مسيحيت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له عيسويت نه مخ گرځېدلی)
د غربي نړۍ له آنده د حضرت عیسی علیه السلام انځور او دلته یې د خبرو په حال کې انځور کړی

عیسویت یو ابراهیمي توحیدي دین دی، چې د عیسی ناصر د ژوند اوتعلیماتو(ښوونو) پر بنسټ رامنځته شوی. دا دین نږدې ۲.۵ ميلیلارد لارویان لري او په نړۍ کې تر ټولو لوی دین دی. لارویانو او پيروانو ته يې عیسویان ویل کېږي، چې د سیمې د ۱۵۷ هېوادونو د نفوس اکثریت برخه جوړوي، دوی باور لري چې عیسی(ع) د خدای زوی دی، چې د عیسوي په توګه یې د راتلو په اړه په عبراني سپېڅلي کتاب (په عیسویت کې زوړ تورات) کې وړاندوینه شوې او په نوي تورات کې یې کیسه راغلې. [۱][۲][۳]

عیسویت له کلتوري پلوه په خپلو لوېدیځو او ختیځو څانګو کې او همدارنګه د بندګۍ د طبیعت او توجیه کولو اړوند تدریس شوې عقیدې، کلیسا پېژندنې، د عیسوي دین د پوه(ملا )په انتصاب او عیسویت پېژندنې کې سره توپير لري. دا چې عیسی(ع) د خدای زوی دی – د لوګوس تجسد(تجسم)، هغه چې خدمت (کشیش‌توب) یې وکړ، سختۍ يې وګاللې او د صلیب‌والي لپاره مړ شو، خو د بشریت د ژغورنې لپاره له مړو څخه راپورته شو، د عیسوي فرقو په بېلابېلو عقیدو کې تر ډېره مشترک باور دی، چې د انجیل د لومړیو څلورو ټوکونو «د زېري » په نوم یادېږي. د عیسی(ع) د ژوند او تعلیماتو(ښوونو) تشرېح د انجيل څلور ټوکونه دي، چې متي، مارک، لوقا او یوحنا دي او له لرغونې دورې څخه د انجیل مخینه ده.

