جامعه اسلامیه (علامه ټاون)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جامعه اسلاميه علامه عبد الغني ټاون
معلومات
د جوړېدو نيټه ۱۹۹۷
تړاو وفاق المدارس العربية
ډول ایالتي پوهنتون
د لارښوونې ډول اسلامي او عصري علوم
جغرافیایی موقعیت
سړک بای پاس سړک
ځای چمن، پاکستان
شمیر
ويبپاڼه ‌‌‌‌‌‌‌‌
د ځانګړي الې پارامیټر تر لاسه نسو.

جامعه اسلاميه (علامه ټاون) یو ستر اسلامي پوهنتون دی چي د پاکستان بلوچستان ایالت په لوېديځ کي موقعیت لري او د دیني دعوت او محمدي امت د چوپړ لپاره په ایشیا براعظم (لویه وچه) کي تر ټولو غټه څانګه (اداره) ده .

دا پوهنتون په چمن chaman ښارګوټي کي شتون لري کوم چي د پاکستان او افغانستان په مینځ کي یو وېشنیزه (باډري) علاقه ده [۱] .

د تاسیس نېټه[سمول]

دا پوهنتون په ۱۹۹۷ عیسوي کال د الحاج علامه عبد الغني (شهید) رحمه الله تعالی پر لاس تاسیس شو، یاني : بنسټ یې په همدا یاد کال کي کښېښودل شو .

او د لومړي ځل لپاره علامه صاحب په دې پوهنتون کي په ۲۰۰۰ عیسوي کي چي له ۱۴۲۱ هجري سره سمون خوري د دوره حدیث (لویه دوره) سبقان پيل کړله چي ورځ د چهارشنبې وه، بیا یې تر دې مبارکي افتتاح (پرانیستني) وروسته نور پاته علوم او فنون پکي پيل کړله [۲] .

څانګې او ټولګې[سمول]

په دې جامعه اسلامیه پوهنتون کي څو څانګې او یو معهد شتون لري او هغه لکه :

  1. د دار الإفتاء څانګه .
  2. د نوو او پخوانیو علومو څانګه او په دې څانګه کي د علم حکمت ټولګه ؛ د علم منطق ټولګه ؛ د فلسفې ټولګه او داسي نورې ځانګړې ټولګې شتون لري . او دا ټول علوم په پښتو ژبه پکي درسیږي او د پښتو ژبه په چمن chaman ښارګوټي کي رسمي ژبه ده .
  3. د وفاقي درجو څانګه کوم چي د (وفاق المدارس العربية) په نامه یادیږي .
  4. د دار المبتدئین څانګه .
  5. د حفظ او تجوید څانګه .
  6. د نشر او اشاعت څانګه او په دې کي میاشتنیزي مجلې او ځانګړې مواد خپریږي او دا ډول ورځنۍ فتاواوې له همدې څانګې څخه خپریږي .
  7. د نبوي احادیثو څانګه (غټه او وړه دوره) .
  8. د ښځینه د تعلیم او تربیت څانګه .
  9. همدا ډول په جامعه اسلامیه پوهنتون کي اداري څانګه (دفتر) شتون لري چي د همدې پوهنتون لاري چاري پر مخ بیایي .
  10. د علمي بحوثو اداره شتون پکي لري .
  11. د تألیف او تحقیق څانګه شتون پکي لري .
  12. او د عربي ژبي د زده کړي یو معهد شتون پکي لري [۳] .

نورې ځانګړنې[سمول]

  • د دې ستر پوهنتون د لارو چارو پر مختلونکی کس حضرت علامه ابن علامه حافظ محمد یوسف مدّ ظله العالي دی او دی د خپل پلار علامه عبد الغني (شهید) تر شهادت وروسته د نایب په توګه ټاکل شوی دی .
  • تر اوسه له دې ستر پوهنتون څخه شپږ زره ۶۰۰۰ فاضلانو د فضیلت پګړۍ پر سر کړي او د نړیوالو سندونو خاوندان شوي دي کوم چي د هغوی تړاو له افغانستان، پاکستان او ایران سره دی .
  • په دې پوهنتون کي د هلال کمېټۍ هم شتون لري کومه چي د روژې او اخترانو حکم صادروي .
  • په دې پوهنتون (علامه ټاون) کي د سبقونو په دوران کي د هري چهارشنبې په شپه د طالبانو د تدریب لپاره تدریسي مقابلې هم تر سره کیږي .
  • په دې پوهنتون کي ټولې هغې غټې مسئلې او دعواوې سره حل او فصل کیږي کومې چي د بلوچستان ایالت په بېلابېلو ښارونو کي پيښيږي ؛ په ځانګړې توګه دا مسئلې او دعواوي زیاتره مهالونه د چمن chaman د ښارګوټي وي .
  • همدا ډول په جامعه اسلامیه (علامه ټاون) کي د (تعلیم بالغان) په نامه مجلس جوړیږي چي په هغه کي ومېرمنو ته اونیزه اصلاحي بیان کیږي .
  • همدا ډول پکي د جمعې تر لمانځه وروسته وتاجرانو ته کاروباري مسئلې بیانیږي .
  • همدا ډول د روژې په میاشت کي هر ماځيګر تر لمانځه وروسته د روژې احکام او مسئلې بیانیږي او بیا یې په آخري لسو ورځو کي د اعتکاف په دوران کي د اعتکاف او اختر اړوند احکام بیانیږي .
  • د حج (ذو الحجه) تر میاشتي مخکي د حج او عمرې احکام بیانیږي چي په دې کي د حج مکمل کورس ښودل کیږي .
  • د سبقانو په دوران کي د هري چهارشنبې په شپه په دې پوهنتون کي اصلاحي او روحاني مجلسونه تیاریږي .
  • د سهار تر لمانځه وروسته د درسونو په ورځو کي طالبان د سورت یس شریف تلاوت کوي ؛ ځکه چي د دې په لوستولو ودوی ته برکت حاصلیږي ؛ په علم کي یې زیاتوب راځي او د عام محمدي اُمت د حاجتونو د پوره کېدلو یو لامل جوړیږي .
  • د دې پوهنتون په آخیرني بغل کي د حضرت شیخ صاحب علامه عبد الغني (شهید) رحمة الله علیه مرقد او مدفن هم شتون لري کوم چي د دې ستر پوهنتون (جامعه اسلامیه) مؤسس دی او د ده مدفن په داسي طریقه پکي برابر شوی چي هغه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم پر سنتو برابر دی .
  • او په پای کي د جامعه اسلامیه علامه ټاون له ځانګړنو څخه دا ده چي : ودې ته په کتلو او په ناسته کي یو ډول خوشالي او فیض شتون لري ؛ په ځانګړې توګه دا ځانګړتیا د چمن واوسېدونکې ته ډېره ښه معلومه شوې ؛ مګر نه چي د الله تعالی نه وي ورته خوښه شوې هغه ته یې درک نه معلومیږي [۴] .

سرچینې[سمول]

  1. الجامعة الإسلامية بالشمن، تعارف، اغراض، اهداف لومړني مخونه .
  2. الجامعة الإسلامية بالشمن، ۹ مخ .
  3. الجامعة الإسلامية بالشمن، ۲۶ - ۳۴ مخونه .
  4. الجامعة الإسلامية بالشمن، بېلابېل مخونه په لږ څه تصرف سره .