د افغانستان کلتور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان کلتور له دریو زریزو څخه  د زیاتې مودې لپاره خپل شتون حفظ کړی دی، چې تاریخ یې لږ تر لږه په ۵۰۰ م.ز کال کې هخامنشي سترواکۍ ته ور رسېږي او د د دې هېواد د اتباعو کلتوري تنوع په بر کې نیسي. د مرکزي، سویلي او لوېدیځې اسیا تر منځ په لویو لارو یې موقعیت، نوموړی هېواد له تاریخي پلوه د تنوع په مرکز بدل کړی دی، چې د یو تاریخ پوه له لوري ورته " د لرغونې نړۍ د ګرځندځای" لقب ورکړی دی.[۱][۲][۳][۴]

افغانستان تر ډېره یو قبیلوي ټولنه ده چې په دې هېواد کې بېلابېلې سیمې خپل ځانګړي فرعي کلتورونه لري. له دې سره سره، نږدې ټول افغانان له اسلامي دودونو څخه پیروي کوي، د رخصتۍ یو شان ورځې تجلیلوي، یو شان جامې اغوندي، یو ډول خواړه خوري، یو شان موسیقي اوري او تر یوې معینې اندازې پورې په څو ژبو سره افهام او تفهیم کوي. د دې هېواد کلتور په پیاوړي ډول له ترکو-فارسي او هندو-پارسي کلتورونو له عناصرو سره تړلی دی کوم چې د ژبې، خوړو او کلاسیکې موسیقۍ په څېر برخو کې تر سترګو کېدای شي.[۵][۶]

افغانی کلتور په علمي لحاظ په مخ پر زیاتېدونکي ډول په یوه خوځنده حوزه باندې د بدلېدو په حال کې دی. په ډېر راوروسته تاریخ کې، افغاني کلتور په دې هېواد کې د روان اوږدمهاله کړکېچ له امله تهدید شوی او په کلکه اغېزمن شوی دی. [۷][۸][۹]

موسیقي[سمول]

په دودیز ډول، په تیاتري فعالیتونو کې یواځې نارینه ونډه لري. په دې وروستیو کې په تیاتري هنرونو کې ښځو د مرکزي ونډې خپلول پیل کړي دي.[۱۰]

له ۱۹۸۰یمې لسیزې راهیسې د دې هېواد اوسېدونکي د څو جنګونو شاهد وو چې د موسیقۍ پر وړاندې خنډ ګرځېدلي دي او ورسره د بهرنیانو لپاره د موسیقۍ ضبط تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټ شوی دی. د ۱۹۹۰یمې لسیزې په اوږدو کې، د طالبانو حکومت له آلاتو سره غږېدونکې موسیقي او تر ډېره پورې عامه موسیقي-جوړونه بنده کړه. زیات شمېر موسیقي جوړوونکو او سندرغاړو خپلې دغې سوداګرۍ ته د نورو هېوادونو په ښارونو کې ادامه ورکړه.[۱۱]

پاکستاني ښارونه لکه پېښور، کراچۍ، اسلام اباد د افغاني موسیقۍ د توزېع مهم ښارونه ګڼل کېږي. کابل د اوږدې مودې لپاره د سیمه ییزې کلتوري پلازمېنې په توګه پاتې شوی دی، اما د بهرنیانو لېوالتیا د هرات او مزار شریف په ښارونو کې په قطغني سبکونو باندې تمرکز اوسېدلی دی. اشعار د هېواد په لر او بر کې عمدتاً دواړه دري-فارسي او پښتو دي. ازبکي، هندي او د لوېدیځ سبک سندرې او موسیقي هم په افغانستان کې ډېر شهرت لري.

