د سعودي عربستان تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سعودي عربستان تاریخ د یوه ملي دولت په توګه په مرکزي عربستان کې د ال سعود د کورنۍ له څرګندېدو وروسته په ۱۷۴۴ کال کې او له هغه وروسته د دیریه امارت له تاسیس سره پیل شو. له اسلام نه دمخه عربستان، هغه سیمه چې اوسنی عربستان جوړوي، د څو پخوانیو کلتورونو او تمدنونو ځای و،   چې د سعودي عربستان له تاریخ نه دمخه په نړۍ کې د بشري کړنو ځینې لومړنۍ نښې څرګندوي.[۱]

د نړۍ دویم ستر دین اسلام، په ننني عصري سعودي عربستان کې راڅرګند شو. د اوومې پیړۍ په لومړیو کې، د اسلام پیغمبر محمد (ص)د سعودي عربستان نفوس سره یو ځای کړ او یو واحد اسلامي مذهبي سیاست یې رامنځته کړ. په ۶۳۲ ز کال کې د هغه له مړینې وروسته، د هغه پیروانو د څو لسیزو په مودې کې یې په چټکۍ سره له عربستان څخه هاخوا د مسلمانانو د واکمنۍ سیمه پراخه کړه، د سیمې لویې او بې سارې پراخې برخې یې (په لویدیځ کې د ایبریا ټاپو وزمې څخه په ختیځ کې د نن ورځې پاکستان پورې) سوبه کړې.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د عصري سعوي عربستان سیمه پخوا له څلورو بېلو تاریخي سیمو څخه جوړه شوې وه: حجاز، نجد او د ختیځ عربستان ځینې برخې (الهسه) او جنوبي عربستان (اصیر). د سعودي عربستان عصري پاچهي په ۱۹۳۲ ز کال کې د عبد العزیز بن عبدالرحمن له خوا تاسیس شوه، چې په لویدیځ کې د ابن سعود په نوم مشهور دی.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

له اسلام نه دمخه عربستان[سمول]

داسې شواهد شته دي چې د عربستان په ټاپووزمه کې د انسان اوسېدل شاوخوا ۶۳۰۰۰ کاله پخوا ته رسېږي. پر دې سربېره، د ډبرینې زمانې د لومړنۍ منځنۍ دوره (Middle Paleolithic) د ډبرو وسیلې، د نورو حیواناتو فوسیلونو سره چې د سعودي عربستان په شمال لویدیځ کې په تیس الغدا کې موندل شوي، ښایي چې هغو انسانانو د ۳۰۰۰۰۰ او ۵۰۰۰۰۰ کلونو ترمنځ د «شنه عربستان» له لارې مهاجرت کړی وي.[۱۳][۱۴][۱۵]

لرغونپوهنېځینې لومړني مېشت شوي تمدنونه په ډاګه کړي دي: د ډیلمون تمدن د عرب ټاپووزمې په ختیځ کې، د حجاج شمال تهمد، په مرکز کې د کینده پاچهي او د المګار تمدن د عربستان د ټاپووزمې په جنوب لویدیځ کې.[۱۶][۱۷][۱۸]

د اسلام خپراوی[سمول]

محمد(ص) د اسلام پیغمبر محمد(ص) ، په ۵۷۰ کال مکه کې وزېږېد او لومړی ځل یې په ۶۱۰ کال کې مدینې منورې ته له هجرت څخه مخکې په ۶۲۲ ز کال کې یې په دغه ښار کې تبلیغ پیل کړ. له هغه ځایه، هغه او ملګرو یې د اسلام تر بیرغ لاندې د عربو قبیلې سره یو ځای کړې او د عربو په ټاپووزمه کې یې یو واحد عربي مسلمان دیني حکومت رامنځته کړ.

په ۶۳۲ ز کال کې د حضرت محمد (ص)له مړینې وروسته حضرت ابوبکرصدیق( رض) د لومړي خلیفه په توګه د مسلمانانو مشر شو. ابوبکر د عربو د قبایلو له خوا د بغاوت له ځپلو وروسته (چې په رایدا جګړې، یا «ارتداد جګړې») مشهورې وې، پر بیزانس سترواکۍ برید وکړ، په ۶۳۴ ز کال کې د هغه له مړینې وروسته، حضرتعمر(رض) د خلیفه په توګه وټاکل شو او وروسته یې حضرت عثمان بن عفان(رض) او علی(رض) بن ابی طالب وټاکل شو .[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

اموي او عباسي دورې[سمول]

