میشل فوکو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پل میشل فوکو (زوکړه: د ۱۹۲۶ زکال د اکتوبر ۱۵مه – مړینه: د ۱۹۸۴ زکال د جون ۲۵مه) فرانسوی فیلسوف، د نظریاتو تاریخ لیکونکی، لیکوال، سیاسي فعال او ادبي منتقد و. د فوکو نظریات په لومړۍ درجه کې د واک او پوهې ترمنځ اړیکه او د ټولنیز کنټرول د یو ډول په توګه د ټولنیزو بنسټونو له خوا د هغو د ګټنې ډول توضېح کوي. له دې سره چې فوکو تر ډېره پورې رغښت پالونکی او معاصریت پالونکی ګڼل کېږي، خو هغه د ځان اړوند دغه توصیفونه رد کړي دي. د هغه نظریات په یو شمېر څېړونکو په ځانګړې توګه په هغو ډیر اغېز لري چې د ارتباطاتو، انسان پوهنې، ارواه پوهنې، ټولنپوهنې، جرم پوهنې، کلتوري مطالعاتو، ادبي تیوري، فیمینېزم، مارکسېزم او انتقادي نظریې په برخو کې کار کوي. [۱][۲]

فوکو د فرانسې د پواتیه ښار د منځنۍ طبقې په هوسا ژوند لرونکې کورنۍ کې وزیږېد. نوموړي د څلورم هنري په لیسه او په اکول نورمال سوپریور پوهنتون کې زده کړې وکړې؛ همدلته یې له فسلفې سره لیوالتیا پیدا کړه او د خپلو ښوونکو، ژان هیپولیټ او لوئي آلتورسر تر اغېز لاندې راغی. له دې وروسته د پاریس پوهنتون (سوربن) ته لاړ او هلته یې د فلسفې او ارواه پوهنې په برخه کې د زده کړو سند ترلاسه کړ. له هېواده بهر د کلتوري برخې د دیپلمات په توګه له دندې ترسره کولو وروسته فرانسې ته راوګرځېد او د لیونتوب د تاریخ (The History of Madness؛ ۱۹۶۱ زکال) په نامه یې خپل مهم لومړنی کتاب ولیکه. وروسته له هغه چې نوموړي له ۱۹۶۰ زکال څخه تر ۱۹۶۶ زکال پورې په کلرمون – فران پوهنتون کې دنده ترسره کړه، د کلنیک یا درملنې د زیږون (The Birth of the Clinic؛ ۱۹۶۳ زکال) او د شیانو د نظم (The Order of Things؛ ۱۹۶۶ زکال) په نومونو اثرونه یې ولیکل چې له رغښت پالنې سره یې د هغه مخ پر زیاتوالي ښکېلتیا نندارې ته وړاندې کړه، خو وروسته یې له هغو څخه فاصله واخیسته. دغه دریو تاریخونو د تاریخ لیکنې د تخنیکونو بېلګې انځور کړې چې فوکو د دغو مخ پر ودې بڼه ته د «لرغون پوهنې یا ارکیالوژي» نوم کاروه.

نوموړي له ۱۹۶۶ زکال څخه تر ۱۹۶۸ زکال پورې د تونس په پوهنتون کې تدریس وکړ او سربېره پر دې یې د پاریس اته (Paris VIII) په نامه د نوي تجربوي پوهنتون د فلسفې د پوهنځي ریاست وکړ. له دې وروسته نوموړي د پوهې د لرغون پوهنې (The Archaeology of Knowledge؛ ۱۹۶۹ زکال) په نامه اثر خپور کړ. په ۱۹۷۰ زکال کې فوکو په دوفرانس کالج کې ومنل شو او د خپلې مړینې تر مهاله یې د هغو غړیتوب درلود. له دې سربېره نوموړی د جزایي اصلاحات غوښتونکو او همدارنګه د نژاد پرستۍ او د بشري حقونو څخه د سرغړونو ضد کیڼ اړخو ډلو له فعالینو څخه و. له دې وروسته فوکو د دسپلین او مجازات (Discipline and Punish؛ ۱۹۷۵ زکال) او د جنسیت د تاریخ (The History of Sexuality؛ ۱۹۷۶ زکال) په نومونو کتابونه ولیکل چې په دغو کې یې د لرغون پوهنې او نژاد پوهنې کړنلارو ته پراختیا ورکړې وه او همدارنګه یې په ټولنه کې د ځواک پر رول ټینګار درلود.

