عمر بن عبدالعزيز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عمر بن عبدالعزيز (682د نومبر 2_720فبروري ) ,(63د صفري 26تر101د رجب 16)عمر بن عبدالعزيز يو اموي خليفه وو ،چي له 717نه تر 720زېږديز کاله پوري يې خلافت کړى، هغه همدارنګه د مخکني خليفه د تره زوى وو،هغه همدارنګه د مورله خوا د دوهم خليفه عمر فاروق رض لمسى وو. 

د ژوند تاريخچه [سمول]

ابتدايي ژوند [سمول]

عمر د 682 زېږديز کال د نومبر په دوهمه نېټه په مدينه منوره کي وزېږېد،دهغه پلار د خليفه له خوا د مصر والي ټاکل شوى وو.عمر بن عبدالعزيز هلته لوى شو او د پلار تر مرګه هلته پاته شو،له هغه وروسته د عبدالملک له خوا دمشق ته وغوښتل شواو دهغه له لور فاطمې سره يې واده وکړ،دده خسر ډېر ژر وفات شو او عمر دده د تره الوليد تر امر د مدينې والي شو 

عمر بن خطاب (رض)د خلافت پر مهال امر کړى وو چي هيڅ کس بايد اوبه له شيدو سره ګډي نه کړي.يوه شپه عمر بن خطاب رض د خلکو د احوال اخستو د پاره په ښار کي ګرځيدو ،نو د يوې ښځي اواز يې واورېده چي خپلي لور ته يې ويل چي اوبه له شيدو سره ګډي کړي،خو لور يې ورته وويل چي خليفه امر کړی چي هيڅوك بايد اوبه له شيدو سره ګډي نه کړي ،مور يې ورته وويل چي دلته نه خليفه شته او نه هغه له موږ نه خبرېږي ،خو لور يې ځواب ورکړ که خليفه نشته نو الله تعالى خو شته .عمر رض ددې جواب په اوريدو سره ډېر خوشحاله شو او خپل زوى عاصم عاصمته يې وويل تر څو له دغي جينۍ سره واده وکړي او ويې ويل زه هيله لرم چي هغه ښځه به داسي زوى وزېږوي چي پر عربو به حکومت کوي،عمر ثاني (عمر بن عبدالعزيز)له دغه واده نه دعاصم دلور زوى وو.(عبدالحکم17-18)

خلافت[سمول]

عمر بن عبدالعزیز رحمة الله عليه په خپله هم عالم وو او دده دربار د عالمانو او پوهانو جای وو.هغه خلك علم ته تشويق كول.همدارنگه د عمر بن عبدالعزیز رحمة الله عليه په وخت كي د مسلمانانو د ترقي او پرمختگ لپاره زيات كارونه وشو.  د هغه په اړه د علماوو نظر شاه ولي الله دهلوي د اتلسمي پېړۍ سني عالم د عمر بن عبدالعزيز په هکله داسي فرمايلي "د هري پېړۍپه پاى كي يو مجدد موجود وي د لمړۍ  هجري پېړۍ مجدد د اهل سنت او جماعت امام عمر بن عبدالعزيز وو…"

وفات[سمول]

حضرت عمر بن عبدالعزیز رحمة الله عليه د ١٠١ هجري قمري كال د رجب د مياشتي په ٢٠ د جمعي په ورز د ٤٠