لاهور
| لاهور لاہور |
|
|---|---|
| هېواد | |
| ایالات | پنجاب (پاکستان) |
| نفوس | |
| مساحت | |
| ښاروال | |
| ویب | www.lahore.gov.pk/ |
لاهور د پاکستان د اسلامی جمهوریت د صنعت او ثقافت ښار دی چه د پنجاب په ولایت کښې پروت دی. هغه ښار ۳ میلیونه خلک لری او د پاکستان دوهم تر ټولو لوی ښار دی.
تاريخ
د تاریخ پوهانو په نظر لاهور ۲۰۰۰ کال مخکې تاسیس شو. لاهور په ۱۲۰۶ کال کښې د دهلی سلطنت لاس ته راوړل. په ۱۲۴۱ کال کښې لاهور د چینګیس خان لخوا خراب شو. په ۱۳۹۷ کال کښې جنرال تمور لنګ پر هندوستان حمله وکړ او لاهور یی لاس ته راوړل. په ۱۵ پیړۍ کښې لاهور د بهلول خان لودهی لخوا ونیول شو. په ۱۶ پیړی کښې ظهیر الدین محمد بابر د دهلی پر سلطنت برید وکړ او په ۱۵۳۶ کال کښې د پانی پت په جګره کښې ابرهیم لودهی چه د دهلی وروستی سلطان وو د بابر لخوا ماته وخوړه. د پانی پت جګره وروسته ظهیر الدین بابر په هندوستان کښې د مغل سلطنت تاسیس کړ. د مغلی سلطنت د پیدایښ وروسته یی لاهور ښایسته ښار شو. د مغل پاچاهانو په لاهور کښې د پادشاهی جومات او شالمار باغ تاسیس کړل. په ۱۸۰۱ کال کښې رنجیت سنګھ دمغل پر سلطنت برید وکړ او لاهور یی لاس ته راوړل. ترجګړې وروسته لاهور د رنجیت سنګه دولت پایتخت شو. د پاکستان تر پیدایښ وروسته د دغه ښار د پنجاب ولایت پایتخت شو.
عصری لاهور
په اوس وخت کښې لاهور عصری ښار دی چه پکښې ننداری،سینما، موزیمونه او پوهنتون شته. پاکستان لس پوهنتونونه لری او د بنجاب پوهنتون چه په لاهور کښې شته. د پاکستان تر ټولو پخوانی پوهنتون دی.
سرچینه
|
|
|
|---|---|
| ولايتونه | بلوچستان | خيبر پښتونخوا | پنجاب | سند |
| د ولايتونو پلازمېنې | کوټه | پېښور | لاهور | کراچۍ |
| سيمې | اسلام آباد | فدرالي قبايلي سيمې |
| کشمير | آزاد کشمير |مظفرآباد | ګلګت بلتستان |ګلګت |