مولانا عبد الغنی صاحب
شهيدارواښاد علامه عبدالغني (رح) مشهور په حاجی صاحب [۱]. په ۱۹۴۰ ـــــ ۱۳۵۸ س )کي د چمن او بولدک تر منځ سيمه کي د يوه نامتو ستانه او ديني پوه ارواښاد مير عالم (۱) (رح) په کور کي وزيږيدی
علامه عبد الغني په پاکستان او افغانستان کي د خپل وخت له اوڅارو عالمانو او د خپل وخت له نامتو پوهانو او سپين ږيرو څیرو څخه وو[۲]
لومړنۍ زده کړي يي د مولوي محمد حنيفيا(۲) (رح) څخه تر لاسه کړې.په ديارلس کلنۍ کي يې د مولانا محمد نور(۳) (رح) په مدرسه جامعه المعارف چمن کي ځانګړي زده کړي پيل کړې او دوه کاله يې دلته زده کړي وکړې.
په پنځلس کلنۍ کي کندهار ته ولا ړی او هلته يې د تکړه د يني پوه مولوي محمد صديق کند هاري و مخ ته د شاګردۍ زنګون کت کړ.
او په همدې کندهار کي يې د ذهانت دډېري ستري کارنامې په ښکاره کولو سره استا ذان ځان ته متوجه کړل.
په کندهار کي يې قطبي ، شرح جا مي ، بديع المیزان او داسي نور کتابونه ولوستل. په شپاړس کلنيۍ کي د کندهار څخه کوټي ته ولاړی او د مولانا عبد۱لعزيز (رح) څخه يې هدايه (اولين)، شرح العقائد ،ملا حسن ، سلم العلوم او داسي نور اړين نصا بي کتابونه ولوستل .
په اوولس کلنۍ کي د کوټي څخه خپل پلرنيې ټا ټوبي (چمن) ته راستون سو او د خپل استا ذ مولا نا محمد نور (رح) په مدرسه جامعه المعارف چمن کي يې مير زاهد ، ملا جلال ، مختصر المعاني ، حسامي او داسي نور کتابونه ولوستل.د دی څخه ورسته د پیښور په مشهور اسلامی پوهنتون دارالعلوم حقا نيه کي يې څلور کاله پر له پسې د پوهي (علم ) تنده ماته کړه.په دې دوران کي يې د کورنۍ د غړو سره هيڅ اړيکي نه وې. يوازي هغه مهال چي دده د مړيني آوازه خپره سوه نو حضرت شيخ (رح) په يوه لنډ ليک سره دغه آوازه رد کړه.
شاعر وا يې:.
آن کس که ترا شنا خت جهان راچه کند
فرزند وعيال و خانمان را چه کند
تقريباپه ۱۹۶۵ کي ېې دوره حديث شروع کړه او د شيخ العرب والعجم مولانا حسين احمد مدني (رح) د شاګرد رشيد شيخ الحديث مولانا عبد الحق حقاني (رح) څخه يې د حديثو کتا بونه ولوستل. دسبقه په دوران کي يې ډېر لوړ علمي کتانونه شرح جامي ، خيالي ، قاضي، حمدالله او داسي نور طالبانو ته ويل.
ورسته چار سدې ته ولاړی اوهغه کتابونه چي پاته سوي وه هغه يې د شهيد شيخ حسن جان مدني (رح) د ارواښاد پلارمولانا محمد اکبر جان ؒدهغه د ورور مولا نا رحمان الدينؒ او د شهيد شيخ حسن جان مدنيؒ څخه ولوستل.
تر فراغت ورسته خپلي پلرنۍ سيمي ته د خدمت لپاره را ستون سو.
لومړی يې امامت او خطابت د پیرعلیزو د ملکا نوپه مسجد کي پيل کړ. د درس او خطابت دا لړۍ تر څلورو کلونو پوري روانه وه.
بيا د کوټي د شالدرې په (مظهرالعلوم) مدرسه کي يې يو کال طالبانو ته سبقان وويل.خو وروسته خپل پلرني ښار چمن ته راستون سو.او د خپل کلي په مسجد کي يې له اول څخه دوره حديث (لويه دوره) شروع کړه. د نبوي حديثو دالړۍ د ۱۹۷۴ څخه شروع سوه او تر څو ځله درېدو وروسته بيا روانه سوه. او د ۱۹۹۷ څخه په پرلپسې توګه په جامعه اسلاميه چمن کي روانه وه.او هر کال به پنځه سوه علما دده د فيو ضاتو څخه برخمن اوپه خپلو، خپلو سيمو کي يې د پو هي ډيوې بلولې.
همدا ډول د افغانستان او پاکستان په ليري او نيژدې سيمو کي دده په زرګونو شا ګردان په ديني او اسلامي خدمتو نوبوخت دي.
د علمي خد متو نو سره، سره د نو موړي سياسي خدمتونه هم له هيچا پټ نه دي. دوه ځله د جمعيت علما اسلام پاکستان ګوند له اړخه ولسي جرګې ( قومي اسمبلي ) ته وټاکل سو.د جمعيت علما اسلام د مرکزي پاکستان ، ګوند دده د سياسي ژوند شاهد دی. جمعيت علما اسلام آل پاکستان فقهي مجلس جوړ کړ نو دی يې ددې شوری مشر وټاکی.
او حضرت مولانا فضل الرحمن د ته وويل :- (تاسي د جمعيت علما اسلام لپاره دديني کتابونو ديوې ټو لګي او الماري حيثيت لری). او اصلاحي خدمتونو يې ده بلوچستان د هر مسجد هر منبر او محراب شاهد دی. او هيڅ داسي سيمه او کلی به نه وي چي هلته د حضرت شيخ صاحب اصلاحي ناستي او غونډي نه وي جوړي سوي.
د يوې قبائلي سيمي له امله د بلو چستان ډېری قومونه په خپلو منځو کي سره لاس و ګريوان دي. خو د حضرت شيخ (رح) په هڅو سره دا فتنې تر ډيره حده پوري کمي سيوې
د علامه صاحب مړينه :
[سمول]علامه صاحب په ۱۴۳۲ هـ ق – 2011 ل یوه ټرافیکي پیښه کي وفات شو په داسي ډول چي کله د دغه کال د میاني د مياشتي د چهارشنبې په ورځ کي د سهار پر نهو بجو خپلي علمي دورې ته مخه کړجې له خپل کورڅخه دمدرسې په لورپه خپل موټر کې روان وو چې موټر یې په لاره کي له ترافیکي پیښې سره مخ شو.او علامه صاحب په کی په شهادت ورسیدی
دغه دردونکي پیښه دبلوچستان دچمن ښارګوټي په کالج روډ سيمه کي رامنځته شوه.د حضرت شيخ الحديث (رح) د شهادت خبر په افغانستان او پاکستان کي د اور په ډول خپور سو. او يوازي د شپږو يا اوو ساعتو کي په لنډه موده کي په لکونو افراد او معتقدين راټول سول. د ما ځيګر پر څلور نيمي بجې دده د جنازې د لمانځه سعادت دده دمشر زوی( حا فظ محمد يو سف) په برخه سو.[۳] روح دی ښاد وی .