منځپانگې ته ورتلل

سلطان عبدالمجید (اول)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عبدالمجيد اول ( لمړی سلطان عبدالمجید ; ۲۵ اپریل ۱۸۲۳_ 25 جون 1861) د عثماني امپراتورۍ یوویشتم واکمن وو. نوموړی د ۱۸۳۹ کال د جولای په دوهمه د خپل پلار محمود دویم ځای ناستی سو. د عبدالمجید واکمني په عثماني ترکیه کي د ملتپالو خوځښتونو د ودې لپاره د پام وړ او په زړه پوري دوره وه.

سلطان عبدالمجید (اول)
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۲۵ اپريل ۱۸۲۳[۳] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې نېټه
۲۵ جون ۱۸۶۱[۳][۴][۵] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
ښخولو ځای
استوګنځی
ژبې
دنده
ruler (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
Adile Sultan (en) ژباړلAbdülaziz (mul) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
دین
نور اړين مالومات
برخه د
جوړښت
جایزې

عبدالمجید غوښتل چې د بېلتون غوښتونکو هیوادونو په منځ کي عثمانیزم وهڅوي او په امپراتورۍ کي د ملتپالو خوځښتونو مخه ونیسي، او د نوي قوانینو او اصلاحاتو په راتګ سره غیر مسلمانان او غیر ترکان په عثماني ټولنه کي په بشپړه توګه مدغم کړي خو په دې برخه کي د هغه هڅي ناکامه سوې.

په عثماني ترکیه کي د عبدالمجید لویه لاسته راوړنه د هغه تنظیم اصلاحاتو اعلان او پلي کول وه چي دده د پلار لخوا چمتو سوي او په میراث ورپاته سوي وه، او په اغېزناکه توګه یې په 1839 کي د عثماني امپراتورۍ عصري کولو ته لاره پرانیستل.

حکومت

[سمول]

عبدالمجید هڅه کول چي د لویدیي اروپا له سترو قدرتونو، یعنې بریتانیا او فرانسې سره چي د روسیې پر وړاندي د کریمیا په جګړه کې د عثماني امپراتورۍ تر څنګ جنګېدلي وه اتحاد جوړ کړي. د همدې موخي پر اساس د ۱۸۵۶ کال د مارچ په ۳۰ نېټه د پاریس د کانګرس په ترڅ کي عثماني امپراتورۍ په رسمي ډول د اروپا د کنسرت په منځ کي شامله سول. اروپایانو که څه هم چي د عثماني سلطنت یاده غوښتنه قبول کړه، خو په مقابل کي یې د مولداوا، سربیا او والاچیا هیوادونو خپلواکي هم له عثماني سلطنت څخه په ډېر ځیرک او چالاکه سیاست ترلاسه کړه او په ختیځه اروپا کي یې د عثماني ځواکونو په وړاندي یوشمېر پټ پاڅونونه په داسي ډول رهبري کړه، چي وروسته یې د عثمانیانو لپاره لوی سر درد جوړ کړ او پایله یې د یادو سیمو په خپلواکۍ باندي تمامه سول.

د عبدالمجید په واکمنۍ کي د عثمانيانو لپاره په کورنۍ کچه لویه ستونزه د لبنان کورنۍ نښتي او د مصر له واکمن محمد علي پاشا سره ډغري وې، چي له امله یې په لبنان کي د فرانسې استعماري سیاست په بشپړه توګه پلۍ او دغه سیمه د عثماني ځواکونو له نفوذ څخه دباندي ووتل. همدارنګه په مصر کي د محمد علي پاشا بې حده نفوذ ددې لامل سو ترڅو عثماني دربار نوموړي ته د افریقا دغه ستراتیژیک هیواد د یو میراثي خاور په توګه پریږدي.

مړینه

[سمول]

سلطان عبدالمجید په 1861 زیږدیز کال کي د یو ناروغۍ له امله وفات سو.

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Union List of Artist Names ID: 500281872. ويل شوي په: Union List of Artist Names. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ ۲٫۴ ۲٫۵ ۲٫۶ ۲٫۷ سرچينې تړی: https://islamansiklopedisi.org.tr/abdulmecid.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. بياځلي سمون: ۲۷ اپريل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  4. ويل شوي په: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Abdulmecid-I. سکالو پېژند: Abdulmecid I. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  5. ويل شوي په: Brockhaus Enzyklopädie. Brockhaus Enzyklopädie online ID: abd-ul-medjid-abd-ul-medjid-i. سکالو پېژند: Abd ül-Medjid (Abd ül-Medjid I.). بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. خپروونکی: F.A. Brockhaus. اثر ژبه: جرمني ژبه. خپرېدو نېټه: ۱۷۹۶.
  6. ويل شوي په: IdRef. IdRef پېژند: 076662004. بياځلي سمون: ۴ مارچ ۲۰۲۰. خپروونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ ۷٫۳ سرچينې تړی: https://ttk.gov.tr/osmanli-padisahlari/.