ابو الفتح الشهرستاني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
أبو الفتح الشهرستاني
نوم عبد الکريم بن أبي بکر أحمد
کنيت أبو الفتح
نسب الشهرستاني
الأصل عجمي د خراسان
د زوکړې کال 476 ز يا 469 ز يا 479 ز
د مړينې کال 548
گروهه يې اشعري
فقهي مذهب يې شافعي
علمي لقبونه يې المتکلم او مفسر
مشهور کتابونه يې د الملل والنحل کتاب [۱]

ابو الفتح الشهرستاني د الأشاعرة سترو اشعري علماو څه گڼل کېږي، چې د اسلامي ميراث لپاره يې په درځنونو مشهور کتابونه پرېښي.

پېژندنه

د علامه شهرستاني بشپړ نوم ابو الفتح تاج الدين عبد الکريم بن ابي بکر احمد (په شهرستاني پېژندل شوې)، چې شهرستاني د پخواني خراسان يو مشهور ښارشهرستان له وجې پدې نوم نومول شوې.

ډېرى عرب ليکوالان پدې آند دي، چې دۍ له آره عجمي اسلامپوهانو څخه و.

زوکړه يې

زياتره څۍړونکي د شهرستاني د زوکړې په ځاى او مړينې په کال کې سره يوه خوله دي، خو دده د زوکړې په نيټۀ کې بيا اختلاف ليدل کېږي. دوي پدې سره سلا کړې، چۍ شهرستاي د شهرستان په ښارگوټي کۍ زېږۍدلۍ دي.

مگر دده د زوکړۍ په کال کې بيا سره بډوالى (اختلاف) په لاندې ډول تر سترگو کېږي:

1 - لومړې 476 هجري سپوږميز کال.

2 - دويم 469 هجري سپوږميز کال.

3 - درېيم 479هجري سپوږميز کال.

مړينه

څېړونکي د شهرستاني د وفات په ځاى کې يوه خوله دي، چې هغه شهرستان دى، خو د مړينې کال يې بيا شکمن دى، خو له دې سره سره بيا هم 548 ز کال ښودل کېږي.

دا نيټې معقولې ندي، بيا کتنې ته اړتيا لري.

علمي پرمختگ

شهرستاني په کوچنيوالي کې د زده کړې ترلاسه کولو ته مخه کړې وه، او په لومړي ځل لپاره يې د کور کلي دود و دوستور سره سم شرعي علومو زده کړې ته مخه کړه. القرآن، تفسيره، الحديث، الفقه او داسې نور علوم يې ترلاسه کړل.

علمي منزلت

علامه شهرستاني د يوه ستر علمي منزلت څښتن و، د وخت نامتو دينپوهانو په ښکلو او له مانا څخه ډکو لقبونو باندې نازولې و، چې موږ به يې يو څۀ په لاندې توگه يادونه وکړو:

الفقيه - المتکلم - الأصولي - المحدث - المفسر - الرياضي - الفيلسوف - صاحب التصانيف ، او حافظ الذهبي په( العلامة ) باندې ونوماوه.

علمي سفرونه

علامه شهرستاني د پوهې او زده کړې ترلاسه کولو لپاره د اسلامي نړۍ سترو ښارونو لکه د افغانستان ځینو ښارونو، مکه مکرمه]]، بغداد او داسې نورو ته سفرونه کړي او د هغه پیر له کره پوهانو څخه یې مروجه زده کړې ترلاسه کړې.

هغه پوهان چې علامه ورڅخه زده کړې وکړې

علامه شهرستاني د وخت له نامتو پوهانوڅخه زده کړې ترلاسه کړې چې په لاندې توگه يې د ځينو نومونوه راوړو:


  1. - أبو القاسم الأنصاري : له دې عالم څخه يې تفسير او د کلام علم ترلاسه کړ.
  1. - أبو الحسن المديني : لدې عالم څخه يې نبوي حديث ترلاسه کړل.


  1. - أبو المظفر الخوافي : لدې عالم څخه فقه ترلاسه کړه.
  1. - أبو نصر القشيري : لدې عالم څخه يې فقه او اصول فقه او د کلام علم ترلاسه کړ.


