شيعه
| د يوې لړۍ برخه ده |
| اسلام |
| عقايد |
| الله · يووالی · خدای محمد · نور پيغمبران |
| عمل |
| شهادت · لمونځ روژه · زکات · حج |
| متون او قوانين |
| قرآن · سنت · حديث فقه · شريعت · کلام · تصوف |
| تاريخ او رهبري |
| Timeline · د اسلام خپرېدا اهل بيت · صحابه امامت · د مسيح خلافت |
| فرهنګ او ټولنه |
| اکادميک · ژوي · هنر فيستيوالونه جوماتونه · فلسفه ساينس · ښځې سياست · دعوة |
| اسلام او نور مذهبونه |
| عيسويت · يهوديت هندويزم · سيکهيزم · جاينيزم |
| دا هم وګورۍ |
| نيوکه اسلامي وييپانګه |
| اسلامي تانبه |
شيعه كلمې ماناد يو چا لپاره عصبيت كول، يا دچا سره مرستندوې كېدل، يا د پيروي كولو په مانا ده. لكه چې وايي: پلانې د پلاني سړي له شيعه (اتباعو) څخه دى. لكه څرنګه چې الزبېدي وايي: هرهغه قام چې په يوه مسئله سره راټول شي، نو دوي شيعه ګان شول. او هر هغه څوك چې د چا مرسته وكړي او د هغه لپاره ګونديتوب وكړي، نو دې د هغه شيعه دى. ددې كلمې اصل له (المشايعه) څخه دى او هغه د المطاوله او المتابعه په وزن دى.
نيوليک |
د شيعه كلمې مانا
د يو چا لپاره عصبيت كول، يا دچا سره مرستندوې كېدل، يا د پيروي كولو په مانا ده. لكه چې وايي: پلانې د پلاني سړي له شيعه (اتباعو) څخه دى. لكه څرنګه چې الزبېدي وايي: هرهغه قام چې په يوه مسئله سره راټول شي، نو دوي شيعه ګان شول. او هر هغه څوك چې د چا مرسته وكړي او د هغه لپاره ګونديتوب وكړي، نو دې د هغه شيعه دى. ددې كلمې اصل له (المشايعه) څخه دى او هغه د المطاوله او المتابعه په وزن دى. ددې لفظ كارونه د اسلام په لومړي سر كې په خپل اصلي او حقيقي شكل كارول كېده. مګر د وخت په تېرېدو سره د عثمان رضي الله عنه له شهادت څخه وروسته د علي كرم الله وجهه او معاويه رضي الله عنه ترمنځ د ترينګلتيا په وخت كې دا لفظ د سياسي موخو لپاره وكارول شو. نو پدې وخت كې به د علي كرم الله وجهه مرستندويو او اتباعو ته د (شيعه علي)، او دې ډلې به دا دعوه كوله چې علي كرم الله وجهه له معاويه رضي الله عنه څخه د خلافت لومړيتوب لري اودې يې وړ دى. او پدې ډول به يې د هغه رضي الله عنه مرسته په جګړو كې كوله. همدارنګه به د معاويه رضي الله شيعه ګانو هم د هغه په پلوۍ د هغه ننګه كوله، او معاويه رضي الله عنه به يې د خلافت وړ ګڼلو.
لدې څخه انكار نشي كېداى، چې په هغه وخت كې ځينې كسان ول، چې د يهودو له دسيسو، افكارو، څخه اغيزمن او له سمې لارې بې لارې شول. او دې بېلاېتوب او اختلاف ته يې ديني رنګ وركړ لكه د امير معاويه رضي الله عنه مرستندويانو ته ښكنځلې كووونكي او نور هغه خلك چې د يهودو په رسيو كې ولوېدل او اسلام يې بد ګڼلو. او همدا هغه ډله خلك ول، چې د جګړې اور به يې تود ساتلو. دا ؤ ددې لفظ د كارونې پېل، بيا دا لفظ د هغه چا لپاره ځانګړې كړاى شو، چا چې به د علي كرم الله وجهه او د هغه د كورنۍ مرستندويه ؤ، او په هغه ځانګړې ګروهو (اعتقاداتو) به يې عقيده لرله چې د يهودي عبدالله بن سبا او نورو هغو ورانكارو له افكارو څخه، چې غوښتل به يې ترڅو د اسلام بنسټونه وران كړي. او هغه څوك چې دا دعوه كوي ، چې دا لفظ د نبي عليه السلام په پير كې هم موجود ؤ، او شيعه ګان په هغه وخت كې هم موجود ول. نو دوي ددې دعوې د زبات لپاره هېڅ دليل نشي راوړلې. خو بيا هم شيعه ګان له ځانه نكلونه او روايات په نبي عليه السلام او علي كرم الله وجهه پورې تړي لكه څرنګه چې محمد الحسين په (اصل الشيعه و اصولها) كې ليكي: (د لومړي ځل لپاره چې د شيعه ګانو زړې د اسلام په زړه كې وكرلو، هغه د شريعت خاوند ؤ، يانې د شيعيت زړې د اسلام له زړي سره يوځاى، څنګ پر څنګ كېښودل وكرل شول. دا زړې دده په ژوند كې راوټوكېده، او رالوې شو، او د هغه له مرګ څخه وروسته يې مېوه ونيوله.) . دوي پدې ګروهه دي، چې اصل قرآن له منځه تللې دى، او دا ننې قرآن د هغې نيمايي دى. ددوي په وېنا عثمان رضي الله عنه او ابوبكر صديق رضي الله عنه هغه اياتونه له قرآن څڅه وويستل كومو كې چې د علي كرم الله وجهه صفت راغلې ؤ، او د هغه د امامت يادونه پكې شوې وه.
