Jump to content

د لبنان کورنۍ جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د لبنان کورنۍ جګړه څو اړخیزه وسله واله شخړه وه چې له ۱۹۷۵ زکال څخه یې تر ۱۹۹۰ زکال پورې دوام وموند. په دغه جګړه کې د اټکل له مخې ۱۵۰ زره کسان ووژل شول او همدارنګه یې له دغه هېواد څخه یو میلیون وګړي کډوالۍ ته اړ کړل. [۱][۲]

د لبناني وګړو تنوع د دغې جګړې په بهیر او زیاتوالي کې پام وړ ونډه لرله: عیسویانو او سني مسلمانانو په ساحلي ښارونو کې اکثریت شمېر درلود؛ ورته مهال د دغه هېواد په سویلي برخو او بقاع دره کې ټول وګړي شیعه مسلمانان و او بل پلو د غرنۍ سیمو وګړي یې دروزیان او عیسویان وو. دغه مهال د لبنان دولت په ماروني عیسوي ټولنه کې د یو شمېر مخکښو کسانو تر پام وړ اغېز لاندې و. د سیاست او مذهب ترمنځ اړیکه له ۱۹۲۰ زکال څخه تر ۱۹۴۳ زکال پورې د فرانسې تر قیمومیت لاندې رامنځته شوې وه او د دغه هېواد د پارلماني سیسټم له مخې یې عیسوي وګړو مخکښ ځایګی درلود ځکه چې د دغه هېواد د نفوسو اکثریت برخه وو. ورته مهال د دغه هېواد د مسلمانانو شمېر هم نسبتا زیات و او همدارنګه دغه هېواد ته یو ځل په ۱۹۴۸زکال او بیا په ۱۹۶۷ زکال کې د ګڼ شمېر فلسطیني وګړو کډوالۍ د لبنان د مسلمانو وګړو د شمېر په زیاتوالي کې مرسته وکړه او په دې سره مسلمانان د دغه هېواد اکثریت وګرځېدل. د دغه هېواد د عیسویانو تر ولکې لاندې دولت هم په مخ پر زیاتوالي ډول د مسلمانانو، پان عرب پالونکو او همدارنګه د ګڼ شمېر کیڼ اړخو له مخالفتونو سره مخ و. له همدې امله سړې جګړې په دغه هېواد باندې پام وړ له منځه وړونکی اغېز وکړ ځکه چې په ۱۹۵۸ زکال کې د لبنان له کړکېچ وړاندې د دغه هېواد د سیاست د دوه قطبی کېدو لامل وګرځېده. عیسویانو تر ډېره پورې د لویدیځې نړۍ ملاتړ له ځانه سره درلود، په داسې حال کې چې پان عرب پالونکو او کیڼ اړخو له هغو عربي هېوادونو سره لاس یو کړی و چې د شوروي اتحاد ملاتړ یې کاوه. [۳][۴][۵]

په ۱۹۷۵ زکال کې د لبنان د عیسوي ملیشه وسله والو او همدارنګه د فلسطیني یاغیانو (ګڼ شمېر یې د فلسطین آزادي غوښتونکي سازمان ته اړوند و) ترمنځ جګړه پیل شوه چې له امله یې د فلسطینیانو، لبناني مسلمانانو، پان عرب پالونکو او چپیانو ترمنځ اتحاد رامنځته شو. ورته مهال د دغې جګړې پر مهال یاد اتحادونه په نه وړاندوینې کېدونکي ډول بدل شول. سربېره پر دې یادې کورنۍ شخړې د بهرنیو هېوادونو یعنې د ایران، اسرائیلو او سوریې د مداخلو له امله پراخې شوې؛ همدا و چې بېلابېلې ډلې په کې ښکېل شوې او په جګړه یې لاس پورې کړ. دغه مهال په یاد هېواد کې ګڼ شمېر سوله ساتي ځواکونه لکه د لبنان څو ملیتي پوځ او د لبنان لپاره د ملګرو ملتونو لنډ مهالی پوځ ځای پر ځای شول. [۶]

