کوټه (ښار)
کوټه (اردو: کوئٹہ) چه دشال کوټ په نوم هم ياد شوی یو ښار دی چه په پاکستان کښې د بلوچستان په ولایت کښې پروت دی. کوټه د بلوچستان ولایت تر ټولو لوی ښار دی او پایتخت یی هم دی. کوټه د حکومت معلوماتو په مطابق ۵۶۵۱۳۷ نفوس لری.
تاریخ
د تاریخ پوهانو په مطابق کوټه د ساسانیانو سلطنت په دوره کښې تاسیس شوه. په ۷ پیړۍ کښې کوټه د اسلام اردو لخوا نیول شوه. کوټه په۱۱ پیړۍ کښې د مغل سلطنت په لاس کښې وه. شېرشاه سوري په ۱۶ پیړی کښې پر د مغل سلطنت حمله وکړ او سلطن همایون باید ایران ته فرار وکړی. په ۱۸۷۶ کال کښې کوټه د انګریزی پوځ لخوا نیول شوه او په ښار کښې لوی پوځی اډه تاسیس شوه. په ۱۹۳۵ کال کښې هغه ښار د زلزلی لخوا خراب شو. د خبرو په مطالق ۴۰۰۰۰ تنه وژل شول. په ۱۹۶۷ کال کښې پاکستان تاسیس شو او کوټه د بلوچستان ولایت پایتخت شوه. محمد علی جناح چې د پاکستان ولسمشر وو، د کوټې ښار يې خوښ وو او په همدې ښار کې يې خپل مقر جوړ کړی وو.
|
|
|
|---|---|
| ولايتونه | بلوچستان | خيبر پښتونخوا | پنجاب | سند |
| د ولايتونو پلازمېنې | کوټه | پېښور | لاهور | کراچۍ |
| سيمې | اسلام آباد | فدرالي قبايلي سيمې |
| کشمير | آزاد کشمير |مظفرآباد | ګلګت بلتستان |ګلګت |