جوډيت بټلر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جوډيت بټلر
(انګلیسي: Judith Pamela Butler د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جوډيت بټلر
جوډيت بټلر

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۴ فبروري ۱۹۵۶[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیمی اسناد د فلسفې ډاکتر   د (P512) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک فیلسوف [۷]
ليکوال
خبريال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه د نارينه او ښځو د سياسي او ټولنيزې برابرۍ پلوې نظريه
جنسیتي مطالعات
ټولنپوهنه [۹]
ساپوهنه [۹]
فلسفه [۱۰]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر میشل فوکو   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک تر ساختمانيزم وروسته   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جوډيټ پاميلا بټلر (د ۱۹۵۶ ز کال د فبرورۍ په ۲۴ مه زېږېدلې) یوه امريکايۍ فيلسوفه او د جنسيت نظرياتي پوهانده ده، د چا آثارو په سياسي فلسفې، اخلاقياتو او د ښځمنپالنې د درېیمې څپې، «کوير» اند (کوير نظريه د هغو باورونو ټولګه ده چې وايي هويتونه ثابت نه دي او د يو انسان ځانګړتياوې نه شي ټاکلې) او ادبي اند يې اغېز پرېښي. په ۱۹۹۳ز کال کې، بټلر د کلیفورنيا پوهنتون، «برکلي» کې په استادۍ پيل وکړ، چېرې چې هغې له ۱۹۹۸ز کال راهيسې د «ماکسين اليوت» د پروفيسر په توګه د پرتليزو ادبياتو په څانګه او انتقادي نظريې په پروګرام کې خدمت وکړ. هغه د اروپايي بشپړيزو زده کړو په ښوونځي کې د «هانا انډريت» مشري هم کوي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

بټلر د خپلو کتابونو له امله هم شهرت لري چې هغه دا دي: د جنسيت ستونزه: ښځمنپالنه او د پېژندګلوي تخريب (ز کال) او مهم بدلونونه: د جنس د منطقي حدودو په اړه (۱۹۹۳ز کال)، په کوم کې چې هغې د جنس دوديز مفاهيم ګواښلي دي او د جنسيت د فعاليت په اړه يې خپل اند جوړ کړی دی. دې اند په ښځمنپالو او نااشنا پوهې ستر اغېز غورځولی. د هغې د کار په اړوند زیاتره د فلمي زده کړو په بحثونو کې مطالعه او تر بحث لاندې نيول کېږي، په کوم کې چې د جنسيت په مطالعو او په خبرو اترو کې د فعاليت په اړوند ټينګار کېږي.[۱۵]

بټلر د ښځينه او نارينه همجنسبازانو د حقوقو د خوځښتونو ملاتړ کړی او هغه د اسرائيلي سياستونو په ګډون، د ګڼو اوسنيو سياسي موضوعاتوپه اړوند غږېدلې ده.[۱۶][۱۷]

د ژوند لومړي کلونه او زده کړه[سمول]

جوډت بټلر د ۱۹۵۶ز کال د فبرورۍ په ۲۴ مه نېټه د اوهايو په «کليورلينډ» کې زېږېدلې، کورنۍ يې د هنګري يهودي او روسي يهودي نسل څخه ده. د هغې د مورنۍ انا د کورنۍ ډېره برخه غړي په هالوکاسټ کې له منځه تللي. د بټلر مور او پلار پر اصلاحي يهوديت عمل کاوه. مور يې ارتودوکس مذهبه راستره شوې وه، خو بيا محافظه کاره او په پای کې سمونپاله شوه، په داسې حال کې چې پلار يې له لومړي سره سمونپال يهودي و. په ماشومتوب او تنکۍ ځوانۍ کې بټلر هم عبري ښوونځي ته ولاړه او هم د يهودي اخلاقو ځانګړو ښوونځيو ته، په همدې ځای کې يې د فلسفې لومړۍ روزنې تر لاسه کړې. بټلر په ۲۰۱۰ز کال کې له «هاريټز» سره په مرکه کې وويل چې: په څوالس کلنۍ کې يې د اخلاقياتو ټولګيو ته تګ پيل کړ او دا ښوونځي د بټلر د عبري ښوونځي د حاخام له خوا د سزا په توګه جوړ شوي وو، ځکه چې هغې په ټولګي کې ډېرې زياتې خبرې کولې. بټلر همدا راز روښانه کړې چې هغه په دې درسونو خوشحاله وه او کله چې له هغې پوښتنه وشوه، چې څه يې غوښتل په دې ځانګړو ناستو کې يې زده کړي، هغې په درې پوښتنو ځواب ورکړ چې، هغه وخت يې هغه مصروفه کړې وه: سپينوزا له عبادځای څخه ولې و ايستل شو؟ شونې ده چې الماني اندپالنه د نازيزم لپاره محاسبه کېدای شي؟ او يو څوک څه ډول په وجودي الاهياتو (اللاهوت الوجودي) پوهېدای شي، د مارتين ببر د کار په ګډون؟[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

