Jump to content

د سوریې د ۱۹۶۶ کال کودتا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سوریې د ۱۹۶۶ کال کودتا د فبرورۍ له ۲۱مې څخه تر ۲۳مې پورې پېښو ته اشاره کوي چې په ترڅ کې يې د سوریې عربي جمهوریت نسکور او پر ځای يې بل دولت واکمن شو. ملي واکمن عرب سوسیالیست بعث ګوند، د ګوند د اتحادیې او سیمه‌ییزې واکمنۍ په واسطه د صلاح جدید په مشرۍ له واک څخه ګوښه شو. [۱]

دا کودتا د مېشل افلق په استازیتوب د صلاح الدین البیطار او منیف الرزاز او پر نیوبعثي دريځ ولاړې ځوانې جناح او د ګوند د پخواني ګارد تر منځ د واک پر سر د جګړې له شدت سره پيل شوه. د فبرورۍ په ۲۱مه د پخواني ګارد ملاتړو په پوځ کې د خپلو سیالانو د لېږد فرمان صادر کړ. دوه ورځې وروسته پوځي کمېټې د ځوانو جناوو په ملاتړ یوه کودتا پيل کړه چې په حلب، دمشق، دیرالزور او لاذقیه کې تاوتريخجنې جګړې په‌کې شاملې وې. د کودتا په پایله کې د ګوند تاريخي بنسټ اېښودونکي له هېواد څخه وتښتېدل او خپل پاتې عمر يې په تبعید/شړنه کې تېر کړ.

د جدید دولت د سوریې په تاريخ کې تر ټولو سخت‌دريځی دولت و. دا کودتا په سوریه او عراق کې د بعث ګوند د سیمه‌ییزو څانګو او د هغوی د اړونده ملي قوماندې تر منځ د تل‌پاتې درز لامل شوه او ګن لوړ پوړي سوریه‌يي بعثیان عراق ته وتښتېدل. د کودتا د میراث په توګه د جدید د حکومت پر مهال، سوریې د عراقي بعثیانو پر ضد یو تبلیغاتي کمپاین پیل کړ. د جدید دولت د ۱۹۷۰ کال په اصلاحي غورځنګ کې نسکور شو او حافظ الاسد یې واک ته ورساوه.  

مخینه

[سمول]

د واک ټینګښت

[سمول]

د سوریې د ۱۹۶۳ کال په کودتا کې د واک تر ولکې وروسته د مارچ د اتمې انقلاب او د ناصریانو او د بعث ګوند تر منځ د انقلاب د قوماندې په ملي شورا کې په رسمي ډول جګړه پېښه شوه. ناصریان له ۱۹۵۸ څخه تر ۱۹۶۱ کال پورې د جمال عبدالناصر د شرایطو پر بنسټ د مصر او سوریې د پخواني فېدراسیون د متحده عربي جمهوریت د بیا ټينګولو په لټه کې وو، خو بعثیان له ناصریانو سره د نوي اتحاد د رامنځته کولو په برخه کې مشکوک وو او د یو خپلواک فېدراسیون غوښتونکي وو چې په هغه کې بعث ګوند وکولی شي په یوازې ټوګه او په سوریه کې د لاس‌وهنې پرته واکمني وکړي. ناصریانو د اتحادیې په ګټه پر سړکونو لوی لاریونونه چمتو کړل. دا چې بعث ګوند د دې موضوع پر وړاندې څه ډول غبرګون وښيي ډېر وخت يې ونیوه ځکه د سوریې ډېری عرب ملت‌پالان د بعثیزم نه بلکې په بشپړ ډول د ناصریزم پلویان وو.  [۲][۳]

بعثیانو د دې پر ځای چې د خلکو د ملاتړ تر لاسه کولو لپاره هڅه وکړي د سوریې پر پوځ يې د خپل کنترول د ټینګولو لپاره حرکت وکړ. سلګونه ناصریان او محافظه‌کاران له پوځ څخه پاک شول او بعثیان د لوړ رتبه پوستونو د ډکولو لپاره وګمارل شول. ډېری نوي ګمارل شوي بعثي افسران له کلیوالو سیمو او له ټيټې ټولنیزې طبقې څخه وو. دا بعثي افسران د پوځي لښکر د افسرانو ځای‌ناستي شول چې تر ډېره د لوړې او متوسطې ټولنیزې کچې سونیان وو او هغوی یې د کلیوالې مخینې لرونکو افسرانو ځای‌ناستي کړل چې تر ډېره د مخ پر ودې لږکیو خپلوان وو. دا بدلونونه پر پوځي تشکیلاتو د سونیانو د کنترول د له‌منځه تللو لامل شول. [۴]

د لاریونونو د ځپنې قیمت د مشروعیت له لاسه ورکول او د لومړني بعثي ځواک په توګه د امین الحافظ راڅرګندېدل وو. دودیز نخبه‌ګان چې د بعثیانو له‌خوا له سیاسي واک څخه ګوښه شوي وو د بعث ګوند له سوسیالیستي پالیسیو څخه یې د خطر احساس کاوه. اخوان المسلمین په سوریه کې د سوریې د سیمه‌ییزې څانګې تاریخي سیال و د دې ګوند له سیکولار طبیعت څخه یې د خطر احساس کاوه. اکرم الحوارني او ملاتړو یې او د سوریې کمونیست ګوند له یو ګوندي نظام سره چې بعث ګوند يې د رامنځته کولو په حال کې و مخالفت وکړ.  [۴]

