د افغانستان شعر
د افغانستان په نوم د ننني عصر شعرونه چي پخوانۍ ریښې لري، زیاتره یې په دري او پښتو ژبو لیکل سوي دي. [۱] افغان شاعري د افغانستان له کلتور سره تړاو لري او د افغاني ادبياتو يو عنصر بلل کیږي.
تاریخ
[سمول]له اوومې هجري پېړۍ څخه نیولې بیا تر یوولسمې پیړۍ پوري او همدرانګه د افغانستان د اسلامي فتحې څخه مخکي افغانانو پخپله سیمه کي د شعر او شاعرۍ ځانګړي ادبیات درلودل. د پټي خزانه مشهور مستند د پښتو شعرونو مهمه برخه په ځان کي لري کوم چي تر اتمي پېړۍ وړاندي لیکل سوی دی. ځینې مشهور شاعران چې د لوی افغانستان په سیمه کي زیږیدلي یا یې ژوند کړی دی نومونه یې په دې ډول دي : رومي ، خوشحال خان خټک ، رحمان بابا ، احمدشاه درانی ، تیمورشاه درانی ، شجاع شاه دراني ، غلام محمد طرزي ، غلام حبیب نوابي، مسعود نوابي., حمیرا نخت دستګیرزاده او یو شمیر نور چي هر یو یې د ادب په برخه کي د ختیځ مشهوري څېرې ګڼل کېدې. د افغانستان ادب په سیمه کي دومره غښتلۍ وو چي په وروسته کي ګاونډي هیواد ایران د یو شمېر ادبي غلاوو په جریان کي ددوی حماسې او مشهوره اشخاص لکه مولانا رومي، سید جمال الدین افغان، ابن سینا بلخی او داسي نور د ځان وګڼل.
د افغانستان ملت یو شمیر ښځینه شاعراني لکه رابعه بلخي او د اوولسمې پیړۍ نازو توخي هم لري. په هیواد کي د سیاسي ناکراریو او جګړو له امله ډیری ښځینه شاعرانې پټي پاتي سوې. نن ورځ په افغانستان کي دننه او دباندي ډېرې کمي ځواني شاعراني شتون لري لکه شفیقه خپلواک او افغانې الاصله امریکايي ساجیه اله احرار ، چې د امریکا د مریم واشنګټن پوهنتون محصله ده او په ۲۰۱۰ کال کي یې د "نړۍ د سولې هیله" تر عنوان لاندي یو شعر لیکلی دی. [۲]