يهوديت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Judaica (clockwise from top): Shabbat candlesticks, handwashing cup, Chumash and Tanakh, Torah pointer, shofar, and etrog box

يهوديت يو ابراهيمي، توحيدي او قومي دين دی چې د يهودو د قوم ديني، کلتوري او ټوليز قانوني او تمدني دودونه په کې رانغښتي او کله کله د اسرائيلو په نوم هم ياديږي. مذهبي يهوديان يهوديت د هغه تړون ښودنه بولي، چې خدای د اسرائیل له زوزات سره کړې وه. په يهوديت کې د متونو، اعمالو، الاهي منصبونو او ادارو يوه ټولګه رانغښتې ده. تورات د يوه پراخ متن برخه ده چې د تناخ يا عبري بايبل او بشپړوونکو شفاهي رواياتو په نوم پېژندل کيږي، کوم چې د ميدراش او تلمود په څېر وروستيو متنونو په واسطه وړاندې شوي دي. په ټوله نړۍ کې د ۱۴.۵ او ۱۷.۴ ميليونه پيرويانو په لرلو سره، يهوديت په نړۍ کې لسم ستر دين دی.[۱] [۲] [۳] [۴] [۵]

په يهوديت کې ګڼ مذهبي خوځښتونه شته، ډېری يې له حاخامي يهوديت څخه راوتلي دي، کوم چې باور لري چې خدای خپل قوانين او اوامر په موسی باندې د سينا په غره کې د ليکلي او شفاهي تورات په شکل کې رانازل کړي دي. له تاريخي پلوه د دې ادعاوو ډېری يې د جلا جلا ډلو له خوا ننګول شوي دي، لکه صدوقيان او د دويم معبد په پړاو کې هلنيستي او همدا راز د منځنيو پېړيو په لومړيو او له هغې وروسته پړاوونو کې د کرايتانو له خوا او د مدرنو غېرارتودوکسي فرقو د ځينو برخو له خوا. شونې ده چې د يهوديت ځينې عصري څانګې، لکه بشرپاله يهوديت بې ديني يا د خدای نه منونکي وبلل شي. نن سبا د يهودو سترې ټولنې ارتودوکس يهوديت (هاريدي يهوديت او ارتودوکس عصري يهوديت)، محافظه کار يهوديت او اصلاحي يهوديت دي. د دوی تر منځ د توپير سترې سرچينې له يهودي قانون څخه د دوی فهم، د حاخامي پيروۍ اختيارات او د اسرائیلو د دولت اهميت دي. ارتودوکس يهوديت په دې باور دی چې، د تورات او يهودي قانون اصل الهي، تلپاتې او نه بدليدونکی دی او بايد په سختۍ سره يې پيروي وشي. محافظه کار او اصلاح غوښتونکی يهوديت تر دې آزاد دی، په داسې حال کې، چې محافظه کار يهوديت د اصلاح غوښتونکي يهوديت په پرتله په عموم کې د يهودي اوامرو يو څه زيات دوديز تفسير کوي. د اصلاح يو دوديز درېځ دا دی چې يهودي قانون ته بايد د عمومي لارښوونو په سترګه وکتل شي، نه د هغو محدوديتونو او ژمنتياوو چې منل يې په ټولو يهوديانو لازم وي. له تاريخي پلوه، يهودي قانون ځانګړو محکمو عملي کړی دی، نن سبا هم دا محکمې شته، خو پر يهوديت عمل کول تر ډېره بريده په خپله خوښه دي. په کلامي او حقوقي چارو کې واکونه يو شخص يا يوې ادارې ته نه دي ورکول شوي، بلکې په هغو سپېڅلو متنونو، يهودي مشرانو او علماوو کې اېښودل شوي، چې دا چارې تفسيروي.   [۶][۷][۸][۷][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