په ۱۹۸۹ زکال کې د طائف هوکړې د جګړې پای څرګند کړ، ځکه هغه کمېټه چې د عربو د اتحادیې له خوا ټاکل شوې وه د جګړې د پای ته رسولو په موخه د حل لارو په موندلو پسې لاس په کار شول. د ۱۹۹۱ زکال په مارچ میاشت کې د لبنان پارلمان د عمومي عفوې قانون تصویب کړ او له مخې یې ټول هغه سیاسي مجرمین چې د دغه قانون وړاندې یې جرم کړی و، بخښل کېدل. د ۱۹۹۱ زکال په مۍ میاشت کې یوازې له حزب الله پرته د دغه هېواد ټولې وسله والې ډلې منحل اعلان شوې؛ حزب الله شیعه اسلام پاله ډله وه چې د ایران ملاتړ یې له ځانه سره درلود. په داسې حال کې چې له یادې جګړې وروسته د لبنان وسله وال پوځ د لبنان د واحد او غیر ډله ئیز پوځ په توګه مخ پر جوړېدو و، خو د دغه هېواد فدرال دولت ونشو کولای د حزب الله ډلې وسله وال ځواک وننګوي. ورته مهال په ۱۹۹۰ زکال کې د دغه جګړې له رسمي پای وروسته هم مذهبي شخړو په ځانګړې توګه د سني او شیعه مسلمانانو ترمنځ شتون درلود. [۷][۸][۹]

مخینه

[سمول]

د عثماني سترواکۍ او اروپایانو رول

[سمول]

د ۱۸۶۰ زکال پر مهال عثماني سترواکۍ ته اړوند د لبنان په غرونو کې د دروزیانو او مارونیانو ترمنځ کورنۍ جګړه پیل شوه، دغه غرونه په ۱۸۴۲ زکال کې د دوی ترمنځ وېشل شوي و. په دغه جګړه کې شاوخوا ۱۰ زره عیسویان او ۶۰۰۰ دروزیان ووژل شول. د ۱۸۶۰ زکال دغه جګړه د دروزیانو ترمنځ د یوې پوځي بریا، خو سیاسي ماتې په توګه ګڼل کېده.

د لبنانیانو لپاره لومړۍ نړیواله جګړه ستونزمنه وه. لبناني وګړو هم د ډېری عربانو په څېر د عثمانیانو د لښکرو په اډانه کې د بریتانویانو او فرانسویانو پر وړاندې جګړه وکړه، دغه مهال لبناني وګړي د قحطۍ له ستونزې سره هم ښکېل و چې نږدې ۴ کاله یې دوام وکړ.

د عثماني سترواکۍ په ماتېدو او منحل کېدو (۱۹۰۸ – ۱۹۲۲ زکال) سره دغه سیمه د ملتونو د ټولنې د پرېکړې له مخې د فرانسې تر قیمومیت لاندې راغله چې اداري جوړښت یې د سوریې او لبنان لپاره د فرانسوي قیمومیت په نامه یادېده. فرانسویانو د لبنان لوی ایالت د ماروني وګړو لپاره د خوندي ځای په توګه جوړ کړ، خو د هغو د پولو دننه ګڼ شمېر مسلمانانو هم شتون درلود. په ۱۹۲۶ زکال کې د لبنان دولتي جوړښت جمهوریت اعلان شو؛ ورته مهال د دغه هېواد اساسي قانون هم تصویب شو چې وروسته بیا وځنډول شو. دغه مهال بېلابېلو ډلو له سوریې سره د اتحاد او یا هم له فرانسویانو څخه د خپلواکۍ د اخیستو هڅه کوله. په ۱۹۳۴ زکال کې د دغه هېواد لومړنۍ سر شمېرنه (تر دغه مهاله د لبنان یوازنۍ سر شمېرنه ده) ترسره شوه. [۱۰][۱۱]

د لبنان خپلواکي

[سمول]

په ۱۹۴۰مه لسیزه کې دویمې نړیوالې جګړې په لبنان او منځني ختیځ کې لوی بدلونونه رامنځته کړل. لبنان ته د خپلواکۍ ژمنه ورکړل شوه او د ۱۹۴۳ زکال د نومبر په ۲۲مه نېټه یې خپلواکي ترلاسه کړه. د آزادې فرانسې سرتېري په ۱۹۴۶ زکال کې له دغه هېواد څخه ووتل؛ دوی په ۱۹۴۱ زکال کې په لبنان برید کړی و څو د ویشي فرانسې سرتېري له بیروت څخه وشړي. دغه مهال مارونیانو د هېواد واک او اقتصاد په لاس کې واخیست. داسې یو پارلمان جوړ شو چې په هغو کې هم مسلمانانو او هم عیسویانو په ټاکل شوي شمېر څوکۍ لرلې. په دې بنسټ ولسمشر ماروني عیسوي، لومړی وزیر سني مسلمان او د ملي شورا مشر هم شیعه مسلمان و.

