جنسیتي مطالعات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


جنسیتي مطالعات د پوهنتوني علمي څانګو ترمنځ هغه څانګه ده چې د جنسیتي هویت تحلیل او تجزیې او همدارنګه جنسیتي بیان ته اړوندېږي. جنسیتي مطالعات د ښځو، فیمینېزم، جنسیت او سیاستونو په برخو کې د ښځو اړوند له مطالعاتو سرچینه اخلي. دغه څانګه اوس مهال د کوئیر جنسیت لرونکو (چې ځانونه نه ښځینه او نه نارینه بولي) او نارینه وو مطالعات هم ترپوښښ لاندې راولي. دغه څانګه په ځانګړې توګه په لویدیځو پوهنتونونو کې له ۱۹۹۰ زکال وروسته رامنځته شوه چې د دود ماتونې د بهیر له را څرګندېدو سره هم مهاله ده. [۱][۲][۳]

په هغو علمي څانګو کې چې تر ډېره له جنسیتي مطالعاتو سره مرسته کوي ادبیات، ژب پوهنه، انساني جغرافیه، تاریخ، سیاسي علوم، لرغونپوهنه، اقتصاد، ټولنپوهنه، ارواه پوهنه، وګړ پوهنه، سینما، موسیقي پوهنه، رسنیز مطالعات، انساني پراختیا، حقوق، عامه روغتیا او طبابت په کې شاملېږي. جنسیتي مطالعات همدارنګه دا تحلیل کوي چې څه ډول نژاد، قومیت، موقعیت، ټولنیزه طبقه، ملت او معلولیت د جنس او جنسیت له کټګوریو سره تقاطع کوي. [۴][۵][۶][۷]

په جنسیتي مطالعاتو کې د «جنسیت» اصطلاح تر ډېره پورې د ښځې یا نارینه د بیولوژیکي ځانګړنو پر ځای د ښځینه او نارینه ټولنیزو او کلتوري جوړښتونو ته د نغوتې کولو په موخه کارول کېږي. ورته مهال دغه لیدلوری د ټولو جنسیتي پوهانو له خوا په پام کې نه نیول کېږي. [۸]

جنسیت له ګڼ شمېر څانګو لکه ادبي نظریي، نمایشي مطالعاتو، فلمي تیوري، د نندارې له تیوري، د معاصر هنر له تاریخ، انسان پوهنې، ټولنپوهنې، ټولنیزې ژب پوهنې او ارواه پوهنې سره اړیکه لري. ورته مهال د دغه څانګو کړنلارې ځینې وختونه د دې اړوند چې ولې او څرنګه جنسیت لوستل کېږي له یو بل توپیر مومي. په سیاست کې جنسیت کېدلای شي د یو بنسټیز بحث په توګه په پام کې ونیول شي ځکه چې سیاسون له هغو څخه په بېلابېلو موضوعاتو کې ګټنه کوي. جنسیتي مطالعات هم په یوازې توګه داسې یوه څانګه ده چې د ګڼ شمېر څانګو لارې چارې په ځان کې رانغاړي. [۹][۱۰]

ګڼ شمېر نورې څانګې «جنسیت» د یو عمل په توګه په پام کې نیسي چې ځینې وختونه د هغه څه په توګه ترې یادونه کوي چې نه یوازې شته واقعیت بیانوي بلکې ټولنیز واقعیتونه هم بدلوي. [۱۱]

د جنسیتي مطالعاتو په برخه کې تر ټولو اغېزناکې نظریې؛ اروايي څېړنې ته اړونده فیمینېستې نظریه چې تر ډېرې کچې د جولیا کریسټوا او براچا ال. اټینګر له خوا بیان شوې او فروید او لاکان یې اړوند معلومات ورکړي او همدارنګه د شیانو ترمنځ د اړیکو تیوري ده. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

په جنسیتي مطالعاتو باندې نیوکې[سمول]

تاریخ لیکونکی او نظر ورکوونکی برایان پالمر استدلال کوي چې په مخکنۍ جوړښت پالنې باندې د جنسیتي مطالعاتو اوسنۍ اتکا د تاریخي پېښو او بهیرونو بنسټ، معنی او پایلې مبهمې کوي. نوموړی په دې استدلال په جنسیتي مطالعاتو کې د جاري بهیرونو سره د مقابلې په لټه کې دی چې باید د ژوندانه تجربیات، د لاس لاندې توب او واک جوړښتونه تحلیل کړي. ارواه پوهه دبرا ډبلیو. سو، باوري ده چې جنسیتي مطالعات له یو لړ مشکوکو علمي چارو څخه رامنځته شوي او یوه غیر علمي نظریه ده چې د ماشومانو په ژوندانه کې د اخلال لامل ګرځي. [۱۸][۱۹]