افغانان له موسیقۍ څخه د موسیقۍ د زیات شمېر آلو په کارولو سره خوند اخلي. هغوی همدارنګه د اتڼ له تر سره کولو څخه چې د افغانستان ملي نڅا ده، خوند اخلي. هغه څه چې په دې هېواد کې معمولاً اورېدل کېږي محلي سندرې یا افسانوي اشعار دي. د اشعارو زیاتره یې د نږدې هر چا له خوا پېژندل شوي اشعار دي او د زیاتو کلونو لپاره موجود دي. د افغاني موسیقۍ معمولې دودیزې الې له لاندینیو څخه عبارت دي:

  • ارمونیه
  • سانتور
  • چنګ
  • رباب
  • طبلې
  • سیتار
  • سرنی
  • تولۍ
  • دایره
  • تنبور[۱۲]
  • دنبوره

ژبه او ادبیات[سمول]

پښتو او دري دواړې د افغانستان رسمي ژبې دي، که څه هم چې دري (افغانۍ فارسي) د اکثریت وګړو د منځګړې ژبې په توګه کارول کېږي. د افغانستان په شمالي او مرکزي سیمو کې خلک معمولاً په فارسي/دري ژبه خبرې کوې، په داسې حال کې چې هغه وګړي چې په جنوب او ختیځ کې اوسېږي په پښتو خبرې کوي. هغه افغانان چې د افغانستان په لوېدځ کې اوسېږي، په دواړو پښتو او دري ژبو باندې خبرې کوي. د دې هېواد زیاتره اتباع په دواړو ژبو په روانه توګه خبرې کوي، په ځانګړې توګه هغوی چې په لویو ښارونو کې چېرته چې نفوس څو-توکمه دی، اوسېږي. په څو نورو ژبو لکه ازبکي، ترکمني او بلوچي باندې د یادو ژبو په اړوندو سیمو کې خبرې کېږي. انګلیسي د ځوان نسل تر منځ په تدریجي ډول د شهرت موندلو په حال کې ده. د افغانانو یو لږ شمېر په عمومي ډول د شمالي تاجکانو، ازبکانو او ترکمنانو له ډلو څخه، په روسي ژبه پوهېږي.[۱۳]

شعر او شاعري[سمول]

شاعري په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره یو کلتوري دود، او تلوسه ده. شاعري په عمومي ډول په فارسي/دري او پښتو ژبو باندې ده، که څه هم په معاصرو وختونو کې د افغانستان په نورو ژبو کې هم په چټکۍ سره په راښکاره کېدو ده. کلاسیکه پښتو او فارسي/دري شاعري د افغانستان په کلتور کې مهمه ونډه لري. شاعري د تل لپاره د سیمې یو له ښوونزو ستنو (پایو) څخه ګڼل کېږي، تر داسې کچې پورې چې ځان یې په کلتور کې ادغام کړی دی. په ځینې د یادونې وړ شاعرانو کې: خوشحال خان خټک، رحمان بابا، مسعود نوابي، نازو توخې، احمد شاه دراني او غلام محمد طرزي شامل دي. له ۱۰مې زېږدیزې پېړۍ څخه تر ۱۵مې زیږدیزې پېړۍ پورې د دري ژبې ځینې شاعران او مولفین جلال الدین رومي، رابعه بلخي، خواجه عبد الله انصاري، نورالدين عبدالرحمن جامي، علي شېر نوایي، حکیم ابوالمجد مجدود ‌بن آدم سنایي غزنوي، ابو منصور دقیقي، فرخي سیستاني، عنصري بلخي، اوحدالدین علي ابن محمد انوري دي. د دري ژبې په معاصرو شاعرانو او لیکوالانو کې خلیل الله خلیلي او صوفي عشقري شامل دي.[۱۴][۱۵][۱۶]

متلونه[سمول]