عیسویت په لومړۍ پېړۍ کې د دویم معبد د یوې یهودي فرقې په توګه په هېلنېستیک یهودیت کې د روم په یهودیه ولایت کې پیل شو. د عیسي (ع) حواریان او لارویان د لومړني زور زیاتي سره سره په ټول شام، اروپا، اناتولي، بین النهرین، سویلي قفقاز، مصر او ايتوپیا کې خواره شول. ډېر ژر یې  هغه غیر یهودي وګړي ځانته راوبلل چې له خدای څخه يې وېره لرله، دا چاره د یهودیت له دودونو او ادابو څخه د انحراف لامل شوه. له میلاد څخه وروسته په ۷۰ یم کال کې د اورشلیم تر نسکورېدو وروسته د معبد پر بنسټ یهودیت پای ته ورسېده، عیسویت په ورو ورو له یهودیت څخه جلا شو. امپراتور لوی کنستانتین د میلان له (۳۱۳) فرمان سره اعلام وکړ چې عیسویت نور جرم نه بلل کېږي او وروسته یې د نیکیه (۳۲۵) شورا رامنځته کړه، چې له مخې يې لومړنی عیسویت د روم په دولتي کلیسا کې ټينګ شو (۳۸۰). د لویو څانګو له رامنځته کېدو څخه مخکې د عیسویت د متحدې کلیسا لومړنی تاریخ ځینې وختونه د لویې کلیسا په توګه یادېږي. (که څه هم په هم‌هغه وخت کې بېلابېلې فرقې شته وې چې له ډلې يې ګنوسيان او یهودي عیسویان یادولی شو). ختیځهه کلیسا تر اېفسوس شورا (۴۳۱) او ختیځه اورتودکس کلیسا هم تر کلسيدون شورا وروسته (۴۵۱) په عیسویت کې د اختلافونو پر سر له یو بل څخه بېلې شوې، حال دا چې د ختيځ اورتودکس کلیسا او کاتولیکه کلیسا په ځانګړي ډول د روم د راهب د صلاحیتونو پر سر په ختيځ – لويديځ بېلتون کې له یو بل څخه بېلې شوې (۱۰۵۴ز کال). د اصلاحاتو او سمونونو په دوره کې پروتستانیزم (د عیسویت یوه څانګه) د کلیسايي او الهیاتي اختلافاتو پر سر له کاتولیک کلیسا څخه بېل او په بېلابېلو فرقو ووېشل شو، چې عمده مسئله د روم د راهب توجیه کول او هغه ته لومړیتوب ورکول وو. عیسویت د لویديځ تمدن په ځانګړي ډول د اروپا په وده کې د لرغونې دورې په وروستیو او منځنیو پېړیو کې د پام وړ رول ولوباوه. عیسویت د اکتشاف تر عصر وروسته (له ۱۵ څخه تر ۱۷ پېړۍ) د تبلیغي کار له لارې د امریکا په لویه وچه، اوقیانوسیې،sub-Saharan Africa (د افریقا د دښتې سویلي برخې) او نورې نړۍ ته خپور شو.  [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د عیسویت څلور لويې څانګې دا دي: د کاتولیک کلیسا (چې ۱.۳ میلیارده/ ۵۰.۱ سلنه لارویان لري)، پروتستانیسم (۹۲۰ میلیونه/۳۶.۷ سلنه لارویان لري)، ختیځه اورتودوکس کلیسا (۲۳۰ میلیونه) او اسیايي اورتودکس کلیساګانې (۶۲ میلیونه) په ټوله کې ۱۱.۹ سلنه اورتودکس کلیساګانې شته. که څه هم د اکومنیزم د یووالي له هڅو سره سره د کلیساګانو زرګونه کوچنۍ ټولنې شته دي. په لويديځ کې د پیروانو(لارویانو) له لږ کېدو سره سره عیسویت لاهم په سیمه کې غالب دین دی او د ټول نفوس ۷۰ سلنه برخه عیسویان دي. عیسویت په افریقا او اسیا کې د تر ټولو ډېر نفوس لرونکو لویو وچو په توګه د ودې په حال کې دی. عیسویان د نړۍ په ځينې برخو په ځانګړي ډول په منځني ختيځ، د افریقا شمال او د اسیا په ختيځ او سويل کې له زور زیاتي سره مخامخ دي. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

رېښه[سمول]

لومړنیو یهودي عیسویانو ځانونه د لارې په توګه نومول (په لاتیني: ټي‌یس هاډي/ τῆς ὁδοῦ، په رومي: / tês hodo)، په احتمالي توګه د اشعیا (په عبري ژبه لیکل شوي د عیسویانو د لرغونې کتاب، لومړی فصل) په ۴۰:۳ کې راغلي، «د خدای لار تیاره(برابره) کړئ» د ۱۱:۲۶ قانون له مخې د عیسویت اصطلاح (Χρῑστῐᾱνός, Khrīstiānós)، چې معنا يې د عیسی(ع) لارويان او پيروان دي، د عیسي(ع) شاګردانو ته اشاره کوي، چې د لومړي ځل لپاره د انتاکیا په ښار کې د هغه ځای د غیر یهودي اوسېدونکو له خوا وکارول شوه. د عیسویت د اصطلاح يوه بله ډېره لومړۍ کارونه چې  ثبت شوې Χρῑστῐᾱνισμός, Khrīstiānismós)) ده چې د انتاکیايي اېګناتیوس له خوا له میلاد څخه مخکې شاوخوا په ۱۰۰ز کال کې کارول شوې وه. [۱۹][۲۰][۲۱]

باور( اعتقاد)[سمول]

په داسې حال کې چې عیسویان په نړيواله کچه شریک اساسي باورونه لري، د سپېڅلي کتاب او هغو دودونو د تفسیر او نظریو په برخه کې سره توپير هم لري چې عیسویت پرې ولاړ دی. [۲۲]

ایمان[سمول]

لنډې عقیدتي ویناوې یا د دیني اعتقاداتو اعترافات د عقیدې په توګه پېژندل کېږي. د تمعید غسل له فورمول سره پيل شوې او وروسته د ۴ او ۵ پېړۍ د مناقشو په بهیر کې  پراخې شوې، تر څو د ایمان په ویناوو بدلې شي. د کلیساګانو د نړیوالې شورا د کارونې له مخې، د عیسویت لومړنۍ عقیده دا ده چې: «عیسی(ع) خدای دی.»[۲۳]