يهوديت د ژېړو په عصر کې په منځني ختيځ کې د يوه منظم دين په اړه ژورې رېښې لري. اوسنی يهوديت له ميلاد مخکې نږدې پنځه سوه کاله مخکې له لرغوني اسرائيلي دين څخه بشپړ شوی دی او يو له پخوانيو توحيدي دينونو څخه بلل کېږي.  د ايستر کتاب په څېر د تناخ په کتابونو کې عبرانيانو او اسرائيلو ته «يهود» ويل کېدل او د «اسرائل بچيانو» نوم بيا يهود ونيو. د يهوديت متنونو، دودونو او ارزښتونو د مسيحيت او اسلام په ګډون، په وروستيو ابراهيمي دينونو ستراغېز درلود. عبراييزم، لکه هلنيزم د لويديځ تمدن په رامنځ ته کېدو کې بنسټيز نقش درلود، ځکه چې هغه د لومړي مسيحيت پر شاليد د بنسټيز عنصر په توګه اغېز درلود. 

يهوديان يو قومي مذهبي ډله ده، يهوديت ته پر اوښتو سربېره په دوی کې هغه څوک هم شامل دي، چې په اصل کې يهوديان زېږېدلي. په ۲۰۱۹ز کال کې په نړۍ کې د يهوديانو شمېر څوارلس اعشاريه اووه ميليونه اټکل شوی و، يا نږدې د ټولې نړۍ صفر اعشاريه پنځه ويشت سلنه نفوس. د ټولو يهوديانو شااوخوا شپږ څلوېښت سلنه په اسرائيلو کې ژوند کوي، اته دېرش اعشاريه اته سلنه يې په متحده ايالاتو او کاناډا کې ژوند کوي، له پاتې نورو ډيری يې په اروپا کې ژوند کوي او نور لږه کي يې په امريکا، اسيا، افريقا او استراليا کې خپاره دي.[۱۶][۱۷][۱۸]                          

د ځانګړتياوو پېژندنه او د عقیدې اصول

د نژدې ختيځو لرغونو خدايانوپه خلاف، د عبري خدای انځور د واحد او يو خدای انځور وړاندې کوي؛ په دې ډول د عبري اصلي خدای اړيکې له نورو خدايانو سره نه، بلکې له نړۍ او په ځانګړي ډول له هغو خلکو سره دي چې هغه پنځولي دي. په همدې بنسټ يهوديت له اخلاقي توحيد سره پيلېږي: دا باور چې خدای يو دی او د انسانانو کارونو ته پام کوي. د تانيخ (عبري بايبل) تر مخې، خدای له ابراهيم سره ژمنه کړې وه چې، د هغه له بچيانو به يو ستر قوم جوړوي. ډېر نسلونه وروسته، هغه اسرائيلي قوم ته امر وکړ چې د يوازيني يو خدای سره مينه او د هغه عبادت وکړي؛ دا معنا چې يهودي امت بايد نړۍ ته د خدای د فکر بدل ورکړي. هغه همدا راز يهوديانوته حکم وکړ، چې يو له بل سره مينه وکړي؛ دا معنا چې يهوديان بايد د خلکو لپاره د الله د مينې پیروي وکړي. دا احکام د احکامو او قوانينو له ټولګې يوازې دوه ستر يې دي چې ياده ژمنه جوړوي، کومه ژمنه چې د يهوديت تومنه (جوهر) ده. [۱۹]

که څه هم په يهوديانو کې يو باطني دود شته، چې (کابالا) يې بولي، حاخامي عالم «ماکس کادوشين» هنجاري يهوديت «دعرفان عادي تصوف» بللی، ځکه په دې کې د هغو لارو او طريقو په واسطه د خدای د هرې ورځې شخصي تجربې شاملې دي، چې ټول يهوديان په کې شریک دي. دا د هالاخا (يهودي قانون) او د «برکة هامزوت» شفاهي تعبير په مراعاتولو سره عملي کېږي، دا هغه لنډې دعاوې دي چې، هر وخت د يوه مثبت حکم د تر سره کېدو لپاره ويل کېږي.  