فوکو چې همجنس بازه و د اېډز د ناروغۍ له امله په پاریس کې ومړ. نوموړی په فرانسه کې لومړنی هغه مشهور کس و چې د دغه ناروغۍ له امله یې ژوند له لاسه ورکړ. د ده د ژوندانه شریک ډانیل ډفرټ د نوموړي د یادګار په موخه د ایډز د درملنې یو مرستندویه بنسټ جوړ کړ.

لومړنی ژوند[سمول]

لومړني کلونه: ۱۹۲۶ – ۱۹۳۸ زکال[سمول]

پل میشل فوکو د ۱۹۲۶ زکال د اکتوبر په ۱۵مه د لویدیځې فرانسې په مرکزي پواتیه ښار کې وزیږېد، نوموړی د یوې هوسا ژوند لرونکې، له ټولنیز پلوه د محافظه کارې او منځنۍ طبقې ته د اړوندې کورنۍ له دریو ماشومانو څخه دویم و. د دوی د کورنۍ د دود له مخې په ده باندې د خپل پلار پل فوکو (۱۸۹۳ – ۱۹۵۹ زکال) د نامه له مخې نوم کېښودل شو، خو مور یې په نامه کې د میشل په زیاتوالي ټینګار درلود. په داسې حال کې چې په ښوونځي کې د پل په نامه پیژندل کېده، خو خپله یې د خپل ژوند په اوږدو کې غوره ګڼله چې «میشل» ورته وویل شي.

پلار یې بریالی جراح و چې په فونټنبلو سیمه کې زیږېدلی و او له هغه ځایه یې پواتیه ته کډه کړې وه، چېرې چې نوموړي خپل روغتون جوړ کړی و. هغه د بل بریالي جراح پروسپر مالاپرت له لور آن مالاپرت سره واده وکړ؛ خصر یې ځانته روغتون درلود او د پواتیه په طبي پوهنتون کې یې درس ورکاوه. پل فوکو بالاخره د خپل خصر د طبابت چارې پر غاړه واخیستې په داسې حال کې چې آن (مېرمنې یې) بیا په وندوور – دو - پیتو کلي کې ۱۹مې پېړۍ ته د اړوند، لي پیریور، لوی کور چارې مخته وړې. دوی دواړو درې ماشومان لرل – د فرانسین په نامه یوه لور او د پل میشل او دنیز په نامه دوه زامن – چې ټولو ماشومانو یې نرم وېښتان او ځلېدونکې شنې سترګې لرلې. ماشومان یې تش په نامه کاتولیک را لوی شول، دوی د سنت پورشیر کلیسا د رباني عشا په مراسمو کې ګډون کاوه او میشل هم یوازې د لنډې مودې لپاره د کلیسا خادم شو، خو له دې سره هم د دوی کورنۍ چندان متدینه نه وه. میشل له فزیک پوه لئون فوکو سره کومه اړیکه نه لري.

فوکو وروسته په خپل ژوند کې د خپل ماشومتوب اړوند ډیر لږ معلومات وړاندې کړي. هغه ځان د «ګنهګاره نوي ځوان» په توګه توصیف کړی او ویلي یې دي چې پلار یې «غصه ناک» و او دی یې په کلکه سره تنبیه کاوه. فوکو په ۱۹۳۰ زکال کې د زده کړو لپاره له کافي عمر څخه ۲ کاله وړاندې د څلورم هنري په سیمه ییز ښوونځي کې زده کړې پیل کړې. هغه دلته له دوه کاله لومړنیو زده کړو وروسته اصلي ښوونځي ته ولاړ او بیا تر ۱۹۳۶ زکال پورې همالته و. له دې وروسته نوموړي د منځنیو زده کړو څلور کاله په همدغه ښوونکي کې تېر کړل چې په تحصیلي نصاب کې یې فرانسوي، یوناني، لاتین او تاریخ شامل و، په داسې حال کې چې د حساب په ګډون یې په ډیره لږ کچه ریاضیات هم دلته ولوستل. [۳][۴]