فیمینېسته فیلسوفه روزي بریډونټي پر جنسیتي مطالعاتو له دې امله نیوکې کوي چې «د مردانګۍ د اجنډا پر بنسټ دغه مطالعات د فیمینېستي لارو چارو ځای نیونکې دي او له امله یې د فیمینېستي علمي پلاوو څخه مالي مرستې نورو موقعیتونو ته هدایت کېږي. د لته د داسې ... موقعیتونو موارد شتون لري چې د جنسیتي مطالعاتو تر عنوان لاندې ورته تبلیغ کېږي او ځای په کې «روڼ آندو هلکانو» ته ورکړل شوی. یو شمېر سیالي کوونکي یې د همجنس بازانو د مطالعاتو تر پوښښ لاندې راولي. په دغه بحث کې تر ټولو ځانګړی اهمیت د هغو اصلي خپرونکي راتلج ته اړوندېږي چې زموږ پر باور په داسې ډول د جنسیت د ترویج مسئول دی چې هڅه کوي د هغو له مخې فیمینېستي کړنلارې له منځه یوسي او په دې سره مردانګۍ او د همجنس ګرایانو نارینه هویت ته بیا بازار ومومي». کالوین توماس یې په غبرګون کې څرګنده کړه چې «هماغه ډول چې جوزف آلن بون ورته اشاره کوي، د فیمینېزم ډېری پیاوړي ملاتړي همجنس ګرایان دي» او د دغه جریان د اصلي خپرونکو د لارو چارو له پامه غورځول «ناسمه» چاره ده؛ هماغه ډول چې راتلج د فیمینېستي نظریه ورکوونکو د هڅو په ترویج کې مرسته کړې. [۲۰]

جنسیتي مطالعات، په ځانګړې توګه د جنسیتي مطالعاتو په اډانه کې کوئیر جنسیتي مطالعات د کاتولیک کلیسا د کشیشانو او کاردینالانو له خوا په انساني بیولوژي باندې د برید په توګه تر نیوکو لاندې راغلي. پاپ فرانسېس ویلي چې په ښوونځیو کې د جنسیتي هویت زده کړې «مفکوروي استعمار» دی چې سنتي کورنۍ او ناهمجنس پالنه ګواښي. فرانسه لومړنی هېواد و چې هغه مهال په کې دغې ادعا رواج وموند کله چې کاتولیک خوځښتونو د پاریس په واټونو کې د همجنس بازانو د واده او زوی بللو (بچه خواندګۍ) د لایحې پر ضد لاریونونه ترسره کړل. د حقوقو او جنسیت په برخه کې څېړونکی برنو پیریو استدلال کوي چې دغه وېره ژورې تاریخي ریښې لري او د جنسیتي مطالعاتو او کوئیر نظریې رد کول د ملي هویت او د لږکیو د سیاستونو اړوند د اندېښنو څرګندویي کوي. جیسون هریسون استدلال کوي چې د جنسیت ضد تیوري لرونکی فرانسوي خوځښت له حقیقت وروسته د ښي اړخو پوپولیستي سیاستونو ځانګړنې له ځانه ښيي. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

په نیوسوت ولز کې هغه مهال د جنسیتي مطالعاتو ځانګړې برخې منع اعلان شوې چې د جنسي او اړوندو روغتیايي زده کړو په برخه کې یوې خپلواکې بیاکتنې د هغو په ښوونیزو توکو کې د موجودو بحث پارونکو توکو څخه یادونه وکړه. [۲۷]

دولتي لیدلوري[سمول]

په مرکزي او ختیځه اروپا په ځانګړې توګه په هنګري، پولنډ او روسیه کې جنسیت ضد خوځښتونه مخ پر زیاتوالي دي. [۲۸][۲۹]

روسیه[سمول]

