د لبنان د کال ۱۹۸۲ جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د لبنان د کال ۱۹۸۲ جګړه د کال ۱۹۸۲ د جون په ۶ هغه وخت پیل شوه چې د اسرائیلودفاعي ځواکونو په سويلي لبنان یرغل وکړ.  دا یرغل د فلسطین د آزادۍ بښونکي  سازمان چې د لبنان په سویل کې یې عملیات کول  او د اسرائیلو دفاعي قواوو تر منځ د حملو او ضد حملو څخه وروسته را منځ ته شو چې د سرحد دواړو خواوو ته د ملکي مرګ ژوبلو لامل شو. نظامي عملیات له هغه وروسته پیل شول چې د ابونېدال د سازمان غړو هڅه وکړه چې شلومو آرګوی په برتاینا کې داسرائیلو سفیر ووژني. د اسرائیلو لومړي وزیر میناچم بیګین، د ابو نیدال دښمن د فلسطین دآزادۍ بښونکی سازمان د دې پېښې د رامنځ ته کولو په اړه مسؤل وباله. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

اسرائیلو د فلسطین په ازادي بښونکي سازمان، سوري چپ اړخو، او د مسلمانو لبنانیانو په ځواکونو تر یرغل وروسته چې د اسرائیلو د مسیحیانو او د لبنان په اصطلاح آزاد دولت سره په همکارۍ یې تر سره کړ حنوبې لبنان اشغال کړ او د فلسطین آزادۍ بښونکی سازمان ځواکونه  او سوري پوځیان یې محاصره کړل. په داسې حال کې چې د فلسطین د آزادۍ بښونکي  سازمان ځواکونه په شرقي بیروت کې محاصره او د اسرائیلو له درندو بمباردونو لاندې و نو فلسطین د آزادۍ بښونکي سازمان او متحدینو یې له لبنان څخه د تېرېدو په اړوند د امریکا د ځانګړي استاذي فليپ هابیب په مرسته او نړیوالو سوله ساتونکو په ملاتړ خبرې پیل کړې. د فلسطین دازادۍ بښونکي سازمان د یاسر عرفات په مشرۍ خپل مرکز د کال ۱۹۸۲ په جون کې تریپولي ته لېږدولی و. د فلسطین د آزادې بښونکي  سازمان له شړلو، په لبنان باندې د سوریې د نفوذ په لرې کولو او د بشیر جمیل په مشرۍ د یوه مسیحې اسرائیل پلوه جکومت په جوړولو، اسرائیل دې  ته هیله مند شو چې داسې یو تړون به لاسلیک کړي چې لومړي وزیر بیګین یې په اړه ژمنه کړې وه چې څلوېښته کلنه سوله به اسرائیلو کې رامنځ ته کړي. [۸]

د کال ۱۹۸۲ په  سپتمبر کې د جمیل (د لبنان د حکومت اسرائیل پلوه مشر) له وژلو وروسته، په بیروت کې د اسرائیلو موقف متزلزل شو او د سولې د تړون لاسلیکول په زیاتېدونکي ډول غیر محتمل شو. د لبنان د شیعه ګانو او د فالانجیستانو له خوا په  سبرا او شتیلا کې د فلسطینیانو د ټول ژنې څخه د اسرائیلو ملاتړ او همدارنګه له جګړې څخه د اسرائیلي خلکو ناهيلي د دې لامل شوه چې اسرائیل په تدریجې ډول له بیروت څخه ووځې او هغو سیمو ته لاړشي چې د لبنان د خپلواک دولت له لورې پرې ادعا کېدله ( چې وروسته د جنوبې لبنان امیتي کمربند شو) او د مې دمیاشتې د ۱۷  د هوکړه لیک له مخې او د فلسطین د ازادۍ بښونکي سازمان سره د سوریې د فکرد طرز دتغیر څخه وروسته  پیل شو.