«يال» پوهنتون ته له تګ مخکې بټلر «بيننګټن کالج» کې درسونه وويل، په يال پوهنتون کې يې فلسفه وويله او په ۱۹۷۸ز کال کې يې په هنر کې د لېسانس سند تر لاسه کړ، په ۱۹۸۴ز کال کې يې په فلسفه کې د دوکتورا سند تر لاس کړ. يو کال يې په «هيډلبرګ» پوهنتون کې د فولبرايټ استادې په توګه تېر کړ. بټلر په «ويسلاين پوهنتون، جورج واشنټګن پوهنتون او جان هوپکين پوهنتون» کې استادي وکړه، په ۱۹۹۳ز کال کې د برکلي، کلیفورنيا له پوهنتون سره يو ځای شوه. په ۲۰۰۲ز کال کې يې په امسټرډام پوهنتون کې د «سپينوزا» فلسفې مشري واخسته. سربېره پر دې يې د کولمبيا پوهنتون د انګليسي او پرتليزو ادبياتو په څانګه کې د ۲۰۱۲، ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ز کلونو کې د بشري علومو د « Wun Tsun Tam Mellon » مېلمه پروفيسر په توګه کار وکړ، د دې تر څنګ يې په دې ځای کې د بشپړ وخت پوهنځي د استادې اختيار هم درلود.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

بټلر د ګڼو اکاډميکو جریدو د لیکنو يا سلاکارۍ په پلاوو کې دندې تر سره کړې، د «جانس انباونډ: د تنقيدي مطالعاتو مجله، جی.ای.سي: د ريټوريک، کلتور او سياست مجله او ساينس: په کلتور او ټولنه کې د ښځو مجله.[۳۰][۳۱][۳۲]

د سترو کارونو ټولګتنه[سمول]

اجرائيوي قوانين او د جنسيت اساسي قانون (۱۹۸۸ز کال)[سمول]

د « اجرائيوي قوانين او د جنسيت اساسي قانون: د ښکارنده پېژندنې او ښځمنپالنې اړوند يوه مقاله» په سرليک کې په یوه لیکنه کې جوډت بټلر وړانديز وکړ چې: جنسيت اجرائيوي دی. له دې امله چې، د جنيست پېژندنه د چلند له لارې منځ ته راغلې، د دې شونتيا شته چې د جلا جلا چلندونو په مټ جلا جلا جنسیتونه جوړ شي.[۳۳]

جنسيتي ستونزه (۱۹۹۰ز کلونه)[سمول]

جنسيتي ستونزه: ښځمنپالنه او د پېژندګلوي تخريب، په لومړي ځل په ۱۹۹۰ز کال کې خپور شو، په نړیواله کچه، په ګڼو ژبو يې له ۱۰۰۰۰۰ څخه زياتې نسخې وپلورل شوې. د « Sigmund Freud, Simone de Beauvoir, Julia Kristeva, Jacques Lacan, Luce Irigaray, Monique Wittig, Jacques Derrida» او « Michel Foucault» په اثارو کې د جنسیتي سونزې څېړنې.[۳۴][۳۵]

بټلر د «جنسيت» او «جنس» د اصطلاحاتو پر هغه کارونه د نیوکې وړانديز کړی، کوم ډول يې چې ښځمنپالنې کاروي. بټلر وايي چې: ښځمنپالنې تېروتنه کړې چې «ښځې» يې د شریکو ځانګړتياوو سره سره يوه جلا کمه تاريخي ډله ګرځولې. بټلر ليکي چې دا اند د جنسيتي اړيکو دوه اړخيز نقطه نظر پياوړی کوي. بټلر باور لري چې ښځمنپالان بايد «ښځې» تعريف نه کړي، هغه همدا راز باور لري چې ښځمنپالان بايد «په دې خبره توجه وکړي چې ځواک څه ډول کار کوي او د ښځې په اړه زموږ پوهې ته نه يواځې په ټولنه کې بڼه ورکوي، بلکې د ښځمنپالو خوځښتونو په داخل کې هم». په پايله کې د بټلر موخه دا ده چې د جنس او جنسيت تر منځ منل شوې اړيکه وشکوي، تر څو جنس او هيله د «انعطافي، ازاده ګرځېدونکې او د نورو ثابتو لاملونو زېږنده نه وي». پېژندګلو د آزادې او انعطافي په توګه او جنسيت د عمل په توګه اند، نه د يو جوهر په توګه، کوم چې د کوير اند يو له بنسټونو څخه دی. [۳۶][۳۷]