د عيسائيت(نصرانیت) عقیده، د عیسوي ایمان د مقالاتو تر ټولو منل شوې برخه ده چې په ښکاره توګه د د عیسویت د لویديځ دود د مذهبي کلیساګانو، لکه لاتین کلیسا، کاتولیکه کلیسا،لږترانیزم، انګلیکانیزم او لویديځ دود د اورتودکس کلیسا په واسطه د ښوونیزو موخو لپاره کارول کېږي. دا ځانګړې عقیده د دويمې او نهمې پېړۍ تر منځ رامنځته شوه. اصلي تعلیمات یې د تثلیث او د خالق خدای تعلیمات دي. په دې عقیده کې شته هر یو تعلیم د نصرانیت د عقیدې د دوران په ټولو عامو ویناوو کې موندلی شو. دا عقیده په ظاهري ډول د عیسویت د تعلیماتو د لنډیز په توګه د تمعید غسل د نوماندانو لپاره د روم په کلیسا کې کارول کېده. لاندې ټکي په کې شامل دي: [۲۴]

د نیقیه عقیده، تر ډېره د اریانیزم په ځواب کې د نيکيه او قسطنطنیې په غونډو کې په ترتیب سره په ۳۲۵ او ۳۸۱ کلونو کې رامنځته شوه او د اېفسوس د لومړۍ شورا (په اوسنۍ ترکیه کې پرته د افسوس سیمه کې د عیسوي راهبانو ټولنه) له خوا په ۴۳۱ ز کال کې د عیسویت د نړیوالې عقیدې په توګه تاييد شوه.  [۲۵][۲۶][۲۷]

د کلسیدون تعریف یا د کلسیدون عقیده، په ۴۵۱ ز کال کې یې د کلسیدون په شورا کې رامنځته شو، که څه هم ختیځو اورتودکسانو رد کړه، عیسي(ع) ته یې وروښودل چې «په ګيچ کوونکي، نه بدلېدونکي، د نه وېشلو وړ او د نه توپير کولو وړ ډول په دوه طبعیتونو کې په رسمیت وپېژندل شی،»: یو الهي او یو انساني چې دا دواړه طبعیتونه په خپلواک ډول له کمال سره په یو کس کې په بشپړ متحدېږي.    [۲۸][۲۹][۳۰]

د اتاناسي عقیده، نیقیه او کلسیدوني عقیدې ته د ورته مقام لرونکې عقیدې په توګه په لوېدیځه کلیسا کې رامنځته شوه، چې وايي: «موږ یوازینی او واحدا خدای په [1]تثلیث او تثلیث په وحدانیت کې منو او عبادت یې کوو؛ نه خلک مغشوش کوو نه هم ذات وېشو». [۳۱]

مسلمانانو په نظر کې[سمول]

نصرانیت هماغه دین دی چې الله ج د حضرت موسی علیه السلام د دین د بشپړیدو په خاطر په حضرت عیسی علیه السلام رانازل کړی و. دغه دین بني اسرایلو ته راغلی و چې هغوی یې د نفس او وجدان تهذیب ته بلل، خو له بده مرغه چې د تحریف او تغییر لاسونه ورننوتل او دغه دین یې له اسماني بڼې نه واړاوه.

حضرت عيسیٰ ع په اسلام کې حيثیت[سمول]

حضرت عيسیٰ علیه السلام په اسلام کې د پنځو عظیم پیغمبرانو نه دی، یانې الوالعزم - (۱) حضرت محمد مصطفیٰ (ص)، حضرت ابراهیم (ع)، حضرت موسیٰ (ع)، حضرت عیسیٰ (ع)، او حضرت نوح (ع). یو مسلمان د ھغه پورې مسلمان نه شي کیدای چې د څو پورې ھغه حضرت عیسی (ع) نه مني.