په کال ۱۹۸۵ کې جنوبې لبنان ته داسرائیلو تر وتلو وروسته چې د جګړې پاي بلل کېده سره سره، د اسرائیلو له خوا د جنوبې لبنان د اشغال په وړاندې د شیعه ملیشوي ډلو کمزوری ګوریلایي جګړه او استحکامات د دې لامل شوه چې پنځلس کلنه ټېټه درجه جګړه تر کال ۲۰۰۰ پورې د اسرائیلو تر بشپړ وتلو پورې دوام ومومي. دې سره ورته مهال کې، د لبناني ډلو، د فلسطین د ازادۍ بښونکي سازمان د پاتې شونو او سوري ځواکونو تر منځ د کامپس جګړه ( په لبنان کې هغه کورنۍ  جګړه وه چې د فلسطینیانو کمپونه د شیعه د عمل ډلې له خوا محاصره شول) پای ته ورسېده چې په دې جګړه کې سوریې خپلو پخوانیو فلسطیني متحدینو سره په جګړه کې و چې دلبنان کورنۍ جګړه تر کال ۱۹۹۰ پورې چې سوریې په لبنان باندې بشبړ تسلط تر لاسه کړ دوام وموند.  [۹]

مخینه[سمول]

له اردن څخه سویلي لبنان کې د فلسطین د آزادۍ بښونکي سازمان ځای په ځای کول[سمول]

د نکبې ( نکبه د تشدد او تاوتریخوالي له لارې د فلسطینیانو بې ځایه کولو، له ملکیتو محرومولو، د هغوی د سیمو، کلتور، هویت او سیاسی تخریبولوته ویل کېږي) له پیل څخه وروسته چې په کال ۱۹۴۸ کې د عربو او اسرائیلو جګړې سره یو ځای پېښه شوې ده، لبنان د ۱۱۰۰۰۰ فلسطیني مهاجرو کور و.  په کال ۱۹۶۴ کې له تأسیس کېدو، د فلسطیني خلکو منځ کې رادیکال کېدو وروسته چې له شپږ ورځو وروسته  جګړې پېښ شول، دفلسطین آزادي بښونکي سازمان یوه ځواکمنه قوه شوه او په اردن کې یې مرکز جوړ کړ. د تور سپتمبر ( داد فلسطین او اردن تر منځ جګړه وه چې د کال ۱۹۷۰ د سپتمبر ۱۶ تر ۲۷ پورې یې دوام وموند) جګړې څخه وروسته د فلسطینانو سترهجوم د لبنان په ټولنه کې د اضافی دیموګرافیک نا انډولتوب لامل شو او د لبنان هغه بنسټونه یې اغېزمن کړل چې پخوا د ملي تړون له لوري جوړ شوي و. [۱۰][۱۱]

تر ۱۹۷۵ پورې، د مهاجرینو شمېره ۳۰۰۰۰۰ تنو ته لوړه شوه او د فلیسطین د آزدي بښونکي سازمان له خوا په دولت کې یو نارسمي  دولت  جوړ کړ چې د لبنان په کورنۍ جګړه کې یې مهمه ونډه درلوده. د اسرائیلو او لبنان د سرحدونو په اوږدو کې د اسرائیليانو او د فلسطین د ازادي بښونکي سازمان تر منځ دوامداره تاوتریخوالي  له کال ۱۹۶۸ څخه پیل شو او دا تاو تریخوالۍ په لبنان کې له کورنۍ جګړې څخه وروسته  په اردن کې د فلسطین د آزادي بښونکي سازمان د مرکزونو د بیا ځای په ځای کولو څخه وروسته نور هم ډېر شو.

