عزت الله ذکي
لیکوال او شاعر | |
---|---|
عزت الله ذکي | |
د شخص معلومات | |
زېږېدنه | ۱۳۷۲/عقرب/۲۵مه پنجوايي ولسوالۍ |
یادگارونه | زما وطن! |
استوګنځای | کابل، افغانستان |
هيواد غړيتوب | افغان |
نور نومونه | ذکي |
عملي ژوند | |
تعليم | ژورناليزم |
کار/مسلک | لیکوال، شاعر، خبریال، څېړونکی |
د فعالیت وخت | ۱۳۸۲ - تراوسه |
تنظیم | ټاټوبی (اونيزه) - ټاټوبی نیوز |
جايزې | |
ژورنالیزم - ژباړه - شعر | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | عزت الله ذکي - ویکي شعرونه |
سمول |
مخینه[سمول]
عزت الله ذکي یو مستعد، ماهر، هڅاند او مسلکي افغان شاعر، لیکوال، ژورنالیست، بلاګر، ویکیپیډیا همکار، ویب ماسټر، ګرافیک ډیزاینر، د ټولنیزو رسنیو متخصص، ژباړن او سافټویر انجنیر دی.
ذکي د ۱۳۷۲ هجري لمریز کال د لړم/عقرب پر ۲۵مه، د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالي کي زېږېدلی او تر دې دمه یې د افغان ټولني په همغږۍ کي ژور او رغنده ژورنالیستکي او آدبي رول لوبولی دی.
زده کړي[سمول]
دیني زده کړي يې د خپل کلي په مسجد جامع کي له ملا امام نه ترلاسه کړي او ورپسې يې خپله تعلیمي دوره په ۱۳۹۰ هجري لمريز کال کي د کندهار ولایت په احمدشاه بابا عالي لېسه کي تکمیل کړې ده.
تحصيلي دوره يې د غازي آمان خان پوهنتون د کمپیوټر پوهني پوهنځي په سافټویر انجنیري څانګه کي بشپړه کړې او په ۱۳۹۸ هجري لمريز کال کي يې په ښه درجه له دغه پوهنتون څخه د لسانس سند په لاس راوړی دی.
هڅي[سمول]
ذکي د معلوماتي ټکنالوژۍ «کمپيوټر_ساینس» ترڅنګ په پښتو ژورنالیزم او پښتو آدبیاتو کي ځانګړی او کافي مهارت لري.
د نوموړي ډېری آدبي آثار، ګټوري ژباړي، سیاسي، ټولنیزي، کلتوري، انتقادي لیکني او په زړه پوري مطالب د انټرنیټ پرمخ په یوشمېر پښتو ویب پاڼو او ټولنیزو شبکو کي هم خپاره شوي دي.
هغه د ټولنیزو رسنیو کارپوه او ماهر ژباړن دی، چي له انګلیسي او فارسي ژبو څخه پښتو ژبي ته ګټوري ژباړي کوي، کوم چي په ټولنیزو رسنیو او پښتو ویب پاڼو کي هم خپریږي، لوستونکي کولای شي ددغو ګټورو پښتو مطالبو له مینځپانګو او محتوایاتو څخه د انټرنيټ په مټ برخمن شي.
سرچینې[سمول]
- د عشق سزا! / عزت الله ذکي
- وطن! / عزت الله ذکي
- د دلبر دیدن! / عزت الله ذکي
- د وطن شهيد ته! / عزت الله ذکي
- د عزت الله ذکي ليکنه
- د عزت الله ذکي درې شعرونه
- د کور کتابتون څنګه جوړ کړو؟ / عزت الله ذکي
- (بې کس) شاعر چا وواژه؟ / عزت الله ذکي[مړه لينکونه]
- ګرځنده او لږ وزن لرونکی بايسکل جوړ شو Archived 2018-09-03 at the Wayback Machine.
- د ژوند سلسله! / عزت الله ذکي
- ښکلې نړۍ! / عزت الله ذکي
- ښکلې ليلا! / عزت الله ذکي
- توکل! / عزت الله ذکي
- آې ذکيه لېونيه! / عزت الله ذکي
- ژونده! / عزت الله ذکي
- د پېريانو ښار چيري دی؟ عزت الله ذکي
- کوم ښارونه د نړۍ د خوندي ښارونو له ليست څخه وايستل شول؟
- د شپې شنې چای مه څښئ! / عزت الله ذکي
- کوم هيوادونه زياته طلا لري؟ / عزت الله ذکي
- آيفون په څو درجې يخه هوا کي خپله بندېږي؟
- برتانوی ميلياردر د سينګاپور تر ټولو جګه او ګران بيه ودانۍ رانيسي!
- هغه ښځه چي په ۱۰ دقيقو کي يې ۳۲ برګران وخوړل!
- ټول يې پر دربدره ملت زده کوي! / عزت الله ذکي
- ۵ علتونه؛ ولي ژوند ښکلی دی؟
- ٧٨ کلونه مخکي موندل سوې کوپړۍ اوس وپېژندل سوه!
- د نړۍ عجيبه نوم درلودونکی ماشوم!
- د شمالي کوريا مشر يو جنرال غوښه خوړونکو ماهيانو ته واچاوه!
- چينايي پلاوي غوښتل خپل ولسمشر له سټېجه راوغورځوي! عزت الله ذکي
- په خالي معده کېله ونه خورئ! عزت الله ذکي
- د نړۍ تر ټولو غوره او خراب ښارونه کوم دي؟