په ٧٥٠ ز کال کې د اموي سترواکۍ له راپرزېدو وروسته، ډېری هغه څه چې باید سعودي عربستان ته ورګرځول شوي وای، د مسلمانانو د لومړنیو سوبو وروسته ډېر ژر دودیزې قبایلي واکمنۍ ته وروګرځول شو او بېلابېل قبایل او قبایلي امارات او کانفدراسیونونه له پر له پسې بدلون سره پاتې شو. [۲۳][۲۴]

لومړی معاویه، د امویانو لومړی خلیفه، له مکې مکرمې سره یې مینه پیدا شوه، ودانۍ یې جوړې کړې او څاه ګانې یې وکیندلې. مکه د مرواني خلفاوو په وخت کې د شاعرانو او د موسیقارانو ځای شو. ان تر دې چې، د امویانو په دورې کې مدینې د خپل ارزښت له امله ،مکه تر خپل اغېز لاندې راوستلې وه، ځکه چې دا د نویو مسلمانو اشرافو کور وو. [۲۵]

عثماني عصر[سمول]

لومړي سلیم د واکمنۍ په لومړیو کې په ۱۵۱۷ ز کال کې مدینه منوره او مکه لاس ته راوړې، عثمانیانو په ۱۶ مه پیړۍ کې خپلې سترواکۍ ته د سور سمندر په غاړه د حجاز او اصېر سیمې او د فارس خلیج په ساحل کې د الحصې سیمې ورزیاتې کړې. په را روانو څلورو پېړیو کې په دې سیمو باندې د کنترول درجه یې، د سترواکۍ د مرکزي واک د پیاوړتیا یا کمزورۍ له امله توپیر درلود. په حجاز کې، مکه شریفه په پراخه کچه د دوی د سیمې په کنټرول کې پاتې شوې وه (که څه هم په مکه کې به ډېر وخت د عثماني سترواکۍ والياو چاوڼي شتون درلود).[۲۶]

د وهابیزم او سعودي عربستان د لومړي دولت راپورته کېدل[سمول]

د سعودي د کورنۍ راپورته کېدنه په ۱۷۴۴ ز کال کې د سعودي عربستان په مرکزي سیمو کې پیل شوه. په هغه کال کې محمد بن سعود، چې ریاض ته نږدې د ادریه ښارګوټي قبیلوي واکمن و، د وهابي غورځنګ له بنسټګر محمد بن عبدالوهاب سره یوځای شو. دا اتحاد چې په ۱۸ مه پیړۍ کې رامنځته شوی و، د سعودي عربستان د پراختیا لپاره یې ایدیالوژیکه انګېزه برابره کړه، چې تر ننه پورې د سعودي عربستان د کورنۍ د بنسټ په توګه پاتې ده. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

د سعودي عربستان لومړنی دولت په ۱۷۴۴ ز کال کې د ریاض په شاوخوا سیمه کې تاسیس شو او د لنډې مودې لپاره یې د اوسني سعودي عربستان ډېری برخې د ۱۷۸۶ او ۱۸۱۶ز کلونو ترمنځ د سوبو له لارې تر خپل کنټرول لاندې راوستلې، په دې کې مکه او مدینه هم شاملې وې.[۲۹][۳۰]

عصري تاریخچه[سمول]

د عبدالعزیز پوځي او سیاسي بریاوې له اقتصادي پلوه منعکسې شوې نه وې، تر دې چې په ۱۹۳۸ ز کال کې د فارس خلیج په ساحل کې الحسا سیمې کې د تېلو پراخې زېرمې کشف شوې. پراختیا په ۱۹۴۱ ز کال کې پیل او تر ۱۹۴۹ ز کاله پورې تولید په بشپړ ډول روان و.

عبد العزیز په ۱۹۵۳ کال کې ومړ. سعود پاچا په ١٩٥٣ کال کې د خپل پلار له مړینې وروسته د پاچاهۍ تخت ته ورسېد. تیلو سعودي عربستان ته اقتصادي نیکمرغي او په نړیواله ټولنه کې د سیاسی قوت په برخه کې ډیر څه برابر کړل.[۳۱][۳۲][۳۳]

فیصل په ۱۹۷۵ ز کال کې د خپل وراره شهزاده فیصل بن موسید له خوا ووژل شو، چې د خپل ناسکه ورور خالد له خوا بریالی شو، د هغه د پاچهۍ اقتصادي او ټولنیز پرمختګ په ډېره چټکه توګه دوام وکړ او د هېواد په زیربنایياو تعلیمي سیستم کې یې انقلاب رامنځته کړ، په بهرني سیاست کې، له امریکا سره نږدې اړیکې بیا پیل شوې.[۳۱]

په ۱۹۷۹ ز کال کې، دوه پېښې رامنځته شوې، چې دا ال سعود د رژیم لپاره  یې ګواښوونکې ګڼلې شو چې د عربستان پر بهرني او کورني سیاست یې اوږد مهالې اغېزې درلودې. لومړۍ یې د ایران اسلامي انقلاب و. په ۱۹۷۹ او ۱۹۸۰ ز کلونو کې په سیمه کې د حکومت ضد ډېر بغاوتونه وشول. دویمه پیښه په مکه کې د اسلامي افراطیانو له خوا د ستر جومات نیول و.