اوس مهال په روسیه کې جنسیتي مطالعات شتون لري. په داسې حال کې چې د دولت له خوا ملاتړ کېدوني اقدامات یې د واکمنانو له سنتي جنسیتي لیدلورو څخه پیروي کوي. د بېلګې په توګه د کورني تاوتریخوالي د څېړنو او مجازاتو قانون په ۲۰۱۷ زکال کې تر ډېرې کچې محدود و. له ۲۰۱۰ زکال راهیسې د روسیې دولت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې داسې یو کمپاین مخته وړي چې هڅه کوي روسي «سنتي ارزښتونه» د بشري حقونو د ملاتړ او د هغو د ودې په برخه کې د مشروعو ملاحظاتو په توګه په رسمیت وپېژندل شي. [۳۰][۳۱]

هنګري[سمول]

د جنسیتي مطالعاتو پروګرامونه د ۲۰۱۸ زکال په اکتوبر میاشت کې په هنګري کې منع شول. په هغه اعلامیه کې چې د لومړي وزیر ویکټور اوربان له دفترڅخه خپره شوه، د هغه یو له ویندویانو څخه وویل «د دولت لیدلوری دا دی چې وګړي یا نارینه یا ښځینه نړۍ ته راځي او موږ دا د منلو وړ نه بولو چې د بیولوژیکي جنیست پر ځای د ټولنیزو جوړو شوو جنسیتونو اړوند خبرې وکړو». دغه ممنوعیت د ګڼ شمېر هغو اروپايي پوهنتونونو نیوکې راوپارولې چې په خپلو ښوونیزو پروګرامونو کې یې د جنسیت زده کړې وړاندې کولې؛ له دغو پوهنتونونو څخه یو هم په بوداپست کې د مرکزي اروپا پوهنتون و چې منشور یې د دولت له خوا لغو شو او دغه چاره له علمي اصولو څخه د هنګري د واکمن ګوند د لرې کېدو په توګه وګڼل شوه. [۳۲]

چین[سمول]

د چین د خلکو مرکزي دولت د جنسیتي مطالعاتو او همدارنګه د جنسیتي ټولنیزې پراختیا له مطالعاتو څخه د تاریخ او هغو اقداماتو په برخه کې ملاتړ کوي چې د جنسیتي برابرۍ لامل ګرځي. د مائوتسه تونګ په فلسفې باندې په استناد سره «ښځو نیم آسمان ولاړ ساتلی»، دغه لیدلوری کولای شو د کلتوري انقلاب د برخې په توګه د ښځینه او نارینه و د برابرۍ د دوام په توګه وبولو.[۳۳]

رومانیا[سمول]

د رومانیا مشرانو جرګې د ۲۰۲۰ زکال په جون میاشت کې د رایو په اکثریت د زده کړو ملي قانون تصویب کړ او په هغو کې یې جنسیتي هویت ته اړوندې هغه نظریې او لیدلوري منع اعلان کړل چې د بیولوژیکي جنسیت څخه جلا مفهوم وړاندې کوي. دغه ممنوعیت د ۲۰۲۰ زکال په ډسمبر میاشت کې د رومانیا د اساسي قانون د محکمې له خوا لغو شو؛ له دې څخه وړاندې ولسمشر کلاوس یوهانیس دغه لایحه ننګولې وه. [۳۴][۳۵][۳۶]

سرچينې[سمول]

