منځپانگې ته ورتلل

حافظ الاسد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
حافظ الاسد
حافظ الأسد (عربي ) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
اړوند
زېږونځای
Qardaha (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۶ اکتوبر ۱۹۳۰[۱][۲][۳] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې نېټه
۱۰ جون ۲۰۰۰[۱][۲][۳] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
ښخولو ځای
زدکړنځی
ژبې
ګوند
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین
Alawites (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ځایناستی
اړين مالومات
مهمې پېښې
جګړه
جوړښت
جایزې

حافظ الاسد د سوریې یو سیاستوال، نظامي افسر او انقلابي شخصیت وو چي له 1971 څخه بیا تر 2000 کال پوري یې د سوریې د 18 ولسمشر په توګه دنده ترسره کړل. نوموړی له دې مخکي له ۱۹۷۰ څخه تر ۱۹۷۱ کال پوري د سوریې د صدراعظم په توګه او همدارنګه د عرب سوسیالست بعث ګوند د سوریې د سیمه ایزې څانګې د سکرتر او له ۱۹۷۰ څخه بیا تر ۲۰۰۰ پوري د بعث ګوند د ملي کمانډ د سکرتر جنرال په توګه دنده ترسره کړې وه. حافظ الاسد د ۱۹۶۳ کال د سوریې په کودتا کې کلیدي ګډون کوونکی وو، او د سوریې سیمه ییزه څانګه (عربي سوسیالیست بعث ګوند) یې واک ته ورساوه.

نوي مشرتابه تر کودتا وروسته حافظ الاسد د سوریې د هوايي ځواک د قومندان په توګه وټاکه. د 1966 په فبروري کې حافظ په دویمه کودتا کي برخه واخیستل او د بعث ګوند مهم مشران یې وپرځول. تر یاد بریالیتوب وروسته حافظ د نوي حکومت له خوا د دفاع وزیر وټاکل سو. څلور کاله وروسته حافظ دریم کودتا پیل کړه او داځل یې اصلي واکمن صلاح جدید له واکه لیري او ځان یې د سوریې د مشر په توګه اعلان کړ. حافظ د واک د تر لاسه کولو پر مهال د بعثیانو په حکومت کي بېلابېل بدلونونه راوستل. همدا راز یې له هغو هېوادونو سره د سوریې د بهرنیو اړیکو د ټینګولو له لاري چې د ده مخکني مخالفین بلل سوي وه، د سوسیالیستي انقلاب د صادرولو بیانیه هم پرېښوده. حافظ د سړې جګړې پر مهال د اسرایلو پر وړاندې د شوروي اتحاد او ختیځ بلاک ملاتړ وکړ او د عربي نړۍ د یووالي لپاره یې د عربي نړۍ مفکوره پریښوده، هغه هڅه وکړه چي سوریه د فلسطین د مدافع په توګه نړۍ ته وښیي.

د حافظ د حکومت پر مهال د سوریې حکومت د یو ګوندي نظام په توګه راڅرګند او په یو قوي ولسمشریز رژیم سره د ګوندي دیکتاتورۍ غوندي سو. د دې نظام د ساتلو لپاره، د ولسمشر او د بعث ګوند لخوا د حافظ او د هغه په کورنۍ کې د شخصیتونو یوه فرقه جوړه شوه. حافظ په ۱۹۷۶ کال کي په لبنان کې د مداخلې امر وکړ چي په پایله کي یې لبنان د سوریې په لاس اشغال سو. حافظ ددې ترڅنګ د خپلي واکمنۍ پر مهال د سوریې د اخوان المسلمین د یاغیانو په مشرۍ یو اسلامپاله پاڅون د یو لړ کړکیچونو له لاري چي د حما په ډله ییزه وژنه کي پای ته ورسېد مات کړ.

هغه د سوریې پر حکومت د خپل شخصي واک له ټینګولو وروسته د خپل ځای ناستي په لټه کې سو. د نوموړي لومړی انتخاب خپل ورور رفعت و، مګر رفعت په 1983-1984 کي د حافظ د ناروغۍ پر مهال ترشک لاندي راغلی، او ترهغه وروسته جلاوطن سو کله چي د حافظ روغتیا ښه سول. د حافظ بل ځای ناستی د هغه مشر زوی باسیل و . خو باسیل هم په 1994 کي د موټر په حادثه کې مړ سو او حافظ خپل دریم انتخاب ته مخه کړه چي د هغه کوچني زوی بشار الاسد وو. حافظ په دې توګه په ۲۰۰۰ کال کي مړ او بشار د هغه رسمي ځای ناستی سو.

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ويل شوي په: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 12104835f. بياځلي سمون: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ويل شوي په: انټرنیټ فلم ډیټابیس. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: nm0015684. بياځلي سمون: ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۵. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ويل شوي په: SNAC. SNAC ARK ID: w6739bgv. Subject named as: Hafez al-Assad. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  4. "BBC News". بياځلي په ۱۱ ډېسمبر ۲۰۲۴.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  5. سرچينې تړی: https://www.tdg.ch/juge-pour-avoir-critique-l-oncle-du-president-assad-909236340933.