Jump to content

اورومو ژبه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اورومو ژبه
Afaan Oromoo (اورومو) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه
سیمييزتوب د
ليکدود
ويونکو شمېر
۲۴٬۰۰۰٬۰۰۰ (۲۰۰۷)
۳۶٬۰۰۰٬۰۰۰[۷] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
آيسو ۶۳۹-۱ کوډ
om[۸] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د ژبې کوډ
om ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد

اورومو ژبه (په اورومو: Afaan Oromoo) د افریقايي آسیايي ژبو کورنۍ د کوشي څانګې یوه ژبه ده. اورومو په اېتوپیا کې د اورومیا سیمې د وګړو مورنۍ ژبه ده چې ډېروال يې هم په اېتوپيا او کینیا کې ژوند کوي.

اورومو د اېتوپیا د ۳۳.۸٪ خلکو مورنۍ ژبه ده او په هېواد کې ترټولو ډېره ويل کېدونکې ژبه ده، تر اورومو ژبې وروسته د ۲۹.۳٪ وګړي په امهري ژبه خبرې کوي . [۱۱] اورومو د کوشي کورنۍ تر ټولو پراخه ژبه ده او په افریقا کې له عربي ، هاوسا او سواهيلي وروسته څلورمه لویه ژبه ده. [۱۲] د په اېتوپيا کې ۳۶ ميلیونه وګړي ارومو ژبه د خپلې لومړنۍ ژبې په توګه کاروي[۱۳]، د دې ترڅنګ ۵۰۰۰۰۰ زره تنه نور بيا د کینیا په شمال او ختيځ کې ياده ژبه د خپلې لومړنۍ ژبې په توګه کاروي. [۱۴] همدارنګه، یو شمېر اورومو خبرې کوونکي کډوال په افریقایي هېوادونو لکه سوېلي افریقا ، لیبیا ، مصر او سوډان کې هم ژوند کوي.

اورومو د اورومیا، هریر او دیرداوه ،امارا سیمه، د اورومیا سیمې رسمي ژبه ده.[۱۵] او د دې ترڅنګ د اورومیا، هراري ، دیرداوه ، بینیشنګول-ګوموز او ادیس ابابا، امارا سیمه او د اورومیا سیمه کې د لومړنیو زده کړو ژبه هم ده. دا ژبه د تیګرینیا سره يوځای د فدرال وېبپاڼو کې کارول کېدونکې ژبه ده. [۱۶] [۱۷]

ژبسيمې

[سمول]

د اورومو ژبې ويناوالو کابو ۸۵٪ په اېتوپیا (اکثره د اورومیا سیمه ) کې ژوند کوي. سربېره پردې، په سومالیا کې هم د دې ژبې یو شمېر ویونکيشته. [۱۸] په کینیا کې، د ۷۲۲,۰۰۰ ویونکو توکمیز سیمې د بورانا او اورما ژبو د ويوونکو په توګه اټکل شوي دي، دا دوه ژبې د اېتوپیا د اورومو سره نږدې تړاو لري. [۱۹] اېتوپیا د اورومو ژبې اصلي ویناوالو ترټولو لوی شمېر لري. په افریقا کې، له عربي، سواهیلي او هاوسا وروسته اورومو څلورمه ژبه ده چې د ویونکو ترټولو لوی شمېر لري.

له اورمو وګړو سربېره، د نورو توکمیزو ډلو یو شمېر غړي چې د اورمو وګړو ترمنځ اوسږي، دا ژبه د دویمې ژبې په کاروي، د بېلګې په توګه، په شمال لوېدیځه اورومیا کې د اوموتيژبي بامباسي وګړي او د نیلو سسارايين ژبې کوما خلک ارومو ژبه د دوهمې ژبې په توګه کاروي. [۲۰]

لیکدود

[سمول]

اورومو په یو ډول لاتیني ليکدود چې کوبي (Qubee) نومیږي لیکل کيږي چې دا ليکدود په ۱۹۹۱ زېږديز کې په رسمي ډول د ارومو ژبې لپاره ومنل شو. [۲۱] په تېرو وختونو کې، د لاتیني ليکدود بېلابېلې نسخې د اورومو ژبې ليکلو لپاره کارول شوي. [۲۲] د ارومو ژبې لپاره د کوبي ليکدود د رسمي ليکدود منلو ۱۹۹۱-۱۹۹۷ زېږديز پورې په اورمو ژبه ليکل شوې ليکنې له هغې دمخه سلو کلونو له ليکنو څخه زياتې او ډېرې شوې دي. په کینیا کې، د بورانا او وټا خلک لاتیني ليکدود په بېلابېلو بڼو کاروي، خو د دې ترڅنګ عربي ليکدود هم د اوروموز ژبو مسلمانانو ترمنځ کارول کیږي.