اثار او لیکنې

علامه شهرستاني په ښکلو او علمي لیکنو کې ماهر پېژندل کېده، ده په مختلفو علومو په فنونو کې لیکنې کړي، چې په لاندې ډول به یې یادونه وکړي:

  • تفسیر، فقه، علم کلام، فلسفه، تاریخ، فِرَق او ادیان. پدې علومو کې یې څه باندې ۲۰ پوهنیې او څېړنیز اثار پرېښي.

- الملل والنحل : دا کتاب یې په فلسفي او مذهبي ډلو ټپلو (فرقو) باندې لیکلې، چې تر نن ورځې پورې یې خپل ارزښت په هماغه ډول ساتلې، او د یوې سرچینې په توگه کارول کېږي.

- نهاية الإقدام في علم الکلام : دا کتاب یې د فلسفې او علم کلام د زده کړې په منع کې لیکلې دی.

- مصارعة الفلاسفة : د مصارعې کتاب یې هم په فیلسوفنو باندې نقد او رد دی.

- مجلس في الخلق والأمر : په پاړسي ژبه.

- بحث في الجوهر الفرد : دا مقاله یې د فلسفي موضوعاتو (جوهر او فرد) پورې اړوند ده.

- شبهات أرسطو و برقلس وابن سينا : دا کتاب یې هم د فلاسفه و په در کې لیکلې.

عقیدوي مذهب یې

د علامه شهرستاي عقیدوي مذهب اشعري مذهب دی، لکه څرنگ چې دده له لیکنو څخه په روښانه ډول ښکاري، دې اشعري مذهب ته مایل سړی و. د الملل و النحل او نهایت الاقدام فی علم الکلام کتابونه د اشعري گروهې په ننگه او د مخالفینو په ضد خپل دلایل او براهین وړاندز کوي. نو دا کتابونه پدې خبره ښه دلیل کېدای شي، چې علامه شهرستاني یو اشعري عالم و. بله خبره چې باید په پام کې ونیول شي، هغه دده د ښوونکو ده، چې ټول همدې یوې ډلې پورې تړلي کسان ول.


ځینې عقیدوي رای یې

أراء الشهرستاني العقائدية هي موافقة تماماً للمذهب الأشعري .

فمن آراء الشهرستاني العقدية :

1 - إثبات وجود الله ومعرفته عن طريق العقل .

2 - إثبات أسماء الله الواردة في القرآن والسنة ، ونفي الصفات الواردة في القرآن الکريم عدا سبعة صفات کما هو مذهب الأشاعرة .

3 - التحسين والتقبيح شرعيان وليسا عقليان .

4 - نفي الحکمة والتعليل عن أفعال الله .

5 - إثبات أفعال العباد وفق نظرية الکسب عند الأشاعرة .

6 - تعريف الإيمان هو التصديق .

وقوعه في الحيرة والاضطراب

وقع الشهرستاني باعترافه في کتابه ( نهاية الإقدام ) في الاضطراب والحيرة نتيجة تعمقه في الفلسفة وعلم الکلام ، حيث أنه أعلن ندمه في الخوض في الإلهيات عن طريق الفلاسفة والمتکلمين .


من مصادر ترجمته

ډۍرې پخواني او اوسني څېړونکي شته، چې د علامه شهرستاني له ليکنو څخه يې گټه اخيستې، او دده په اړه يې هم ليکنې کړي، دا سرچينې په لاندې ډول دي:

- معجم البلدان لياقوت الحموي .

- وفيات الأعيان لابن خلکان .

- سير أعلام النبلاء للذهبي .

- طبقات الشافعية الکبرى للسبکي الابن .

- طبقات الشافعية للأسنوي للأسنوي .

- النجوم الزاهرة لابن تغري بردي .

- طبقات الشافعية لابن قاضي شهبة ابن قاضي شهبة .

- الشهرستاني وآراؤه الکلامية للدکتور بدران .

- دائرة المعارف الإسلامية .

او داسې نور ډېر کتابونه چې ددې ستر عالم په اړه ليکل شوې دي.

سرچينې

- د ( منهج الشهرستاني في کتابه الملل والنحل ) کتاب، ليکوال: استاذ محمد بن ناصر السحيباني .