د ماسكو لاس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ماسكو لاس
د ماسكو لاس
د ماسكو لاس

ليکوال ل. و. شيبارشين
ژبه پښتو
هېواد پاکستان، پېښور
د خپريدو نيټه په پښتو ۱۳۸۲ لمريز/۲۰۰۳ زېږدي کال
د کتاب موضوع
تاريخي اثر
 

آرنومد_رسنۍ_ډولانځورگرد_پښتۍ_طراحد_انځور_پايڅوړوروسته_لهسکالوټولگهټول_مخونهمخکې_لهخپرندویژباړن

د ماسکو لاس د پخواني شوروي اتحاد د وخت د «کې جي بي» څارگريز سازمان د لومړۍ لويې ادارې (لومړي ریاست) د ريئس او د کې جي بي د مرستيال ليونيد ولاديميروويچ شېبارشين (۱۹۳۵-۲۰۱۲) يو اثر دی چې پښتو ژباړه يې ليکوال او ژباړن محمد طاهر کاڼي کړې ده.

د کتاب د منځپانگې په اړه

د ماسکو لاس نومي کتاب ليکوال تورن جنرال ليونيد ولاديميروويچ شيبارشین د روسانو له خوا د افغانستان د نېواک په کلونو کې د کې جي بي له ډېرو مهمو چارواکيو څخه وو . مرستيال او لنډه موده یې سرپرست وو . د افغانسان په اړه دده ليکنه سره له دې چې د هغه وخت د شوروي نظر څرگندونه کوي خو بیا هم د پېښو له ځينو رښتياوو څخه پرده پورته کوي . په تېره بيا له ببرک کارمل څخه ډاکتر نجيب الله ته د واک سپارلو بهير ، چې په بشپړه توگه تر شووري واکمنۍ لاندې وو ، په تفصيل سره بيانوي . سره له دې چې بيا یې هم ښايي چې ځينې برخې ناویلې پرې اېښې وي او د خپلو گوډاگيانو د بدلون رابدلون ټولې رښتياوې یې نه وي رابرسېره کړې . شېبارشين په ټوله کې پر افغانستان باندې تېری يوه تېروتنه گڼي او په دغه هېواد کې د شوروي هر گام ورته تېروتنه ښکاري . نومړی د خپل کتاب په يو ځای کې ليکي : «شوروي سياسي مشرتابه دا مېړنتوب او زړورتوب نه درلود چې په دې اعتراف وکړي چې د ببرک کارمل او زموږ د پوځونو پر وړاندې باڼدونه نه دي ولاړ ، بلکې پراخ ولسي مقاومت ولاړدی.» د جنرال شېبارشين دغه اثر د شوروي يرغل ځينې نوي اړخونه موږ ته راسپړي . هیله ده چې يو وخت هلته داسې زړور «سخاروفان» راپيدا شي چې د ټولو رښتياوو په بيان کې نه د ژونديو له سیوري وډاریږي او نه هم د مړو له سيوري . له دې ټولو سره سره دده دا اعتراف د پام وړ دی چې ډېرو نورو روسي چارواکيو يې د ويلو زړه نه دی کړی : «لازمه ده په دې اعتراف وشي چې موږ سياسي او پوځي ماتې خوړلې ده . پوځي ماتې له سياسي ماتې څخه راوزېږېده.»

د کتاب د چاپ چارې

د ماسکو لاس کتاب په جرمني کې د افغانستان د کولتوري ودې ټولنې له خوا چاپ شوی دی . د کتاب د چاپ چارې پر ۱۳۸۲ لمريز (۲۰۰۳) زيږدي کال په پېښور کې د اسدالله دانش ساپي په چاپخونه کې ترسره شوې دي . کتاب په منځني کاغذ کې د زرو ټوکو په شمېر چاپ شوی او۱۷۳ مخونه لري . ددې کتاب د چاپ زيار سيد عبدالله پاچا کښلی او کمپوز یې هم ذبیح الله شفق کړی دی .

اخځونه

  1. د ماسکو لاس .
  2. http://ru.wikipedia.org/wiki/Шебаршин,_Леонид_Владимирович