د افغانستان د شمال لوېديزې پولې ټاكل، روسي او برتانوي امپراتورۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د افغانستان د شمال لوېديزې پولې ټاكل، روسي او برتانوي امپراتورۍ
د افغانستان د شمال لوېديزې پولې ټاكل، روسي او برتانوي امپراتورۍ
د افغانستان د شمال لوېديزې پولې ټاكل، روسي او برتانوي امپراتورۍ

ليکوال بېلابېل
ژبه پښتو
هېواد پاکستان، پېښور
د خپريدو نيټه په پښتو ۱۳۸۸ لمريز/۲۰۰۹ زېږدي کال
د کتاب موضوع
تاريخي اثر
 

آرنومد_رسنۍ_ډولانځورگرد_پښتۍ_طراحد_انځور_پايڅوړوروسته_لهسکالوټولگهټول_مخونهمخکې_لهخپرندویژباړن

د افغانستان د شمال لوېديځې پولې ټاکل ، روسي او برتانوي امپراتورۍ يو مهم تاریخي اثر دی چې ليکوال او ژباړن محمد طاهر کاڼي پښتو ته راژباړلی دی .

د کتاب د منځپانگې په اړه

په دې تاریخي اثر کې راټول شوي او ژباړل شوي لاسوندونه «د ختيځ اثار» په نامه روسۍ انټرنېټپاڼې د «منځنۍ اسیالاسوندونه» له برخې راکاپي شوي دي ، چې د ټولو راژباړل شويو لاسوندونو شمېر ۱۵۴ ته رسیږي . په دې کتاب کې اوډل شوي لاسوندونه په ۱۹ زېږدي پېړۍ کې د امير شېر علي خان او امير عبدالرحمان خان د واکمنيو پر مهال ، د افغانستان د شمال لوېديځې ، يانې له خواجه صالح نه تر ذوالفقاره پورې پولې د ټاکلو په اړه د برتانوي او روسي امپراتوريو ترمنځ د تبادله شويو ليکونو ، يادښتونو ، ټلگرامونو او د دوی ترمنځ خبرو اترو ټولگه ده . همدا راز پر ۱۸۸۵ ز کال پر پنجده باندې د تزاري روسیې له لوري د یرغل په پايله کې د افغانانو او روسانو ترمنځ جگړې په اړه هم بيان شوی دی . روسانو پنجده خپله خاوره گڼلې او ډېره هڅه یې کړې چې ددغې جگړې ټوله پړه پر افغانانو واچوي . هېره دې نه وی چې د کتاب په پيل کې څو لاسوندونه د افغانستان د شمالي پولې او بدخشان په اړه هم شتون لري . د پنجدې له جگړې وروسته برتانوي او روسي چارواکيو د افغانستان د شمال لوېديځې پولې د ټاکلو لپاره په خپل منځ کې يو گډ کميسيون جوړ کړ او افغان پلاوي ته یې اجازه ورنه کړه چې پکې شامل شي . پر دې خبره روسي لوری ډېر ټينگار کاوه چې افغان استازی دې په سرحدي کمیسیون کې نه وي . په پايله کې د افغانستان شمال لوېديځه پوله د برتانيا او روسیې له لوري د دوی په خوښه وټاکل شوه .

د چاپ چارې

د افغانستان د شمال لوېدیځې پولې ټاکل اثر په جرمني کې د افغانستان د کولتوري ودې ټولنې له خوا خپور شوی دی . د دې کتاب د چاپ چارې د اسدالله دانش چاپخونې له خوا پر ۱۳۸۸ لمريز (۲۰۰۹ ) ز کال ترسره شوې دي . دغه کتاب په پرتليز ډول سپين کاغذ کې چاپ شوی ، چې ۳۲۷ مخه لري . کتاب په وروستۍ برخه کې د ۳۲ تاریخي انځورونو يو البوم هم لري . د کتاب کمپوز پخپله ژباړن کړی دی .

اخځونه

  1. د افغانستان د شمال لوېديځې پولې ټاکل ، روسي او برتانوي امپراتورۍ ، ژباړن محمد طاهر کاڼی ، د ۱۳۸۸ لمريز کال چاپ .