د نارينه او ښځو د سياسي او ټولنيزې برابرۍ پلوې نظريه
د نارینه او ښځو د سياسي او ټولنيزې برابرۍ پلوې نظريه نظرياتي، خيالي او فلسفې وينا يا ليکنې ته د فيمينيزم پراختيا ده. د جنسيتي نابرابرۍ د ذات پوهېدنې موخه لري. د نارينه او ښځو ټولنيزې ونډې، تجربې، ګټې، عادي چارې او په ځينو څانګو کې فيمينيزم پلوي سياست ازمايي. يادې څانګې انسان پوهنه او ټولنپوهنه، اړيکې، د رسنيو څېړنې، رواني تحليل (psychoanalysis)، سياسي نظريه، کورنی اقتصاد، ادبيات، زده کړې او فلسفه دي. [۱][۲]
ذکر شوې نظريه زياتره د جنسيتي نابرابرۍ پر شننه باندې تمرکز کوي، چې په کې راسپړل شوې موضوعګانې توپيري چلند، معروضيت (په ځانګړي ډول جنسي)، ظلم، پلارواکي، کليشه توب، د هنر تاريخچه او معاصر هنر او د ښکلا هنر دي. [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
تاريخچه
[سمول]د فيمينيزم پلوې نظريې د ۱۷۹۴ ز کال په لومړيو کې، په ځينو خپرونو، لکه: د Marry Wollstonecraft له لورې «د ښخو د حقونو سپيناوی»، بدلېدونکې ښځه، ایا زه يوه ښځه نه يم، د ناقانونه رايې کارونې لپاره له نيونې څخه وروسته وينا او داسې نورو کې راڅرګندې شوې. «بدلېدونکې ښځه» يوه ناواهو افسانه ده، چې هغې ښځې ته يې امتياز ورکړ چې په پای کې يې نړۍ، له خلکو ډکه کړه [نړيواله څېره شوه]. په ۱۸۵۱ ز کې Sojourner Truth د «ايا زه يوه ښځه نه يم» تر سرليک لاندې، د خپلې خپرونې په واسطه د ښځو مسئلې په ګوته کړې. نوموړې د ښځو مسئلې ته اشاره وکړه، چې د نارينه وو د نيمګړي ادراک له امله يې ټاکلي حقونه لرل. Truth بحث وکړ چې: که چېرې يوه سپين پوستې ښځه، هغه دندې کولی شي، چې په فرضي ډول د نارينه لپاره ځانګړې شوې دي، نو د هر رنګ هرې ښځې دا ورته دندې کولی شوې. په ناقانونه ډول د رايې کارولو لپاره د هغې د بنديتوب څخه وروسته Susan B. Anthony په محکمه کې «د ناقانونه رايې کارونې لپاره له نيونې څخه وروسته وينا» تر سرليک لاندې په ۱۸۷۲ کې يوه وينا ورکړه، چې نوموړې په کې په مستند شوي اساسي قانون کې د ژبې مسئلې په نښه کړې. Anthony د اساسي قانون واک لرونکي مشران او د نارينه جنسيتي شوې ژبه وپوښتله. نوموړې دا پوښتنه راپورته کړه، چې ښځې ولې د قانون له مخې د مجازات کېدلو وړ دي، مګر همدا قانون د ځان خونديتوب (ښځو رايه نه شوه کارولی، شتمني يې نه شوه لرلی او په واده کې يې د ځان خونديتوب نه شو لرلی) لپاره نه شي کارولی. هغې پر اساسي قانون باندې د هغه د نارينه جنسيتي شوې ژبې لپاره هم نيوکه وکړه او پوښتنه يې وکړه، چې ښځې ولې بايد د هغه قانون له مخې واوسېږي، چې ښځې نه مشخص کوي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