د اورومو الفبا توري په لاندې ډول دي: [۲۳]

A a B b C c D d Dh dh E e F f G g
H h I i J j K k L l M m N n Ny ny
O o P p Ph ph Q q R r S s Sh sh T t
X x U u W w Y y Z z

سرچینې

[سمول]
  1. ذکر کېدنه: اېتنولوګ. Publisher: SIL International. اثر ژبه: انګليسي ژبه. ISSN: 1946-9675.
  2. "اېتنولوګ" (په انګليسي ژبه). SIL International. نه اخيستل شوی 10 مې 2019.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  3. سرچينې تړی: https://www.ethnologue.com/language/orm.
  4. سرچينې تړی: https://iso639-3.sil.org/code/orm.
  5. ذکر کېدنه: The Cambridge Encyclopedia of Language. Page(s): 316. Publisher: Cambridge University Press. خپرېدو نېټه: ۱۹۸۷. ليکوال: David Crystal.
  6. ذکر کېدنه: Glottolog. Publisher: Max Planck Institute for Evolutionary Anthropology.
  7. سرچينې تړی: https://www.cia.gov/the-world-factbook/countries/ethiopia/.
  8. "Language".
  9. "ScriptSource - Ethiopia". نه اخيستل شوی 21 اگسټ 2023.
  10. "ScriptSource - Kenya". نه اخيستل شوی 21 اگسټ 2023.
  11. "The world factbook". cia.gov. Archived from the original on 15 دسامبر 2018. نه اخيستل شوی 10 دسامبر 2020. {{cite web}}: Check date values in: |access-date= و |archive-date= (help)
  12. https://www.bbc.co.uk/programmes/p03jqf43. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help); Unknown parameter |Title= ignored (|title= suggested) (help)
  13. https://www.cia.gov/the-world-factbook/countries/ethiopia/
  14. "Archived copy". Archived from the original on 2016-08-25. نه اخيستل شوی 2016-08-22.{{cite web}}: نگهداری یادکرد:عنوان آرشیو به جای عنوان (link)
  15. "The world factbook". cia.gov. Archived from the original on 15 دسامبر 2018. نه اخيستل شوی 10 دسامبر 2020. {{cite web}}: Check date values in: |access-date= و |archive-date= (help)
  16. "نسخه آرشیو شده". Archived from the original on 19 نوامبر 2019. نه اخيستل شوی 10 دسامبر 2020. {{cite web}}: Check date values in: |access-date= و |archive-date= (help)
  17. "ቤት | FMOH". www.moh.gov.et. Archived from the original on 5 فوریه 2021. نه اخيستل شوی 10 دسامبر 2020. {{cite web}}: Check date values in: |access-date= و |archive-date= (help)
  18. "Languages of Somalia". ethnologue.com. نه اخيستل شوی 15 October 2010.
  19. "Languages of Kenya". ethnologue.com. نه اخيستل شوی 15 October 2010.
  20. Ethnologue (1999-02-19). "Languages of Ethiopia". Ethnologue. نه اخيستل شوی 2013-08-10.
  21. "Afaan Oromo". دانشگاه پنسیلوانیا، School of African Studies.
  22. "Letter from the Oromo Communities in North America to H.E. Mr. Kofi Anan, Secretary-General of the United Nations". April 17, 2000. Archived from the original on 5 September 2012. نه اخيستل شوی 15 October 2010.
  23. کينډۍ:یادکرد کتاب

کتابونه

[سمول]

ګرامر

[سمول]

وييپانګې

[سمول]
  • Bramly, A. Jennings (1909). English-Oromo-Amharic Vocabulary. [Typescript in Khartoum University Library].
  • Foot, Edwin C. (1968). An Oromo-English, English-Oromo dictionary. Cambridge University Press (repr. Farnborough, Gregg). ISBN 0-576-11622-X.
  • Gragg, Gene B. et al. (ed. , 1982) Oromo Dictionary. Monograph (Michigan State University. Committee on Northeast African Studies) no. 12. East Lansing, Mich. : African Studies Center, Michigan State Univ.
  • Mayer, Johannes (1878). Kurze Wörter-Sammlung in Englisch, Deutsch, Amharisch, Oromonisch, Guragesch, hrsg. von L. Krapf. Basel: Pilgermissions-Buchsdruckerei St. Chrischona.
  • Tamene Bitima (2000). A dictionary of Oromo technical terms. Oromo - English. Köln: Rüdiger Köppe Verlag. ISBN 3-89645-062-X.[مړه لينکونه]
  • Stroomer, Harry (2001). A concise vocabulary of Orma Oromo (Kenya): Orma-English, English-Orma. Köln: Rudiger Köppe.
  • Tilahun Gamta (1989). Oromo-English dictionary. Addis Ababa: University Printing Press.

بهرنۍ لینک

[سمول]