عادي شيان تصادفات، پېژندل شوي، د هرې ورځې شيان او پېښې چې موږ لرو، د خدای د تجربې لپاره حالات جوړوي. داسې شيان، لکه: د يو چا د ورځې روزي، خپله ورځ، د خدای د شفقت د څرګندونې په توګه محسوسېږي او د «برکت» لپاره بلنه کوي. سپېڅلتيا، هغه سپېڅلتيا چې د خدای له تقليد پرته بل څه نه دي، د هرې ورځې کارونو په تړاو چې رحيم او رحمان دی، چې يو څوک خپل ځان له بت پرستۍ، زنا او وينې تويولو څخه په دډه کولو سره له چټلتيا څخه پاک ساتي. «برکت ها-ميټزووټ د سپېڅلتيا پوهاوی په حاخامي مراسمو کې راپورته کوي، خو په ډېريو دې مناسکو کې تر سره شوي شيان سپېڅلي نه دي او د عامو ځانګړتياوو لرونکي دي، په داسې حال کې چې ډېری سپېڅلي شيان ديني دي. نه يوازې دا چې، عادي پېښې او شيان د خدای تجربه له ځانه سره راوړي. له انسان سره پېښېدونکي هر څه دا تجربه رامنځ ته کوي، د بد تر څنګ ښه هم دي، ځکه برکت په ښو زېرو کې هم ويل کېږي. په دې بنسټ، که څه هم د خدای تجربه د بل هېڅ شي په شان نه ده، د هغه د تجربه کولو او د هغه په اړه د پوهېدو لپاره فرصتونه زيات دي، ان که يوازې هغه په نظر کې ونيسو ،چې د برکت لپاره بلنه کوي.

په داسې حال کې يهودي فيلسوفان په دې اړه چې ايا خدای ذاتي که متعالي دی او ايا خلک آزاده اراده لري يا يې ژوند ټاکل شوی دی بحث کوي، هلاخا هغه نظام دی، د کوم له لارې چې هر يهودي عمل کوي، تر څو خدای نړۍ ته راوړي.