د لبنان کورنۍ جګړه[سمول]

له ۱۷۵ څخه تر ۱۹۸۰ بورې پېښې[سمول]

د اسرائیلو او فلسطین د ازادې بښونکې سازمان تر منځ تاو تریخوالي  په کال ۱۹۷۸ کې د لیتاني په عملیاتو په مهال خپل اوج ته ورسید چې دا تاوتریخوالی د کاستل رود د ټول وژنې له امله و چې د فلسطیني ملېشو له خوا تر سره شو. په لبنان کې د ملګرو ملتونومؤقتو ځواکونه دکال ۱۹۷۸ د مارچ په میاشت کې د ملګرو ملتونو د ا منیت د شورا د ۴۲۵ ګڼه پرېکړه لیک له مخې له ګډوډۍ وروسته  را منځ ته شول تر څو له سويلي لبنان څخه د اسرائیلو وتل تصدیق، نړیواله سوله او امنیت اعاده کړي او د لبنان له حکومت سره مرسته وکړي چې په سیمه کې خپل اغیزمن واک اعاده کړي. [۱۲]

د کال ۱۹۷۶ په لومړیو کې، اسرائیلو له لبناني عیسوي ملیشو څخه د فلسطین د ازادي بښونکې سازمان په وړاندې د هغوی په تیت اوپرک جګړه کې مرسته کوله. د کال ۱۹۷۸ د لیتاني د عملیاتوپه مهال اسرائیلو په جنوبي لبنان کې یو امنیتی زون جوړ کړ چې ډېری په کې عیسوي اوسېدونکي و چې هلته اسرائیلو د دې عیسویانو روزنیز او وسله ایز اکمال کاوه چې وروسته یې د جنوبې لبنان پوځ جوړ کړ، خو د اسرائیلو اصلي شریک د مارونایت فلېنج ګوند و چې شبه نظامیان یې د لبنان په سیاست کې د ظهور په حالت کې د  یوې څېرې بشبر جمېل له خوا رهبري کېدل. د لبنان د کورنۍ جګړې په لومړۍ مرحله کې د جمیل ستراتېژي دا وه چې سوريه وهڅوي چې په عیسویانو باندې کساتي حملې تر سره کړي چې دا حالت اسرائیلو له پامه غورځولای نه شو. په کال ۱۹۷۸ کې، مېناچېم بېګېن اعلان وکړ چې اسرائیل به د لبناني عیسویانو نسل وژنې ته اجازه ورنه کړي په داسې حال کې چې مستقیمه مداخله یې ردوله. په سلګونو لبناني ملیشو د اسرائیلو په دفاعي ځواکونو  او د قوماندې په کالج کې یې روزنه تر لاسه کوله، د اسرائیلو او مارونایتانو ( په لبنان کې مېشت مسیحیان) تر منځ اړیکو د یوه سیاسي ستراتيژیک ائتلاف په لور وده کوله او د اسرائیلي حکومت غړیو لکه اېریل شارون د یوه پلان په جوړولو پیل وکړ تر څو په لبنان کې یو اسرائیل پلوی عیسوی حکومت رامنځ ته کړي ځکه دی پوهېده چې بشیر غوښتل چې دفلسطین آزادي بښونکی سازمان  او مهاجرین له هیواده وباسي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د کال ۱۹۸۰ د جون له میاشتې تر دسمبر میاشتې موده کې د په لبنان کې د ملګرو ملتونومؤقتي قوې د سرحدې زون په اوږدو کې د فعالیتونو ډېروالۍ ثبت کړ. د فلسطینیانو له خوا په اسرائیلو کومه حمله ثبت نه شوه خو خو په لبنان کې د جګړې د متارکې څخه ها خوا د اسزائیلو حملې خورا ډېرې شوې، ماینونه کېښودل شول، د توپونو سنګرونه جوړ شول او د لبنان له هوایي او سمندري  حریم څخه یې سرغړونه وکړه چې  د دې سرغړونو په اړوند په رسمي توګه د لبنان له خوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا  او عمومي اسامبلې کې څو مکاتبې تر سره شوې او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دې اړوند ۴۲۵ ګڼه پرېکړه لیک صادر کړ. په همدې مهال د فلسطینیی ځواکونو له خوا د ګڼو حملو په اړوند اعتاراض وکړچې دا حملې د لبنان په سرحدې زون پورې اړوندې نه وي.  [۱۷]

د ۱۹۸۱ پېښې او اوربند[سمول]

