Jump to content

د قباء جومات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

قبا مسجد په اسلام کې لمړنئ جوړ سوی جومات دی چي د پیغمبر محمدﷺ په ښار کي جوړ سو، او دا جومات له تاریخي پلوه هم د مسلمانانو لخوا لمړئ جوړ سوی مسجد ګڼل کیږي.

Quba Mosque
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
اداري سیمه
هېواد
دین
جوړښت
د معماري سټایل
معمار
بنسټګر
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۲۴°۲۶′۲۱″شمال ۳۹°۳۷′۰۲″ختیځ / 24.439166666667°شمال 39.617222222222°ختيځ / 24.439166666667; 39.617222222222 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

قباء جومات د نبوي جومات څخه وروسته د مدينې منوري په ښار کي ترټولو لوی جومات دی. دا جومات د مدینې په سويل کي موقعیت لري، او خپله د رسول الله (ﷺ) لخوا هغه مهال جوړ سوی دی کله چي هغه له مکې څخه مدینې ته هجرت وکړ. یاد جومات د عثمان بن عفان لخوا نوی جوړ سو، او ورپسې ولید بن عبدالمالک او عمر بن عبدالعزیز نور پراخ کړ. همدارنګه د مصر سلطان قایتبای، عثماني سلطان محمود دویم او د هغه زوی سلطان عبدالمجید اول هم پراختیا پکښي راوستل، څو چي وروستنۍ پراختیا یې د سعودي دولت په دوره کي په عصري ډول ترسره سول.

پاچا فهد بن عبدالعزیز آل سعود په ۱۴۰۵ هجري سپوږمیز کال کي د قباء جومات د پراخولو د بنسټ ډبره کښېښوده او کار یې په ۱۴۰۷ هجري سپوږمیز کال کې بشپړ سو، چي په دي کي یوازي د لمانځه د تالار مساحت ۵۰۰۰ متره مربع ته ورسېدی او د جومات د ودانۍ ساحه چې د خدماتو تاسیساتو سره ځای یې په بر کي نیولی وو 13,500 مربع مترو ته ورسېدل. قباء جومات اوس وخت د 20,000 لمونځ کونکو ځای لري.

د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د رمضان المبارک په میاشت کي ولیعهد محمد بن سلمان بن عبدالعزیز آل سعود د قباء جومات د تاریخ د تر ټولو لویي پراختیا او د شاوخوا سیمي د جوړښت امر وکړ، چي یاده پروژه د حرمینو شریفینو د سرپرست په نوم ونومول سوې ده او پاچا سلمان بن عبدالعزیز غواړي ترڅو د جومات ټوله مساحت 50 زره مربع مترو ته لوړ ورسوي چي په دې سره به د 66 زرو لمونځ کونکو ظرفیت لري.

په صحیح البخاري او صحیح مسلم کې راغلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به هره شنبه مسجد قباء ته په پښو یا سورلۍ باندي تشریف راوړ، او دوه رکعته لمونځ به یې ترسره کاوه.