ډېری سوني مسلمانان عرب ملت‌پالان وو، خو بعثیان نه وو، چې په هغوی کې د بېګانګۍ د احساس رامنځته کولو لامل کېده. ګوند تر ډېره د لږکیو ډلو لکه علويلنو، دروزیانو او اسماعیل‌یانو په ولکه کې و چې په ټولیز ډول کلیوال خلک وو. دې کار د قومي توپيرونو پر بنسټ یو کلیواله-ښاري نښته رامنځته کړې وه. د بعث ګوند له واک ته رسېدو سره په ښاري سیاست کې د بعث ضد احساسات تر ډېره له ګواښ سره مخ شول- په احتمالي ډول په واک کې د بعثیانو د پاتې کېدو یوازینی دلیل یو پاشلی او په کمزوري ډول سازمان شوی اپوزیسیون و چې دوی ورسره مخ وو. [۵]

له افلاکیست‌یانو سره نښته

[سمول]

یو موټی اتحاد په ۱۹۶۳ کال کې د واک تر ولکې وروسته په بشپړ ډول له‌منځه لاړ؛ میشل افلق، صلاح‌ الدین البیطار او د هغوی پلویانو غوښتل کلاسیک بعثیت پلی کړي، په‌دې معنا چې غوښتل يې د ناصر له مصر سره یوه سسته اتحادیه رامنځته کړي چې د سوسیالیزم معتدله بڼه پلې کړي او د یو داسې یو ګوندي دولت لرل چې د بیان ازادي او د فکري ازدي وزغمي. په هر حال افلاکيت‌یان (افلاکيست) په چټکتیا سره شاتګ ته اړ شول او په شپږمه ملي کنګره کې د بعث ګوند، پوځي کمېټه او د هغوی پلویان بریالي شول چې د بعثیت نوې بڼه رامنځته کړي- داسې یو بعثیزم چې په شدید ډول له مارکیسیزم-لنینزم څخه اغېزمن و. د بعثیزم دې نوې بڼې د عربي نړۍ د متحدولو پر ځای په هېواد کې پر انقلاب ټینګار درلود. په هم‌هغه وخت کې شپږمې ملي کنګرې یو پرېکړه‌لیک پلی کړ چې په سوریه کې يې د سوسیالیستي انقلاب پر پلي کولو ټینګار درلود. د سوسیالیزم تر دغه ډول لاندې اقتصاد د یو ټول په توګه پر دولتي برنامې جوړونې ولاړ و. او د بهرني اقتصاد او سوداګرۍ لوړوالی باید ملي شوی وای. هغوی باوري وو چې دا سیاستونه به د کاري ځواک استثمار پای ته ورسوي، کپيتالیزم/سرمایه‌داري به له‌منځه لاړه شي او د کرنې په برخه کې یې یوه داسې طرحه وړاندیز کړه چې ځمکه هغه چاته ورکړل شي «چې کار په‌کې کوي.» له دې سره به لا هم کوچنۍ سوداګرۍ، رغونه، ګرځندويي/سیاحت او په ټوله کې کوچنۍ صنایع شته وي. دا بدلونونه او ځینې نور موارد به بعث ګوند په لنینستي ګوند بدل کړي.   [۵][۶][۷]

په ۱۹۴۶ کال کې حما او نورو ښارونو کې سخت‌دريځي د شاتګ په حال کې و او افلاکیت‌یانو د لنډې مودې لپاره خپل واک ترلاسه کړ. بیطارنوی دولت رامنځته کړ چې د ملي کولو لړۍ يې ودروله، شخصي ملکیت او مدني ازادیو ته درناوی یې بیاځلي تاييد کړ. په هرحال دې سیاسي بدلونونو کافي ملاتړ ترلاسه نه‌کړ او عام خلک هم د بعث ګوند له واکمنۍ سره مخالف وو. لوړو طبقو پانګونې او له هېواد څخه بهر د پانګو لېږدولو ته دوام ورکړ او د پانګې د دغه ډول له لاسه ورکولو لپاره د وړاندوینې‌وړ یوازینۍ حل‌لار نشنلیزم/ملي کولو دوام و. د ګوند چپ لوري استدلال کاوه چې بورژوازي به هېڅکله هم پر هغوی برلاسی نه‌شي مګر دا چې د پخوا په شان پر اقتصاد بشپړ کنترول هغوی ته ورکړل شي. دا د منځ‌لارو افلاکت‌یانو چې د بعث ګوند پر ملي قوماندې يې واک درلود او هغو سخت‌دريځو تر منځ د واک جګړه وه چې په سوریه کې يې د بعث ګوند د سیمه‌ييزې څانګې پر قومندانۍ واک درلود چې د ۱۹۶۶ کال د کودتا لامل شوه.  [۸]

سرچينې

[سمول]
  1. Rabinovich 1972.
  2. Hinnebusch 2001، مم. 44–45.
  3. Hinnebusch 2001، م. 44.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Hinnebusch 2001، م. 45.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Hinnebusch 2001، م. 46.
  6. Hinnebusch 2001، مم. 46–47.
  7. Hinnebusch 2001، م. 47.
  8. Hinnebusch 2001، مم. 47–48.