عیسی علیه السلام په پخواني عيسويت دین کې حيثيت =[سمول]

عیسی علیه السلام په نننۍ غربي نړۍ کې حيثيت[سمول]

د الله ج په دین کې تغییر او بدلون[سمول]

په دین کې د تحریف لاملونه[سمول]

ددغه دین پیروان مغلوب او کمزوري و، ځکه چې له پیل نه پرې دښمنانو یرغل کړی وو، یهودو عیسیعلیه السلام تعقیباوه او د هغه د وژنې تصمیم یې ونیو،خو الله ج ترې نه وژغوره خو پیروان یې تر پایه د یهودانو لخوا تر تعقیب او تعذیب لاندې و.

انجیل لمنځه لاړ او سند یې هم ویجاړ شو[سمول]

نن هغه انجیل چې الله ج نازل کړی وو په مختلفو بڼو وجود لري چې موضوعات یې له یو بل سره تضاد او ټکر لري، یو انجیل هم په مستقیم ډول د عیسی علیه السلام له خولې نه ندی لیکل شوی، پدې سربیره چې هغه له منځه تللی بلکې د روایت هغه عادي شرطونه چې یو آسماني کتاب یې غوښتنه کوي هم په اوسنیو انجیلونو کې نشته، ځکه چې دغه ټول آسمان ته د عیسی علیه السلام له پورته کولو نه وروسته لیکل شوي دي، نه یې لیکوال معلوم دی او نه هغه سرچینه چې دوی پرې تکیه کړې ده.

د یهودي پولس لاسوهنې[سمول]

یهودی پولس د حضرت عیسی علیه السلام او دهغه د دین له سرسختو دښمنانو نه وو په ډېره چالاکۍ سره وتوانیده څو ځان په مسیحیانو وتپي او پدې توگه یې د دښمنۍ له امله په انجیل کې لاس وواهه او پوره تحریف یې پکې وکړ، دغه دین یې له خپل اصلي شکل او بڼې نه وویست او شرکي عقاید او تصورات یې پکې داخل کړل، لکه:

  • عیسی علیه السلام د خدای زوی دی.
  • عیسی علیه السلام ددې لپاره پیدا شوی دی څو د نورو انسانانو د گناهونو په بدل کې په دار وځړول شي.
  • انسان یوازې په باور نجات مومي او عمل ته هیڅ اړتیا نشته.

د مسیحیانو عقیدې[سمول]

الوهیت او تثلیث[سمول]

مسیحیان په الله ج باندې ایمان لري خو حضرت عیسی علیه السلام او حضرت جبرائیل علیه السلام ورسره شریکان نیسي ، چې پدې اړه هم د هغوی د کلیساوو ترمینځ ستر اختلاف موجود دی، بداسې حال کې چې الله ج ورته وایي:

اې اهل کتابو! تاسې په دین کې غلو(زیاتي) او افراط مه کوئ او د الله(ج) په اړه له حق پرته بله خبره مه کوئ، حقیقت دادی چې عیسی علیه السلام، د بي بي مریم زوی د الله استازی او پیغمبر دی ، د الله خبره ده چې الله پاک بي بي مریم ته رسولې ده او د الله(ج) لخوا روح دی، نو په الله او د هغه پر پیغمبرانو باندې ایمان راوړئ، دا مه وایئ چې الله درې دی له دغې پوچې خبرې نه لاس واخلئ، چې پدې کې مو گته ده ، الله(ج) یو ذات دی او دا ناشونې ده چې هغه دې زوی ولري.

د نساء سورت, ۱۷۱م آيت


د قیامت ورځ حساب[سمول]

عیسویان په دې باور دي چې د قیامت په ورځ به حساب او کتاب حضرت عیسی علیه السلام ته وسپارل شي، پداسې حال کې چې خدای ج وایي:

او هغه وخت چې الله پاک به عیسی علیه السلام ته ووایي آیا تا خلکو ته ویلي دي چې له اللهج پرته ، ما او زما مور هم په خدایي ونیسئ؟ عیسی علیه السلام به ووایي: اې الله! تا زه له دې نه پاک گڼم چې شریک ولرې،ماته نه ښایي چې داسې خبره وکړم چې هغه زما حق نه وي، که مې ویلي وي نو یقینا ته به پرې خبر یې، ته زما د داخل له راز نه هم خبر یې او زه له هغه څه نه چې تا له ما پت کړي دي زه ناخبره یم.