پاچا عبدالله په ۲۰۱۵ ز کال کې مړ شو او د هغه ناسکه ورور سلمان پاچا شو. نوي پاچا حکومت بیا تنظیم کړ، څو بیروکراټیک ریاستونه یې لغو کړل. پاچا سلمان سعودي عربستان د یمن په دویمه کورنۍ جګړه کې ښکېل کړ. سلمان په ۲۰۱۷ ز کال کې خپل زوی محمد بن سلمان د ولیعهد په توګه ونوماوه او محمد له هغه راهیسې په حکومت کې له خپل پلار سره مرسته کوي. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

محمد بن سلمان، په دغه هېواد کې ښځو ته یو شمېر حقونه ورکړل، د مثال په توګه: د سعودي عربستان ښځو ته په ۲۰۱۷ ز کال کې د موټر چلولو حق ورکړل شو او په ۲۰۱۸ ز کال کې هغوی ته اجازه ورکړل شوه چې د نارینه سرپرست له اجازې پرته خپل کاروبار خلاص کړي.[۴۱]

سرچینې[سمول]

  1. 88,000-Year-Old Finger Bone Pushes Back Human Migration Dates, www.nationalgeographic.com
  2. "The Global Religious Landscape". Pew Forum. 18 December 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Lindsay, James E. (2005). Daily Life in the Medieval Islamic World. Greenwood Press. د کتاب پاڼې 33. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-313-32270-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Islam, The Arab Empire Of The Umayyads". history-world.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "The Arab Empire | Mohammed | Umayyad Empire History". www.historybits.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Top 10 Greatest Empires In History". Listverse. 22 June 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Pillalamarri, Akhilesh (22 February 2015). "The 5 Most Powerful Empires in History". The National Interest. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "10 Greatest Empires in the History of World". Top Ten Lists. 24 March 2010. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ فبروري ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Madawi Al-Rasheed (2013). A Most Masculine State: Gender, Politics and Religion in Saudi Arabia. د کتاب پاڼې 65. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-76104-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Caryl, Sue (20 February 2014). "1938: Oil Discovered in Saudi Arabia". National Geographic. National Geographic Society. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Learsy, Raymond (2011). Oil and Finance: The Epic Corruption. د کتاب پاڼې 89. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "International – U.S. Energy Information Administration (EIA)". eia.gov. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Early humans settled in Arabia". usatoday. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Saudi Embassy (US) Website Archived 4 March 2016 at the Wayback Machine. retrieved 20 January 2011
  15. Roberts, Patrick; Stewart, Mathew; Alagaili, Abdulaziz N.; Breeze, Paul; Candy, Ian; Drake, Nick; Groucutt, Huw S.; Scerri, Eleanor M. L.; Lee-Thorp, Julia; Louys, Julien; Zalmout, Iyad S.; Al-Mufarreh, Yahya S. A.; Zech, Jana; Alsharekh, Abdullah M.; al Omari, Abdulaziz; Boivin, Nicole; Petraglia, Michael (29 October 2018). "Fossil herbivore stable isotopes reveal middle Pleistocene hominin palaeoenvironment in 'Green Arabia'". Nature Ecology & Evolution. 2 (12): 1871–1878. doi:10.1038/s41559-018-0698-9. hdl:10072/382068. PMID 30374171. S2CID 53099270. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Philip Khuri Hitti (2002), History of the Arabs, Revised: 10th Edition
  17. Levy, Thomas E.; Higham, Thomas; Bronk Ramsey, Christopher; Smith, Neil G.; Ben-Yosef, Erez; Robinson, Mark; Münger, Stefan; Knabb, Kyle; Schulze, Jürgen P.; Najjar, Mohammad; Tauxe, Lisa (28 October 2008). "High-precision radiocarbon dating and historical biblical archaeology in southern Jordan". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 105 (43): 16460–16465. Bibcode:2008PNAS..10516460L. doi:10.1073/pnas.0804950105. PMC 2575442. PMID 18955702. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Bimson, John J.; Tebes, Juan Manuel, Timna revisited : egyptian chronologyand the silver mines of the southernArabah Archived 1 November 2018 at the Wayback Machine. Antiguo Oriente Vol. 7, 2009