د ۱۹۴۷ زکال په وروستیو کې د فلسطین د ویش لپاره د ملګرو ملتونو پلان د فلسطین د کورنۍ جګړې، په فلسطین باندې د بریتانیا د قیمومیت د پای او د ۱۹۴۸ زکال د مۍ په ۱۴مه نېټه د اسرائیلو د خپلواکۍ د اعلامیې د اعلان لامل وګرځېد. د ملت پالنې پر بنسټ دغه روانه کورنۍ جګړه د هېوادونو ترمنځ په جګړې واوښته چې د ۱۹۴۸ زکال د عربو – اسرائیلو جګړه یې بولي. ټولې دغه چارې لامل وګرځېدې چې فلسطیني کډوال لبنان ته پناه یوسي. په دې سره د لبنان په راتلونکو کورنیو نښتو کې فلسطیني بې ځایه شوو پام وړ ونډه لرله، په داسې حال کې چې د اسرائیلو تاسیس کېدو هم د لبنان په چاپېره سیمو کې شدید بدلونونه رامنځته کړل.

د ۱۹۵۸ زکال په جولای میاشت کې لبنان د ماروني عیسویانو او مسلمانانو ترمنځ د کورنۍ جګړې له ګواښ سره مخ شو. ولمسشر کمیل شمعون هڅه وکړه چې د لبنان سیاسي کړکېچ چې د سنتي سیاسي کورنیو له خوا رامنځته شوی و، مات کړي. دغو کورنیو په خپلو سیمه ئیزو ټولنو کې ځانګړی محبوبیت درلود. ورته مهال ولسمشر د ۱۹۵۷ زکال په ټاکنو کې هڅه وکړه چې د هغوی پر ځای نور سیاسي نوماندان سیاست ته لار ومومي او له امله یې دغو سنتي کورنیو خپل سیاسي ځایګی له لاسه ورکړ؛ هغوی له شمعون سره په جګړه لاس پورې کړ چې دغه جګړه بیا د پاچایانو د جګړې په نامه یادېده.

ورته مهال له څو کلونو راهیسې د دغه هېواد اړیکې له مصر سره ترینګلې شوې وې؛ دا هم وروسته له هغه چې لویدیځو قدرتونو د سوئز د کړکېچ پر مهال په مصر برید وکړ او کمیل شمعون له هغو سره خپلې اړیکې پرې نه کړې، دغې چارې د جمال عبدالناصر غصه راوپاروله. دا د سړې جګړې مهال و او شمعون تر ډېره پورې لویدیځ پلوی بلل کېده، په داسې حال کې چې له شوروي اتحاد سره یې هم څو سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړې وې. ناصر په شمعون باندې له متحده ایالاتو څخه د هغه د مشکوک ملاتړ له امله برید وکړ چې په پایله کې یې د بغداد هوکړه رامنځته شوې وه. ناصر احساس کاوه چې د بغداد لویدیځ پلوه هوکړه د عربي ملت پالنې پر وړاندې لوی ګواښ دی.

سرچينې

[سمول]
  1. UN Human Rights Council. 23 November 2006. "IMPLEMENTATION OF GENERAL ASSEMBLY RESOLUTION 60/251 OF 15 MARCH 2006 ENTITLED HUMAN RIGHTS COUNCIL." p.18.
  2. Byman, Daniel, and Kenneth Michael Pollack. "Things Fall Apart: Containing the Spillover from an Iraqi Civil War." p. 139
  3. Inhorn, Marcia C., and Soraya Tremayne. 2012. Islam and Assisted Reproductive Technologies. p. 238.
  4. "Who are the Maronites?". BBC News – Middle East. 6 August 2007.
  5. "Beware of Small States: Lebanon, Battleground of the Middle East." p. 62
  6. Halliday, 2005: 117
  7. "Ex-militia fighters in post-war Lebanon" (PDF). Archived from the original (PDF) on 23 September 2015. نه اخيستل شوی 23 September 2013.
  8. "Lebanon's History: Civil War". ghazi.de.
  9. Rolland, John C. 2003. Lebanon: Current Issues and Background. p. 144. ISBN 978-1590338711.
  10. "National Council of Arab Americans (NCA)" (PDF). Archived from the original on 19 March 2009. نه اخيستل شوی 26 February 2009.{{cite web}}: نگهداری یادکرد:ربات:وضعیت نامعلوم پیوند اصلی (link)
  11. "History of the Kataeb Party". Kataeb Party (په عربي). نه اخيستل شوی 2022-05-09.