  1. Wiesner-Hanks, Merry (2019). Women and Gender in Early Modern Europe (الطبعة 4). Cambridge, UK: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 1–22. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781108683524. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Gender Studies". Whitman College. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ ډيسمبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Gottschall, Marilyn (2002). "The Ethical Implications of the Deconstruction of Gender". Journal of the American Academy of Religion. 70 (2): 279–99. doi:10.1093/jaar/70.2.279. JSTOR 1466463 – عبر JSTOR. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Krijnen, Tonny; van Bauwel, Sofie (2015). Gender and Media: Representing, Producing, Consuming. New York: Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-69540-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Krijnen, Tonny; van Bauwel, Sofie (2015). Gender and Media: Representing, Producing, Consuming. New York: Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-69540-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Healey, J. F. (2003). Race, Ethnicity, Gender and Class: The Sociology of Group Conflict and Change.
  7. "Department of Gender Studies". Indiana University (IU Bloomington). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Garrett, S. (1992). "Gender", p. vii.
  9. Salime, Zakia. Between Feminism and Islam: Human Rights and Sharia Law in Morocco. Minneapolis: University of Minnesota Press, 2011.
  10. Essed, Philomena; Goldberg, David Theo; Kobayashi, Audrey (2009). A Companion to Gender Studies. Wiley-Blackwell. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4051-8808-1. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Butler, Judith (1999). Gender Trouble: Feminism and the Subversion of Identity. د کتاب پاڼي 163–71, 177–8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Anne-Marie Smith, Julia Kristeva: Speaking the Unspeakable (Pluto Press, 1988).
  13. Pollock, Griselda (2013). Art in the Time-Space of Memory and Migration: Sigmund Freud, Anna Freud and Bracha L. Ettinger in the Freud Museum. Leeds, London: Wild Pansy Press & Freud Museum. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Gutierrez-Albilla, Julian (2017). Aesthetics, Ethics and Trauma in the Cinema of Pedro Almodovar. Edinburgh UP. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Škof, Lenart (2021). Antigone's Sisters: On the Matrix of Love. SUNY Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. de Zegher, Catherine, المحرر (1996). Inside the Visible. MIT Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Griselda Pollock, "Inscriptions in the Feminine" and "Introduction" to "The With-In-Visible Screen", in: Inside the Visible edited by Catherine de Zegher. MIT Press, 1996.
  18. Bryan Palmer, Descent into Discourse: The Reification of Language and the Writing of Social History, Trent University (Peterborough, Canada) 1990
  19. Soh, Debra (August 2020). The End of Gender: Debunking the Myths about Sex and Identity in Our Society. Threshold Editions. د کتاب پاڼې 336. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1982132514. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Thomas, Calvin, ed., "Introduction: Identification, Appropriation, Proliferation", Straight with a Twist: Queer Theory and the Subject of Heterosexuality. University of Illinois Press, 2000.
  21. Hatchett, Bentley (3 January 2017). "12 Cardinals and Bishops Condemn Gender Theory Madness". TFP Student Action. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۲۱. In clear terms these prelates call gender theory what it really is; destructive, anti-reason, neo-Marxist, tyrannical, a form of spiritual terrorism and demonic. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Understanding Gender Ideology". Human Life International. 29 October 2018. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۲۱. This article is directed only towards examining the origins of an ideology that seeks to legitimize the application of potentially harmful behavior or mentality to children, marriage, family and society as a whole. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په 4 October 2016 باندې). Pope warns of 'ideological colonization' in transgender teachings. CNN.
  24. Harsin, Jayson (2018), "Tactical Connecting and (Im-)Mobilizing in the French Boycott School Day Campaign and Anti-Gender Theory Movement", Global Cultures of Contestation, (په انګلیسي ژبه کي), Palgrave Macmillan, Cham, د کتاب پاڼي 193–214, doi:10.1007/978-3-319-63982-6_10, د کتاب نړيواله کره شمېره 9783319639819 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Bruno Perreau, Queer Theory: The French Response, Stanford University Press, 2016.کينډۍ:Page needed
  26. Harsin, Jayson (2018-03-01). "Post-Truth Populism: The French Anti-Gender Theory Movement and Cross-Cultural Similarities". Communication, Culture and Critique (په انګلیسي ژبه کي). 11 (1): 35–52. doi:10.1093/ccc/tcx017. ISSN 1753-9129. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 9 February 2017 باندې). Gender theory banned in NSW classrooms. The Australian.
  28. Global, The Conversation (2016-10-14). "How Hungary and Poland have silenced women and stifled human rights". Huffington Post (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Anti-Gender Movements on the Rise?" (PDF). Publication Series on Democracy. 38. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. (په 2018-01-15 باندې). 'Traditional values' for the 99%? The new gender ideology in Russia. Engenderings.
  31. Ferris-Rotman, Amie. "Putin's War on Women". Foreign Policy (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (په 2018-10-24 باندې). Hungarian Prime Minister Viktor Orban bans gender studies programmes. The Independent.
  33. (په 2009-05-20 باندې). China voices: the professor of gender studies.
  34. "Romanian top court overturns ban on gender identity studies". Reuters (په انګلیسي ژبه کي). 16 December 2020. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Tidey, Alice (2020-06-17). "'Back to the Middle Ages': Outrage in Romania over gender studies ban". Euronews (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Raport Suplimentar" (PDF). Senate of Romania. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)