سرچینۍ

دا د لړۍ یوه برخه ده په
یهودیت
يهوديت
تانبه | ویشنیزه
يهودان · يهوديت · ډلې
اورتودوکس · محافظه کار · اصلاحات
Haredi · Hasidic · Modern Orthodox
Reconstructionist · Renewal · Rabbinic
Karaite · Samaritanism
يهودي فلسفه
Principles of faith · Minyan · Kabbalah
Noahide laws · God · Eschatology · Messiah
Chosenness · Holocaust · Halakha · Kashrut
Modesty · Tzedakah · Ethics · Mussar
مذهبي متنونه
Torah · Tanakh · Talmud · Midrash · Tosefta
Rabbinic works · Kuzari · Mishneh Torah
Tur · Shulchan Aruch · Mishnah Berurah
Ḥumash · Siddur · Piyutim · Zohar · Tanya
سپیڅلي ښارونه
بیت المقدس · Safed · هبرون · تبریه
نامتو څیرې
Abraham · Isaac · Jacob/Israel · Sarah
Rebecca · Rachel · Leah · David
Moses · Deborah · Ruth · Solomon · Shammai
Ovadia Yosef · Elijah · Hillel · Judah the Prince
Rashi · Rif · Tosafists · Maimonides
Gersonides · Yosef Karo · Baal Shem Tov
د یهودانو د ژونه کړی
Brit · Bar/Bat Mitzvah · Shidduch · Marriage
Niddah · Naming · Pidyon HaBen · Bereavement
مذهبي کړنلارې
Rabbi · Rebbe · Hazzan
Kohen/Priest · Mashgiach · Gabbai · Maggid
Mohel · Beth din · Rosh yeshiva
مذهبي جوړښتونه
Synagogue · Mikvah · Holy Temple / Tabernacle
مذهبي لیکنې
Tallit · Tefillin · Kipa · Sefer Torah
Tzitzit · Mezuzah · Menorah · Shofar
4 Species · Kittel · Gartel · Yad
د یهودانو لمونځونه
Jewish services · Shema · Amidah · Aleinu
Kol Nidre · Kaddish · Hallel · Ma Tovu · Havdalah
یهودیت او نور ادیان
Christianity · Islam · "Judeo-Christian" · Others
Abrahamic faiths · Judeo-Paganism · Pluralism
اړونده سرلیکونه
Antisemitism · Criticism of Judaism
Philo-Semitism · Yeshiva · Zionism
  1. Schiffman 2003، ص. 3.
  2. "History of Judaism until 164 BCE". History of Judaism. BBC. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. David P Mindell (30 June 2009). The Evolving World. Harvard University Press. د کتاب پاڼې 224. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-04108-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Religion: Three Religions, One God PBS
  5. Jacobs 2007، ص. 511 quote: "Judaism, the religion, philosophy, and way of life of the Jews.".
  6. Cambridge University Historical Series, An Essay on Western Civilization in Its Economic Aspects, p.40: Hebraism, like Hellenism, has been an all-important factor in the development of Western Civilization; Judaism, as the precursor of Christianity, has indirectly had had much to do with shaping the ideals and morality of western nations since the christian era.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Schiffman 2003.
  8. "Rabbinic Judaism". Encyclopædia Britannica Online. 
  9. "Sadducee". Encyclopædia Britannica Online. 
  10. کينډۍ:JewishEncyclopedia
  11. Ackerman, Ari (2010). "Eliezer Schweid on the Religious Dimension of a Secular Jewish Renewal". Modern Judaism 30 (2): 209–228. doi:10.1093/mj/kjq005. ISSN 0276-1114. https://www.jstor.org/stable/40604707. 
  12. Myers, David N., المحرر (2018). "Can We Excommunicate God?". Can We Excommunicate God?: April 30, 1965. The Eternal Dissident. (الطبعة 1). University of California Press. د کتاب پاڼي 69–74. JSTOR j.ctv941t1h.14. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-29745-6. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Ferziger, Adam (2009). "From Demonic Deviant to Drowning Brother: Reform Judaism in the Eyes of American Orthodoxy". Jewish Social Studies (Indiana University Press) 15 (3): 56–88. doi:10.2979/jss.2009.15.3.56. https://www.jstor.org/stable/10.2979/jss.2009.15.3.56. 
  14. Cohen, Steven M.; Bubis, Gerald B. (1990). "The Impact of Denomination: Differences in the Israel-Related Opinions of American Rabbis and Jewish Communal Workers". Jewish Political Studies Review 2 (1/2): 137–163. ISSN 0792-335X. https://www.jstor.org/stable/25834177. 
  15. Lachoff, Irwin (2019). "Reform in Mid Nineteenth-Century Jewish New Orleans: Achieving "the Spirit of Progress and Enlightenment" Through Acculturation, Residential Patterns, and Personality". Louisiana History: The Journal of the Louisiana Historical Association 60 (2): 171–198. ISSN 0024-6816. https://www.jstor.org/stable/26864696. 
  16. Sergio DellaPergola, “World Jewish Population, 2019,” in Arnold Dashefsky and Ira M. Sheskin (eds.), The American Jewish Year Book, 2019, Volume 119. Dordrecht: Springer, (2020). "Countries with the Largest Jewish Population (2019)". jewishvirtuallibrary.org. Jewish Virtual Library. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  17. Berman Jewish Data Bank. "World Jewish Population, 2019" (PDF). jewishdatabank.org. Berman Jewish Data Bank, Number 26, 2019. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Sergio DellaPergola, “World Jewish Population, 2019,” in Arnold Dashefsky and Ira M. Sheskin (eds.), The American Jewish Year Book, 2019, Volume 119. Dordrecht: Springer, (2020). "Countries with the Largest Jewish Population (2019)". jewishvirtuallibrary.org. Jewish Virtual Library. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  19. Sarna, Nahum M. (1966). Understanding Genesis (په انګلیسي ژبه کي). Schocken Books. د کتاب پاڼي 9–10, 14. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780805202533. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)