تانبه:ننګرهار

Before the featured portal process ceased in 2017, this had been designated as a featured portal.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سمول  

د ننګرهار تانبه

ننګرهار ولایت د افغانستان له ۳۴ ولایتونو د ختيځو سرحدي ولايتونو څخه دى چې په ختیځ کې د پاکستان له خيبر پښتونخوا ايالت، شمال کې له کونړ او نورستان، شمال لوېدیځ کې له لغمان، لوېديځ کې له کابل، لوګر او پکتیا او په سوېل کې بیا د پاکستان له خیبر پښتونخوا ایالت سره ګډه پوله لري. ددې ولایت مرکز د جلال آباد ښار دی. د اټکل له مخې دا ولايت له کابل څخه وروسته د هېواد ګڼمېشتی ولايت ګڼل کېږي، چې د وګړو شمېر يې څه باندې ۳۰۰۰۰۰۰ تنو هم پورته دی.



سمول  

ټاکلې منځپانګه

ننګرهار پوهنتون د ملي او نړيوالو شرايطو له مخې د هيواد د دويم پوهنتون په حيث د لوړوزده کړو وزارت له خواپه کال ۱۳۴۲ يا 1963 ميلادي کې تاسيس شو. په لومړي سر کې ددې پوهنتون یواځې د طب پوهنځي په توگه منځ ته راغی. دا پوهنتون د ننګرهار ولايت، جلال آباد څخه بهر د سره رود درونټی کلي ته څېرمه رغول شوی. ددې پوهنتون په یوولسو پوهنځيوکې ټول (۸۲۶۰) تنه زده کړیالان په زده کړه بوخت دي چې له دې جملې څخه (۳۴۰) تنه ښځينه او (۷۹۲۰) تنه يې نارينه دي. همدارنګه په دوي کې (۶۷) تنه ښځينه او (۲۹۲۶) نارينه زده کړیالان په شپه ځای (ليليو) کې اوسيږي.
سمول  

غوره انځور

د جلال اباد همېشه بهار ښار د يوې څنډې انځور

دا انځور د ننګرهار ولايت د مرکز جلال اباد ښار، امير شهيد بڼ ته څېرمه، پښتونستان واټ له يوې څنډې اخيستل شوی دی، چې د جلال اباد د ښايست ښکارندويي کوي.



سمول  

په خبرونو کی

نن ورځ د اپرېل ۲۷, ۲۰۲۴

د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار ته څېرمه یوه غونډۍ کې ١٦٠ تاریخي آثار کشف او ترلاسه شوي دي. د ننګرهار د والي د دفتر په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې ده؛ ویل شوي دي چې۱۶۰ تاریخي آثار په جلال آباد ښار پورې اړوند د شین کلي په یوه غونډۍ کې کشف او ترلاسه شوي دي. په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي دي چې دغه آثار په بودايي، کوشانیانو او اسلامي دورو پورې اړوند دي او دغه ټول آثار د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپارل شول. سرچينې زياته کړې ده چې ښايي يوشمېر نور تاریخي آثار هم په دې سیمه کې موجود وي . د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رحیم الله خوږیاڼي وویل چې د نورو تاریخي آثارو د ترلاسه کولو په موخه، په ياده سیمه کې خپلو کیندونو ته دوام ورکوي. هغه وویل چې هلې ځلې کوي په ننګرهار کې یو موزیم جوړ کړي.
مالومات، ۱۴۰۱ د مرغومي ۲۵، باختر



سمول  

آیا پوهېدئ...؟

ايا پوهېدئ چې ننګرهار تر کابل وروسته د افغانستان دوهم ګڼمېشتی ولايت دی.



سمول  

نامتو څېره...؟

قيام الدين خادم

قيام الدين خادم (زېږېدو نېټه: ۱۲۷۴ لمريز لېږديز کال د ننگرهار ولايت -مړینه ۱۳۵۸لمريز لېږديز کال) انګليسي ژبه :Qiamuddin Khadim يو افغان پښتو ژبی ژورنالېست، پياوړى ليکوال، ويښ شاعر، د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي استاد، اديب او د فلسفي اندونو يو پوه عالم ؤ. چې د ننگرهار ولايت د کامې ولسوالۍ په يوې روحاني کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانيستې دي. د ارواښاد خادم پلار مرحوم ملا حسام الدين اخوند پخپله سيمه کې يو مشهور او پوه عالم و.




سمول  

وېشنيزې

ننګرهار ننګرهاريان




سمول  

د ننګرهار اړوند تانبې

مذاهب: هندويزم ۔ اسلام ۔ سکيزم



سمول  

ننګرهار لټونه نورو پروژو کی

تاسې د ويکيمېډيا په نورو پروژو کې هم دا موضوعگانې پلټلی شئ :

ويکي کتابونه
کتابونه

ويکي خونديځ
خونديځ

ويکي خبرونه 
خبرونه

ويکي وراشه 
سوالونه

ويکي سرچينه 
ويکي سرچينه

ويکي پوهنتون
ويکي پوهنتون

ويکيسفر  
ويکيسفر

ويکي سيند 
ويکي سيند

ويکي ډېټا 
ويکي ډېټا

ويکي نوعي 
ويکي نوعي



سمول  

د ننګرهار اړوند سکالوګانې