تقليد او جنسيتي سرغړونه (۱۹۹۱ز کلونه)[سمول]

دا له «انسايډ/اوټ» سره د بټلر همکاري ده: د ښځينه همجنسبازانو اندونه، د نارينه همجنسبازانو اندونه، د ښځینه او نارینه همجنسبازانو د مفکرينو د ليکنو يوه ټولګه. بټلر وايي چې:«ښځینه يا نارينه همجنسباز» اصطلاحاتو څخه کومه رڼه موندنه شونې نه ده، بلکې د دې کار د تر سره کولو لپاره سياسي اړتیا شته. بټلر «د جنسيت او جنس د منځ ته راوړلو د تشرېح کولو لپاره لوبه،عمل کول، کش کول او د تقليد تصورات کاروي، ځکه چې په پرله پسې ډول منځ ته راغلی ذاتيت د تل لپاره د نه کار کولو له امله د منځه تګ له ګواښ سره مخامخ وي.[۳۸][۳۹]

مهم جسمونه (۱۹۹۳ ز کلونه)[سمول]

مهم جسمونه: د جنس د منطقي حدودو په اړه، هڅه کوي چې لوستنې او د اداء اټکل شوې تېروتنې روښانه کړي، کوم چې جنسي عمل ته د ورځني غوراوي په سترګه ګوري. د «ډيريډا» د تکرار د نظريې په کارولو سره، کومه چې د حواله ورکولو يوه بڼه ده، بټلر په عمل کولو کې د تکرار پر ونډه ټينګار کوي.[۴۰]

اداء د تکرار له پروسې څخه دباندې د پېژندنې وړ نه ده، کوم چې د معيارونو منظم او محدود تکرار دی او دا تکرار د فاعل په مټ نه شي تر سره کېدای؛ دا تکرار هغه څه دي چې يو فاعل ته وړتیا ورکوي او فاعل (د یو عمل تر سره کوونکي) لپاره لنډمهالی حالت منځ ته راوړي. دا تکرار د دې ښودنه کوي چې عمل کول فردي کار، يا پېښه نه ده، بلکې یو رسمي تولید دی، يو دود دی چې د ممنوعیت لاندې او د ممنوعيت او ممنوعیت د ځواک له مخې او د هغې په مټ، د شړلو د ګواښ او ان د مړينې د مديريت تر څنګ او تر څنګ يې د توليد د بڼې په مجبورولو سره، خو نه، زه به ټينګار وکړم، او له مخکې څخه به يې په بشبړ ډول وټاکم.[۴۱]

ولوله انګېزه وينا (۱۹۹۷ ز کلونه)[سمول]

په ولوله انګېزه وينا کې: د عملي کوونکي سياستونه، بټلر د کرکې د وینا او سانسور کولو د ستونزو په اړه سروی کړې. هغه وايي چې د سانسور کولو ارزونه ستونزمنه ده او دا چې په ځينو حالاتو کې کېدای شي ګټوره او ان اړينه وي، په داسې حال کې چې په ځينو حالاتو کې کېدای شي، له زخم څخه هم بده وي[۴۲]

سرچينې[سمول]