سورت مائده, ۱۱۶م-۱۱۷م آيت


په دار ځړول[سمول]

صلیب د عیسویانو نښه ده او دوی یې سپېڅلې گڼي او سوچ کوي چې حضرت عیسی علیه السلام په دار ځړول شوی دی، پدې اړه یې هم له حقیقت نه لرې خرافاتي داستان جوړ کړی دی چې: کله چې حضرت آدم علیه السلام له هغې ونې نه چې دی ترې منع شوی وو خوراک وکړ نو گناه یې د هغه اولاد ته نقل شوه نو الله پاک د حضرت آدم علیه السلام ټول اولاد ته په غوسه شو، خو ددغې گناه د جبران لپاره او د ټولو انسانانو د نجات لپاره یې خپل یوازینی زوی (حضرت عیسی علیه السلام ) په دار وځړاوه او حضرت عیسی علیه السلام هم په خپله خوښه دار ته پورته شو، نو د انسانانو گناه معاف شوه.

پداسې حال کې چې فرآن کریم ددغې غلطې او خرافاتي عقیدې په رد کې وایي:

اللهج پردوی باندې د دوی د کفر او هغه تهمت له امله چې په بي بي مریم علیه السلام پورې یې وتاړه په قهر شو، او دوی به دا هم ویل چې ، مونږ عیسی علیه السلام د مریم زوی او د الله پاک پیغمبر وواژه، حال دا چې دوی نه هغه وژلی دی او نه یې په دار ځړولی دی بلکه خبره په دوی باندې گډه وډه شوه ( دوی یې په ځای بل څوک وواژه) …یقینا دوی هغه ندی وژلی بلکې الله تعالی هغه خپل لور ته پورته کړی دی او الله(ج) توانمن او حکیم ذات دی.

د نساء سورت, ۱۵۶م- ۱۵۸م آيت


اعتراف[سمول]

عیسویان چې کله گناه وکړي نو بیا د یوه دیني شخصیت په وړاندې په خپله گناه اعتراف وکړي نو دوی عقیده لري چې پدې سره به یې گناهونه معاف او عذاب ترې ساقطیږي.

رباني عشاء او استحاله[سمول]

عیسویان په دې باور لري چې حضرت عیسی علیه السلام له دار ځړیدو نه یوه شپه وړاندې خپل دوستان راټول کړل او په ټولو یې شراب او ډوډۍ وویشله نو ځکه خو اوس عیسویان هم یوه شپه راټولیږي ، شراب او ډوډۍ خوري او فکر کوي چې دغه شراب او ډوډۍ یې د حضرت عیسی علیه السلام وینه او غوښه وخوړله او دغه څه چې د چا خیټې ته لاړل نو حضرت عیسی علیه السلام یې له ځان سره گډ شو.

د خنزیر غوښه[سمول]

په داسې حال کې چې تورات د خنزیر غوښه حرامه کړې ده دوی هغه حلاله کړه، د انسان ختنه کول چې رواوو دوی حرام کړل او شراب یې هم حلال کړل.

د جنت ټکټ[سمول]

کلیسا خپلو خلکو ته د پیسو په بدل کې د جنت ټکټ ورکوي چې د خریدار گناه پرې معاف شي او په جنت کې یوه نمره ځمکه ورته ورکړل شي.

تنصیر او تبشیر څه شی دی؟[سمول]

تنصیر دیني و سیاسي او استعماري حرکت دی چې د نړۍ په مختلفو وگړو کې د مسیحیت دین خپرول غواړي ، هغوی له خپل استعمار لاندې راولي او دغه ته بیا دوی د تبشیر نوم ورکوي چې معنا یې زیری ورکول دي.

موخې یې[سمول]

  1. د توحید عقیده لمنځه وړل او د تثلیث شرکي عقیده خپرول.
  2. مسلمانان د خپل دین په اړه شکمن او بې باوره کول.
  3. په قران کریم کې تحریف کول او مسلمانان د هغه نه بل خوا اړول.
  4. د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په نبوت کې شک پیداکول.
  5. اسلامي شریعت له واک او حکومتي نظام نه لرې کول.
  6. په ټولنه کې اسلامي تعلیمات، اداب، اخلاق او ارزښتونه ختمول.
  7. داسلام په لور د مسیحیانو له راتگ نه مخنیوی کول.
  8. اسلامي هیوادونه او ملتونه ښکیلول.
  9. د هیوادونو قانون جوړونه، تعلیم، اقتصاد او فرهنگ په خپل لاس کې نیول.