اهل سنت او جماعت دا ډله په رافضيانو باندې يادوي. شيعه ګان پدې ګروهه دي، چې د دين واكې او تفسير او د مسلمانانو د چارو واګي له پېغمبر څخه وروسته د هغه چا په لاس كې وي، چې د ځښتن تعالى له لورې ټاكل شوي وي، او د عصمت او عدالت د صفتونو لرونكي دي. دا ډله خلك د امام په نامه يادېږي. د شيعه ګانو لومړنې امام (د دوي په وېنا) علي كرم الله وجهه دى. د شعه ګانو د ګروهو له مخې محمد صلى الله عليه وسلم له خپلې مړينې څخه مخكې په كراتو مراتو د علي رضي الله عنه د ځاېناسستوب (جانشيني) په اړه صحابه ؤ ته ويلي ول.
د شيعه ډلو امامان
لاندې جدول د شیعه ډلو امامان را په ګوته کوي، چې د هرې ډلې لپاره ځانګړي امامان دي.
| 1 | علي (661) غيبة سبئية (فرقة) [1] | |||||
| ╗═══════════════════════ | ═══ | ╠ | ||||
| الحنفية (زوجة علي بن أبي طالب ) | فاطمة (633) | |||||
| │ | ┤─────────────────────── | ─── | ┌ | |||
| 4 | محمد بن الحنفية (700) | 3 | الامام الحسين (680) | 2 | ا الحسن (669) | |
| │ غيبة كيسانية | │ الواقفة على الحسين بن علي بن أبي طالب | عبد الله | ||||
| │ | │ | │ | ||||
| عبد الله بن محمد بن الحنفية | 4 | علي زين العابدين (712) | │ | |||
| الهاشمية(فرقة) | │ | │ | ||||
| ┐─────────────────────── | ─── | ├ | محمد (145هـ) | |||
| 5 | محمد الباقر (791) | 5 | زيد بن علي (740) | غيبة المحمدية(فرقة) | ||
| │ | الزيدية | |||||
| 6 | جعفر الصادق (765) | |||||
| │ غيبة الناوسية | ||||||
| │ البزيغية | ||||||
| ┤───────────────┐─────── | ─── | ──────┐───────────────── | ─── | ┌ | ||
| 7 | موسى كاظم (799). 7محمد بن جعفر صادق | 7عبدالله بن جعفر صادق (765) | 7 | إسماعيل بن جعفر (760) | ||
| │غيبة الواقفية . . .. . . . . . . . غيبة السميطية | │الفطحية | شيعة إسماعيلية | ||||
| 8 | علي رضا (818) | محمد بن عبدالله بن جعفر صادق | │ | |||
| │ | 8 | محمد المكتوم(813) | ||||
| │ | غيبة | |||||
| │ | السبعية | |||||
| 9 | محمد جواد (839) | │ | ||||
| │ | 9 | الوافي أحمد(828) | ||||
| 10 | علي الهادي (868) | │ | ||||
| ┤───────────────┐─────── | ─── | ┌ | 10 | التقي محمد(840) | ||
| 11 | الحسن العسكري (874) ......... جعفر بن علي الهادي | محمد بن علي الهادي | │ | |||
| │ غيبة الواقفية على الحسن العسكري | النفيسية | 11 | الزكي عبد الله (881) | |||
| ┤─────────────────────── | ─── | ┌ | │ | |||
| 12 | محمد المهدي (...) | 12 | ابن نصير من أصحاب العسكري | ┤──────────┌ | ||
| الجنينيون | نصيرية أو علوية | 12 | عبيد الله المهدي (934) | |||
| غيبة الإثني عشرية | فاطميين | |||||
| الثلاث عشرية | │ | |||||
| 13 | القيم(946) | |||||
| │ | ||||||
| 14 | المنصور(952) | |||||
