Jump to content

افغان– ترکمن پوله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ترکمنستان په سویل ختیځ کي د افغانستان سره د ترکمنستان د پولي نقشه

د افغانستان او ترکمنستان پوله ۸۰۴ کیلومتر (۲٬۶۳۸٬۰۰۰ فوټه) اوږدوالی لري، چي له ایران سره له درې اړخیزي سرحدي نقطې راپیل او د ازبکستان تر درې اړخیزي نقطې پوري رسیږي. [۱]

Afghanistan–Turkmenistan border
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
هېواد
کچه او لوړوالی
اوږدوالۍ
۷۴۴ كيلومتر ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخه د
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۵°۳۷′شمال ۶۱°۱۷′ختیځ / 35.61°شمال 61.28°ختيځ / 35.61; 61.28۳۷°۲۱′شمال ۶۶°۳۲′ختیځ / 37.35°شمال 66.53°ختيځ / 37.35; 66.53 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

تاریخي شالید

[سمول]

افغان _ ترکمن پوله د پخواني شوروي اتحاد او افغان پولي پاتي شونې ګڼل کیږي، او اوسنۍ بڼه یې د 19 پیړۍ پر مهال په منځنۍ آسیا کي د انګلیس - روسیې د سیالۍ په جریان کي جوړه سول، هغه سیالي چي د لویي لوبې په نوم پیژندل کیږي. د روسیې د امپراتورۍ له لوري د خیوې او د بخارا امارتونو [۲] او برتانوي هند له لوري د افغانستان لاندي کولو دوی دواړه دې ته چمتو کړل ترڅو افغانستان د حایل په توګه ومني.

په ۱۸۷۳ کال کي برتانیې او روسیې د پولي په یوه دقیقه بڼه باندي موافقه وکړه چي د امو سیند پکښي پوله وګڼل سوه. ددې موافقې له مخي د ختیځ له خواجه سالار کلي نیولې بیا تر واخان دهلېز پوري په امتداد سیمه د افغانستان او تزاري روسیې سرحد وټاکل سو. د پولي لويديځه برخه (يعني د اوسني افغان-تركمن پولي زياته برخه) په ورستۍ نيټه د سرحدونو د كميسيون لخوا وټاکل سوه. [۲]

د ۱۸۸۰ لسیزي په لومړیو کي د روسانو له لوري پر پنجده د یرغل په پایله کي د افغانستان څخه څه نوره سیمه هم په زور بېل او په اوسني ترکمنستان پوري ونښلول سوه، چي اوس سنډیکاچي ورته وایي. تر یادي پیښي وروسته د انګلیس - روسیې د سرحدونو ګډ کمیسیون د خبرو اترو په پایله کي د 1885-1888 کلونو په اوږدو کي د نن ورځي حد په نښه او رسمي پوله یې ونومول. څرنګه چي په خبرو اترو کي د خواجه سالار کلی نور په ګوته نه سو، موافقه پر دې باندي وسوه چي پوله باید د افغانستان د خمیاب په شاوخوا کي د امو دریا سره نښتي وي. [۲]

د روس _ افغان پولي ختیځه برخه (چي اوس د افغان-تاجک سرحد یوه برخه ده) په پای کي د 1893-1895 پر مهال د افغانانو د موافقې له مخي د امو دریا شمال ته پرتې ځمکي روسي لوري ته پرېښودلې. دغه هوکړه لیک د زورکول جهيل په ختیځه برخه کي تر چین پوري د ځمکنۍ پولي موقعیت هم په ډاګه کړ، چي وروسته پر یاده پوله باندي تمبې او ستني ودرول سولې. [۲]

په 1921 کې د شوروي-افغانستان یو تړون لاسلیک سو چي پر بنسټ یې روسیې موافقه وکړه ترڅو "افغانستان ته هغه سرحدي ولسوالۍ چي په وروستۍ پیړۍ کې یې په افغانستان پوري تړاو درلود، بیرته دوی ته وسپاري." خو دا تړون هیڅکله پلي نه سو، او په ښکاره توګه د 1946 د سرحدي تړون له مخي بیرته لغوه سو. [۲]

په ۱۹۷۹ کال کي د شوروي د څلویښتم ځواک پوځیانو پر افغانستان د شوروي د یرغل د یوې برخي په توګه د یمنذر/ کشکا له پولي څخه هرات او کندهار ته ځان ورساوه. [۳]

ورپسې په وروستیو کلونو کي په افغانستان کې د روانې جګړې او بې ثباتۍ په تړاو یو شمېر پېښي هم وسوې، چي ترکمنستان یې دې ته اړ کړ ترڅو په پوله کي خپل پوځي شتون زیات کړي. [۴] په ۲۰۱۷ کال کې د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف په شخصي توګه له افغان پولي څخه لیدنه ترسره، او هلته یې د امنیتي ترتیباتو جاج واخیست. [۵] [۶] [۷]

وروسته له هغه چي طالبانو په ۲۰۲۱ کال کي د افغانستان ډېري سیمي ونیولې، یو شمېر افغان پوځیان او ملکي وګړي د افغان _ ترکمن پولي له لاري ترکمنستان ته واوښتل.

  1. CIA World Factbook - Afghanistan
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ ۲٫۴ International Boundary Study No. 26 - Afghanistan-USSR Boundary
  3. BBC Timeline: Soviet War in Afghanistan
  4. Ferghana News - Turkmenistan erects barbed wire fences on Afghan border
  5. 21st Century Asian Arms Race - Turkmenistan Is Obsessed With Protecting Its Afghan Border
  6. 21st Century Asian Arms Race - Turkmenistan Just Advertised Its Counter-Terrorism Muscle
  7. Forecast International - Turkmenistan Wary of Afghan Border