د کال ۱۹۸۰ د دسمبر ۱۲ څخه د کال ۱۹۸۱ د جون ۱۲ پورې په  لبنان کې د ملګرو ملتونو د مؤقتو ځواکونو د فعالیتونو په اړوند راپور کې د ملګرو ملتونو د امینت شورا سکرتر جنرال په خپل راپور کې ذکر کړي و چې د تېرو شپږوم میاشتو په پرتله د فلسطینیانو له خوا په سرحدي زون کې نفوذ کم شوی او برعکس اسرائیلي دفاعې ځواکونو ډېری وخت د عیسوي ملېشو په ملاتړ د لبنان په خاوره حملې تر سره کړې دي چې د دې کار په کولو سره یې په سلګونو مواردو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ۴۲۵ ګڼه پرېکړه لیک څخه سر غړونه کړې ده. [۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. Tucker, Spencer C.; Roberts, Priscilla (2008). The Encyclopedia of the Arab-Israeli Conflict. A Political, Social, and Military. ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 623. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85109-841-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Bickerton, Ian J. (2009). The Arab-Israeli Conflict: A History. Bloomsbury Publishing. د کتاب پاڼې 151. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-86189-527-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Martin, Gus (2013). Understanding Terrorism: Challenges, Perspectives, and Issues. Sage Publications. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4522-0582-3. The operation was called Operation Peace for Galilee and was launched in reply to ongoing PLO attacks from its Lebanese bases. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. [Ze'ev Schiff, Ehud Ya'ari, Israel's Lebanon War, Simon and Schuster 1985 pp.98f:'Argov had been shot by an unusual weapon of Polish manufacture known as a WZ 63, . . Israeli intelligence knew that this late-model weapon had been supplied to Abu Nidal's organization but not yet to other terrorist groups. . . The key point that the intelligence officers wanted to convey to the Cabinet was that Abu Nidal's organization was an exception among the Palestinian terror groups. Once among Yasser Arafat's closest friends, Abu Nidal had over the years turned into the chairman's most vicious enemy . .Abu Nidal referred to Arafat contemptuously as "the Jewess's son" and had made repeated attempts on his life. Arafat, in return, had pronounced a death sentence on Abu Nidal.'
  5. Kai Bird, The Good Spy: The Life and Death of Robert Ames, Random House 2014 p.288:'When Prime Minister Menachem Begin was told that the assassins were Abu Nidal's men -sworn enemies of Arafat and the PLO- he reportedly scoffed,"They're all PLO, Abu Nidal, Abu Shmidal- we have to strike at the PLO".'
  6. Kahalani, A Warriors Way, Shapolsky Publishers (1994) pp. 299–301
  7. Harvey W. Kushner, Encyclopedia of Terrorism Sage Publications (2003), p.13
  8. Friedman, p. 157
  9. Morris, Benny: Righteous Victims: A History of the Zionist-Arab Conflict, 1881–1998
  10. Benny Morris (2004). The Birth of the Palestinian Refugee Problem Revisited. Cambridge University Press. pp xiv–xx. کينډۍ:ISBN (pbk.)
  11. Kissinger, Henry (1999). Years of Renewal, Phoenix Press. کينډۍ:ISBN. p. 1022. "I think with sadness of these civilized men who in a turbulent part of the world had fashioned a democratic society based on genuine mutual respect of religion. Their achievement did not survive. The passions sweeping the area were too powerful to be contained by subtle constitutional arrangements. As it had attempted in Jordan, the Palestinian movement wrecked the delicate balance of Lebanon's stability. Before the peace process could run its course, Lebanon was torn apart. Over its prostrate body of writing all the factions and forces of the Middle East still chase their eternal dreams and act out their perennial nightmares."
  12. "Extracts relating to Article 98 of the Charter of the United Nations: Supplement No 5 (1970–1978)" (PDF). Repertory of Practice of United Nations Organs. United Nations. د کتاب پاڼي §275. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اگسټ ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Morris, p. ???
  14. Morris, p. 503
  15. Morris, p. 505
  16. Morris, p. 509
  17. "UN Security Council report S/14295" (PDF). UN.org. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "United Nations Security Council document S/14537". UN.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)