د تنصیر د کار پړاوونه[سمول]

مسیحیان چې غواړي مسلمان له دین نه واړوي نو له درې پړاوونو نه یې تیروي:

  1. له دیني التزام نه یې وباسي.
  2. بې دینه یې کړي.
  3. مسیحیت ته یې ننباسي.

د تنصیر وسایل[سمول]

د مسیحیانو د تنصیري پروسې وسایل په لاندې ډول دي:

  1. تعلیمي ادارې جوړول.
  2. تعلیمي نصاب او سیستم غربي کول.
  3. تحصیلي بورسونه.
  4. روغتیایي خدمات او کلینیکونه.
  5. کتابونه او مجلې خپرول.
  6. رادیوگانې او تلویزیونونه جوړول.
  7. سپورتي کلپونه جوړول.
  8. کلتوري مرکزونه جوړول.
  9. کتابتونونه جوړول.
  10. مرستندویه موسسې جوړول.

حق دین[سمول]

خدای تعالی ټول پیغمبران د انسانانو د لارښوونې لپاره استولي دي تر څو خلک له تیارو نه رڼا ته، له گمراهۍ نه هدایت ته، له باطل نه حق ته او له شرک نه توحید ته وباسي، د وروستني پیغمبر حضرت محمد مصطفیصلی الله علیه وسلم له بعثت نه وړاندې به هر پیغمبر یوازې یوه قوم او یوې سیمې ته راتللو او شریعت به یې هم په هماغه قوم پورې ځانگړی ووخو وروسته د خدای پاک فیصله داسې شوه چې دغه سلسله په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندې پای ته ورسوي او د هغه دین نړیوال او شامل او کامل دین وگرخوي او همداسې وشول، نو د اسلام په راتگ سره ټول پخواني دینونه ختم شول، یوازې اسلام به ترقیامت پورې د الله ج حق دین وي او له اسلام پرته بل هیڅ دین هم الله(ج) ته د منلو ندی او که څوک په بل دین وي نو هغه به په گمراهۍ او تاوان کې وي ، خدای (ج) فرمایي:

ان الدین عند الله الاسلام

د آل عمران سورت, ۱۹م آيت


"دین د الله په وړاندې یوازې اسلام دی."

و من یبتغ غیر الاسلام دینا فلن یقبل منه وهو فی الآخرة من الخاسرین

د آل عمران سورت, ۸۵م آيت


"څوک چې له اسلام پرته بل دین لټوي ، له هغه نه به هیڅ کله هم ونه منل شي او په آخرت کې به له تاوانیانو څخه وي."

نو پدې بنسټ مونږ مسلمانان باید د الله(ج) شکر ادا کړو چې په حق دین ( اسلام ) باندې یې پیدا کړي یو ، باید پر اسلام وویاړو ، عملي یې کړو او نور لارورکی بشریت هم ورته راوبلو.

سرچينې[سمول]