| │ | ||||||
| 15 | المعز لدين الله(975) | |||||
| │ | ||||||
| 16 | العزيز بالله(996) | |||||
| │ | ||||||
| 17 | حاكم بأمر الله (1021) | |||||
| ┐─────────────────────── | ─── | ├ | ||||
| غيبة | 18 | الظاهر علي(1036) | ||||
| دروز | │ | |||||
| 19 | المستنير بالله (1094) | |||||
| ┐─────────────────────── | ─── | ├ | ||||
| 20 | نزار | 20 | المستعلي بالله(1101) | |||
| نزارية | مستعلية | |||||
| │ | │ | |||||
| 21 | الهادي | 21 | الآمر (1130) | |||
| │ | │ | |||||
| 22 | المهتدي | 22 | الطيب أبي القاسم(1142) | |||
| │ | غيبة | |||||
| 23 | الذكري سلام | |||||
| │ | ||||||
| او داسې نور |
د شیعه ګانو دولس امامان
د شيعه ګانو هغه ډله چې په دولس امامانو ګروهه لري د دولس امامي شيعه ګانو (شيعه اثنا عشريه) په نامه يادېږي. ددې شيعه ګانو په وړاند لاندې لړۍ د دوي دولس امامان دي.
- علی بن ابوطالب رضي الله عنه
- حسن بن علی رضي الله عنه
- حسین بن علی رضي الله عنه
- علی بن حسین (علي سجاد)
- محمد بن علی (محمد باقر)
- جعفر بن محمد (جعفر صادق)
- موسی بن جعفر (موسى کاظم)
- علی بن موسی (رضا)
- محمد بن علی (تقی)
- علی بن محمد (نقی)
- حسن بن علی (حسن عسکری)
- حجت بن حسن (مهدی)
د ګروهې بنسټونه
د شيعه ګانو(مراجع) ېا مشران
http://fa.wikipedia.org/wiki/مراجع_تقلید_شیعه
ګروهې
شيعه جغرافيه
شیعه گان په نری کی ده مسلمانانو 16% دی.چی په دوی کی اکثره اثنا عشریہ اہل تشیع په ایران، عراق، آذربایجان، لبنان، افغانستان، پاکستان یمن،ترکیه،سوریه،کویت ،عربستان سعودی، بحرین و قطرکی ژواند کوی
دا هم وګورئ
کتاب پېژندنه
• طهرانی، سید محمد حسین، امام شناسی • حجت، سید محسن، تشیع چیست؟ شیعه کیست؟ • طباطبایی، سید محمد حسین، شیعه در اسلام و [1] • اسرار آل محمد
بهرنې تړونونه
-
- د شيعه ګانو وېبپاڼه
- [www.ahl-ul-bait.org|اهل بېتو نړېواله ټولنه]
- [www.shia-news.com|د شيعه تحليلي خبرونو وېبپاڼه]
- [www.yasinmedia.com/fa/ د شيعه ګانو وېبپاڼه]
اخځليكونه
-
- الشيعه و التشيع (فرق و تاريخ)، تاليف: احسان الهي ظهير، كال ۱۴۰۴هجري سپوږميز (۱۹۸۴ز)، خپروندويه ټولنه: اداره ترجمان السنه، لاهور-پاكستان
- مختصر التحفه الاثنې عشريه، ليكوال: شاه عبدالعزيز الامام ولي الله احمد عبدالرحيم الدهلوي، كال ۱۳۴۲هجري لمريز، رياض سعودي عربستان
- ايراني انقلاب، ليكوال مولانا محمد منظور نعماني، كال ۱۹۸۴ دسمبر، خپرندويه ټولنه: دارالاشاعت كراچي.
دا هم وګورئ
| اديان او ګروهې |
|---|
| اسلام | عيسويت | بوديزم | بهايي | تائو مت | جاينيزم | زردشتي | شنټويزم | سکهيزم | کنفیوشيزم| هندويزم | يهوديت | قاديانيت | تشيع |
د درک ستونزه: <ref> tags exist, but no <references/> tag was found