. Futuyma 2005, p. 335
  23. Ridley 2004, p. 330
  24. Ridley 2004, p. 332