Nancy Cott د معاصر فيمينيزم او د هغه مخکې تګ په ځانګړي ډول د رايې حق لپاره هڅه يو له بله بېلوي. نوموړې په متحده ايالتونو کې په ۱۹۲۰ کې (۱۹۱۰ او ۱۹۳۰ تر منځ) د ښځو د رايې تر لاسه کولو څخه په مخکې او وروسته لسيزو کې د بدلون ټکی ځای پر ځای کړ. نوموړې بحث کوي، چې د ښځې پخوانی خوځښت په بنسټيز ډول د نړيوالې هستۍ په توګه د ښځې په اړه و، حال دا چې د دې ۲۰ کلونو په دوره کې دې خپله بڼه داسې بدله کړه، چې په بنسټيز ډول له ټولنيز توپير سره اړيکه لري او انفراديت او راز راز والي ته متمرکزه ده. نوې مسئلې زياتره د يوه ټولنيز جوړښت، جنسيتي پېژندنې او جنسيتونو کې يا يې تر منځ اړيکو په توګه د ښځې له حالت سره سروکار لري. [۱۴]
Susan Kingsley Kent وايي چې: Freudian پلارواکي د جنګ په کلونو کې د فيمينيزم د راټيټ شوي پېژنديال لپاره ځواب ويونکې وه. ځيني نور، لکه: Juliet Mitchell دا په ټوله کې خورا ساده ځکه ګڼي، چې د فروديانو (Freudian) نظريه له فيمينيزم سره په بشپړ ډول سمون نه لري. د فيمينيزم پلوې ځينې پوهې [معلومات] د کورنۍ د اصليت رامنځته کولو په موخه له اړتيا او د پلارواکۍ د پړاو د شننې پر لور له پامه غورځول شوې دي. له جنګ څخه وروسته په منځنۍ دوره کې Simon de Beauvoir د «ښځې په کور کې» انځور [فکر] په خلاف ودرېد. De Beauvoir په ۱۹۴۹ ز کې د Le Deuzirme sexe (دويم جنس: The Second Sex) تر سرليک لاندې خپرونې سره د فيمينيزم د شتون يو اړخ چمتو کړ. لکه څرنګه چې سرليک دلالت کوي، د پيل ټکی د ښځو ضمني وروسته پاتې والی دی او لومړنۍ پوښتنه چې de Beauvoir يې پوښتي، «ښځه څه شی دی؟» ده. د نوموړې د درک له مخې ښځه هغه څوک ده، چې تل د «بل [جنس]» په توګه درک شوې ده، «ښځه له سړي سره په پرتلې [ماخذ] راپېژندل شوې او ورڅخه بېله شوې ده، مګر سرچپه حالت شتون نه لري». په دې کتاب او د «ښځه: افسانه او حقيقت» په سرليک کې د نوموړې په مقاله کې، هغه له Betty Friedan څخه د هغې د ښځې په اړه د نارينه فکر د نا افسانوي کولو د غوښتنې لپاره مننه کوي. «د سړو له لورې يو رامنځته شوې افسانه، چې ښځې د دوی ظالمانه حالت کې محدودې کړي». د ښځو لپاره د ښځو په توګه دا د ځان ثابتولو پوښتنه نه ده، مګر د بشپړې کچې انسان کېدلو پوښتنه ده». «يو څوک نه دی زېږېدلی، مګر په غوره توګه يوه ښځه کېږي»، يا لکه Tori Moi چې وايي: «يوه ښځه په نړۍ کې ځان د خپل ژوند رانغاړل شوي حالت له لارې راپېژني، يا په بل ډول: له هغې لارې څخه چې نوموړې په کې د هغه څه يوه برخه جوړوي، چې نړۍ يې له هغې څخه جوړوي». د همدې له امله ښځه بايد د «بل» په توګه له خپلې پېژندنې څخه د تېښتې په موخه، لکه د مرګ د يو Cartesian ټکي په تګه، موضوع يو ځل بيا تر لاسه کړي. هغه د افسانې په اړه په خپل ازمېښت کې د ښځو لپاره د هيڅ ځانګړو لومړيتوبونو منونکې نه ښکاري. د پېغور په ډول، فيمينيزم پلوي فيلسوفانو بايد په خپله de Beauvoir په بشپړ ډول د هغې د ستاينې په موخه د Jean-Paul Sartre له سيوري څخه راايستلی وی. په داسې حال کې چې د فعالانو په پرتله زياتو فيلسوفان او ناول لیکونکو ... ؟ [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