له نوې ځوانۍ څخه تر ځوانۍ : ۱۹۳۹ – ۱۹۴۵ زکال[سمول]

په ۱۹۳۹ زکال هغه مهال چې دویمه نړیواله جګړه پیل شوه او ورپسې په ۱۹۴۰ زکال کې نازي جرمني فرانسه ونیوله، د فوکو والدین له نیواک او ویشي رژیم سره مخالف و، خو بیا یې هم د مقاومت لار غوره نه کړه. همدغه کال د فوکو مور نوموړی د سېنټ سټانیسلاس په کالج کې شامل کړ چې یو سخت دریځی کاتولیک جوړښت یې درلود او یسوعیانو اداره کاوه. په داسې حال چې فوکو بیا وروسته دغه ځای د ځان لپاره ستړی کوونکی وباله خو له دې سره یې دلته په علمي ډګر په ځانګړې توګه د فلسفې، تاریخ او ادبیاتو په برخه کې وده وکړه. په ۱۹۴۲ زکال کې هغه د خپلو زده کړو وروستي کال ته ورسېد، دغه مهال نوموړي د فلسفې په مطالعه تمرکز وکړ او په ۱۹۴۳ زکال کې یې له دغه ځایه د بکلوریا سند ترلاسه کړ. [۵][۶]

نوموړی د څلورم هنري سیمه ییزې لیسې ته په بېرته راګرځېدو د یوه کال لپاره د خپل شخصي ښوونکي فیلسوف لوئي ژیرارد په مرسته تاریخ او فلسفه ولوستل. فوکو په ۱۹۴۵ زکال کې د خپل پلار د غوښتنې په رد کولو سره چې ترې وه یې غوښتل جراح شي پاریس ته ولاړ او هلته یې هم د څلورم هنري په نامه د دغه هېواد په تر ټولو معتبر کالج کې نوم ثبت کړ. دلته یې د هستي پالونکي فیلسوف او همدارنګه ۱۹مې پېړۍ ته د اړوند فیلسوف جورج ویلهلم فریدرېش هګل د آثارو د متخصص ژان هیپولیت تر نظر لاندې زده کړې وکړې. هیپولیت خپل ځان د هېګل او کارل مارکس د دیالکتیکي نظریاتو سره د هستي پالونکو نظریاتو اتحاد ته وقف کړی و. دغه لیدلوري په فوکو اغېز وکړ، او د هیپولیت هغه باور یې ومانه چې باید فلسفې ته د تاریخ د مطالعې پر بنسټ پراختیا ورکړل شي. [۷]

پوهنتوني زده کړې[سمول]

د ۱۹۴۶ زکال په مني کې فوکو د عالي نتایجو په ترلاسه کولو سره د مخکښو زده کوونکو په اکول نورمال سوپریور پوهنتون کې ومنل شو، له هغه څخه د شمولیت ازموینه او مرکه جورج کانګویلهم او پیر- ماکسیم شوهل واخیسته. فوکو دغه پوهنتون ته د لار موندونکو سلو زده کړیالانو ترمنځ د شمولیت په ازموینه کې څلورم ځایګی خپل کړ او د دغه پوهنتون له شدید رقابتي ماهیت سره مخ شو. هغه د خپلو ډېرو ټولګیوالو په څېر د پوهنتون په عمومي لیلیه کې ژوند کاوه چې د پاریس په رود اولم واټ کې یې موقعیت درلود.

سرچينې[سمول]

  1. Wells, John C. (2008). Longman Pronunciation Dictionary (الطبعة 3rd). Longman. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4058-8118-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Burrell, Gibson (17 February 1998). "Modernism, Postmodernism, and Organizational Analysis: The Contribution of Michel Foucault". In McKinlay, Alan; Starkey, Ken (المحررون). Foucault, Management and Organization Theory: From Panopticon to Technologies of Self. 1 Foucault and Organization Theory. SAGE Publications. د کتاب پاڼې 14. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780803975477. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Macey 1993، صص. 8–9.
  4. Miller 1993، ص. 39.
  5. Macey 1993، ص. 10.
  6. Macey 1993، ص. 7.
  7. Macey 1993، ص. 13.