  19. See: Holt (1977a), p.57, Hourani (2003), p.22, Lapidus (2002), p.32, Madelung (1996), p.43, Tabatabaei (1979), p.30–50
  20. L. Gardet "Islam". Encyclopaedia of Islam Online.  
  21. Farah, Caesar (1994). Islam: Beliefs and Observances (5th ed.), pp.145–147 کينډۍ:ISBN
  22. Goldschmidt, Jr., Arthur; Lawrence Davidson (2005). A Concise History of the Middle East (8th ed.), p.48 کينډۍ:ISBN
  23. Encyclopædia Britannica Online: History of Arabia retrieved 18 January 2011
  24. Joshua Teitelbaum "Saudi Arabia History". Encyclopædia Britannica Online.  
  25. M. Th. Houtsma (1993). E.J. Brill's First Encyclopaedia of Islam, 1913–1936. BRILL. د کتاب پاڼي 441–442. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-09791-9. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Goodwin, Jason (2003). Lords of the Horizons: A History of the Ottoman Empire. Macmillan. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-312-42066-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Page needed
  27. 'Wahhabi', Encyclopædia Britannica Online retrieved 20 January 2011
  28. King Abdul Aziz Information Resource – First Ruler of the House of Saud Archived 14 April 2011 at the Wayback Machine. retrieved 20 January 2011
  29. ۲۹٫۰ ۲۹٫۱ Saudi Embassy (US) Website Archived 4 March 2016 at the Wayback Machine. retrieved 20 January 2011
  30. ۳۰٫۰ ۳۰٫۱ Encyclopædia Britannica Online: History of Arabia retrieved 18 January 2011
  31. ۳۱٫۰ ۳۱٫۱ Joshua Teitelbaum "Saudi Arabia History". Encyclopædia Britannica Online.  
  32. al-Rasheed, M., A History of Saudi Arabia (Cambridge University Press, 2002) کينډۍ:ISBN
  33. Robert Lacey, The Kingdom: Arabia & The House of Sa'ud, Harcourt Brace Jovanovich, Inc, 1981 (Hard Cover) and Avon Books, 1981 (Soft Cover). Library of Congress: 81-83741 کينډۍ:ISBN
  34. "Report of Study of US Foreign Aid In M.E. & African Countries", US Congress 1963, p.387
  35. "Israel Urges UN Adopt Direct Peace Talk Move. The Jewish Floridian, 21 December 1962, p.1a". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) One of the principal Arab detractors of Israel was missing today, and the Saudi Arabian position in the committee chamber was vacant. Shukairy left here Saturday, unannounced but not unnoticed. Having been recalled from his post by Saudi Arabia's King Feisal. A number of delegates, including Arabs embarrassed by his volatile speeches stirring anti-Semitism and endorsing the neo-Nazi Tacuara movement of Argentina, had asked King Feisal to take him away from the already highly charged UN scene.
  36. "Congress Bi-weekly, Volume 30, 1963, p.5". 1963. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. (په 16 September 1962 باندې). Argentine Youths in Nazi Group Salute and Cry: 'Hail Tacuara!'; Anti-Semitic Organization, Said to Be Growing, Asserts It Fights 'Zionism, Capitalism and Communism' Tells About Drills He Doubts Charges.
  38. Mann, Joseph (2 January 2014). "J Mann, "Yemeni Threat to Saudi Arabia's Internal Security, 1962–70." Taylor & Francis Online. 25 Jun 2014". Journal of Arabian Studies. 4 (1): 52–69. doi:10.1080/21534764.2014.918468. S2CID 153667487. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Israel’s Relations with Non-arab Lands in Middle East Irk Arabs JTA, 12 September 1963
  40. archive.com/hutchinson-news-dec-12-1962-p-1 Hutchinson News Newspaper Archives. 12 December 1962 Page 1 Archived 1 August 2013 at the Wayback Machine.. "Ambassador Under Fire" Arab diplomats, so annoyed at Saudi Aradian Ambassabor Shukairy for his rash speech advocating anti-Israel action that they consider urging Saudi Prince Faisal to recall him, That comes from diplomats who claim to be in close touch with the Saudi Arabian government. Incidentally, this is not the first time that Mr. Shukairy has aired his personal views on the subject. He has delivered similar speeches here and Arabs were just and unappreciative then.
  41. "Background note: Saudi Arabia". US State Department. 2012-06-29. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)