د ۱۹۶۰ ز لسيزې په وروستيو کې د فيمينيزم پلوي فعاليت بيا رغونه د ځمکې، معنويت او چاپيريال اصالت لپاره د اندېښنو د راښکاره کېدونکې ادب سره مل و. دې په خپل وار د متمرکزيت په اړه د څېړنې او مناظرې بيارغونې لپاره د معينيت [هغه فلسفه چې وايي بانديني توکي د انسان اراده اداره کوي] د نه منلو په توګه، لکه: Adrienne Rich او Marilyn فرانسوي، يوه مناسبه فضا رامنځته کړه، په داسې حال کې چې د ټولنپال فيمينيسټانو، لکه :Evelyn Reed له نظره پلارواکۍ د کاپيټلیزم ځانګړتياوې خپلې کړې. فيمينيزم پلوي روانپوهان، لکه: Jean Baker Miller وغوښتل چې يو فيمينيزم پلوې شننه په دې ثابتولو سره پخوانيو روانپوهنيزو نظرياتو ته راوړي، چې «د ښځو سره هيڅ هم ناسم نه وو، مګر دا چې د هغه ليد لوري له مخې چې معاصر کلتور ورته وکتل» [د معاصر کلتور د کتلو له مخې ناسم وو]. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
Elaine Showalter تشرېح کوي چې، د فيمينيسټ نظريې يو شمېر پړاوونه لرل. لومړي پړاو ته يې نوموړې د «فيمينيسټ نيوکه» وايي، چې فيمينيسټ لوستونکی په کې د ادبي ښکارندو تر شا نظريات ازمايي. دويم پړاو ته يې Showalter جينو کريټېک (Gynocritics) [جنسيتي نيوکه] وايي، چې ښځه په کې د ښځينه نوښت د رواني انګېزو (psychodynamics)، ژبپوهنې او د ښځينه ژبې د ستونزې، د انفرادي يا ډله ييز ښځينه ادبي مسلک او ادبي تاريخچې په ګډون د متني معنا توليدونکې ده. نوموړې ورستی پړاو د «جنسيت نظريه» نوموي، چې د جنس يا جنسيتي نظام نظرياتي ليکنه او ادبې اغېزې په کې څپړل شوي دي. Toril Moi پر دې موډل باندې نيوکه کړې ده. نوموړې دې ته د ښځينه معروضيت له امله د اړتيا اصالت او معينيتي موډل په توګه ګوري. نوموړې له لويديځ څخه د باندې د ښځو لپاره د حالت په پام کې نه نيولو له امله هم دا نظريه تر نيوکې لاندې راوړې ده. له ۱۹۷۰ لسيزې څخه مخ پر وړاندې د رواني شننې هغه نظريات چې د فرانسوي فيمينيزم په څانګه کې راپورته کېږي، پر فيمينيسټ نظريې باندې يوه پرېکنده اغېزه تر لاهس کړې ده. د فيمينسټ رواني شننې د بې شعورۍ اړوند phallic انګېرنې له منځه ويوړې. Julia Kristeva، Bracha Ettinger او Luce Iregaray د فلم او ادبي شننې لپاره په پراخه کاريالونو سره د ناشعوري جنسيتي توپير ، ښځينه او مورولۍ اړوند ځانګړې نظريې رامنځته کړې. [۲۶][۲۷][۲۸]
سرچینې
[سمول]- ↑ Chodorow, Nancy J., Feminism and Psychoanalytic Theory (Yale University Press: 1989, 1991)
- ↑ Brabeck, Mary; Brown, Laura (1997). "Feminist theory and psychological practice". In Worell, J.; Johnson, N. (eds.). Shaping the Future of Feminist Psychology: Education, Research, and Practice. Washington, D.C.: American Psychological Association. pp. 15–35. doi:10.1037/10245-001. ISBN 1-55798-448-4.