  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6x18mcz — subject named as: Judith Butler — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Judith-Butler — subject named as: Judith Butler — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/butler-judith — subject named as: Judith Butler — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/2738 — subject named as: Judith Butler — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  5. Diamond Catalogue ID for persons and organisations: https://opac.diamond-ils.org/agent/99670 — subject named as: Judith Pamela Butler
  6. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/179579 — subject named as: Judith P. Butler
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ https://cs.isabart.org/person/116609 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  8. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000027841 — subject named as: Judith Butler — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=ola2009507994 — د نشر نېټه: ۱۴ اپرېل ۲۰۲۴
  10. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=ola2009507994 — د نشر نېټه: ۱۵ اپرېل ۲۰۲۴
  11. Duignan, Brian (2018). "Judith Butler". Encyclopædia Britannica.  
  12. Halberstam, Jack (2014-05-16). "An audio overview of queer theory in English and Turkish by Jack Halberstam". د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Kearns, Gerry (2013). "The Butler affair and the geopolitics of identity" (PDF). Environment and Planning D: Society and Space. 31 (2): 191–207. doi:10.1068/d1713. S2CID 144967142. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Judith Butler, European Graduate School". د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جولای ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په 19 April 2012 باندې). Feminist theorist Judith Butler rethinks kinship.
  16. Gans, Chaim (December 13, 2013). "Review of Judith Butler's "Parting Ways: Jewishness and the Critique of Zionism"". Notre Dame Philosophical Reviews. د اصلي آرشيف څخه پر September 20, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه September 23, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Judith Butler". McGill Reporter. McGill. د اصلي آرشيف څخه پر September 25, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Duignan, Brian (2018). "Judith Butler". Encyclopædia Britannica.  
  19. Regina Michalik (مې 2001). "Interview with Judith Butler". Lola Press. د اصلي آرشيف څخه پر دسمبر 19, 2006 باندې. د لاسرسي‌نېټه مارچ 1, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Udi, Aloni (24 February 2010). "Judith Butler: As a Jew, I was taught it was ethically imperative to speak up". Haaretz. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Judith Butler and Michael Roth: A Conversation at Wesleyan University's Center for Humanities". Wesleyan University. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Tanner Lecture on Human Values: 2004–2005 Lecture Series". UC Berkeley. March 2005. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ ډيسمبر ۲۰۰۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه March 1, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. von Redecker, Eva (2011). Zur Aktualität von Judith Butler. doi:10.1007/978-3-531-93350-4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-531-16433-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په November 20, 2010 باندې). Judith Butler to Join Columbia U. as a Visiting Professor..
  25. Woolfe, Zachary (October 10, 2010). "Professor trouble! Post-structuralist star Judith Butler headed to Columbia". New York, New York: Capital New York. د اصلي آرشيف څخه پر January 13, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 1, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر سيپټمبر 20, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه سيپټمبر 20, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  27. "Judith Butler – Center for the Study of Social Difference". December 21, 2012. د اصلي آرشيف څخه پر December 21, 2012 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Maclay, Kathleen (March 19, 2009). "Judith Butler wins Mellon Award". UC Berkeley News. Media Relations. د لاسرسي‌نېټه March 1, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Amsterdam, Universiteit van. "The Spinoza Chair – Philosophy – University of Amsterdam". Uva.nl. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ نومبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه December 4, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Editorial Board | Editorial Staff". Jaconlinejournal.com. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. (په 2012-08-22 باندې). Masthead. Signs: Journal of Women in Culture and Society.
  32. "Judith Butler". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Jones, Josh (7 February 2018). "Theorist Judith Butler Explains How Behavior Creates Gender: A Short Introduction to "Gender Performativity"". Open Culture. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Loizidou, Elena (2007-04-11). Judith Butler: Ethics, Law, Politics. د کتاب پاڼې 1. doi:10.4324/9780203945186. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-203-94518-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Direk, Zeynep (15 June 2020). "4. Different Ontologies in Queer Theory". Ontologies of Sex: Philosophy in Sexual Politics. Rowman & Littlefield. د کتاب پاڼې 112. OCLC 1122448218. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78660-664-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Judith Butler. Oxford reference Online Premium. January 2010. doi:10.1093/acref/9780199532919.001.0001. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-953291-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Feminist Perspectives on Sex and Gender. Stanford Encyclopedia of Philosophy. 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "Imitation and Gender Insubordination" (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Ellis, Jason W. (2014-04-14). "Recovered Writing, PhD in English, Queer Studies, Presentation on Judith Butler's "Imitation and Gender Insubordination" and Introduction to Bodies That Matter Feb. 6, 2008". Dynamic Subspace (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. For example, Jeffreys, Sheila (September–October 1994). "The queer disappearance of lesbians: Sexuality in the academy". Women's Studies International Forum. 17 (5): 459–472. doi:10.1016/0277-5395(94)00051-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Butler, Judith (1993). Bodies That Matter: On the Discursive Limits of "Sex". New York: Routledge. د کتاب پاڼې 95. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-90365-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Jagger, Gill (2008). Judith Butler: Sexual politics, social change and the power of the performative. New York: Routledge. د کتاب پاڼي 115–8. LCCN 2007032458. OL 10187608M. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-21975-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)