د بغلان ولايت
|
|
| Baghlan بغلان |
|
| پلازمېنه • کوارډيناټ |
Puli Khumri • |
| د وګړو شمېر (2002) • ګڼه ګونه |
745,000 [1] • /km² |
| مساحت |
21,118 km² |
| وخت | UTC+4:30 |
| اهمه ژبه/ژبې | دري |
بغلان دافغانستان يو ولايت دی.
نيوليک |
تاريخ
دا ولایت د مخه د قطغن او بدخشان په ډله کې شامل وو. وروسته یې د څانګړې ولایت تشکیل غوره کړ. دا ولایت لرغونی تاریخ او د کتلو وړ لرغونی مرکزونه لرې لکه سرخ کوتل یي یو لوی تاریخې مرکزدی، چی د پلخمرې په ۱۲ کیلومتری کې موقعیت لرې او په لومړی میلادې پیړی کې د لوی کوشانې امپراطور کنیشکا له خوا جوړ کړای شوی. دا ولایت د روسي ترکستان د هوا له تاثیراتو، د آمو سیند له رطوبتونو او د سایبریا د هوایی کتلو له اورښت څخه متاثره کیږی. کلنی اورښت یې په همواره سیمه کې د ۲۰۰ او ۳۰۰ ملې مترو په منځ او د خنجال او غرنیو برخو کې د اورښت کلنی اندازه له ۴۰۰ څخه تر ۶۰۰ ملې مترو رسیږی. د اوړی تودوخه یې د ۳۰ او ۴۰ ترمنځ او ژمی صفر او -۵ ته راښکته کیږی. د دې ولایت مغلان غر،مختارغر او د چنغور غرونه مشهور دي. همدا راز د اندراب سیند، خنجان سیند، بامیانو سیند، د پلخمري د سیند مرستیالان یي مشهور سیندونه دي او د دې سیمې د ښکلا سبب ګرځې. په دې ولایت کې د اوبو لګولو سیستم ډیر منظم، بندونه او نهرونه یی هم تړلې او منظم دي. ښې فابریکې او صنعتې دستګاوي لری. وزلوبه د نوي کال میله، آس سپرلی او پهلوانۍ د هغوی لرغونی دود دی، چی دا تقریبا د ټولو شمالی ولایتونو میراث دی. په دي ولایت کې دکیله ګي هندواڼی، خټکی، غنم، پنبه، لبلبو او وریجی ډیر حاصل ورکوي. دا ولایت د سمنټ یوه لویه فابریکه لري. چي د ورڅی ۴۰۰ تڼه تولید لري او د پلخمري د نساجي فابریکه د ورڅې ۷۴۰۰۰ متره ټوکر او بدلی شي. په دي ولایت کي ۴۰۱۰۰۰ اکړه ابي او ۷۴۸۰۰۰ اکړه للمي څمکه موجوده ده. په غرنیوبرخو کي یې د الپاین، څیړی او پنجه چنار ونې دیرې لیدل کیږی او د خنګلونو ساحه یې ۴۳۷۷۰۰ جریبو ته رسیږي. د اداري تشکیل د واحدونو ویش یي په لاندې ډول دی: د بغلان ښار د ولایت مرکز، پلخمری ولسوالي، دهنه غوري علاقه داری، دوشي ولسوالي، تاله و برفک علاقه داري، خنجان علاقه داري، اندراب ولسوالي، خوست اوفرنګ ولسواي، نهرین ولسوالی، بورکه علاقه داري.
ولسوالۍ او نورې سیمې
| ولسوالۍ | مركز | وګړي | سيمه[1] | پرليكون="رښته"يادښت |
|---|---|---|---|---|
| اندراب | ||||
| برکه | ||||
| پل حصار | ||||
| پلخمري | ||||
| تاله او برفک | ||||
| خنجان | ||||
| خواجه هجران | ||||
| خوست او فرنګ | ||||
| ده صالح | ||||
| دهنه غوري | ||||
| دوشي | ||||
| فرنګ او غارو | ||||
| ګذرګاه نور | ||||
| ناهرين | ||||
| نوی بغلان |
زمكنې جوړښت
نفوس
ټول وګړي ۴۸۴۴۷۵ ټول مساحت ۱۷۱۰۶
فرهنګي، علمي او اجتماعي حالت
تاريخي ځايونه
د اوبو سرچينې
مهم لاسته راوړنې
اړيكتيايي سېسټم
ځنګلونه
جګړې وراړولي زيانونه
سرچينې
- د افغانستان د ولايتونو جغرافيه، ژباړه: اورنګزېب ارشاد، كال۱۳۷۹ه ل، خپرندويه ټولنه: د اريك د ګرځنده كتابتونونو اداره
- د افغانستان تاريخي زمكپېژندنه، ليكوال: مير غلام محمد غبار، كال ۱۳۷۷هجري لمريز، د مېوند نشراتي مركز، صبا كتابتون-پېښور ښار
|
|||||||