- ↑ Gilligan, Carol, 'In a Different Voice: Women's Conceptions of Self and Morality' in Harvard Educational Review (1977)
- ↑ Lerman, Hannah, Feminist Ethics in Psychotherapy (Springer Publishing Company, 1990) ISBN 978-0-8261-6290-8
- ↑ Pollock, Griselda. Looking Back to the Future: Essays on Art, Life and Death. G&B Arts. 2001. ISBN 90-5701-132-8
- ↑ de Zegher, Catherine. Inside the Visible. Massachusetts: MIT Press 1996
- ↑ Armstrong, Carol and de Zegher, Catherine. Women Artists at the Millennium. Massachusetts: October Books / MIT Press 2006. ISBN 0-262-01226-X
- ↑ Arnold, Dana and Iverson, Margaret (Eds.). Art and Thought. Blackwell. 2003. ISBN 0-631-22715-6
- ↑ Florence, Penny and Foster, Nicola. Differential Aesthetics. Ashgate. 2000. ISBN 0-7546-1493-X
- ↑ "The Changing Woman" (Navajo Origin Myth). Feminist Theory: A Reader. 2nd Ed. Edited by Kolmar, Wendy and Bartowski, Frances. New York: McGraw-Hill, 2005. 64.
- ↑ Truth, Sojourner. "Ain't I a Woman". Feminist Theory: A Reader. 2nd Ed. Edited by Kolmar, Wendy and Bartowski, Frances. New York: McGraw-Hill, 2005. 79.
- ↑ Anthony, Susan B. "Speech After Arrest for Illegal Voting". Feminist Theory: A Reader. 2nd Ed. Edited by Kolmar, Wendy and Bartowski, Frances. New York: McGraw-Hill, 2005. 91-95.
- ↑ "Native American Indian Legends - Changing Woman - Navajo". خوندي شوی له اصلي څخه په 2012-05-18. بياځلي په 2012-02-21.
- ↑ Cott, Nancy F. The Grounding of Modern Feminism. New Haven: Yale University Press, 1987
- ↑ Kent, Susan Kingsley. Making Peace: The Reconstruction of Gender in Interwar Britain. Princeton, N.J. 1993
- ↑ Mitchell, Juliet. Psychoanalysis and Feminism: Freud, Reich, Laing, and Women. New York 1975
- ↑ Stocking, George W. Jr. After Tylor: British Social Anthropology, 1888–1951. Madison, Wisconsin 1995
- ↑ "Le Deuxième Sexe (online edition)". خوندي شوی له اصلي څخه په 2007-08-24. بياځلي په 2007-08-17.
- ↑ Moi, Toril. What is a Woman? And Other Essays. Oxford 2000
- ↑ Bergoffen, Debra B. The Philosophy of Simone de Beauvoir: Gendered Phenomenologies, Erotic Generosities. SUNY 1996 ISBN 0-7914-3151-7
- ↑ Sullivan, Shannon. The work of Simone de Beauvoir: Introduction Journal of Speculative Philosophy 2000 14(2):v
- ↑ Rich, Adrienne. Of Woman Born: Motherhood as Experience and Institution New York 1976
- ↑ French, Marilyn. Beyond Power: On Women, Men, and Morals. New York 1985
- ↑ Reed, Evelyn. Woman's Evolution: From Matriarchal Clan to Patriarchal Family. New York, 1975
- ↑ Jean Baker Miller Archived 2012-07-20 at the Wayback Machine.
- ↑ Showalter, Elaine. 'Toward a Feminist Poetics: Women's Writing and Writing About Women' in The New Feminist Criticism: Essays on Women, Literature and Theory (Random House, 1988), ISBN 978-0-394-72647-2
- ↑ Moi, Toril, Sexual/Textual Politics (Routledge, 2002), ISBN 978-0-415-28012-9
- ↑ Zajko, Vanda and Leonard, Miriam (eds.), Laughing with Medusa (Oxford, 2006) ISBN 978-0-199-27438-3