افغانان په ټوکمارۍ او په ویناوالۍ کې د هوښیارۍ له اړخه د جایزې وړ خلک دي. "ضربُ المثلونه" (په انګلیسي ژبه یې تلفظ zar-bull mah-sal-oonah  کېږي) چې په پښتو کې یې معنا "متلونه" ده او نوموړي ضرب المثلونه په ژوره بڼه د افغاني دود او کلتور انعکاس وړاندې کوي. د متحده ایالاتو د سمندریز ځواک کپتان اډوارډ زېلم د افغان جګړې په بهیر کې د متلونو کارول د مثبتو اړیکو د جوړولو د وسیلې په توګه مخکښ بللي دي او نوموړي په ۲۰۱۲ز کال کې د افغانیو متلونو دوې دوه-ژبې مجموعې په دري او انګلیسي ژبو کې تالیف کړې دي.[۱۷][۱۸]

د کورنیو حیواناتو ساتنه[سمول]

مرغان له تر ټولو مشهوروهغو حیوانات څخه ګڼل کېږي چې په افغانستان کې د کورنیو حیواناتو په توګه ساتل کېږي. په کابل کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د بېلابېلو مرغانو د پېر او پلور لپاره یو ځانګړی شوی ورځنی بازار موجود دی.[۱۹]

مهندسي[سمول]

په افغانستان کې د معمارۍ مهمې ساحې په هرات، مزار شریف، غزني، کندهار او د غور ولایت په فېروزکوه کې موندل کېږي. دې سیمې د نړۍ په مهندسۍ کې لویه ونډه اخیستې ده. یونسکو د نړۍ د کلتوري میراث د ساحو په توګه د جام د منارونو او په بامیانو کې د بودا د مجسمو چې په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې ونړول شوې، په اعلانولو سره د افغانستان ونډه تایید کړې ده.[۲۰]

کور جوړونه[سمول]

د افغانستان په کلیوالو سیمو کې کورونه په تاریخي لحاظ د خټو له خښتو او له خټو څخه جوړ شوي دي، او د یوې خصوصي مستطیلي حوېلۍ چاپېره یو لړ خونې لري چېرته چې ښځې او ماشومان په داسې بڼه تګ راتګ کولی شي چې د بهر خلکو له خوا نه لیدل کېږي. په هر حال، په دې وروستیو کلونو کې، هغو افغانانو چې په کلیوالو سیمو کې اوسېږي، په لویو ښارونو کې جوړو شوو کورونو ته ورته د سمنټو او پخو خښتو په واسطه د خپلو کورونو جوړول پیل کړي دي. په شمال او لوېدیځ کې کلیوال معمولاً په استحکامي کلیو کې چې قلعې/کلاګانې بلل کېږي، اوسېږي، په داسې حال کې چې په غرنیو شمالي او ختیځو سیمو کې د کور جوړونې بڼه توپیر لري، د بېلګې په توګه په نورستان کې د لرګي څو پوړیړ استوګنځایونه مروج دي. [۲۱][۲۲]

متاهل زامن کله کله له خپل مور او پلار سره په ګډو کورونو کې، اما په جلا کوټو کې اوسېږي. افغاني کورونه د حجرې په نامه یوه ځانګړې خونه لري چېرته چې نارینه یو ځای سره ناسته ولاړه کوي. په لویو ښارونو کې، زیات شمېر افغانان په عصري کورونو کې یا په اپارتمانونو کې اوسېږي. په بانډو کې اوسېدونکي کوچيان خلک په لویو کېږدیو کې ژوند کوي، ځکه دوی په پرله پسې توګه د هېواد له یو ځای څخه بل ځای ته په خوځښت کې وي. تُرکتبار یا د مغلي رېښې بانډه چیان چې په شمال کې اوسېږي په یورتونو کې (په هغو کېږدیو کې چې د حیواناتو له وړیو یا پوستکو څخه جوړې شوې دي او تر ډېره دایروي دي) له اوسېدو سره لېوالتیا لري. [۲۳]

هنر، اوبدنه، سرامیک[سمول]

