د پنجدې پېښه (اشغال)
د پنجده پېښه چي د روسیې په تاریخ کي د کشکا د جګړې په نوم هم پیژندل کیږي په 1885 کي د افغانستان د امارت او د روسیې د امپراتورۍ تر منځ یوه وسله واله نښته وه چي د لویې برتانیې او تزاري روسیې ترمنځ د افغانستان په شمال لویدیځ کي د ډیپلوماټیک بحران ستر لامل وګرځېدل. د تاریخونو پر بنسټ په منځنۍ اسیا ( روسي ترکستان ) کي د روسیې د فتحي تر بشپړیدو وروسته روسانو د افغانستان یوه سرحدي کلا ونیوله، او په دې توګه یې په سیمه کي د انګریزانو ګټي له ګواښ سره مخ کړې. د تزاري روسیې یاد یرغل برتانوي هند ته د ګواښ کچه لوړه کړه، او برتانیې د جګړې لپاره چمتووالۍ هم وښود، خو وروسته دواړو خواوو ستونزن په ډیپلوماټیکه توګه حل کړه او بېله دې چي د افغانانو نظر واخلي د هغوی خاوره یې پخپله خوښه له یوبل سره سودا کړه. د تزاري روسیې له لوري پر پنجده سیمه باندي برید او له انګرېزانو سره ددوی روغي جوړي د پامیر غرونو پرته په آسیا کي د روسیې د پراختیا مخه په بشپړه ونیوله او په پایله کي یې د افغانستان شمال لویدیځ سرحد په زوره پر افغانانو باندي وتپل سو.
د یادولو وړ ده چي د پنجده اوسنۍ سیمه د ترکمنستان هیواد اړوند ګڼل کیږي، او د افغانانو هغه قربانۍ ته هیڅ اهمیت ورنکول سو چي ددې سیمي لپاره یې ورکړې.