تاسی غواړ‌‍ئ چې

  1. "World's largest religion by population is still Christianity". Countrymeters (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. The Pew Forum on Religion and Public Life. December 2012. "The Global Religious Landscape: A Report on the Size and Distribution of the World's Major Religious Groups as of 2010." DC: Pew Research Center. Article.
  3. Woodhead 2004, p. n.p
  4. S. T. Kimbrough, المحرر (2005). Orthodox and Wesleyan Scriptural understanding and practice. St Vladimir's Seminary Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-88141-301-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Religions in Global Society. p. 146, Peter Beyer, 2006
  6. Cambridge University Historical Series, An Essay on Western Civilization in Its Economic Aspects, p. 40: Hebraism, like Hellenism, has been an all-important factor in the development of Western Civilization; Judaism, as the precursor of Christianity, has indirectly had had much to do with shaping the ideals and morality of western nations since the christian era.
  7. Caltron J.H Hayas, Christianity and Western Civilization (1953), Stanford University Press, p. 2: "That certain distinctive features of our Western civilization—the civilization of western Europe and of America—have been shaped chiefly by Judaeo – Graeco – Christianity, Catholic and Protestant."
  8. Fred Reinhard Dallmayr, Dialogue Among Civilizations: Some Exemplary Voices (2004), p. 22: Western civilization is also sometimes described as "Christian" or "Judaeo- Christian" civilization.
  9. Muslim-Christian Relations. Amsterdam University Press. 2006. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-5356-938-2. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۰۷. The enthusiasm for evangelization among the Christians was also accompanied by the awareness that the most immediate problem to solve was how to serve the huge number of new converts. Simatupang said, if the number of the Christians were double or triple, then the number of the ministers should also be doubled or tripled and the role of the laity should be maximized and Christian service to society through schools, universities, hospitals and orphanages, should be increased. In addition, for him the Christian mission should be involved in the struggle for justice amid the process of modernization. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Fred Kammer (1 May 2004). Doing Faith Justice. Paulist Press. د کتاب پاڼې 77. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8091-4227-9. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۰۷. Theologians, bishops, and preachers urged the Christian community to be as compassionate as their God was, reiterating that creation was for all of humanity. They also accepted and developed the identification of Christ with the poor and the requisite Christian duty to the poor. Religious congregations and individual charismatic leaders promoted the development of a number of helping institutions-hospitals, hospices for pilgrims, orphanages, shelters for unwed mothers-that laid the foundation for the modern "large network of hospitals, orphanages and schools, to serve the poor and society at large." الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Christian Church Women: Shapers of a Movement. Chalice Press. March 1994. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8272-0463-8. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۰۷. In the central provinces of India they established schools, orphanages, hospitals, and churches, and spread the gospel message in zenanas. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Christian Traditions". Pew Research Center's Religion & Public Life Project. 19 December 2011. https://www.pewforum.org/2011/12/19/global-christianity-traditions/. "About half of all Christians worldwide are Catholic (50%), while more than a third are Protestant (37%). Orthodox communions comprise 12% of the world's Christians.". 
  13. "Status of Global Christianity, 2019, in the Context of 1900–2050" (PDF). Center for the Study of Global Christianity. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 17 October 2018 باندې). Orthodox Church split: Five reasons why it matters. BBC
  15. Analysis (19 December 2011). "Global Christianity". Pew Research Center. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Pew Research Center". 19 December 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Christian persecution 'at near genocide levels'". BBC News. 3 May 2019. Retrieved 7 October 2019.
  18. Wintour, Patrick. "Persecution of Christians coming close to genocide' in Middle East – report". The Guardian. 2 May 2019. Retrieved 7 October 2019.
  19. Larry Hurtado (17 August 2017 ), "Paul, the Pagans’ Apostle"
  20. E. Peterson (1959), "Christianus." In: Frühkirche, Judentum und Gnosis, publisher: Herder, Freiburg, pp. 353–72
  21. Elwell او Comfort 2001، صص. 266, 828.
  22. Olson, The Mosaic of Christian Belief.
  23. Tayviah, Frederick K. D. (1995). Why Do Bad Things Keep on Happening? (په انګلیسي ژبه کي). CSS Publishing. د کتاب پاڼې 29. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55673-979-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Pelikan/Hotchkiss, Creeds and Confessions of Faith in the Christian Tradition.
  25. ""We Believe in One God....": The Nicene Creed and Mass". Catholics United for the Fath. February 2005. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ اگسټ ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Encyclopedia of Religion, "Arianism".
  27. Catholic Encyclopedia, "Council of Ephesus".
  28. Christian History Institute, First Meeting of the Council of Chalcedon.
  29. Peter Theodore Farrington (February 2006). "The Oriental Orthodox Rejection of Chalcedon". Glastonbury Review (113). Archived from the original on 19 June 2008. https://web.archive.org/web/20080619122112/https://www.britishorthodox.org/113e.php. Retrieved 20 April 2022. 
  30. Pope Leo I, Letter to Flavian Archived 2022-06-20 at the Wayback Machine.
  31. Catholic Encyclopedia, "Athanasian Creed".