Jump to content

کانډوم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کانډوم
عامه معلومات
عمومي معلومات
ځانګړې وېشنيزه
کارول
نور اړين مالومات
ساختماني توکي
کانډوم

کانډوم (په انگلیسي: Condom) يو ډول پوکڼۍ ده چې له ښځې سره د جنسي نږدېوالي په وخت کې د ښځې تناسلي آلې ته د نر مني (سپرم) مخه نيسي او د امېندوارۍ او د جنسي مقاربتي ناروغيو د مخنيوي په خاطر کارېږي. د ځینو کنډومونو سطحه په داسې سپرم وژونکې مادې ککړه وي چې د حمل مخنیوی کوي.

کارول

کانډوم تراوسه یوازې داسې تعبیر شوی، چې د ماشوم زېږولو د مخنیوي لپاره کارول کیږي، خو نورې ګټې یې هم شته: د جنسي اړیکو اطمینان رامنځته کوي، که د جنسي اړیکې یو لوری ( نارینه یا ښځینه) پخپله تناسلي برخه کې کوم میکروب یا ناروغي ولري، مقابل لوری یې د کنډوم له استعمال سره ده ته د دغې ناروغۍ د لېږدیدو اندیښنه نه کوي. یو ډول کانډومونه د جنسي اړیکو د پیاوړتیا یانې وخت زیاتولو خاصیت هم لري. په دې مانا چې کنډوم ستاسې د جنسي اړیکې د وخت زیاتولو سره هم مرسته کولای شي.

د کنډوم له کارونې سره ښځینه وو ته د ماشوم زېږولو د مخنیوي د درملو اړتیا نشته. کنډوم سبب کیږي، چې د نارینه د جنسي آلې سپرم د ښځینه د تناسلې آلې پرځای په دغه پلاستیکي پوښ کې تش او د ښځې په ګېډه کې د ماشوم د پیدا کیدو مخه ونیسي.

ډولونه

کانډوم د جوړښت له مخې ګڼ ډولونه لري. تاسې حق لرئ، چې په استعمال کې یې خپل ذوق او سلیقه وپالئ.

که ستاسې تناسلې آله غټه وي، کولای شئ اوږده او غټ او که لنډه وي، لنډ او واړه کنډومونه وکاروئ. همدا شان ډبل او نازک کنډومونه هم شته، نازک یې داسې دي چې هیڅ د کنډوم د موجودیت احساس نه درکوي. د دې کنډومونو له استعمال سره هیڅ فکر نه کوئ، چې جنسي آلې ته مو کنډوم ور اغوستی.

نازک کنډومونه عیناً د بې کنډومونه جنسي اړیکې خوند در باندې تجربه کوي. البته د ډېرو نازکو کنډومونو یو تاوان هم شته؛ هغه دا چې کیدای شي ډېر مقاومت ونه کړي، وشلیږي او ستاسې د تناسلې آلې اوبه مو د مېرمنې تناسلي آلې ته سرایت وکړي.

یو ډول نور کنډومونه هم شته، چې (ازغي لرونکي) ورته ويل کېږي. دا کنډومونه تر ټولو غوره ځکه ګڼل کیږي، چې ستاسې جنسي مقاومت زیاتوي او ورسره اوږدې اړیکې لرلای شئ.


په کنډوم اخیستو کې شرم مه کوئ، حتماً به مو مختلف ډولونه اخیستي او استعمال کړي وي. هغه، ډول یې چې ډېر ورسره راحت یئ، په نښه او هر ځل یې د پېرلو پر وخت پوښتنه وکړئ او پیدا یې کړئ.

خپلې جنسي سلیقې ته په کتو سره هماغه ډول کنډوم واخلئ او ښې جنسي اړیکې ورسره ولرئ. که په افغانستان کې ژوند کوئ او حیا مو راځي، چې د خوښې وړ کنډوم په اړه له درمل پلورونکي سره سپین ـ سپین وغږیږئ، کولای شئ پر کاغذ یې نښې ولیکئ او درمل پلورونکي ته د درملو د نسخې په شان مخې ته کیږدئ.

سرچينې