يوم کيپور جګړه
په نوم د |
---|
عمومي مالومات | |
---|---|
ځای | ![]() |
برخې | ![]() |
---|---|
برخه د | |
پيل موده |
۶ اکتوبر ۱۹۷۳[۱] ![]() |
پای |
۲۶ اکتوبر ۱۹۷۳[۱] ![]() |
ګډونوال | ![]()
اسرائيل[۱] مصر[۱] سوريه[۱] د امریکا متحده ایالات د پاکستان هوايي ځواک Palestine Liberation Organization (en) ![]() Isaac Hofi (en) ![]() Saad el-Shazly (en) ![]() David Elazar (en) ![]() Chaim Bar-Lev (en) ![]() Mustafa Tlass (en) ![]() Moshe Dayan (en) ![]() Israel Tal (en) ![]() Ahmad Ismail Ali (en) ![]() Muhammad Abd El-Ghani El-Gamasy (en) ![]() Ali Aslan (en) ![]() Benny Peled (en) ![]() Shmuel Gonen (en) ![]() ![]() |
د یوم کیپور جګړه چي د رمضان جګړې، د اکتوبر جګړې، د ۱۹۷۳ کال د عرب – اسرائیلو جګړې، یا څلورمي عرب – اسرائیل جګړې په نامه هم یادیږي، د ۱۹۷۳ کال د اکتوبر له ۶ څخه تر ۲۵ پوري د اسرائیلو او د عربي دولتونو د ایتلاف تر منځ (چي د مصر او سوریې لخوا رهبري کېدل) یوه ستره جګړه وه. ددې جګړې ډیري نښتي د سینا په ټاپووزمه او د ګولان په لوړو کي وسوې، هغه سیمي چي په 1967 کي د اسراییلو لخوا له عربانو څخه نیول سوي وې. په یاده جګړه کي د مصر موخه دا وه ترڅو د سویز کانال په ختیځه څنډه کي لمړئ ځان ځای، او په دې توګه هلته د پښې ټینګولو په پایله کي د سینا ټاپووزمه د خبرو له لاري لاسته راوړي.
یوم کیپور جګړه د ۱۹۷۳ کال د اکټوبر په شپږمه هغه مهال پیل سوه، کله چي عربي ایتلاف د یوم کیپور (د یهودانو د مقدسي ورځي په ترڅ کي) چي د روژې د میاشتي له لسمي نیټې سره سمون خوري پر اسراییلو ناڅاپي برید وکړ. [۲] متحده ایالاتو د خپل متحد اسراییل او شوروي اتحاد د خپل متحد عربي دولتونو لپاره په دې وخت کي په پراخه کچه د اکمالاتو په هڅو بوخت سول، [۳] [۴] [۵] او په دې توګه د دواړو زبرځواکونو ترمنځ کړکیچ زیات اوج ته ورسېدی. [۶]
د مصر او سوریې ځواکونو له اسرائیلو سره د خپلو پخوانیو کرښو څخه په تېرېدو سره ځانونه د سینا او جولان لوړو ته ورسول. ددوی تر پرمختګ درې ورځې وروسته اسراییلو د مصر ځواکونه شاتګ او سوریایان یې هم د ګولان له څوکو څخه کښته کېدو ته اړ کړه. اسراییلو په دې توګه په سوریه کي د دمشق په څنډه کي د توپونو ګوزارونه هم پیل کړه، او همدارنګه یۍ مصري ځواکونه له سینا تاپووزمي څخه سینا ښار ته پر شا کړه. د سویز ښار تر محاصرې وروسته د اسماعیلیه او سویز په جګړو کي د اسراییلو نور پرمختګ ودرېدی او مصري ځواکونه وتوانېدل ترڅو پاته خاوره له اسراییلو څخه وژغوري. د اکتوبر په 25 نېټه د ملګرو ملتونو په منځکړیتوب په رسمي توګه جګړه نور پای ته ورسیده او مصري، اسراییلي او سوري ځواکونه بیرته خپلو سیمو ته پر شا سول.
د یوم کیپور یادي جګړې د اسراییل - فلسطین د سولي په پروسې کي زیاته مرسته وکړه، او د 1978 کیمپ ډیویډ تړون لامل هم سوه، هغه تړون چي له مخي یې اسراییلو مصر ته د سینا ټاپو وزمه بیرته وسپارل او د مصر - اسراییل د سولې تړون په پایله کي په لمړي ځل یو عربي هیواد (مصر) اسراییل په رسمیت وپیژندل. د یوم کیپور تر جګړې وروسته مصر له شوروي اتحاد څخه هم ووت او له لویدیځ سره يې اړیکي ورغولې.
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ ۱٫۵ ۱٫۶ ۱٫۷ ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 4190425-4. اثر ژبه: جرمني ژبه. بياځلي سمون: ۷ فېبروري ۲۰۲۵. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
- ↑ El-Gamasy (1993). The October War: Memoirs of Field Marshal El-Gamasy of Egypt. The American University in Cairo Press. p. 181.
- ↑ . 30 March 2016.
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help); Missing or empty|title=
(help) - ↑ . 29 July 2015.
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help); Missing or empty|title=
(help) - ↑ . 7 October 2008.
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help); Missing or empty|title=
(help) - ↑ Quandt, William (2005). Peace Process: American Diplomacy and the Arab–Israeli Conflict Since 1967 (third ed.). California: University of California Press. pp. 104–105. ISBN 978-0-520-24631-7.
- هغه پاڼي چې د P138 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P527 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P361 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P580 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P582 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P710 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼي چي د جېسن کنفیګرېشن غزونکې اله کاروي
- CS1 errors: missing periodical
- CS1 errors: missing title