د افغانستان خاوره د هنر یو اوږد تاریخ لري، چې د روغني رنګ د نقاشۍ (oil painting) تر ټولو لومړنۍ کارېدنه د دغه هېواد د غارونو په دېوالي نقاشیو کې موندل شوې ده. په افغاني هنر کې د فارسي(ایراني) میناتوري سبک شامل دی، چې د هرات کمال الدین بهزاد د تېموري دورې او صفوي دورې د لومړیو وختونو د میناتورۍ یو د یادونې وړ هنرمند دی. له ۱۹۰۰ زېږدیزې لسیزې راهیسې د افغانستان اتباعو په هنر کې له لوېدیځو تخنیکونو څخه کار اخیستل پیل کړي دي. عبد الغفور برېښنا د ۲۰مې زېږدیزې پېړۍ په اوږدو کې له کابل څخه یو نامتو افغان نقاش او د رسامۍ هنرمند و.[۲۴][۲۵]

سرچينې  [سمول]

  1. Banting, Erinn (2003). Afghanistan: The land. Crabtree Publishing Company. د کتاب پاڼې 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7787-9335-4. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Article Sixteen of the Constitution of Afghanistan". 2004. د اصلي آرشيف څخه پر October 28, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 13, 2012. From among the languages of Pashto, Dari, Uzbeki, Turkmani, Baluchi, Pashai, Nuristani, Pamiri (alsana), Arab and other languages spoken in the country, Pashto and Dari are the official languages of the state. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Country Profile: Afghanistan" (PDF). Library of Congress. August 2008. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "A brief history of Afghanistan". November 2, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Denise Cush, Catherine Robinson, Michael York (2012). Encyclopedia of Hinduism. د کتاب پاڼې 200. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781135189792. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  6. "The remarkable rugs of war, Drill Hall Gallery". The Australian. 30 July 2021. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ اگسټ ۲۰۲۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Goodson, Larry; ﺟﻮﺩﺳﻮﻥ, ﻻﺭﻱ (1998). "The Fragmentation of Culture in Afghanistan / ﺍﻟﺘﺸﻈﻲ ﺍﻟﺜﻘﺎﻓﻲ ﻓﻲ ﺃﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ". Alif: Journal of Comparative Poetics (18): 269–289. doi:10.2307/521889. JSTOR 521889. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Redeeming the Pashtun, the ultimate warriors - Macleans.ca". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. American Institute of Afghanistan Studies. "Afghanistan (an academic journal) published by Edinburgh University Press". مؤرشف من الأصل في May 25, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 2004-11-26 باندې). Risky revival of Afghan theater puts women center stage. Christian Science Monitor.
  11. "It's Bollywood all the way in Afghanistan". The Hindu. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ اکتوبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Afghanistan Music, Traditional Instrumental Music of Afghanistan". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ جنوري ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Article Sixteen of the Constitution of Afghanistan". 2004. د اصلي آرشيف څخه پر October 28, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 13, 2012. From among the languages of Pashto, Dari, Uzbeki, Turkmani, Baluchi, Pashai, Nuristani, Pamiri (alsana), Arab and other languages spoken in the country, Pashto and Dari are the official languages of the state. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Classical Dari and Pashto Poets". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Ehsan, Said (1997). "Ustad Khalilullah Khalili". Afghanmagazine.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ جولای ۲۰۱۰ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Kohzad, Yousef (2000). "Kharaabat". Afghanmagazine.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Zellem, Edward. 2012. "Zarbul Masalha: 151 Afghan Dari Proverbs". Charleston: CreateSpace. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Zellem, Edward. 2012. "Afghan Proverbs Illustrated". Charleston: CreateSpace. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. . The Kabul market that sells birds from around the world. BBC News.
  20. "SPACH: Society for the Preservation of Afghanistan's Cultural Heritage". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. کينډۍ:Cite videoکينډۍ:Cbignore
  22. "Afghanistan - Political process". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Cultural Profiles Project: Afghanistan Family Life
  24. "First-ever oil paintings found in Afghanistan". CNN. April 24, 2008. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "World's Oldest Oil Paintings Found in Afghanistan". Fox News. April 24, 2008. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)